د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

ورونو د يوې ستونزې سره مخ يم

N.Intezar
04.02.2009

دهر څه نه دمخه سلامونه او نيکې هيلې ټولو ورونو ته وړاندې کوم خدای ج دې وکړې چې ټول د صحت په کاليو کې پټ اوسې ٠
ورونو د يوې ستونزې سره مخ يم ستونزه څه په دې ډول ده زمونږ په دفتر کې درې کمپيوټرونه په يو Network سره نصب دې ٠ چې د يو کمپيوټر نومComp1ده ورپسې Comp 2 او ورستې Comp 3 ده دلته مونږ د Accounts يو سافټ وير لرو چې دا سافټ وير په Comp 2 کې لږيدلې ده يعنې Comp 2 د سافټ وير Main server ده او په Comp 1 او Comp 3 کې دسافټ وير Shortcuts شتون لرې اوس چې Comp 2 نه وي چالان نو ښکاره خبره ده چې Comp 1 او Comp 3 کې سافټ وير کار نه کوې او بل زمونږ د درې واړوکمپيوټرونه ټول ډرايونه سره Share دې اوس چې کله Comp 2 چالان شې نوسافټ وير په درې واړو کمپيوټرونه کار کوې مګر Comp 2 او Comp 3 کې دComp 1 Share ډرايونه نه ښکارې او همدارنګه په Comp 1 کې د نورو دواړوکمپيوټرونو ډرايونه نه ښکارې او نه Share drives کار کوې او په دې صورت کې د Accounts سافټ وير ښه کار کوي٠
ستاسو د ځواب او همکارۍ په هيله

ستاسو ورور
نيازولې انتظار


محمد احمد حمي
11.02.2009

السلام عليكم
نياز صاحب نيكي هيلي مو ومنه .
ما ګومان كوى چي ته دليك دجواب په انتظار يې ، خو په پاى كي راته جوته شوه چي ته هسي هم انتظار انتظار يې ، ځكه په انتظار يې ياديږي . :)

ورورجانه! دفولډرز آپشن له لاري په كمپيوټر كي پټ شيان ښكاره كولاى شي ، او هغه داسي چي دټولز مينو په پاى كي فولډر آپشنز خلاص كړې او هوري بيا هائيډ يعني پټ فايلونه شو كړي ، كه له دي لاري هم په كمپيوټر ډرايونه درته ښكاره نشوه ، نو ګومان كوم چي اصلي لامل به يې ويروس وي . اصلي علم دلوى څښتن جل جلاله سره دى


N.Intezar
11.02.2009

محترم محمد احمد حمي صاحب سلامونه او نيکې هيلې مې ومنې اود ښايسته ليکنې څخه مو يوه نړۍ مننه کووم ورور جانه ستاسو په لارښونو مې سم عمل وکړ مګر ستونزه د تير په شان ده او بل تاسو يادونه کړې چې ګومان کيږې په کمپيوټر کې ويروس ولرم خو ورور جانه د ويروس ضد(Kaspersky 7.0.0.125 ) ورژن هم لرم ٠
د لاز ياتو همکاريو په هيله
ستاسو دنورو ليکنو په انتظار
نيازولې انتظار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more