د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داماراتو د مړ شوي پاچا شیخ زاید ځوي عیسی بن زاید په ډیره وحشیانه توګه یو افغانۍ مزدورکار شکنجه کوي

و.افغان
27.11.2008

له یوي نیمې میاشتې راهیسې په ډیرو زیاتو عربي انترنټ پاڼو کې یو ویدیو خوره شوي ده، چې ګمان کیږي داماراتو دمړ شوي پاچا شیخ زاید ځوي عیسی بن زاید یو افغانې مزدورکار په ډیره وحشیانه توګه شکنجه کاري کوي.

[img:c2f833ec8a]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Projects/Sheikin_Issa_004.jpg[/img:c2f833ec8a]

باسم النابلسې چې یو لبنانې اصله امریکايي دې، او دشیخ عیسی بن زاید دتجارتي کارونو دادارې عهده يي په غاړه درلوده، دا هر څه دهغه له خوا بربنډیږي.

[img:c2f833ec8a]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Projects/Sheikin_Issa_003.jpg[/img:c2f833ec8a]

باسم نابلسي په هغه دعوا کې چې له خپلې ښځې سره يي یو ځاي دشیخ عیسی بن زاید په ضد يوې امريکايي محکمې ته پورته کړې ده وايي:

ما دنوييمو کلونو دپیل څخه راپه دیخوا دشیخ عیسی سره دهغه دبزنس دمدیر په توګه کار کاوه... وروسته مې کشف کړ، چې دا سړۍ په سادي مرض اخته دې، دخلکو دشکنجه کولو څخه خوند اخلي، خپل کارمندان شکنجه کوي، دشکنجې پر وخت ترې ویدیوګانې ډکوي، تر څو يي وروسته دخوند اخیستلو لپاره ننداره وکړي.
نابلسي زیاتوي: چې زما اړيکې دشیخ عیسی سره هغه وخت خرابې شوي، چې ما دیوه شکنجه افغاني کارمند په سر احتجاج وکړ، په کوم کس چې شیخ عیسی دغلا تور لګولې وو، چې دهغه له مزرعې (پټيو) څخه يي څه غلا کړي دي، نو کله چې شیخ عیسی په دغه افغاني کارمند دشکنجې محفل پاي ته ورساوه، نو ما ترې وغوښتل چې باید اوس امر صادر کړۍ چې ددغه کارمند علاج وشي، ځکه چې مړ نه شي، نو شیخ په دې خبره ډیر غوسه شو، زه يي بندې کړم، شکنجه يي کړم، او زما ښځي ته يي دجنسې تیري تهدید ورکړ ..... دشیخ عیسې سره دهغه په وحشي فرعوني حرکت کې دهغه ورور شیخ سیف چې وزیر داخله دی، او بل ورو ريي چې ناصر نومیږي، هم شریک دي.

[img:c2f833ec8a]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Projects/Sheikin_Issa_005.jpg[/img:c2f833ec8a]

نابلسي وايي: زه په دې وتوانیدم، چې دشکنجې او تعذیب کيسټې وتښتوم، او دغوښتنې په وخت کې به يي محکمې ته دیوه دلیل په توګه ضرور وړاندې کوم، نو په دې کيسټو کې څه دي:

نابلسي په خپلې دعوی کې دیوې کيسټې باره کې وايي، چې پنځه څلويښت دقیقيي کيسټ دې، او دهغه افغانې کارمند چې محمد شاه پور نوميږي، دشکنجي ټول محفل په کې ثبت شوې دی، ددې محفل هیرو شیخ عیسی بن زاید دې، چې په وزارت داخلې پورې تړلې لسګونه پوليس والا هم ورسره ملګري دي چې مشري يي دداخلي وزیر سیف بن زايد کوي.

[img:c2f833ec8a]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Projects/Sheikin_Issa_007_1.jpg[/img:c2f833ec8a]

دشکنجې محفل په دې ډول پیل کیږي، چې لومړۍ دغه افغانې کارمند دشیخ عیسی بن زاید له خوا په سوکانو وهل کيږي، پولیسو کلک نیولې وي، او شیخ عیسی يي تر هغې په سوکانو وهي تر څو چې ستړې شي، نو کښينې، او پولیسو ته امر وکړي، چې دسوکانو باران پرې جاري ساتۍ، په دې درنګ کې چې دشیخ عیسی بن زاید ساه ګانې برابرې شي، راپاڅيږي، او ددغه افغاني کارمند په خوله کې شګې واچوي، بیا يي په ځمکه وغورځوي، په سر يي ودریږي، جامې ترې وباسي، بربنډ يي کړي، او بیا يي په تناسلي آله کې شکنجې ته دوام ورکړي، په شکنجه کې دهغه اوږد لرګي نه کار اخلي کوم چې داوښانو دوهلو لپاره کارول کیږي، .. بیا شیخ عیسی یو تیره لرګې راواخلي چې میخونه پرې هم لګیدلي دي، او ددغه کارمند دبدن په ټولو برخو يي ګوذارونه پیل کړ، شیخ عیسی دراحت لپاره کښيناست، او پولیسو ته يي امر ورکړ چې په همدغې خنډن لرګې ددغه کارمند وهلو ته ادامه ورکړي.

[img:c2f833ec8a]http://www.uaetorture.com/images/uaetorture/pics/20080814142009765.jpg[/img:c2f833ec8a]

له هغې وروسته شیخ عیسی ددغه افغاني په تناسلې آله باندې یوه داسې تیزه دوا وشیندې، چې ډیر ژر اور اخلي، او بیا ورته اور لګیت ورته کړي، نو ددغه مظلوم دآلی تناسلې شاوخوا برخې وسوځيږي، او دسوځیدلې غوښې بوي يي په چیغو نارو ورګډ شي.

[img:c2f833ec8a]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Torture/torture_006.jpg[/img:c2f833ec8a]

شیخ زاید خپل وحشتناک محفل په دې پاي ته ورسوي چې ددغه افغاني په پښو باندې یو تخته لرګۍ کیږدي، او بیا امر وکړي، چې له پاسه دې پرې ګاډۍ تیر کړې شي، دګاډې تیريدو په حال کې ددغه افغاني مزدورکار دپښو دهډوکو ماتیدا په ویدیو کیسټ کې تر غوږو کیږي، دغه وخت کې له ډیره درده دافغانې مزدور چیغي ودریږي، او درحم غوښتنې التماس يي هم ختم شي.

[img:c2f833ec8a]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Torture/torture_007.jpg[/img:c2f833ec8a]

دشیخ عیسی دکارونو مدیر نابلسي وايي: چې له شلو څخه زیاتو کارمندانو دشیخ په لاس رنګا رنګ شکنجې لیدلي دي، کومې چې به شیخ په ویديويي کيسټ کې ثبتولې، تر څو يي وروسته له نندارې څخه خوند واخلي.

باسم النابلسی وايي: شیخ زه بندې کړم، شکنجه يي کړم، کوښښ يي کاوه چې کیسټې له ما څخه واخلې، کومې چې ما په یو پټ ځاي کې خوندې کړې وي، او بیا مې له اماراتو څخه بهر وتښتولې، ځکه چې په دې پوهیدم چې کيسټې یواځينۍ مادي دلیل چې ما له مرګه ژغورلې شي..

[img:c2f833ec8a]http://www.uaetorture.com/uploads/images/Projects/Sheikin_Issa_006.jpg[/img:c2f833ec8a]

نابلسي زیاتوي: دبند په موده کې يي جسماني او نفسي شکنجې ګاللې دي، او که چیرې امريکايي تابعیت يي نه لرلې، نو وژل شوې به هم واي.

نابلسي چې یو لبنانې الأصله امریکايي دې، او دشیخ عیسی سره يي کار کاوه، اوس يي دهیوسټن محکمې ته دشیخ عیسی په ضد دغه قضیه پورته کړې ده، دعوی دابوظبۍ شیخ ته سپارل شوې ده، او هغه له محکمې څخ د راروان اګست اتمه پورې مهلت غوښتې دې (کيداي شي مطلب تیر اګست وي)، او عذر يي وړاندې کړې دی، چې دخپل ورور شیخ ناصر دوفات په مراسمو بوخت دي.

پاتې دی نه وي، چې دغه ویدیو په یوټیوب کې د څو پیوندونو په مټ خوره شوې وه، چې وروسته دیوټيوب دادارې له خوا لرې شوې ده، نو دلته څو وجهې دی:
۱- یا خو دملیونونو پيسو په مقابل کې ویدیو له منځه وړل شوې ده.

۲- یا خو دغه خبر دروغ دې، خو دا احتمال په دې کمزورې دی چې په یوټيوب کې دمختلفو ملکونو دپاچاهانو په اړه دروغجنې غیر حقیقي ویدیوګانې شته دي، خو دیوټیوب دادارې له خوا له منځه نه وړل کیږي.
۳- يا خو نور څه سیاسي مشترک مصالح دي،
په یوټيوب کې مخکې دا ویدیو دلاندنې پیوندونو لاندې پرته وه:

http://uk.youtube.com/watch?v=GiMEw36bxUQ

http://uk.youtube.com/watch?v=7wwoYpwmMsM

http://uk.youtube.com/watch?v=hfxFPc-a55M

په هر حال دغه خبر په عربي انترنیټي پاڼو کې په بیسارې ډول خپور شوې دی، چې تاسو يي دګوګل له لاندې پيوند څخه مالومولې شۍ.
http://www.google.com/search?hl=ar&q=%D9%88%D9%84%D8%AF+%D8%A7%D9%84%D8%B4%D9%8A%D8%AE+%D8%B2%D8%A7%D9%8A%D8%AF+%D9%8A%D8%B9%D8%B0%D8%A8&start=20&sa=N

همدارنګه دغه خبر دیوې امریکنۍ ټي وي له پردې هم خور شوې دی،
http://www.khou.com/sharedcontent/video/swf/VideoWidget_4.swf?video=/bi/www.khou.com/0828/woodard10p_080707.flv

او په یو امریکايي ویبپاڼه کې دخبر او ویدیو لینک ايښودل شوې دی.

http://www.shababek.de/video/Issa_Torture_2_small.wmv

http://www.uaetorture.com/images/uae...re_2_small.wmv

http://www.uaetorture.com/

نو دلته امکان لري چې دا خبر حقیقت ولري، او دامارات شیخان پرې سترګې پټوي، ځکه چې په انټرنټ کې ددومره خوریدو سره سره هغوي نه ددې خبر دصحت تأييد کوي، او نه يي ردوي ، او یو بل امکان هم شته دې ،چې زما نظر ته کمزورې راځي، هغه دا چې کیداي شي دا دشیخ په وړاندې یوه دسیسه وي، نو که پښتانه خبریالان ورونه دانسانې کرامت دغوښتنې په اساس ددې خبر پلټنه وکړي، نو ډیره ګټوره به تمامه شي، همدارنګه که دامارات میشته افغانان ددې خبر په لیدلو سره خپلې تبصري دلته ثبت کړي، او حقیقت روښانه کړي، نو مونږ ټول به ترې مستفید شو.

په درنښت.


باتور
27.11.2008

محترم وهاج ساپي ته !

دخليج د عربو، په خاصه توګه د هغو د حرامخورو اميرانو د مرداريو قصې نوي نه دي . . دا د حرموني زامن د انسانيت او اسلاميت په هيڅ کوم چوکاټ کي نه برابريږي . .

او د دې مردارخور او مردارمخي د وړ وړ انځورونو وړاندي کول زما په نظر دومره ضروري نه برېښي .

په درنښت


و.افغان
03.12.2008

[quote:aac38dbedc="باتور"]
او د دې مردارخور او مردارمخي د وړ وړ انځورونو وړاندي کول زما په نظر دومره ضروري نه برېښي .

په درنښت[/quote:aac38dbedc]

خبره مو پر ځاي ده،خو زما ددې متضادو انځورونو دراوړلو نه موخه دا ښکاره کول وو،
چې په سپينې او پاکې جامه کې څومره ګنده، مرداره، او پليته جوسه نغښتیداي شي.
که چیري داماراتو میشته وروڼه په دې خبر تبصره وکړي، او مونږ ددې قضيي صورتحال
بیان کړي، نو ډیر به ښه وي.
په درنښت


عادل عادل
04.12.2008

سلامونه

وروڼو د افغانانو دې لوی الله پوښتنه وکړي.

زما وړاندیز دی چې د پوهنتون محصلین دې په وزیر اکبر خان مینه کې ددغه ورکوټي ملک د سفارت مخې ته ورشي او د پورتنیو مظالمو په اړه دې احتجاج وکړي.

دا بیا ددوی کار دی چې یا به د افغان وولس سپیناوی کوي او یا به هم د خپل سفارت نه اغزن او ډبرین دیوالونه راتاو وي !!

په څنګ کې دې د دولت او طالبانو نه هم په کلکه غوښتنه وشي چې پدغه اړه بې تفاوته پاتې نشي او خپل غبرګون دې وښیي.

دا سختې ورځې خو به الله تیرې کړي او د ظالم نه د دردناک غچ موقع به یوه ورځ افغانانو ته په لاس ورځي. ان شاء الله


میوند ننګیال
04.12.2008

ګران استاذ وهاج صا حب سلامونه او احترامات ومنۍ
تا ليکلي :
که چیري داماراتو میشته وروڼه په دې خبر تبصره وکړي، او مونږ ددې قضيي صورتحال بیان کړي، نو ډیر به ښه وي. ٠
هيڅ سوال نه پيدا کيږ ي چه څوک په اماراتو کي اوسيږي ددي نه
قضيي په باره کي دې خبر وي ٠


نني
07.12.2008

اسلام عليكم
وروڼو دلته ما له ډيرو خلګو سره خبري وكړي خو څاته كره معلومات نه سته
او دي اماراتو دي حكومت له خوا دغه ويډو بند سوي
څوك نه سي كولي چي دي انټرنت له لاري ده ويډو وګوروي ما خپله ډيركوشش وكو خو ونه تواندم چي ده ويډو وګوررم
زما په نظره بايد دي افغانستان سفارت يي له دي حكومته پوشتنه وكي
كه ده نه كيزي بايد دي افغانستان حكومت په افغانستا ن كي دي دغه ملك سفير
وروغواړي كه ده وه نه سو بايد دي
عادل عادل نظره دي عملي سي


N.Intezar
17.01.2009

ورونو لوی خدای ج دې دمسلمان ملت اوپه خاصه توګه دافغانانوپوښتنه وکړئ
نن ډير بې سرنوشته روان يو نن د هغه رمې په شان شوې يو دکومې نه چې شپونکې ليوانو خوړلې وې او د هرقسم ځناورونه نه په ډار کې وې .
زمونږ مشران که چيرې ددې پوښتنه ونه کړې نو مونږ بدقسمتو افغانانو ته به دا په رښتيا ثابته کړې چې نن په واقيعت سره بې څوکه يواو هسې په نوم حکومت دې او هغه زمونږ رايې چې ننې په نوم واکدارانو ته مو ورکړې وي هسې تشې منډې وي او بس ٠
زمونږ په ورور به څه تير شوې وي او په کوم حالت کې به وه٠
ياالله ج ته مو غيبې پوښتنه وکړې او نور ددغه کړيدلو مسلمانانو او افغانانو په حال ورحميږې او ظالمانو ته دخپل ظلم سزا ورکړې ٠


N.Intezar
18.01.2009

وروره تاچې ليکلې چې زه ونه توانيدم دغه ويډيو وګورم او داماراتو دحکومت لخوا لرې شوې ده . سمه ده دځينو لينکونو نه لرې شوې ده خو ته يو ه مهربانې وکړه په همدغه پاڼه کې د پورته خوا نه ښکته خوا ته شپږم لينک وګوره هر څه به درته په ډاګه شې٠ او د انسانيت په جامه کې به ځناور وګورې٠


نني
22.01.2009

اسلام عليكم ورور ستا نه يو جهان مننه
سي دا احيوان دي را ته وشوده وروره تول به نه ياده وه
خودي عربي اماراتو په 100 كي 99 فيصده نوي نيسل هم داسي خراب سوي
سي بيخي له اسلامي حكمو ناخبره خلګه دي او دا كارجكه واقعيت ده سي دا حقيقت داسي خلګه دي سي له انسا نيت نه ډيرپاتي خلګه دي
او دوي بس دا امريكا پيزنه او دا وا يي سي هغه دي دوي هر شي ده
زنا كاري خپلي اخري اندازي ته رسيدلي شراب خو بيخي ګناه نه بولي
اودي ورور په خور دي پلارپه اولاد اله نسته ټول په خپله عيشو ونوش كي غرق دي اودي زنا له پاره خولا دي فعاليت جواز وركوي نور به نو په دي خلګو كي چه پاتي ويي
خومونګ له خپل سفارت څخه غواړو چي دي خپل ورور په باركي بي تفاوته پاتي نسي او په دي بارقي دي امارات له حكورمت سره پردي مسله خبري وكيي
که څه هم دي افغانستا ن دي سفار ت والا ډيرشه خلګه دي اوله افغانانو سره ديرشه برخورد كوي او وطن داران موټول جني خوشحاله دي خو په دي بارقي بايد جدي پاملرنه وسي


و.افغان
26.04.2009

http://abcnews.go.com/video/playerIndex?id=7407186

دا نوې ويډيو هم وګورئ، چې دامريکايي مشهور تلفزيون ای بي سي په پرده خپره
شوې ده، تر مخکنیو ويډيوګانو نسبتا ډیره واضحه ده، او څه نوې څه هم په کې شته.

په درنښت


عادل عادل
27.04.2009

ټولو ته سلامونه

ورورڼو د نن اکثریت عربان یعنې څه ؟

زما د شخصي مالوماتو له مخې چې په خلیجي ملکونو کې مې د مسافرو افغانانو څخه اوریدلي دي په لاندې ډول دي:

1( 70 په سلو کې یې شراب خوري.
2( اکثریت یې د پردیو ښځو او رنډیانو سره اړیکې ساتي
3( اکثریت د میړو ښې ښځې یې د ذوق له مخې د بنګاليانو یا هندوانو سره پټې یارانې پالي.
4( لواطت او سینګار یې په ځوانانو کې عام دی او اکثریت پیغلې یې لونډان ساتي او په سپي صفته هندوانو ځانونه څټي
5( سود خوړل پکې عام دي
6( د کفارو سره محبت کوي او د لویدلو مسلمانانو نه نفرت لري
7( د امریکايي فوځی افسرانو ټولې کورنئ په ابوظبي کې میشت دي
8( د عراق، افغانستان او نورو بحري بیړیو کې میشت امریکایي فوځیانو ته د دوبئ په هوټلونو کې د جنسي اړیکو اسانتیاوې برابرې شوې دي او هر ه جمعه په زرهاوو عربي او روسي رنډیانې ددوی بحري کښتیو ته لیږدول کیژي.
9( د ناټو په چوکاټ کې ددوی پټه ونډه ده او افغانستان ته وخت ناوخت سرتیري استوي، د ثقه مالوماتو له مخې ددوی په فوځ کې چې څوک افغانستان ته د تګ هوډ وکړي نو د تنخواه او نورو مزایاوو څخه علاوه د هر ماموریت پر سر یو لک اماراتي درهم ورکول کیژي.
10( او داسې ډیر نور

تاسو په یاد ولرئ چې ددغه عیاشو عربانو په مخکې یو ډیر لوی او شرموونکئ ذلت انتظار کوي.

ددغې وحشي پیښې نه په کم وخت کې وروسته د همدغه وحشي شیخ یو بل مست ورور د هیلیکوپټر په لویدلو کې مردار شو چې زه یې د همدغه مظلوم د آه نتیجه بولم، ددغه مردار سره دده په شخصي هیلیکوپټر کې نور قربانیان په قوي احتمال ټولې روسي رنډیانې وې چې په همدې سبب یې هویت پټ وساتل شو .

که الله پاک په خپل بلاکیف نصرت سره د امریکې پښې د سیمې څخه سپکې کړې نوبیا خو دغه ټول شیخان د یوې څپړې خلک دي او ان شاء الله چې افغانان به د دوی ددغه وحشت پوښتنه په خپل وخت کې کوي.


و.افغان
27.04.2009

يو ځل بيا سلامونه
سلام علیکم

زه ديته حيران يم چې دکرزي دګوډاګي حکومت دغه بې غیرته استازي په اماراتو کې څه
کوي، چې ديوه افغان پوښتنه قدری هم نشي کولاي.

اوس خو دا خبره له هيچا پټه نه ده، او څنګه به پرې سترګې پټې کړي شي، دامريکايي
مشهور ټلويژن ای بي سي له خوا دغه ويډیو خپره شوه، نن په بي بي سي کې هم
دغه خبر خپور شو، په اماراتو کې دننه هم دحقوق بشر ټولنې خپل غږ پورته کړې دی،
دیوټيوب په پاڼه کې ددغې ويديو دمتکرر حذفيدو وروسته نن بیا دغه ويدیو
خپريږي، خو په اماراتو کې دکرزي بی غیرته استازي په دی قضيه هيڅ غوږ هم نه ګروي،
ځکه چې دغه بی غیرته په دی ويريږي، چې په اماراتو کې يي روان تجارتونه، او دولس
دوينو زبيښنه ونه دریږي.

ألا لعنة الله علی الظالمين.
په درنښت
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
http://www.bbc.co.uk/pashto/world/story/2009/04/090427_hh_afghan_turtured_uae.shtml

د اماراتو پر يوه شيخ د افغان وګړي ادعا


متحده عربي امارات
په متحده عربي اماراتو کې د بشري حقونو د دفاع ټولنې په ابوظبۍ کې د هغه افغان وګړي د شکنجه کېدو څېړنه غوښتې، چې د يوه عرب چارواکي له خوا وهل شوی، ټکول شوی دی .

دغه پېښه وروسته له هغه روښانه شوه، چې تېره چهارشنبه، د امريکا اې بي سي تلوېزيوني شبکې د الشيخ عيسی بن زايد ال نهيان له خوا د يوه افغان کارکوونکي د شکنجې ويديويي پټه خپره کړه .

د ويديو ليدلو لپاره دغه ځای کښېکاږئ

په پټه کې د اماراتو د ريس د ناسکه ورور يو افغان وګړی په ډزو ترهولی، او سخت يې ډبولی دی .

فينانشل ټايمز ورځپاڼې هم د دغې شکنجې، چې په 2004 کال کې ترسره شوې، يادونه کړې ده .

ورځپاڼه زياتوي دغه افغان وګړي ته د شپې مهال اور بل شوی او سخت وهل شوی دی .

د ورځپاڼې په وينا پر دغه افغان وګړي تور دی، چې په يوه سوداګريزه معامله کې يې له يوه اماراتي سره ناسم چلند کړی دی .

رپوټونه وايي چې دغه وېديو په ابوظبۍ کې د يوې واکمنې کورنۍ د يوه غړي له خوا خپره شوې ده .

د برتانيا ګارډين ورځپاڼه ليکي چې شکنجه شوی افغان محمد شاه پور نومېږي .

محکمې ته د يوه عربي الاصله امريکايي وګړي بسام نابلسي له خوا په امريکا کې د الشيخ عيسی پرضد دعوا شوې ده .

ويل کېږي چې نابلسي له شيخ عيسی سره په سوداګري معاملو کې شراکت هم درلود .

په ويديو کې د پوليسو په جامه کې يو تن راځي او له شکنجه کوونکي د دغه افغاني وګړي، په شکنجه او وهلو کې مرسته کوي . ـ
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
http://www.youtube.com/watch?v=Iy0qNUAjX28

ألا لعنة الله علی الظالمین.


میوند ننګیال
27.04.2009

ټولوغيرتمندو او مسلمانو ورونو ته سلامونه!

په دا بعضي نني عربانو هندوان او بودايان هم شرف لري (( كيداي شي چ ددي خبري سره زه كنهګار شوي يم ))خو چي د ي ملعنو او بي پتو ته ګورم نو والله چي دا زړه مي راوپسړيږي ٠

عادل صيب !

خبره دي بيخي صحيح ده زه په اماراتو كي يم والله چي دلته دوي څومره دي خپلو پلرونو انكريزانو ته څومره په درنده ګوري كه خو خپل پلار ته هم داسي ګوري دومره ذليل دي چي هيڅ حد نلري انوني يي 80 په 100 كي فاحشي دي هلكان يي 72 په سلو كي كونيان دي ددي خلكو نه نو څه تمه او اميد نشته .

رانزدي وهاج صيب !

دا په سغارت كي چي ناست دي دوي خو هسي هم په سوال دي بله دا چي ددوي يي پري څه څه دادي ځويي خو يي نه دي بيا غريب دوست او صابر صيب وايي چي دغسي بي غيرتو ته بي ناموسه اوبي پته خرڅ شوي مه وايي تا سو او خداي چي دغه عمل زړه چاودونكي ندي خير بهر حال رب دي په ټولو داسي ورانه كړي داسي دي خداي در بدر خاوري په سر كړي لكه دافغانستان مظلوم مسلمان ملت چي شو رب دي پري داسي ورځي راولي چي افغانان يي سيل كوي


رښتینی
27.04.2009

سلامونه اونیکی هیلی می ومنی !

دتاتاریانو په وړاندی څو کاله جلال الدین خوارزمشاه وجنګیدی
خو کله چی هغه له اتی سر مخامخشو نوپه څو ورځو کی تاتاریان
بغداد ته ورسیدل او په بغداد کی چی تاتاریانو کوم غوبل جوړ کړ
هغه تاریخ خوندی کړی دی خو له غمه به یی په زړه پوری پیښه وبولم
چی هغه دوخت دخلیفه له منځه وړل و هغه مهال کوم عباسی خلیفه
(دنامه یوه برخه به یی معتصم وه ) په بغداد واکمنی کوله وای تاتاریانو
ته دهغوی یوه شیعه جاسوس وویل چی خلیفه باید په تیغ سره حلال نکړل
شی په کوم زوړوکی کی دی وپیچل شی اوپه ساه بندیدلو سره به هغه ومری
داځکه چی هغه مهال دخلیفه غلط تقدس په خلکو کی مشهور و چی که هغه
څو ک ووژنی نو توان به ورته ورسیږی
نوتاتاریانو خلیه صیب په یوه زوړوکی کی ونغښت او له دی دنیا یی رخصت کړ
تاریخپوهانو ته مالومه ده چی تاتاریان په عربو کی ډیر بی تکلیفه پرمخ روان وو
یواځی دشام په عین جالوت سیمه کی یی دمصر دممالکو واکمنو له لاسه ماتی
ولیدله چی هغه مهال دمصرپه ممالکو واکمنانو کی واک دسیف الدین قطز په
نامه له یوه واکمن سره و و ویل کیږی چی همداسیف الدین قطز د جلال الدین
خوارزمشاه لمسۍ و یعنی عرب نه و

دابله خبر هم مشهوره ده چی تاریخ تکراریږی او دعادل ورور دخبری په تایید
بلکل هغه ورځ به راځی چی دا شیخ عیسی دوی به په زوړوکیو کی پیچل
کیږی او دخپل عباسی خلیفه له سر ګزشت سره به مخامخ کیږی ځکه ددوی
حماقت ، عیاشی ، ناخبری ، مستی او مدهوشی اوج ته رسیدلی ده
خو الله دی ددوی صالحو او نیکو خلکو ته نجات ورکړی او له دانورونه
دی لوی څښتن دمظلومانو انتقام واخلی

په مینه


و.افغان
10.05.2009

نيو يارک :
هيومن رايټز واچ نن ويلي دي: دعربي متحده اماراتو دشاهي کورنۍ ديوه غړي شيخ
عیسی بن زايد آل نهيان په اړه دحکومت دجبري اقامت يا نظر بندۍ فيصله دستاينې وړ ده.
شيخ عيسی بن زايد دهغې ويډيو قهرمان يا هيرو ګڼل کیږي، چې په ډیره وحشيانه توګه
په کې يو افغان سوداګر شکنجه کيږي.
هيومن رايټس مرکزي دفتر ويلي دي: دغه فيصله په اړونده قضيه کې يو مهم تطور دی،
البته ددی لپاره چې دخلکو باور په پوليسې او عدلي نظام باندی یو وار بيا راوګرځول
شي، دلا نور څه کولو لپاره ډيره اړتيا ليدل کیږي، همدارنګه ځينو اماراتي مسؤولينو
نورو امريکايي دیپلوماتانو ته ويلې دي، چې نوموړې شيخ دا اونۍ په خپل کول کې بند
کړاي شوې دی، دهيواد څخه دبهر وتلو حق ترې اخيستل شوی دی، او دعدليي وزارت به
ورسره په دغه ويديو کې دشوو کارونو په اړه جنايي تحقيق تر سره کوي. دغه څرګندونې
دای بي سي خبري ټلويژن له خوا نن تر سره شوی. لیکن حکومت دشيخ عيسی دنظر بندۍ
په اړه هيڅ معلومات نه دي ورکړي. دمنځنې ختيځ او شمالي افريقا لپاره دهيومن رايټز
واچ مديرې سارة ليا ويتسن ويلي دي: يادی شوې له تعذیب ډکې ويديو ټوله نړۍ
ولړځوله. نوموړې زياته کړه: دشيخ دتوقيف يا نظربندۍ فيصلې يو څه اميد را پيدا کړ،
مګر اوس داماراتو حکومت ته پکار دي، چې نور اړوند تفصيلات ټولو خلکو ته ښکاره
کړي، ځکه چې سري يا پټ تحقيقات ددغه رنګ کرغيړنو کارونو او تعذیبونو مخه په
راتلونکې کې نشي نيولې. داماراتو حکومت په 29 ابريل /نيسان مياشت کې اعلان وکړ،
چې دابو ظبي اړونده عدلي اداره به يوه بشپړه او فوري څيړنه ددغه تعذیب دپيښې په اړه
پيل کړي، اعلان له هغې وروسته وشو، کله چې دهيومن رايټز واچ اماراتي رئيس ته په 28
اپريل لیک ورواستاوه، او له هغه يي وغوښتل چې حکومت بايد ددغې قضيي لپاره
وخوځيږي. له دی مخکې دداخلې وزارت اعلان کړی وو، چې په دغه پيښه کې له تيري
وروسته، دتيري اړوند اړخونه سره کښيناستل، او دغه قضيه يي سره په شريکه حل
کړيده. هيومن رايټز واچ له اماراتي حکومت څخه په کلکه غوښتنه کړيده، چې يو آزاد
مستقل هيئت دی وټاکي، کوم چې کولاي شي په بشپړې آزادۍ سره او په بشپړ ډول سره
دپوليسو له خوا دپيښو شوو سپکاويو، تعذيبونو او شکنجو په اړه څيړنې وکړي، او
ددي څيړنو فعلي سلطه هم ولري. همدرانګه داماراتو حکومت بايد دتعذيب دختمولو په
اتفاقيي امضاء وکړي، او په ښکاره سره او په صريح ډول سره د پوليسو، رسمي منصبونو
والا، او اماراتي وګړو له خوا هر رنګ بدني شکنجو او تعذیبونو سره خپله مقابله اعلان
کړي

سره له دی چې دغه ويديو په ډیره پراخه توګه په ټوله نړۍ كى تر اعلامي پوښښ لاندی
راغله، او دنړۍ مشهورو رسنيو له خوا خپره شوه، مګر داماراتو اعلام ددغی پيښې په
خپرولو کې متردد پاته شو، کومه خبره چې ددی ضرورت څرګندوي، چې داماراتو
حکومت بايد داعلام په اړه له خپل هغه قانون څخه لاس په سر شي، چې په کې په دوه
ديرشمه ماده کې داسې تصريح شوی ده: هر هغه څوک چې دحکومتي اوچت مرتبه
مسؤلينو، يا دشاهي کورنۍ دغړو په ضد کوم حرکت کوي، نو 5 مليونه درهمه ( 135000
ډالر) جريمه کيداي شي.

په درنښت
هيومن رايټز واچ
http://www.hrw.org/en/news/2009/05/08

http://www.zahraan.net/vb/showthread.php?s=311454c92e370e66ec3504ad0810901b&p=560477#post560477

http://albawaba.com/ar/countries/UAE/297791


Qabayel
11.05.2009

ولا دا د عيسی بن زايد د ځوی ويديو خو ما هم وليدله ، او زړه مې ډير په درد او په غوسې شو چې څنګه نوموړی عرب د يو افغان پرتوګ يې وېستلی او د بېس بال په ډنډه يې په کونو ورته ولي او بيا د پښو لاندې ورته په روسي کلاشنيکوف سره ډزې کوي .

هغه د يو چا خبره چې که افغان غيرتي قوم دی ، خو بيا عرب تر افغان نه هم غيرتي دي ټصديق شوې خبره ده . ځکه هغه افغانان چې د غيرت او مېړانې دعوا کوي ، د هغوۍ پرتوګ د يو عرب لخوا وېستل کېږي او په کونه يې لرګي منډل کېږي . خو افغانان بيا هم د سيدانو لاسونه مچوي او خپل سر ورته ټيټوي .

دا خو يوه زړه خبره ده چې چې د افغانستان دولت ګوډاګيان دي ، مګر دا خو روښانه ده چې طالبان ګوډاګيان ندي . نو که د طالب په رګونو کې ريښتيا هم د افغان وينه بهېږي ، نو دوۍ دې خو دې دومره غيرت پيدا کړي چې د عربي اماراتو په سفارت کې خپل ځان والوزوي چې د نوموړي افغان بدل اخستل شوی وي . خو طالب غير له دې چې د بېګناه افغانانو په منځ کې ځان والوزوي ، دومره غيرت او مېړانه بيا نلري چې د امارتو په په سفارت کې ځان والوزوي .

نو دلته خو نه دولت او نه د دولت مخالفين د مهاجرو افغانانو پوښتنه کوي . خو مونږ بايد د يو ولس په توګه يو له بله سره ودرېګو ، او د احتجاج په توګه ، د بېلګۍ په توګه هر هغه شی چې په اماراتو کې توليدېږي ، د هغه د مصرف نه ډډه وکړو .

ما ويل چې افغانان غيرتيان دي خو تر افغانانو نه بيا جرمنيان ډير غيرتي ، با اصوله او زړه ور خلګ دي . ځکه همدا عيسی بن زيد په جرمني کې ځانته يوه ماڼۍ اخستې وه ، خو وروسته له دې چې د عيسی بن زيد دغه ويديو خپره شوه ، جرمنيانو ورته وويل چې تا غوندې دووسانو ته مونږه د دې حق نه ورکوو چې زمونږ په خاوره کې خانته ماڼۍ واخلي . نو هغه خو افغانان دي چې تاسي يې ورته پرتوګ باسئ ، په کونه يې ورته د بېس بال په ډڼډې ولئ ، خو هغوۍ بيا هم ستاسو لاسونه ښکولوي چې ته خو سيد يې .


pattang
12.05.2009

کوشانه!
زه دعيسی بن خر او خرص پلوي نکوم خو ستا په ليکنه کې لو چکي او دروغ افشا
کوم :
چېرته هغه په جرمني کې ماڼۍ اخيستې ? که جرمنان دومره د انسان زامن وی نو
خپل عساکر به يې له افغانستانه ايستلي و٠ د جرمني تورنادو الوتکې دشپې او
ورځې عکاسي کوي او ټول عکسونه خپلو صليبي امريکايې وروڼو ته ورکوي او
هغه بيا بمبار کوي ٠
د فراه په ولا يت کې صليبي اشغالګرو 160 بې ګناه ښځې او واړه وژلي دي ٠
تف لانت په داسې انساني غريزه ٠
جرمنی خپله ښځه په پيسو خرځوي ، مردګاوي کوي ، او مفعولان يې سياست کوي
خو يو پښتون داسي کار نکوي او په خپل ناموس ځان وژني٠
د جرمني کونيان ، چر صيان او بې ناموسان دې پر تا مبارک وي ٠
کږه پروپاګنده مکوه٠

[quote:270751c573="Qabayel"]ولا دا د عيسی بن زايد د ځوی ويديو خو ما هم وليدله ، او زړه مې ډير په درد او په غوسې شو چې څنګه نوموړی عرب د يو افغان پرتوګ يې وېستلی او د بېس بال په ډنډه يې په کونو ورته ولي او بيا د پښو لاندې ورته په روسي کلاشنيکوف سره ډزې کوي .

هغه د يو چا خبره چې که افغان غيرتي قوم دی ، خو بيا عرب تر افغان نه هم غيرتي دي ټصديق شوې خبره ده . ځکه هغه افغانان چې د غيرت او مېړانې دعوا کوي ، د هغوۍ پرتوګ د يو عرب لخوا وېستل کېږي او په کونه يې لرګي منډل کېږي . خو افغانان بيا هم د سيدانو لاسونه مچوي او خپل سر ورته ټيټوي .

دا خو يوه زړه خبره ده چې چې د افغانستان دولت ګوډاګيان دي ، مګر دا خو روښانه ده چې طالبان ګوډاګيان ندي . نو که د طالب په رګونو کې ريښتيا هم د افغان وينه بهېږي ، نو دوۍ دې خو دې دومره غيرت پيدا کړي چې د عربي اماراتو په سفارت کې خپل ځان والوزوي چې د نوموړي افغان بدل اخستل شوی وي . خو طالب غير له دې چې د بېګناه افغانانو په منځ کې ځان والوزوي ، دومره غيرت او مېړانه بيا نلري چې د امارتو په په سفارت کې ځان والوزوي .

نو دلته خو نه دولت او نه د دولت مخالفين د مهاجرو افغانانو پوښتنه کوي . خو مونږ بايد د يو ولس په توګه يو له بله سره ودرېګو ، او د احتجاج په توګه ، د بېلګۍ په توګه هر هغه شی چې په اماراتو کې توليدېږي ، د هغه د مصرف نه ډډه وکړو .

ما ويل چې افغانان غيرتيان دي خو تر افغانانو نه بيا جرمنيان ډير غيرتي ، با اصوله او زړه ور خلګ دي . ځکه همدا عيسی بن زيد په جرمني کې ځانته يوه ماڼۍ اخستې وه ، خو وروسته له دې چې د عيسی بن زيد دغه ويديو خپره شوه ، جرمنيانو ورته وويل چې تا غوندې دووسانو ته مونږه د دې حق نه ورکوو چې زمونږ په خاوره کې خانته ماڼۍ واخلي . نو هغه خو افغانان دي چې تاسي يې ورته پرتوګ باسئ ، په کونه يې ورته د بېس بال په ډڼډې ولئ ، خو هغوۍ بيا هم ستاسو لاسونه ښکولوي چې ته خو سيد يې .[/quote:270751c573]


Qabayel
12.05.2009

پتنګه جانه

تا سره جر بحث کول ګټه نلري ، ځکه ته غير له شخصي تعرضونو نه بل د داسې کوم خاص منطق او استدلال خاوند نه يې .

اول خو زما ليکنه دې اقتباس کړې ده او بيا کوشان دې مخاطب کړی دی . نو که ته چېرې غواړې چې کوشان ستا ځواب درکړي ، اکاونټ يې ورته ازاد کړه چې ځواب دې درته درکړي . يو سړی چې په خپله دلته نشته او ته ورباندې شخصي تيری کوې ، دا رقم خوی او خصلت خو ولا که په بيغيرتو پښتنو کې هم وي . نو دا چې ته پښتنو سره نه يې لوی شوی ، ګناه دې هم نده . نو کوشان پسې چې هر څه ليکې ، ليکه يې چې زړه دې يخ شي . خو د سپي په خولې درياب نه مردارېږي .

دا خبره دې درسره منم چې جرمنيان هم لکه امريکايانو غوندې د خپلو ګټو د پاره په افغانستان کې د عامه خلګو په وژلو کې تورن دي . او زه د زړه له اخلاصه د دوۍ بمبارۍ او د بېګناه خلګو وژل غندمه او خپل لعنت هم ورته وراستوم .

خو زما او ستا تر منځ يو توپير شته او هغه دا دی چې ته يواځې د صليبي اشغالګرو تيری غندې او ورپسې د مرګ او لعنت شعارونه ورکوې . خو زه بيا د صليبي اشغالګرو تر څنګ د عربي اشغالګرو نظامي او کلتوري تيری هم غندم . او دا کار بيا يوې تنګې کونې ته اړتيا لري چې ته به يې نلرې .

نو ته خو د صليبي اشغالګرو بردګي نمنې خو د عربو برده ګي دې بيا منلې ده . زه بيا د هېچا برده ګي نمنم . ځکه پښتون غير له خدای نه عرب خو پرېږده چې شاه عرب ته هم سر نه ټيټوي او سجده ورته نه کوي .

يو بل شی هم غواړم درته ووايم .
د جرمني د کونيانو حيثيت د هغو پښتنو نه چې د يو عربي معاش خور لخوا د نورو پښتنو ورونو په وړاندې استعمالېږي ، ډير دی .


pattang
12.05.2009

منافقه کوشانه زه خو دې هډوکې هم پېژنم ستا استدلال تا په خپله رسواکوي
دومره استعداد نلرې چې ځان پټ کړې ٠ ګوره لوده خانه د Hauptschule هلکه
څومره ضد او نقيض ليکې !!

[quote:4a05316c6b="Qabayel"]پتنګه جانه

تا سره جر بحث کول ګټه نلري ، ځکه ته غير له شخصي تعرضونو نه بل د داسې کوم خاص منطق او استدلال خاوند نه يې .

اول خو زما ليکنه دې اقتباس کړې ده او بيا کوشان دې مخاطب کړی دی . نو که ته چېرې غواړې چې کوشان ستا ځواب درکړي ، اکاونټ يې ورته ازاد کړه چې ځواب دې درته درکړي . يو سړی چې په خپله دلته نشته او ته ورباندې شخصي تيری کوې ، دا رقم خوی او خصلت خو ولا که په بيغيرتو پښتنو کې هم وي . نو دا چې ته پښتنو سره نه يې لوی شوی ، ګناه دې هم نده . نو کوشان پسې چې هر څه ليکې ، ليکه يې چې زړه دې يخ شي . خو د سپي په خولې درياب نه مردارېږي .

دا خبره دې درسره منم چې جرمنيان هم لکه امريکايانو غوندې د خپلو ګټو د پاره په افغانستان کې د عامه خلګو په وژلو کې تورن دي . او زه د زړه له اخلاصه د دوۍ بمبارۍ او د بېګناه خلګو وژل غندمه او خپل لعنت هم ورته وراستوم .

خو زما او ستا تر منځ يو توپير شته او هغه دا دی چې ته يواځې د صليبي اشغالګرو تيری غندې او ورپسې د مرګ او لعنت شعارونه ورکوې . خو زه بيا د صليبي اشغالګرو تر څنګ د عربي اشغالګرو نظامي او کلتوري تيری هم غندم . او دا کار بيا يوې تنګې کونې ته اړتيا لري چې ته به يې نلرې .

نو ته خو د صليبي اشغالګرو بردګي نمنې خو د عربو برده ګي دې بيا منلې ده . زه بيا د هېچا برده ګي نمنم . ځکه پښتون غير له خدای نه عرب خو پرېږده چې شاه عرب ته هم سر نه ټيټوي او سجده ورته نه کوي .

يو بل شی هم غواړم درته ووايم .
د جرمني د کونيانو حيثيت د هغو پښتنو نه چې د يو عربي معاش خور لخوا د نورو پښتنو ورونو په وړاندې استعمالېږي ، ډير دی .[/quote:4a05316c6b]


عادل عادل
13.05.2009

ټولو ته سلامونه

تاسو لاندینئ لینک وګورئ او قضاوت وکړئ ، وحشي عیسې بن زاید یې هم داسې درواخلئ:

http://www.youtube.com/watch?v=DQHB3Z2TSSQ&feature=related

http://www.youtube.com/watch?v=QyeCaHRWb8w


N.Intezar
18.05.2009

ټولو ورونو ته سلامونه او ښې هيلې وړاندې کووم ٠

دغه ويډيو چې هر چا ليدلې نو ډير پرې ځوريدلې په خاصه توګه درديدلې افغانان يې نور هم وځورول باور مو وشه چې زما خو يې له دې اوږدو کندورو (لباس) څخه هم کرکه پيدا شوه٠
دا د غرب او کفارو غلامان وګورې دوروسته پاتې هيوادونو څخه چې څوک ورځې نو ويزې او پاسپورټونه يې پاڼه پاڼه ګورې مګر د افسوس ځاې خو داده چې کله يې باداران راځې نو نه به د ويزې خبره وې او نه کومه بله بس فقط ورته يوه ټاپه (سټامپ) ورته په پاسپورټ وهې او په ډيره مينه ورسره لګيا وي او خپل ګوډاګيتوب ورته ښکاره کوې ٠

ورونو! په حقيقت کې ډيره ناوړه پيښه شوې او هر با احساسه مسلمان پرې ودرديده ورونو فکر پرې مه خرابوې الله تعالې خو ډير غيرتې ذات ده نو که الله ج کول ډير زر به د خپل کرغيړن عمل جزا وګورې دعمل جزا خو حق ده نو دا په درهمو مغروره ظالم انسان به هم ډير زر د خپل عمل عکس العمل وګورې ٠

مسلمانانو الله ج مو مل شه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more