د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ايا دا يووبل ته ورته كليمات نه دي

خیریوسی
03.10.2008

محترمو ورڼو السلام عليكم ورحمة الله
ایا دا یوبل و بل ته ورته کلیمات نه دی ؟
توره : سږ کال په بازار کې توره ځیره ډیره ګرانه وه
توره : په توره یې لوبی کولی لاس یې په زخمی شو
توره : دسماوار په چاینکۍ کی چا توره اچولی وه خلګ یې ټوله ناروغه کړه
تور : په تور ګرنګیچ ، تور انځر ، تور توت ، تور زیتون کې اوسپنه زیاته ده
تور : بخت جمال په تور کبان نیسی

زړه : زړه مې ډېره درزا کوی که کومه دوا درته معلومه وی
زړه : زړه ښځه ده دا لا اوس هم فیشېن کوی
کوپړه : بخت جمال کوربه کول دانسان دسر کوپړه یې پیدا کړه
کوپړه : ميده کوپړه پر کولچو ودوړوه خوند به یې نور هم ښه شی
غله : دبخت جمال کورته غله وراوښتی وه هغه لوی دیګ یې ځنی غلا کړی دی
غله : سږ کال غله ډیره ګرانه وه
ډول : ساربان ښه ډول وهی
ډول : دمور شيدې تر هر ډول شيدو پاکی او کټوری دی
سر : دسر وېښتان یې رژیدل
سر : دا خبره چاته مه کوه به دې کې سر دی
خوله : زه چې کار کوم زیاته خوله کوم
خوله : بخت جمال چا خوابدی کړی دی چې پټه خوله ناست دی
سره : بخت جمال یوازی سره ګلان راوشکول
سره : ټول یې سره ګلان سره ګډ کړه
مستې : مستې یې وخوړلی
مستي : ساربان ولی نن مستي کوی
دانې : دبخت جمال پر مخ دانې دی
دانې : نن مې ډوډۍ نه ده خوړلی دیر وږی یم بس هغه دری ځلور دانې خورما چې مې خوړلی ده
کوچ : تازه کوچ ښه خوند کوی
کوچ : کوچیانو وکابل ته کوچ وکړی
ګټه : بخت جما ل پیسی په خاورو کې پټې کړی او لویه ګټه یې پر کښېښوول
ګټه : بخت جمال دخپل باغ انار وهند ته واستول ډېره ګټه یې وکړه
ځېره : نن سبا په بازار کې ځېره نه پیدا کیږی په کرونده کې توره او سپینه ځیره وکره ښې پیسې به په جوړی کړی
ځېره : مور ډوډۍ ژر پخه کړه اوس طالب راځی ځېره ټولوی
پکه : پکه مو خرابه وه ټوله شپه مې خوب نه کړی
پکه : پکه دا دی لابله سپکه
کوټه : زما په کوټه کې هیڅ ساعت نه تيرېږی
کوټه : په کوټه ( میلمستون )کې لس نفره میلمانه دی
کوټه : ماشومانو په خونه خاوری راته کوټه کړی
توری : زما په کمبیوتر کې دپښتو توری نشته
تورۍ : بابا په کرونده کې تورۍ وکره زماتورۍ ډيری خوښی دی
توری : داختر په سهار یې سترګې توری کړی او توری جامې یې واغوستی بیا یې توری چای وڅښلی وروسته داختر ولمانځه ولاړی
جرګه : دمشرانو جرګه نن غوڼده کوی
جرګه : په غره کې روان وم په کالو کې مې جرګه بنده سوه کالی یې راڅیری کړه
پاڼ : یوی خواته پاڼ دی و بلی خواته پړانګ دی
پاڼ : بنجاپیان ډېر پاڼ خوری
شنې : شنې چای زیاته فایده لری
شنې : ځوک چې شنې خوری غاښونه به یې قوی وی دشنو دونې کوڼدرو ته په عربی مستکا یا مسطکا وایې ددرمل کار ځنی اخستل کيږی
اینه : بخت جمال په اینه کی وکتل خپل ځان پکښی ولیدی اینه یې هلته وغورڅول او ویې ویل هو دا ستا ده
اینه : دپسه اینه یې پر سکرو کباب کړه
غور : په غور کې ښوونځې پرانستل شوه
غور : دا کلیمات ښه په غور سره وګوره
خوږ : ختکۍ خوږ خوند لری
خوږ : ماشوم په چاړه لوبی کولی لاس یې په خوږ شو
تله : ښه او بد عمل په تله تلل کيږی
تله : بخت جمال او ښایسته ګل و بڼ ته یو ځای تله پر لاری باران پر واوریدی
تله : دراسته پښې تله مې سوخت کوی
تل : دسیند په تل کې غټ کبان وی
تل : تل دی وی افغانستان
لور : بخت جما ل شپیشتې ریبلې په لور یې ګوته پرې کړه
لور : زه و دی کلی ته نوی راغلی یم نه یم خبر چې قبله وکوم لور ته ده
لور : بخت جمال د لور وادهد لړم د میاشتی پر اوومه نیټه دی
خوا : ډیر وخت کېږی چې نه معلوميږی خوا دی بده ده
خوا : بخت جما لکه چې خوابدی دی زموږ وخوا ته لا نه ګوری ماته هم غوسه راغله اوورته ومی ویل چې بیا پر دی خوا رانه شی
خوا : بخت جمال خیر خوا سړۍ دی دهغه ځخه چرمینه راوړه
هم : دبخت جمال سره بس دخپلی خیټی هم وی
هم : که ما ویل زه یم تاویل زه یم نه به ته یې نه به زه که تا ویل ته یې ما ویل ته یې هم به زه یم هم به ته
یوې : بخت جمال په کرونده کې یوې کوی
یوې : یو ې ښځې دیوه سړی سره ډالر ایښی وه ورته ویل یې که پورته سو ما خبره کړه چې خرځ یې کړم نو به هره ورځ ددوکان ومخ ته ودریدله او پوښتنه به یې ځنی وکړه ها نه دی پورته سوی سړی به ورته نه نه دی پورته سوی ښځی به ورته ویل که پورته سو ما خبره کړه ناست کسان چې په کیسه نه وه خبر نو به هغوی زیات وخندل
اوربل : پیغلی په پسرلی کې ګلان په اوربل کې ټومبی
اوربل : دهلکو موری ساړه می سوی دی ژر اوربل کړه
ترپ : دترپ پاڼی هم غذا ده
ترپ : بخت جمال دتوت و ونی ته ختلی و ترپ یې سو راولیدی
اوومه : دبخت جمال دلور واده دلړم دمیاشتی په اوومه نیټه دی
اومه : تر اوسه لا انار اومه دی
واښه : بخت جمال وخپلو پسو ته دبڼ څخه واښه راوړی
واښه : زه به یوه کیسه درته وکړم ته وا ښه
ترخه : مرچک ترخ دی
ترخه : ترخ یو ډول ګیاه دی
خورۍ : خورۍ که په تخرګ باندی وموږی دخولې بدبویې سموی
خورۍ : تاسو لا تر اوسه ډوډۍ خورۍ
جوړه : راځه چې روغه جوړه وکړو
جوړه : دواړه جوړه کابل ته ولاړ ه
سوان : لور په سوان تېز کړه
سوان : بخت جمال زړه سوان دی
تیر بخت جما ل پر خونه دچنار تير کښیښودی
تیر : تير وخت لا ښه و خلګو دوکه نه کوله

کوبۍ : داوبو پر کوبۍ ګرځی
کوبۍ : د کوبۍ ښه انګور دی


خیریوسی
07.10.2008

محترمو ورڼو بیاهم السلام علیکم ورحمة الله
دلته وماته داسودا راپیداسوی ده که پښتو ژبه وبلی ژبی ته( انګلیسی ،عربی .... )ته په یوه پروګرام لکه الکافی او الوافی پروګرامونه چې انګلیسی وعربی او عربی وانګلیسی ته اوتوماتیک ژباړی نو به دی حال کی هغه اوتوماتیک ژباړن وموږته هغه صحی کلمات وکاروی که نه ستاسو دلارښونی په هیله
په درناوی


نقاد
12.10.2008

اندېښنه مو پر ځای ده، خومتل وایي چې اړتیا نبوغ لري ، نو حل رامنځته کوي .
هغه وخت به په تورې او تورې کې (و) سره په شکل کې بیلوومٍثلأ و تورې(شمشېر)(و) ته به د (ړ) پشان یوه کړۍ ور زیاتوو چې د لور(داس) او لور (دختر) ، سور(رنګ( او سور(عرض یا سپور) کې به هم ددغسې توپیر له پآره ترې کار اخلو )
ښه او ښۀ خو همدا اوس هم په ګوډی الف توپیریږي او په راتلیزه کې به د اوس په پرتله د دې الف څخه ډیر کار اخیستل کیږي لکه څنګه او دچا تر څنګه به ( لکه څئنګه یې صحت دې ښۀ دی؟ د هغه بريتو ترڅنګه ناست میلمه څوک دی)هم په دغه ګوډي الف بیلوو او زه خو لا وایم چې پخپله هم پخپئله ، ټولئنه، خوځئښت او زړئښت هم همزه الف غواړي که نه په دې درې مثالونو کې په ترتیب سره د (خ، ل او ځ ) حرکت به بیا څئنګه کېدی شونی وي؟
په مینه


نقاد
12.10.2008

اندېښنه مو پر ځای ده، خومتل وایي چې اړتیا نبوغ لري ، نو حل رامنځته کوي .
هغه وخت به په تورې او تورې کې (و) سره په شکل کې بیلوومٍثلأ و تورې(شمشېر)(و) ته به د (ړ) پشان یوه کړۍ ور زیاتوو چې د لور(داس) او لور (دختر) ، سور(رنګ) او سور(عرض یا سپور) کې به هم ددغسې توپیر له پآره ترې کار اخلو
ښه او ښۀ خو همدا اوس هم په ګوډی الف توپیریږي او په راتلیزه کې به د اوس په پرتله د دې الف څخه ډیر کار اخیستل کیږي لکه څنګه او دچا تر څنګه به ( لکه څئنګه یې صحت دې ښۀ دی؟ د هغه بريتو ترڅنګه ناست میلمه څوک دی)هم په دغه ګوډي الف بیلوو او زه خو لا وایم چې پخپله هم پخپئله ، ټولئنه، خوځئښت او زړئښت هم همزه الف غواړي که نه په دې درې مثالونو کې په ترتیب سره د (خ، ل او ځ ) حرکت به بیا څئنګه کېدی شونی وي؟
په مینه


خیریوسی
14.10.2008

ښاغلئ نقاد صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسو دلارښونی څخه یوه نړی مننه بس وماته داسوال پیداسوی ؤ خو تاسو مو سودا راقطع کړه موږ چې ستاسو په شان مشران لرو بیا نو زموږ هیڅ غم نسته

مینه اومننه


باتور
17.10.2008

سلامونه او احترامونه !

څنګه يې او څئنګه يې ؟

دا دواړه عامي اصطلاحات دي . . اصل يې (څه رنګه يې) ده !

ajaza خانه ، راوړاندي کړي موضوع دي د قدر وړ ده .. د وخت د کموالي له کبله نه شم کولای چي په سمه توګه ګډون په کي وکړم.

بريا دي غواړم.

په درنښت



ع کريم حليمي
18.10.2008

باتور ته سلام 
[quote:1125d9f1d4]څنګه يې او څئنګه يې ؟ [/quote:1125d9f1d4]
نقاد صاحب پوهيږي ،چه څه ليکي ، ضرور ده چه څئنګه وليکل سي 
نو ترجمه به ئې who are you وي اوکه( څه رنګه يې) وليکې نو ترجمه به ئې 
 what color ARE YOU   وي ،مطلب ورک کيږي  
باتور ته WOW


باتور
18.10.2008

قدرمن حليمي او نورو ته سلامونه .

د how are you لپاره موږ ( څه حال لرې ) او يا ( څه حال دي ده ) لرو، چي د عربي له ( کيفَ حالُکَ ) څخه اخيستل شوی.

په جرمني کي د how are you مترادف wie geht es dir ده . . که يې لفظي ترجمه کړو نو بايد ووايو چي
how is going to you .

د ( څنګه ) يا ( څه رنګه يې ) مطلب دا ده چي ( حال دي په څه رنګ دی ) .

په درنښت


باتور
25.10.2008

محترم ajaza خان او نوروته بيا ته سلامونه!

که د الوافي يا د الکافي پروګرام د دې توان ولري چي عربي متن په سمه توګه ترجمه کړي نو بيا خو دا وړ پروګرامونو ته د پښتو ژباړه ډېر ساده کار دی. . ځکه چي په پښتو کي د عربي په پرتله داسي لغاتونه چي ليکل يې يو شان وي او معناوي يې مختلفي، ډېر کم دي.

د مثال په توګه :

په عربي کي د علم کلمه دا لاندي معناوي لري:

علم : بيرغ، جنډه
علم : په يو شي خبر شو، پرې پوه شو
علم : نښاني يې که، په ګوته يې که، مکافات يې ورکړه
علم : ورزده کوي يې
علم : علم، ساينس
علم : خبرتيا
علم : مشتري، اخيستونکۍ

عَلَم، عَلِمَ، عَلَّمَ، عَلَّمَ، عِلم، عِلْم، عِلْم

او يا د قدم کلمه :

قدم : قدم، ګام
قدم : ژړېدل، عمر خوړل
قدم : راغی، را مخ ته سو
قدم : وروړاندي يې کړ، ورته تقديم يې کړ
قدم : پخواني

قَدَم، قَدُمَ، قَدِمَ، قَدَّمَ، قِدَم

او يا د سلم کلمه:

سلم : ور ويې رساوه، ورته تسليم يې کړ
سلم : سلام يې ورواچاوه
سلم : صلح
سلم : سوکالي، آرامي
سلم : زينه

سَلَّمَ، سَلَّمَ، سَلْم، سِلْم، سُلَّم

د دا شان کلمو له يو بل نه جلا کول، يا خو د زر، زېر، پېښ، شد او نورو علايمو په واسطه کېدای شي او يا د جملې د مفهوم په ذريعه کولاي شو چي له يو بل نه يې توپير وکړو .

کردي ژبه بيا دا تکليف نه لري، کردانو خپل کار آسانه کړی، هغوی د مثال په توګه

فرهنګ ته (فه ر هه نګ)، شاعر ته (شاعير)، عربي ته (عه ره بی)، ښکار ته (شيکار)، ادبي ته (ئه ده بي) . . . . . وايي . . په دې لحاظ د يوه کردي متن ژباړه تر عربي، پښتو او فارسي ساده ده .

د ژباړي د کمپيوټري پروګرامونو موفقيت د معلوماتو د ورداخيلېدو په تناسب دی .
يعني که موږ وغواړو چي د کوم پروګرام په ذريعه يو پښتو متن د مثال په توګه انګرېزي ته وژباړو، نو لومړی بايد موږ د هري يوې پښتو کلمې په سلهاوو مختلفي جملې هلته ورداخلي کړو، تر څو چي کمپيوټر وکولای شي چي زموږ مطلوب متن موږ ته په سمه توګه وژباړي .

په درنښت


خیریوسی
26.10.2008

محترم باتور صاحب نقاد صاحب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
کور مو ودان ، بچئ مو لوی ، کندو موداوړو ډک ،
خیيييييييييييييير یوووووووووووووووووووسی
تاسواوس ډیر ښه او په زړه پوری هل پیدا کړی
نور نو زما سوال هل سو اباد اوسی

اقتباس:

[color=blue:d2733702cf]د ژباړي د کمپيوټري پروګرامونو موفقيت د معلوماتو د ورداخيلېدو په تناسب دی .
يعني که موږ وغواړو چي د کوم پروګرام په ذريعه يو پښتو متن د مثال په توګه انګرېزي ته وژباړو، نو لومړی بايد موږ د هري يوې پښتو کلمې په سلهاوو مختلفي جملې هلته ورداخلي کړو، تر څو چي کمپيوټر وکولای شي چي زموږ مطلوب متن موږ ته په سمه توګه وژباړي [/color:d2733702cf].

مینه او مننه


باتور
27.10.2008

ajaza خانه !

کور دي ستا ودان وي چي داسي ښه او معنی داره مضمونونه را وړاندي کوې .

په درنښت


Some New and Old popular Pashto titles

pattang
28.10.2008

Some New and Old popular Pashto titles
With apologies for improper translated titles & some author names
Sheen Taaghay (a green-color bird)
By Saad Uddin Shpun

Qaami Fikroona (National thoughts)
By Dr. Yaseen Iqbal Yousafzay
Da Bachayai Akheri wraz (The last day of Kingship)
By Najib Ullah Aamir

Dardoona Cheh Sandarey Shee (when Pains become Songs)
By Dr. Yaseen Iqbal Yousafzay

Da Qaatil Yaara Pir Seng Jorhegee?
(How do our murderers become Pirs?)
By Dr. Yaseen Iqbal Yousafzay
Da smastey Yaraan (The cave’s Comrades)
By Saad Uddin Shpun

Chinaar Khaberey Kawee (The pine is chatting)
By Pir Mohammad Kaarwaan
Khwaga Khaawra Tarkhey Qeesey (Sweet soil, sour stories)
By Dr. Yaseen Iqbal Yousafzay
Da Raahat Afsaaney (Raahat’s short stories)
By Raahat Zaakheli
Zama Ghazal (My Lyrics)
By Ikram Ullah Graan

Da Afghan Nang (The pride of Afghan)
By Ajmal Khattak

Jwanday wazar (the living feather)
By Didaar Yousafzai

Da Ghairat Chegha (The pride’s shout)
By Ajmal Khattak
Taala Maidaan (The deserted field)
By Dr. Didaar Yousafzai

Wrastay Didan (Most recent love-meeting)
By Soze Sarhadi
Da Khaatir Koolyaat (Poetry collection of Khaatir)
By Mesri Khan Khaatir

Perhaaroona cheh Khaandi (blooming/smiling wounds)
By Laal Bacha Azmoon
Poona (Sprinkle)
By Iqbal Hairaan
Taghmey (Bruises)
By M. Ibrahim Shabnam
Tandar (Thunder-lightening)
By Ihsan Ullah Aryanzai
Rokhaan Stowree (Bright Stars)
By Pir Mohammad Karwan

Mashaaloona (Candles)
By Gul Rahman Masroor

Da Hamza Baba Kulyaat (Hamza Baba’s poetry-Part2)
Amir Hamza Shinwari

Bey Zaaley Margheh (A bird withour nest)
By Aimal Psarlay
Takaloona (Longings/Lusts)
By Dr. Israr
Guloona Takaloona (Flowers & Losts)
By Ajmal Khattak
Da Veeno Rang Pa lambo senga Khkaree? (The color of blood in flames?)
By Rahmat Shah Saayel
Daa Ghroona Daa guloona (These mountains, these flowers)
Paatey Sha Baaraan Day (Stay! It’s still raining)

Kanrhee aw Azghee (Stones & Thorns)

Da khwand Totey (Fun-pieces)

Kachkole (The Begging bowel)

Stowree Da Adab pa Asmaan Kshey (Stars at literature’s heaven)
La Spogmai Sara Khwala kshey (sweating with the moon)
By Abdul Rauf Rafiqui
Da Rahman Baba Diwaan (Rahman Baba’s Poetry)
By Abdul Rahman
Da Wagmo Baheer (Breeze’s ocean)
By Areen Yoon

Kho Teh Khaberey Kawa (But you keep on talking)
By Haseena Gul

Baaznama (Falconry)
By Khoshaal Khan Khattak
Da Ghalbel Zrheh Faryaad (The cries of hurting heart)
By M. Azam Azam

Zarghoon Zeree (The green heralds)
By Dr. Didaar Yousafzai
Tsheh Yaadoona Tseh Ghamoona (Some memories some sorrows)
Dr. fazal Din Khattak

Maat stowree (The broken stars)
By Nasar Ullah Hafiz

Stowree pa Baanrho (Stars at eyelashes)
By Suryya Hawa

Gul Khan (Novel) (A typical Pukhtun name)
By Dr. Sher Zaman Taizi

Armanoona Perhaaroona (The wishes & wounds)
By Dr. Mohammad Younas Bargami

Naa-lwastay Kitaab (The un-read book)
By Safia Sidiquee
Tarhmey Ookhkey (The warm tears)
By Ashraf Maftoon

Pechomey [Passes (in mountains)]
By Zareen Anzore

Khwagey wagmey (lovely breeze)
By Pir Mohammad Karwan

Zama Safarnaama (My travelogue)
By Qanita Baigam

Da Asoono Bachaayi (The kingdom of Horses)
By Noor-ul-Amin Yousafzai

Jwandi Ghamoona (The vital sorrows)
By Zaitoon Baanu

Da Dodey Guloona (Poppy flowers)
by Prof. Anwar Ali Khan
Guloona Takaloona (Flowers & Lusts)
By Ajmal Khattak
Da Veeno Rang Pa lambo senga Khkaree? (The color of blood in flames?)
By Rahmat Shah Saayel
Gul Perhaar (Flowers Wound)
By Ajmal Khattak
Srey Sarwatkey Srah Guloona (Red-hot Ambers red flowers)
Palwashey-Xjawar Leedoona (Bright Flashes-deep visions)

Teta Diva (the dying Candle)

Neemgarhay Jwand (Deficient life)
Haalaat Cheh Owr warawee (When times get harsh)
Baley Divey (Lit candles)

Sabaoon (Dawn)
By Qalandar Momand

Masood Peyjanai? (Do you know Masood?)
By Gen. Rahmat Ullah Safi
Waadeh Ona sho (Marriage didn’t happen)
By Dr. Sher Zaman Taizi

Kaliwaaley Sandarey (Pashto Folksongs)
By Rogh Lewanay
La Nargisa Ter Nargisa (from Daffodils to Daffodils)
By Pir Mohammad Karwan
Da Malang Jan Khwagey Naghmey (Malang Jan’s sweet songs)
By Malang Jan
Kaanrho kshey Razoona (Secrets carrying stones)
By Tahir Afriday
Pat stowree (The hidden stars)
By Siddiq Ullah Reeshteen

Tabserey aw Tajziyey (Discussions & analyses)
By Inam Ullah Jan Qais

Da Majnoon da Kali khwaa kshey (Near Majnoon’s village)
By Wazir Badshah Janaan
Tarboor (novel)(Paternal cusion)
S. A. Rahman
Tarogmai (Towi light)
By Zareen Anzore)

Shpun, shpole aw Shpelai (The Shepherd, barricade & Fluet)
By Haseena Gul

Akheri Sandara (The last song)
By Rahmat Shah Saayel

Ghorzangoona (tides)
By Abaseen Yousafzai

Kwejdan (Engagement)
By Aseer Mangal
Ghonday (Typical Pashto name)
By Dr. Sher Zaman Taizi

Lookharhey (Smokes)
By Ashraf Maftoon

Mafroor (Fugitive)
By Syed Rasool Rasa

Raaz (Secret)
By Abdullah Paikaar
Guloona Takaloona (Flowers & Lusts)
By Ajmal Khattak
Da Veeno Rang Pa lambo senga Khkaree? (The color of blood in flames?)
By Rahmat Shah Saayel
Zakhmee Laasoona (Hurt Hands)
By Darwesh Durrani
Maa ta Ghwag Sha (listen to me)
By Noor ul Bashar Naveed

Neemgarhey Kheza (Incomplete woman)
Bi Bi Mubaaraka

Da Shabnam Ookhkey (The dew’s tears)

Pukhto Adab kshey da mermano brakha
(Women’s contribution in Pashto Literature)
Da khkula wagma (Beauty’s breeze)

Pashto Books for Kids

Da Maashoomano Sandarey (The Kid’s songs)
Da Samandar Ajaibaat (The wonders of ocean)
Da Khaar Aw Kali Jwand (The Rural & Urban life)
Da Kar Keeley Awzaar (Farming Tools)
Da Nyaa-Nmasi Khaberey Aterey (Granny & Grandson’s Chat)

Da Yoorap Sainsdanaan (European Scientists)
Khoshaala Koranai (Happy Family)
Asmaan Da Shpey Maley (Sky at night)

Da Tlo Raatlo Waseeley (Transport Resources)
Lobey (Songs/games)
Andaamoona (Body parts)
Machai, Maigay aw Jola (Bee, Ant and Spider)
Nawey Shaairee (New Poetry)
Poonba (Cotton)

Boonyaadi Pukhto (The basic Pashto)
Da Khaapero Qeesai (Fairy’s Tales)
Draamagai (A short Drama)
Da Ganee Keesa (Sugarcane’s Story)
Da Pukhto Zarha Shaairee (Old Pashto Poetry)

Bandoona (Dams)

Da Zmakey Keesai (The story of Land/earth)

Back to Home page


خیریوسی
21.12.2008

محترم نقاد صاحب السلام علیکم ورحمة الله
ستاسو دزحمت نه یوه نړی مننه که فرضا موږ دابیڅې په حروفو کې بدلون راولو نو به وموږ ذدکونکو ته به ډیره ګرانه تمامه شی اوس خو موږ دپنځګونوییګانو( ی ، ې ، ي ، ۍ ، ئ ) سم کارول هم نه دی ذده کړی دابیڅې حروف باید پر ځای پاته شی او کمبیوتری پروګرامونه باید پر ابیڅی معیار شی دا زما شخصی نظر دی تاسو او زموږ نور مشران په خپل کار ښه پوهېږئ
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more