د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پـه ســتـرګــو کــې خــبـرې

لال نبي
12.12.2008

سـلام ګـرانـو ورونـو او خـويـنـدو!
[color=red:f8a89c7af3][size=18:f8a89c7af3]پـه ســتـرګــو کــې خــبـرې[/size:f8a89c7af3] [/color:f8a89c7af3]د خوږژبي او غزلبول شاعر فضل هادي فضليار د هغې شعري ټولګې نوم دى، چې له پيله تر پايه په کې د هغه خوږې غزلې راغلي دي.

زه غواړم دلته د بېلابېلو شاعرانو د عشقي غزلو يوه ښکلې او په زړه پورې برخه پيل کړم، چې د ګران فضليار نه پا اجازه او مننه همدا (په سترګو کې خبرې) نوم ورته د سرليک په توګه غوره کوم او پيل هم د فضليار صيب د يوې خوږې غزلې څخه کوم:

د ګلاب د ګل غـــوټـۍ شـــولـې کـه څـنګــه؟
ايلــه اوس نـو د يـارۍ شـولـې کـه څـنګــه؟

پــولادي زړونـه پـه يـو نـظــر سـکاره کـړې
جـادوګــره بـنـګالـــــۍ شـــولې کـه څـنګــه؟

دا چـې تـل د پـېـغـلـــــو مخـکـې يـې روانـه
سـرلښـکـره ابـدالـــــۍ شــولې کـه څـنګــه؟

پـه هــر چــا بـه لکـــــه واوره ورېـدلــې
خـو پـر مـا لکــه ږلـې شــولې کـه څـنګــه؟

څنګــه لاس پـر مـخ حــيرانـه ودرېـدلـې؟
پـښـېـمـانـه پـه خولـګـۍ شـولـې کـه څـنګــه؟

والله ډېـر زيات ځـورول دې اوس ياد کړي
نـوره لاړې کابـلـــۍ شــولـې کــه څـنـګــه؟

سـتا دې مـسـتـو حــرکاتـو کـړم بـې خــوده
ټـولـه جـوړه لـه مستۍ شـولې کـه څـنـګـه؟

فضلـيار تـه اوس غوسه او کـنـځـل نه کـړې
ګلـې! نـوره سکــــــنـۍ شـولـې کـه څـنـګـه؟


عصمت الله
12.12.2008

واح واح څومره په زړه پوري شعر
سلامونه مې اومنه لال نبی ګله ورور تاسو ته خدای خیر درکړی چې داسی شکلي
شعر مو دلته انتخاب کړی زما خوډیر خوښ شو
د شاعر په لاسو دی هم برکت وی
له خدایه نورزیاد لا بریالیتوبونه غواړم ورته
د داسی نورو ښکلی شعرو په تمه


لال نبي
13.12.2008

lalnabi wrora! da fazalhadi fazalyar wror dera pa zrapore aw janana ghazal de wrande kre. la ta aw Fazalyar dwaro na dera manana. za ba ham yawa khkole ghazal darbande walwalam.

دجانان به لټون
مکۍ کليواله
خدايه چيري به پيدا هغه جانان کړم
چي دسوي زړه حالت ورته بيان کړم
لابه څو د نفرتو دنيا کښي اوسم
چي مي يار رانه جدا دي څوک دځان کړم
تر وروستي سلګي به ستامينه پالمه
زما ګرانه درسره دغه پيمان دي
ما ټاکلي ورته خپل ژوند نزرانه دي
ګل ځواني به تر ګلرنګه يار قربان کړم
چي زخمونه اودردونه ئ راکړي
بس هغه زماطبيب دي پري درمان کړم
که څپوراوړ ښايسته دساحل غيږته
په وصلت به بي تنده ماته د هجران کړم


wagma
13.12.2008

واقعا چې د فضل يار صيب شعر ډېر ښکلى او په زړه پورې دى، د مکه کليوال خور شعر هم خوندور دى، راځئ دا غزل هم ولولئ :
سا
ملالۍ بشير
ژوند مې د هغه له نامه نه زار شه
چاچې هميش راته ژړا راکړې
غم يې د سيوري غوندې وي راسره
راته يې داسې ملګرتيا راکړې
زه له تيارې نه ځکه نه ويريږم
خدای مې په زړه کې ده رڼا راکړې
هغه چې ځان ته مرګ له خدايه غواړي
هغه زما بدن ته سا راکړې
ژوند به مې څنګه ستا احسان هيروي
تا مې شعرونو ته مانا راکړې


لال نبي
13.12.2008

غزل
دروېش درانى
هيڅوك نه غواړي چې ښكلي پرېشان شي
بس له لــرې ورته وګـــــوري روان شي

دا چې هره ورځ وركـــــيږي دلته زړونه
هسې نه چې ټول په تا باندې تــاوان شي

په وړه خولـــه چې كــــــوې لويه خبره
دا ستا غشى ولې لوى تر دې كمـان شي

د دروېش خاورې وجود به هم سره زر شي
كه دې شونډو ته نږدې لكــه پېزوان شي

درويش دوراني Darwesh Doranai


لال نبي
13.12.2008

غزل
فضل هادي فضليار

پـرېـږده سـتا پـه سـيـنـه خـور لكـه ټـيـكـرى شـم
د دې غــيـرو خـلكو سـترګـو كې اغــزى شــم

سـتا لـومړۍ خـندا شــپـېـلـۍ د اسـرافـيـل وه
يـو ځـل بـيـا وخـانـده شاباس چـې ژونـدى شم

سـپـېـلـنــى يـــم خــو د ښكلــو وچـــكالـي ده
ربــه ! يـو ښـكلـى پـيـدا كـړې چـې لـوګـى شـم

لـېـونـى شــم پـه ځـنـځــير نـه ســړى كــېـږم
خـو چـې يـو سـوك د يـار وخـورم نـو سـړى شم

سـل ګـيـلـې او زر غـوښـتـنـې مـې وي زړه کـې
خـو چې تاتـه درنـژدې شـم نـو ګـونـګـى شـم

د مـاشـوم غـونـدې مـې نـور غـېـږ كـې وانخـلې
راځـه، تـه غـېږې تـه راشـه چـې زلـمى شـم
Fazalhadi Fazalyar


غورځنګ ghorzang
17.12.2008

دا شعر په جلال آباد کې څو تنو شاعرانو په فى البديه ډول ليکلى دى
:roll:
ټول لغمان کې يو [color=red:a8a7fec25f]دانش[/color:a8a7fec25f] دى يو [color=darkblue:a8a7fec25f]آرش[/color:a8a7fec25f] دى
چې [color=white:a8a7fec25f]فرياد صيب[/color:a8a7fec25f] ورنه لرې کړې نور تش دى
[color=red:a8a7fec25f]شمسزى[/color:a8a7fec25f] هم کله ناکله خواته راشي
چې سړى شي دده هم دغه کوشش دى
خداى دې وبښي [color=white:a8a7fec25f]ننګيال صيب[/color:a8a7fec25f] ښه سړى و
نقل قول مې راخيستى له [color=cyan:a8a7fec25f]ګردش[/color:a8a7fec25f] دى
د [color=red:a8a7fec25f]ازمون[/color:a8a7fec25f] لاسونه زور کړي [color=white:a8a7fec25f]يون[/color:a8a7fec25f] ته لاړشي
ټول خبر دي [color=red:a8a7fec25f]هاشمي صيب[/color:a8a7fec25f] سره برش دى
د دربار ډوډۍ يې ټوله کړله خلاصه
[color=white:a8a7fec25f]هېواد مل صيب[/color:a8a7fec25f] اوس ښايسته ماشين دکرش دى
بيا به يې وروسته په اخبار کې درته چاپ کړم
ماپه [color=red:a8a7fec25f]يون صيب[/color:a8a7fec25f] تيار کړى ګزارش دى
[color=red:a8a7fec25f]معلم ګل[/color:a8a7fec25f] له اندازې ډېر ټيټ او پاس کړي
د هر چا پورې نښتى لکه سرش دى
د لغمان نه زياتې ځان ساتل په کار دى
[color=white:a8a7fec25f]خليلزاد[/color:a8a7fec25f] سپينه ماڼۍ کې دوهم بش دى
دېرش څلوېښت به مې د ورځې څملولى
خو ارمان چې له ما پاتې اوس ورزش دى


fazalhadi fazalyar

لال نبي
18.12.2008

فضل هادي فضليار

پـوهـېږې اوس مـې څنګـه بې لــه تـانـه زنـدګـي ده ؟
جـــــانـانـه! وه جــــــانـانـه! بـلا ګــــرانـه زنـدګـــــي ده

د ســتـرګــو لـه يـو رپ سـره يـې څـو کـسـو نـه واخلـــي
ددې وطــــن د خــلکـــــو څــــه ارزانــه زنـدګــــي ده

پښـــتون يـې چــې ونـه ګـڼـې کـوم بل څـه ورتـه وايـه
د چــا چــې بــې حـجــــرې او بـې اذانــه زنـدګـــي ده

چـې يار يې وي ، کـوکـنار يې وي او رحم په خوارانو
د داســې خـلـکــو بـالــکل بـې ارمــانـه زنـدګــي ده

بـې مـينې ، بـې لــتـانـه ، بـې لــــه يـاده دې جــــانـانـه
بـې عقـلــه او بـې روحـــه بـې وجـــدانـه زنـدګي ده

چـې نـه پـکې عـزت وي ، نـه غـيرت او نـه مــــېړانه
هـغـــه ګـــورئ مـلګـــــرو بــې ايـمــــانـه زنـدګـي ده

ســره له دې چــې ډکــه ده لـه رنـځــــه فضـليـاره
خـــو بيـا هــم ګـــوره مـينه څـه کامـرانـه زنـدګي ده


iqbal hosain salar

لال نبي
18.12.2008

اقبال حسين سالار

جلوه ګر په كې يو نور دى ما به مړ كړي
دغه بام كه كوه طور دى ما به مړ كړي

ټكور غواړي د جانان د تړمو شونډو
د زړه زخم مې ناسور دى ما به مړ كړي

ددې دور د باغيانو په دې ښار كې
زما فكر د منصور دى ما به مړ كړي


bashir ahmad gwakh

لال نبي
18.12.2008

بشيراحمد ګواښ

مورې ته راياده شې او ښه درپسې وژاړم
سترګې مې ملګرې وي له زړه درپسې وژاړم

باد دروازه بېرته كړي، ګومان كوم چې راغللې
منډه كړم د كور تر كوزه وره، درپسې وژاړم

هغه ورځ مې بده وي چې تا راياده نه كړمه
هغه شپه مې خوب نه وي چې نه درپسې وژاړم


fazalyar

لال نبي
18.12.2008

فضليار

فضل د خداى دى ، د ټوپک په ځاى ګلاب غواړي اوس
چـا چې بـه كلـي ورانول ، هغوى كـتاب غواړي اوس

وايي زمـا مــيـنـه بـه خـپل زړګـي كـې پـټـه سـاتې
دا ســاده ګلـه رانـه لـپه كې دريـاب غـواړي اوس

چـې خـپل عـزت ، قـدر او پـت يـې پـه كې وليدلو
پـه اروپا كې ګوره پـېغلې نور حجاب غواړي اوس

اول يې وېل راځه لـيلام يـم په تاوان يـم ياره
د هرې خولې، د هرې غېږ رانه حساب غواړي اوس

دده د لاسه مـو د مـړه نيـكـه هـډوكـي خرڅ كړل
خدازده چې نور راڅخه څه شى انقلاب غواړي اوس

نور دې د سـتـرګو او بـڼـو پـه ژبـو نـه پـوهـيـږي
د فضليار زړه درنه تـكه سـپين ځواب غواړي اوس


itebar zaher afredai

لال نبي
18.12.2008

اعتبار ظاهر اپريدى

تېره توره كه په لاس كې د قضا شته
غم مې څه دى ستا نظر چې مسيحا شته

دا خو ستا د مړاوو سترګو كرامت دى
تا ويشتلي كې تر اوسه چې لا سا شته

تشې غېږې پښتنې له دې نه ښې دي
چې په غېږ كې نه ايمل او نه دريا شته


Nazirulhaq Quraishi

لال نبي
18.12.2008

نذيرالحق قريشي

زه چې جانانه دا زخمي زخمي سينه لرمه
په دې کې چا سره نه بغض، نه کينه لرمه

د مرګ تر وخته به بهېږي د زمزم په شانته
دخيال دنياکې دغزلو سرچينه لرمه

دنذير زړه همداسې مه ګڼه يوازې نه دی
وا يي په دې کې د اشنا زړګی پينه لرمه


Nazirulhaq Quraishi

لال نبي
18.12.2008

نذيرالحق قريشي

زه چې جانانه دا زخمي زخمي سينه لرمه
په دې کې چا سره نه بغض، نه کـينه لرمه

د مرګ تر وخته به بهـېږي د زمزم په شانته
د خــيال دنيا کې د غزلو سرچينه لـــرمه

دنذير زړه همداسې مه ګڼه يوازې نه دی
وا يي په دې کې د اشنا زړګی پينه لرمه


fazalyar

لال نبي
18.12.2008

غزل
فضل هادي فضليار

د وخـــت نــادودو نـاکـــردو کــې بــه تــرکلـــه اوســـي
نـور بــه مــې روح او جــسد دواړه يــو تــر بـلـه اوسـي

ستا ټول غمـونه چې هــر يو يې لکــه غـــره غـوندې دى
زما د زړه کــونج کـې ځـــائيږي بل ځــاى څلــه اوســي

تـر څـو چـې هـاغه پورې غـره کې خونخـور بـاز اوسېږي
د ســـولـې شــنـه کــوتـره دې کلــي کـې کلــه اوسـي

خــدايه! د هــر مـــين برخـــليک د هاغه باغ پـه څېر کړې
چــې د نـري چـنـار تـر څــنګ پـکـې شـــنـه ولــه اوســي

رب دې زمــونـږ د چــم پـه ښکلـــــو بـانـدې ورحـمـــيږي
د ښــــکـلاګـانــو قــــاتــــلان بـيـــا ډلــه ډلـــه اوســـي

تـه بـې وفـــا د فضليار لــه زړه چـې لاړې نـو څــه؟
هـاغـه ده هـلـته پـر هـمــاغــه ځـاى اوس بـلـه اوسـي


shahid mula besmillah sahar

لال نبي
18.12.2008

شهيد ملا بسم الله سحر

درنه لاړمه زما د سترګو توره
زما يادونه او افكار دې درسره وي
چې پرې بيا درته يادېږم كله كله
دا څو كرښې د يادګار دې درسره وي
زه سحر به په مرحوم سحر يادېږم
محبت زما د مزار دې درسره وي


fazalyar

لال نبي
18.12.2008

غزل
فضل هادي فضليار

راشــه د ګـل غـــونـدې ســپـرلــي غــونـدې بـشـــر درښـــيـم
ځــان تـه دې وګـــوره بــس دغــه شــان نـفـــر درښـــيـم

د زلــفـو ورېـځــو کـې يـې پـټ ســاتـه کـه روغ مـې غــواړې
دا لـمـــريـن مـــخ دا د مـــېـن د مـــرګ خـــطـر درښـــيـم

عـجـب مـقـتـول دى ، خـپل قـاتـل لکه ايمـان پـرې ګـران دى
مــړې! خــو خــپـل زړه او دا ســتـا مــړاوى نـظـر درښــيم

پـه هــغــې ژمــنـې دې بــــلا مـــازيـګــــــري واوښـــــتـل
تــا چــې ويـل هــمــدا راتـلــــونـکـــى مــازيــګـــــر درښـــيـم

بـاور مـې نـشـي چـې لـه تـور غـره نـه دې کـم وي ګــرانـې!
سـتـا پـه ســـــيـنـه کـې دا د تــورو تـيـــږو غــــر درښــــيـم

ته يې خوښـېږې (( لمــــر )) په تا باندې مين دى ګلې!
دا چـې دا ځـمـکــه بـانـدې ګـرځـي دغـه لـمــــر درښــيـم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more