د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

کلیله و دمنه کتاب پښتو شوی ؟

رښتینی
29.08.2008

سلامونه او نیکی هیلی !

یوه پوښتنه لرم که یی څوک ځواب راکړی خوشاله به می کړی
هغه دا چی ایا (کلیله و دمنه) کتاب پښتو ته ژباړل شوی دی که نه ؟
او که وی نو دترلاسه کیدو درک یی چاته مالوم ده ؟


عبدالله
20.10.2008

حامد صاحب وروره سلامونه او نېكې هيلې،

زه پخپله نه پوهېږم چې آيا كليله او دمنه په پښتو ژباړل شوى دى او كه نه خو په دغو لاندنيو پاڼو كښې ليكل شوى دى چې يې افضل خان خټك پښتو ته اړولى دى.

http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=print&sid=1808
http://larawbar.com/Images/downloads/kitabona/r.stanikzai/001/Da_zbare_pan/001_Da_zbare_fan.htm

د الله په امان


عبد السلام
21.10.2008

...


رښتینی
25.10.2008

که څه هم دلته یواځی یوه خبره شوی ده چی کلیله ودمنه
په فلانی تاریخ پښتوته ژباړل شوی دی خو بیا هم له ګران
عبدالله ورورونه مننه او که څوک نور مالو مات لری مهربانی
دی وکړی نه دی سپموی په درنښت


لرغونى لاروى

larghonay laraway
10.11.2008

ښاغلى حامد سلام!
ګرانه د كليله دمنه ګڼې ژباړې شوي دي لكه:
۱- افضل خان خټك د (علم خانۀ دانش) په نامه په يوولس سوه اته ويشت كال كې كړې ده(۱۱۲۸)
۲- شادمحمدخان رييس مردان د (دبير دانش) په نامه په ديارلس سوه اووه كال كې (۱۳۰۷) ژباړلى دى
۳- عبدالقدوس قاسمي د (انوار سهيلي) په نامه د سواد د پاچا په امر په نثر ژباړلى دى
۴- همدغه د عبدالقدوس ژباړه (انوار سهيلي) بيا د اديب سوات زيب سر له خوا په نظم اړول شوى دى
په ځينو متنونو كې د (محسن هراتي) په نامه هم يادونه شوې چې په پښتو يې ژباړلى خو نسخه يې چانه ده تر لاسه كړې.
د يادونې وړ ده چې انوارسهيلي يو ځل د سوات پاچا چاپ كړى او بيا د سوات د پياوړي شاعر خداى بښلي رحيم شاه په زيار هم چاپ شوى دى.
هيله ده چې پوښتنه به مو څه ناڅه حل شوې وي
په مينه
ستاسو لاروى


feroz afridi
24.11.2008

سلامونه
په لانديني لنک کښې ژباړل شوې کتاب خوندې دے.

http://www.destaar.com/hujra/viewtopic.php?t=50


feroz afridi
24.11.2008

سلامونه
په لانديني لنک کښې ژباړل شوې کتاب خوندې دے.

http://www.destaar.com/hujra/viewtopic.php?t=50


باتور
04.12.2008

فېروز خانه پښتون کور دي ودان .

زه ډېر زيات پسې وګرځېدم ليکن پيدا مي ته کړ. . خدای دي کامياب لره . .

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more