د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

حساب نوي ماشين


Shponkay
04.07.2004

[size=24:92b3a7b3ca]حساب نوي ماشين[/size:92b3a7b3ca]
تاسو به خبر ياست چې د انتيرنت په مټ د نړۍ ډيرو هيوادونو په خپله ملي او نړيواله كچه، داسې سايټونه د استفادې لپاره ايښي چې د پلټني دنده په غاړه لري ،چې يود هغې جملې څخه http://www.google.com
ډير پرمختللى پلټونكى سايټ او ويب ځاى دي .
ګوګل د پلټنې لپاره د نړۍ د ډيرو وګړو په ملي ژبو خپلې اسانتياوي برابري كړي دي .
ددې پلټونكي ويب ځاى په كومك او مرسته تاسو هغه څه پيدا كولي شي چې كوم ته چې تاسو اړتيا او ضرورت لري او د خوښې خبره خو لا دا ده چې دغه پلټونكي ماشين اوس په عربي او فارسي ژبو هم خپلې ويب څانګې جوړي كړي، چې په مرسته يې كولي شو، د پښتو ژبې د پلټنې لپاره هم ترينه كار واخلو.
خو يوه تخنيكي ستونزه چې هلته موجوده ده هغه د پښتو د ځانګړو تورو ده چې تر اوسه د پلټنې لپاره نه ليكل كيږي خو تاسو كولي شي دداسي يوې جملې او يا كليمې نه كار واخلي چې د پښتو توري په كې نه ليدل كيږي لكه وطن ،افغانستان،كابل ،لغمان او نور، چې د پلټنې په نتيجه كې به تاسو ته د هغو ويب پاڼو ليست پرانستل شي ،چيرته چې نومړي كليمات كارول شوي دې.
اوس په دې اخيرو وختنو كې دغه پلټونكي انتيرنت ماشين ،يو نوي پرمختللي حساب ماشين هم د خپلو ښيګڼو سره مل كړي چې علاوه ددي نه چې اعداد په رسميت پيژني، بلكې په تورو او كليماتو يې هم سر خلاصيږي د بيلګې په توګه كه تاسو ورته په عدد ( 4-7+8) او يا ورته په تورو( Eight plus seven minus four) وليكي نو په دواړو حالاتو كې به تاسو سم ځواب تر لاسه كړي.
رښتتيا چې په زړه پوري ده ما هم يو سوال ترينه داسي وكړ:
؟( 15mm in inches) اوماته يې په ډيرې چټكي سره داسې ځواب راكړ15millimeters=0.9055 inches
عجيبه نه ده ؟؟ رښتيا چې ډيره عجيبه ده



ع کريم حليمي
05.07.2004

ليکلنې نېټه : ٢ شنبه جولاي 05, 2004 12:34 am عنوان :

--------------------------------------------------------------------------------

ښاغلې شپونکيه وروره تر هرڅه لمخه يوه تازه دګلو دسته در واخله ٠ اوبيا سلامونه درته وايم ٠ زه دي مخلص سوم که موريدان دي خوښ وي ٠ 21 پېړۍ پير سوې مخلصان دي پيداکړه ٠ د دغه خبر څخه دي يو جهان مننه ٠ خدای دي پرتامهربانه سي خدای دي تاته دخوشحاله ژوند او جنت خبر درکړي
:D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D :D
اصلأ مي په دغه پورته خبر خوشحالي ،مننه کول ٠ نه سوم پوه چي ولي مي جواب تللې وو٠ داهم دخوشحالۍ علامه وه ٠


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more