د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اديانو فلسفه څه ده او د عقيدو ضرورت څشی و؟

Ghairat
06.06.2004

[color=blue:dbc23e777f]د ځمکې پر مخ په ډير شمير سره دينونه او عقايد شته، وو او وي به ، چې په ټوليزه توګه بي شميره پيروان لري. که هر څومره ددوی شمير زيات ، او يو له بل سره يې توپيرونه ډير دي او د تاريخ په اوږدو کې ددوی تر منځ تضادونه د خونړيو جګړو او تباهيو سبب هم ګرځيدلي دي، بيا يې هم يو د بل تر څنګ خپل شته والی ساتلی او دوام ورکوي. دا نو دا هم په اثبات رسوي چې د اديانو تاريخي اړينتيا او ضرورت موجود و، موجود دی او ﻻ هم موجود به وي . له دې کبله په طبيعي توګه دا پوښتنه مطرح کيږي چې د اديانو او عقايدو د منځته را تللو دغه ټاکلی ضرورت څه و؟ دا ولې منځته راغلل ؟، ځنګه منځ ته راغلل او ددې جبر او ضرورت څشی و؟ ددين او عقيدي اصلأ فلسفه څشی ده ؟. ايا د اديانو تومنه او خصلت رښتيا هم تاريخي بللی شو که څنګه ؟؟[/color:dbc23e777f]



ع کريم حليمي
14.06.2004

ډېرمحترم غيرت صاحب او درنولوستونکو سلام ٠
[quote:be1a5f9803] ځنګه منځ ته راغلل او ددې جبر او ضرورت څشی و؟[/quote:be1a5f9803]
غيرت صاحب خای دي جوړ او روغ لره ٠ د ډير تيزفکر سوالونه تاسو مطرح کړي ٠ زه فکر کوم که دټولو سوالو
جوابونه پر يوه ځاي وليکم ٠ نو اصلأ دکتاب ليکل سوه ، او بل داسي ده چه هر سوال لس قيسمه جوابونه لري ٠
(دين ځنګه منځ ته راغلۍ) ٠ داخو واضع او اسانه خبره ده ٠ اول به دسوال په دوهم جز شروع درسره وکړم
(او ددې جبر او ضرورت څشی و؟ )انسان ډير قوي غښتلی ، او نه کنترل کېدونکی مخلوق دي ٠ له مرګه نه ډاريږي
وهل او ټکول ئی نه نرم کوي ٠ او هر نوعه مشکل سره چه مخامخ سي ډير ژر ئی حل پيداکوي ٠ اوځان له مشکله
باسي ٠ نو الله دين ورسره را واستاوه ٠ او انسان په کنترول دي ٠ او ترننه انسان کاميابه نسو چه دين له کنترل
څه ځان خلاص کړي ٠ ستاسو ده يوه سوال د نيمائی جواب شل جلا قيسمه جوابونه لري ٠ نن ئی دغه جواب ښه
بولم ٠ نور به نوبحث پر کوو ٠
حليمي



ع کريم حليمي
15.06.2004

[quote:a8401b2710]ايا د اديانو تومنه او خصلت رښتيا هم تاريخي بللی شو که څنګه ؟؟[/quote:a8401b2710]
قدرمن غيرت صاحب سلام ٠ ښې چاري او ښادۍ دي خدای درکي .
په ډېر احترام عرض کوم که مو دغه پښتنه لږ واضع کړه ٠ هيڅ مطلب نسم څيني اخستلای ٠
دغونده پوهيږم چه هرشئ تاريخ لري او هر تاريخ نېټه لري ٠ او د [color=red:a8401b2710] تومنه [/color:a8401b2710]په معنی هم نه پوهيږم ؟ ٠


Ghairat
15.06.2004

[quote:40e8f9bbf1="abdul karim Halimi"][quote:40e8f9bbf1]ايا د اديانو تومنه او خصلت رښتيا هم تاريخي بللی شو که څنګه ؟؟[/quote:40e8f9bbf1]
قدرمن غيرت صاحب سلام ٠ ښې چاري او ښادۍ دي خدای درکي .
په ډېر احترام عرض کوم که مو دغه پښتنه لږ واضع کړه ٠ هيڅ مطلب نسم څيني اخستلای ٠
دغونده پوهيږم چه هرشئ تاريخ لري او هر تاريخ نېټه لري ٠ او د [color=red:40e8f9bbf1] تومنه [/color:40e8f9bbf1]په معنی هم نه پوهيږم ؟ ٠[/quote:40e8f9bbf1]

دروند او عزتمن حليمي صاحب السلام عليکم و رحمت الله و برکاته . خدای مو روغ او نيکمرغه لره.
محترمه له تاريخي تومنې څخه دلته تاريخي اصل او ماهيت مطلب دی. او له تاريخي څخه د يوشي يا يوې پيښې رامنځته کيدل ، ادامه او له منځه تلل دي د تاريخي شرايطو سره سم ، يعنې بدلون منونکی او تغير خوړونکی وي، که څه هم اوږود عمر ولري.

[quote:40e8f9bbf1]انسان ډير قوي غښتلی ، او نه کنترل کېدونکی مخلوق دي ٠ له مرګه نه ډاريږي
وهل او ټکول ئی نه نرم کوي ٠ او هر نوعه مشکل سره چه مخامخ سي ډير ژر ئی حل پيداکوي ٠ اوځان له مشکله
باسي ٠ نو الله دين ورسره را واستاوه ٠ او انسان په کنترول دي ٠ او ترننه انسان کاميابه نسو چه دين له کنترل
څه ځان خلاص کړي ٠[/quote:40e8f9bbf1]
[color=green:40e8f9bbf1]حليمي صاحب، له يو عالم مننې او زړه کوميزو سلامونو څخه وروسته :
داسې بريښي چې تاسو هم د (( انسان )) کلمه د انساني نوعې (Gattung) په معنی سره سم کاروئ او مطلب مو له انسان څخه يو وګړی (فرد ) نه، بلکې ټول انسانان دي. که داسې وي نو د انسانانو غښتلتيا، زړورتوب، او دا لوښه يې چې خپله ستونزه ژر حلولی شي ، د پوره ډاډ وړ خبره بريښي ، ددې ډاډ سره سره د هغوی غاړو ته د کنترول غړوندي غور ځول او له اروا څخه يې د آخرت او عقايدو په وندر تړل څنګه درک کيدلی شي. هو ، بله داچې البته انسان د فرد فرد په توګه د ټولنيز نظام سره د ټکر او خطر سبب هم ګرځي او ګرځيدلی شي. په تيره بيا هغه وخت او مهال چې ټولنيز نظام هم نيمګړتياوې لري او اوږده موديزې بشپړتيا ته اړتيا لري . ښايي ستاسو له انسان څخه همدغه بشري افراد مراد وي چې د نارغنده رول لوبولی او ټولنې ته زيان اړولی شي، په تيره بيا هغه ټولنه ويجاړولی شي چې ﻻ بشپړ ه شوې نه وي. په دی صورت کې که عيني نارمونه او حقوقي سيستم د ټولنې د ودې له پاره بسيا نه کوي بايد او بايد چې معنوي او ذهني نارمونه او موازين هم د يوه باوري سيستم په توګه رامنځته شي ، کوم چې د اروايي جغ توګه انسانان د ټولنې د ساتنې ، پالنې او پرمختګ د کرــ کيلې په ليکه ورسم کاندي.. که دا اړتيا مطرح او عقيده يې اړينه کړې وي، نو بيا خو هماغه د محترم وطنمل صيب ديواځيني مضمون سره سم ځمکنۍ اړتيا وه چې له آسمان څخه يي د اديانو د رحمت بارانونه را اورولي دي. دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چې: که آسماني اديان نه وای راغلي، د همغه وخت بشري ټولنې به څه کول، خپلې نوموړې ستونځې او نيمګړتياوې به يې څنګه او له کومه ځايه څخه حلولې؟ آيا انسانان د حل په لټه کې په سل، دوه سوه درې سوه ....زر دوه يا درې زرو کالو کې هم دا امکان موندلی شو چې دبشري ټولنې رامنځته شوې ستونځې پرې حل کاندي (؟ ) او که نه، نا کامي يي حتمي او د ناکامۍ سره يې تباهي هم لاينفک تړلې وه ؟ [/color:40e8f9bbf1]


Azad Nazer
16.06.2004

دټول افغان دېرې ته سرښکاره کووم اوټولو وړو-زړو ، مشرانو -کشرانو او خوېندو او ورونو ته وايم :
سلامالېکوم
هيله ده چې > والېکوم< به ورته وواياست ٠
دغېرت صېب د <<<<< تومنه >>>>>> لغت ايراني تومنه رايادوول خو له شرحې څخه يې داسې ښکاري چې خبره له سټې دهغې مايع څخه راوﻻړيږي چې دمستو د جوړولو لپاره کارول کيږي اوکله چې ماسته وشاربل شي نو >>> تروې ، شړومبې ، شومړې ، شوملې <<<< ترې جوړی شي ٠ داسې ويل کيږي چې شودو\ شيدو ته يې (( تومله\ تومنه )) واچوله يا شوده \ شودې تومله شوي ٠ په هرچم ، ګيره مې سپينه شوه او دډېرو شيانو په سم تلفظ ونه پوهېدم ٠ بيا هم د رب نه >>>> زار \ جارشم چې د صوبه سرحد دافغاني کډوالو دکېمپونو ژوندد ډېرڅه تر څنګه دپښتنودبانډه ايزو ساده الفاظواونومونو سره هم اشنا کړم ٠ يوه ورځې مې د پښتنو زلمو لست ليکه نو د عجيبوغريبو نومونو سره مخ کېدم ٠ ديوه کوچي ځوان نوم <<< شرم ګل >>> وو ، د بل کندهاي ځوان نوم وو <<< شېرامد>>> ، ديوه کنړي نوم <<<پاتي مخمد>>> دبل <<< مخمد زېر خان >>> ٠ ما چې هرڅومره کوښښ وکړ چې سم يې تلفظ کړم خو يوه هم راسره نه منله او هغوی ته زه داسې ښکارېدم چې ګواکې هم دا زه دسم تلفظ سره ستونزې لرم ٠ چې هرڅه به مې ورته وويل چې ((پاتي مخمد)) نه دې (( فتح محمد)) دې بيا هم څه فايده يې نه کوله ٠
دځان سره مې وويل چې دا پښتانه يوخدای په سمه اړولای شي بل څوک يې نه شي ٠ په همدې تاوېلوماوېلو کې زمايو ازبک همصنفي راياد شو چې نوم يې <<< ګنده بای >>> وو ٠ ددې سره مې وويل چې ځه پښتانه يواځې نه دي چې ددوه و خرو اوربشې نشي بېلولای ، په خدای چې په نورو قومونو کی هم داسې کسان شته چې ژرنده او جومات نه پېژني ٠
لکه څنګه چې په پښتو ژبه کی عربي راګډه شوې همداسې فارسي هم سوچه نه ده او متعصبين بايد پښتو په دې ملامته نه کړي چې ولې ځينې شيانوته سم نومونه نه لرو ځکه چې فارسي هم داسې نومونه لري چې په خدای که يې په شرع برابر کړې ٠ دبېلګې په توګه <<< خربوزه ، تربوز ، پرواز ، چارپايي >>> اوداسې نور ٠ اوس نو وګورۍ چې اصلا" تری څه جوړيږي :
دغه ټول يو ځای شوي ( مرکب ) لغاتونه دي او چې سره بېل شي نو مفهوم يې څرګنديږي ٠

خربوزه .............. چې پښتو ژباړه يې خټکې دې له دوه نومونو څخه چې ((خر)) او (( بوزه)) دي ، جوړ شوې ٠ زه نپوهېږم چې خراوبوزه دخټکي سره څه ورته والې لري ؟

تربوز...............چې پښتو ژباړه يې هندوانه ده ، هم مرکب نوم دې ،(( تر )) او (( بوز))٠
که پښتو تحت الفظي معنا يې وکړو نو <<<لمده \ لنده ووزه \ بزه >>> به ترې جوړه شي ٠
اوس نو راشه دې ته کلې ورکړه چې هندوانه دې بزه وي او هغه دې لمده هم وي !

نوربه يې تاسو ته پرېږدم چې په کومه موضوع پوری يې تړۍ خو ماته په (( تومنه )) پورې دا هر څه راياد شول اوومې نه غوښتل چې را نه هېر شي اوداهم بايدووايم چې تنقيد هم نه دې ٠

دمينو سره
دهر چا ازادنظر



ع کريم حليمي
16.06.2004

[quote:155e13fdd3]محترم وطنمل صيب ديواځيني مضمون سره سم ځمکنۍ اړتيا وه چې له آسمان څخه يي د اديانو د رحمت بارانونه را اورولي دي. دلته دا پوښتنه پيدا کيږي چې: که آسماني اديان نه وای راغلي، د همغه وخت بشري ټولنې به څه کول، خپلې نوموړې ستونځې او نيمګړتياوې به يې څنګه او له کومه ځايه څخه حلولې؟ آيا انسانان د حل په لټه کې په سل، دوه سوه درې سوه ....زر دوه يا درې زرو کالو کې هم دا امکان موندلی شو چې دبشري ټولنې رامنځته شوې ستونځې پرې حل کاندي (؟ ) او که نه، نا کامي يي حتمي او د ناکامۍ سره يې تباهي هم لاينفک تړلې وه ؟ [/quote:155e13fdd3]
قدرمن،ښاغلي غيرت صاحب او درنو لوستونکو سلام !
دغه اقتصادي نظامونه چوړول انسان کړي دي او خدای کوم اقتصادي سسټم موږ ته نه دی رااستولۍ
او ټوله اقتصادي نظامونه په اعتماد چليږي ٠ که اعتماد نوي نو ټوله انساني نظامونه چي موږ جوړ کړي ٠
برباد او دناکامۍ سره مخامخ به وي ٠
نو د اعتماد ، باور امر موږ ته الله کړی ٠ هره جامعه چه باور ،ايمان نه لري ٠ اقتصادي نظام ئی لمنځه ځي
لکه د روس نظام چه يو د علتوڅه ئی بي باوري وه ٠
اقتصادي نظام او دين ډير سره نژدې دي ٠
هر ښه عمل چه فرد کوي ستونځې نسته اصلأ پکښې ٠ او که هم وي هغه مشکلات ئی اصلأ جز وي ٠ لکه ژړا چه
د ژوند جز ده ٠ ستونځې خدای دچا ستونځې نه ورحل کوي ٠ چپله خاصو حالتو کي ٠٠٠ چه هغه دنبيانو
که انسان باور ولري ٠ ټول مشکلات حل دي ٠ او ناکامي نسته ٠ اصلأ زده کړه ده ٠


خاټول
16.06.2004

[quote:0ce9d17dcf]دغه اقتصادي نظامونه چوړول انسان کړي دي او خدای کوم اقتصادي سسټم موږ ته نه دی رااستولۍ
[/quote:0ce9d17dcf]
[color=blue:0ce9d17dcf]گران استاد حليمي صيب او ښاغلي ورور غيرت صيب او نورودوستانو :!: سلامونه اودرناوي
دغيرت صيب پوښتنه په زړه پوري او دگران وطنمل صيب نقل شوي فراگراف لا په زړه پوري وو،هغه زمونږ دپښتنو پيغلو په وينا در وارۍ شم په دا دومره ښو ليكنو.
ما د محترم استاد خبره را كوټ كړه ، او غواړم چي ځان ښه ورباندي پوه كړم ، اوهغه داچي مونږ كله دقرأن كريم تلاوت كوو نو ډير داسي أياتونه وينو چي هغه اقتصادي كارونه راته تو ضيح كوي دساري په ډول دبقري دسورت 282،283 ايتونه[/color:0ce9d17dcf]
[color=green:0ce9d17dcf] يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِذَا تَدَايَنتُم بِدَيْنٍ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى فَاكْتُبُوهُ وَلْيَكْتُب بَّيْنَكُمْ كَاتِبٌ بِالْعَدْلِ وَلاَ يَأْبَ كَاتِبٌ أَنْ يَكْتُبَ كَمَا عَلَّمَهُ اللّهُ فَلْيَكْتُبْ وَلْيُمْلِلِ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ وَلاَ يَبْخَسْ مِنْهُ شَيْئاً فَإن كَانَ الَّذِي عَلَيْهِ الْحَقُّ سَفِيهاً أَوْ ضَعِيفاً أَوْ لاَ يَسْتَطِيعُ أَن يُمِلَّ هُوَ فَلْيُمْلِلْ وَلِيُّهُ بِالْعَدْلِ وَاسْتَشْهِدُواْ شَهِيدَيْنِ من رِّجَالِكُمْ فَإِن لَّمْ يَكُونَا رَجُلَيْنِ فَرَجُلٌ وَامْرَأَتَانِ مِمَّن تَرْضَوْنَ مِنَ الشُّهَدَاء أَن تَضِلَّ إْحْدَاهُمَا فَتُذَكِّرَ إِحْدَاهُمَا الأُخْرَى وَلاَ يَأْبَ الشُّهَدَاء إِذَا مَا دُعُواْ وَلاَ تَسْأَمُوْاْ أَن تَكْتُبُوْهُ صَغِيراً أَو كَبِيراً إِلَى أَجَلِهِ ذَلِكُمْ أَقْسَطُ عِندَ اللّهِ وَأَقْومُ لِلشَّهَادَةِ وَأَدْنَى أَلاَّ تَرْتَابُواْ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً حَاضِرَةً تُدِيرُونَهَا بَيْنَكُمْ فَلَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَلاَّ تَكْتُبُوهَا وَأَشْهِدُوْاْ إِذَا تَبَايَعْتُمْ وَلاَ يُضَآرَّ كَاتِبٌ وَلاَ شَهِيدٌ وَإِن تَفْعَلُواْ فَإِنَّهُ فُسُوقٌ بِكُمْ وَاتَّقُواْ اللّهَ وَيُعَلِّمُكُمُ اللّهُ وَاللّهُ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ {282}‏ وَإِن كُنتُمْ عَلَى سَفَرٍ وَلَمْ تَجِدُواْ كَاتِباً فَرِهَانٌ مَّقْبُوضَةٌ فَإِنْ أَمِنَ بَعْضُكُم بَعْضاً فَلْيُؤَدِّ الَّذِي اؤْتُمِنَ أَمَانَتَهُ وَلْيَتَّقِ اللّهَ رَبَّهُ وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ وَاللّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ عَلِيمٌ [/color:0ce9d17dcf]
او همده راز دنوموړي سورت 254 ايت
[color=green:0ce9d17dcf]يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِمَّا رَزَقْنَاكُم مِّن قَبْلِ أَن يَأْتِيَ يَوْمٌ لاَّ بَيْعٌ فِيهِ وَلاَ خُلَّةٌ وَلاَ شَفَاعَةٌ وَالْكَافِرُونَ هُمُ الظَّالِمُونَ [/color:0ce9d17dcf]
[color=blue:0ce9d17dcf]په پورتني أيت كي الله جل جلاله دانفاق چي يو ډول افتصادي عمل دي اشاره كړي، او همده راز الله تعالی دسود په اړه چي دسرمايه دارانه نظام بنسټ دی داسي ارشاد كوي[/color:0ce9d17dcf]
[color=green:0ce9d17dcf]الَّذِينَ يَأْكُلُونَ الرِّبَا لاَ يَقُومُونَ إِلاَّ كَمَا يَقُومُ الَّذِي يَتَخَبَّطُهُ الشَّيْطَانُ مِنَ الْمَسِّ ذَلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُواْ إِنَّمَا الْبَيْعُ مِثْلُ الرِّبَا وَأَحَلَّ اللّهُ الْبَيْعَ وَحَرَّمَ الرِّبَا فَمَن جَاءهُ مَوْعِظَةٌ مِّن رَّبِّهِ فَانتَهَىَ فَلَهُ مَا سَلَفَ وَأَمْرُهُ إِلَى اللّهِ وَمَنْ عَادَ فَأُوْلَـئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ {275} يَمْحَقُ اللّهُ الْرِّبَا وَيُرْبِي الصَّدَقَاتِ وَاللّهُ لاَ يُحِبُّ كُلَّ كَفَّارٍ أَثِيمٍ {275} إِنَّ الَّذِينَ آمَنُواْ وَعَمِلُواْ الصَّالِحَاتِ وَأَقَامُواْ الصَّلاَةَ وَآتَوُاْ الزَّكَاةَ لَهُمْ أَجْرُهُمْ عِندَ رَبِّهِمْ وَلاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ {277} يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ اتَّقُواْ اللّهَ وَذَرُواْ مَا بَقِيَ مِنَ الرِّبَا إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ {278} فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ فَأْذَنُواْ بِحَرْبٍ مِّنَ اللّهِ وَرَسُولِهِ وَإِن تُبْتُمْ فَلَكُمْ رُؤُوسُ أَمْوَالِكُمْ لاَ تَظْلِمُونَ وَلاَ تُظْلَمُونَ {279} وَإِن كَانَ ذُو عُسْرَةٍ فَنَظِرَةٌ إِلَى مَيْسَرَةٍ وَأَن تَصَدَّقُواْ خَيْرٌ لَّكُمْ إِن كُنتُمْ تَعْلَمُونَ {280} وَاتَّقُواْ يَوْماً تُرْجَعُونَ فِيهِ إِلَى اللّهِ ثُمَّ تُوَفَّى كُلُّ نَفْسٍ مَّا كَسَبَتْ وَهُمْ لاَ يُظْلَمُونَ {281}.[/color:0ce9d17dcf][color=blue:0ce9d17dcf]اوهمده راز الله جل جلاله گڼو اقتصادي مسئلو ته، چي په اصل كي د اسلامي اقتصادي نظام بنسټونه او اصول تشكيلوي دنساء دسورت په لاندي مباركو اياتونو كي داسي اشاره کړي[/color:0ce9d17dcf]
[color=green:0ce9d17dcf]وَآتُواْ الْيَتَامَى أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَتَبَدَّلُواْ الْخَبِيثَ بِالطَّيِّبِ وَلاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَهُمْ إِلَى أَمْوَالِكُمْ إِنَّهُ كَانَ حُوباً كَبِيراً {2} وَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تُقْسِطُواْ فِي الْيَتَامَى فَانكِحُواْ مَا طَابَ لَكُم مِّنَ النِّسَاء مَثْنَى وَثُلاَثَ وَرُبَاعَ فَإِنْ خِفْتُمْ أَلاَّ تَعْدِلُواْ فَوَاحِدَةً أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ ذَلِكَ أَدْنَى أَلاَّ تَعُولُواْ {3} وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً فَإِن طِبْنَ لَكُمْ عَن شَيْءٍ مِّنْهُ نَفْساً فَكُلُوهُ هَنِيئاً مَّرِيئاً {4} وَلاَ تُؤْتُواْ السُّفَهَاء أَمْوَالَكُمُ الَّتِي جَعَلَ اللّهُ لَكُمْ قِيَاماً وَارْزُقُوهُمْ فِيهَا وَاكْسُوهُمْ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلاً مَّعْرُوفاً {5} وَابْتَلُواْ الْيَتَامَى حَتَّىَ إِذَا بَلَغُواْ النِّكَاحَ فَإِنْ آنَسْتُم مِّنْهُمْ رُشْداً فَادْفَعُواْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ وَلاَ تَأْكُلُوهَا إِسْرَافاً وَبِدَاراً أَن يَكْبَرُواْ وَمَن كَانَ غَنِيّاً فَلْيَسْتَعْفِفْ وَمَن كَانَ فَقِيراً فَلْيَأْكُلْ بِالْمَعْرُوفِ فَإِذَا دَفَعْتُمْ إِلَيْهِمْ أَمْوَالَهُمْ فَأَشْهِدُواْ عَلَيْهِمْ وَكَفَى بِاللّهِ حَسِيباً {6}‏ لِّلرِّجَالِ نَصيِبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ وَلِلنِّسَاء نَصِيبٌ مِّمَّا تَرَكَ الْوَالِدَانِ وَالأَقْرَبُونَ مِمَّا قَلَّ مِنْهُ أَوْ كَثُرَ نَصِيباً مَّفْرُوضاً {7} وَإِذَا حَضَرَ الْقِسْمَةَ أُوْلُواْ الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينُ فَارْزُقُوهُم مِّنْهُ وَقُولُواْ لَهُمْ قَوْلاً مَّعْرُوفاً {8} وَلْيَخْشَ الَّذِينَ لَوْ تَرَكُواْ مِنْ خَلْفِهِمْ ذُرِّيَّةً ضِعَافاً خَافُواْ عَلَيْهِمْ فَلْيَتَّقُوا اللّهَ وَلْيَقُولُواْ قَوْلاً سَدِيداً {9} إِنَّ الَّذِينَ يَأْكُلُونَ أَمْوَالَ الْيَتَامَى ظُلْماً إِنَّمَا يَأْكُلُونَ فِي بُطُونِهِمْ نَاراً وَسَيَصْلَوْنَ سَعِيراً {10} يُوصِيكُمُ اللّهُ فِي أَوْلاَدِكُمْ لِلذَّكَرِ مِثْلُ حَظِّ الأُنثَيَيْنِ فَإِن كُنَّ نِسَاء فَوْقَ اثْنَتَيْنِ فَلَهُنَّ ثُلُثَا مَا تَرَكَ وَإِن كَانَتْ وَاحِدَةً فَلَهَا النِّصْفُ وَلأَبَوَيْهِ لِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ مِمَّا تَرَكَ إِن كَانَ لَهُ وَلَدٌ فَإِن لَّمْ يَكُن لَّهُ وَلَدٌ وَوَرِثَهُ أَبَوَاهُ فَلأُمِّهِ الثُّلُثُ فَإِن كَانَ لَهُ إِخْوَةٌ فَلأُمِّهِ السُّدُسُ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِي بِهَا أَوْ دَيْنٍ آبَآؤُكُمْ وَأَبناؤُكُمْ لاَ تَدْرُونَ أَيُّهُمْ أَقْرَبُ لَكُمْ نَفْعاً فَرِيضَةً مِّنَ اللّهِ إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيما حَكِيماً {11}‏ وَلَكُمْ نِصْفُ مَا تَرَكَ أَزْوَاجُكُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّهُنَّ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَهُنَّ وَلَدٌ فَلَكُمُ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْنَ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصِينَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَلَهُنَّ الرُّبُعُ مِمَّا تَرَكْتُمْ إِن لَّمْ يَكُن لَّكُمْ وَلَدٌ فَإِن كَانَ لَكُمْ وَلَدٌ فَلَهُنَّ الثُّمُنُ مِمَّا تَرَكْتُم مِّن بَعْدِ وَصِيَّةٍ تُوصُونَ بِهَا أَوْ دَيْنٍ وَإِن كَانَ رَجُلٌ يُورَثُ كَلاَلَةً أَو امْرَأَةٌ وَلَهُ أَخٌ أَوْ أُخْتٌ فَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِّنْهُمَا السُّدُسُ فَإِن كَانُوَاْ أَكْثَرَ مِن ذَلِكَ فَهُمْ شُرَكَاء فِي الثُّلُثِ مِن بَعْدِ وَصِيَّةٍ يُوصَى بِهَا أَوْ دَيْنٍ غَيْرَ مُضَآرٍّ وَصِيَّةً مِّنَ اللّهِ وَاللّهُ عَلِيمٌ حَلِيمٌ {12}[/color:0ce9d17dcf]
[color=red:0ce9d17dcf]نور بيا ان شاء الله[/color:0ce9d17dcf]



ع کريم حليمي
17.06.2004

[quote:e4a2317826]اقتباس:
دغه اقتصادي نظامونه چوړول انسان کړي دي او خدای کوم اقتصادي سسټم موږ ته نه دی رااستولۍ

گران استاد حليمي صيب او ښاغلي ورور غيرت صيب او نورودوستانو سلامونه اودرناوي
دغيرت صيب پوښتنه په زړه پوري او دگران وطنمل صيب نقل شوي فراگراف لا په زړه پوري وو،هغه زمونږ دپښتنو پيغلو په وينا در وارۍ شم په دا دومره ښو ليكنو.
ما د محترم استاد خبره را كوټ كړه ، او غواړم چي ځان ښه ورباندي پوه كړم ،[/quote:e4a2317826]

ګران او محترم غېرت صاحب ،پتمني غاټول خدای دي داسي اولادونه درکړي چه ستاسو په زړه وي ٠ ما د خدايه غوښته چه دغه ايه مبارک يو ورځ وليکم چه ټوله پښتانه عمل په وکړي ٠ خدای دي جنت ځای که !!
دغه دسورت بقرې ٢٨٢ ايه ټول قران شريف کي يو ايات دی او يوه صفحه دی ٠ يعني اوږد ترين ايات دی او حکمت په کښې دی ٠ هر انسان بايد ټول معاملات د دغه ايات پر اصولو برابر کړي ٠
او د ټول مشکلاتو حل دی ٠ او ټوله امريکا عمل په کوي بيله ليکني هيځ معاملات نه کوي ٠ مسلمانان په مقابل کي هيځ ليکني نه کوي ٠ عيب ورته معلوميږي ٠ په داسي حال کي چه ليکل واجب دي
ګرانو ٠ اقتصادي نظامونه په اياتو ، نبوي احديثو نه چليږي ٠ په اعتماد،باور چليږي ٠
اسلام اقتصادي نظام نه دي ٠ لکه کپيټليزم ، کمونيزم ٠
اسلام يو باور دی ٠ او دين دی ٠ څه مانا دا ٠[color=red:e4a2317826] باور معنی ايمان پر خدای ،ملائکو،کتابو،رسولانو،دقيامت ورځ ، ارامي او ناارامي د الله دطرفه ده ٠ [/color:e4a2317826]
او دين مانا چه انسان پر دې ايمان ولري چه زما سره حساب کيږي په يوم الدين ،يوم الحساب
هو قرأن په اقتصادي اخلاقو ډک دی ٠نه په قانون قوانين په قرأن ډير لږ دي ٠ او معروف زموږ خپل دي اسماني نه دي ٠هغه څه چه په موږ کي معروف دي اجازه سته چي کار ئی کړو ٠ دا به ټول هغه وخت فايده ولري چه باور وي ٠
اقتصادي سيسټم زموږ دی ٠ لکه دتاجران چه حواله ورکوي ، چک ليکل 200 $ داټوله اعتماد دی ٠
په سل کي ٩٩ انسانان يو قسم د اقسامو اعتماد لري ٠ د روم له وختو تر ننه پوري ٠
مثال د سيسټم وينډو ده او اخلاق ئی پروګرام دی ٠ او د اخلاقو عمر د انسانه سره يو دی ٠ او اقتصادي نظامونه ډير ځوانان دي ٠ او اخلاق ډير زاړه دي ٠ او اخلاقو پوره نه وه تر مبارک لمخه٠ مبارک ئی پوره کېدو ته راغلۍ
که دين نه وي ٠ نو په سيستم باور هم نظام چلېدلای سي ٠ خو پوره نوي ٠ لکه کمونيزم چه ټوله عمر ئی 70 کاله سو ٠ که سيسټم سکيلر وي هم عيب نه دی تر څو د ملت عوام دين ولري ،باور ٠ ټوله باورونه چه په نړۍ کي وجود لري ضرورت دی ٠ اسلام هم فرض او هم ضرور دی ٠
حليمي


Ghairat
17.06.2004

[quote:b98f24e509]دغه اقتصادي نظامونه چوړول انسان کړي دي او خدای کوم اقتصادي سسټم موږ ته نه دی رااستولۍ
او ټوله اقتصادي نظامونه په اعتماد چليږي ٠ که اعتماد نوي نو ټوله انساني نظامونه چي موږ جوړ کړي ٠
برباد او دناکامۍ سره مخامخ به وي ٠
نو د اعتماد ، باور امر موږ ته الله کړی ٠ هره جامعه چه باور ،ايمان نه لري ٠ اقتصادي نظام ئی لمنځه ځي .... اقتصادي نظام او دين سره ډير نږدې دي [/quote:b98f24e509]

محترمې خاټول او مکرم مولينا حليمي صاحب او درنو لوستونکو ته بيدريغه سلامونه ! خدای مو نيکمرغه لره!

داسمه ده چې انسانان خپل اقتصادي سيستم او حتې په ځانګږې معنی خپل تاريخ هم پخپله جوړوي او په مقدسو ديني ـ آسماني کتابونو کې يې ورته کوم مشخص او ځانګړی اقتصاد نه دی توصيه کړی . خو لکه چې تاسو په عين جملو کې ليکئ چې (( ټوله اقتصادي نظامونه په اعتماد چليږي ٠ که اعتماد نوي نو ټوله انساني نظامونه چي موږ جوړ کړي برباد او دناکامۍ سره مخامخ به وي)) او بيا زياتوئ چې : (( نو د اعتماد ، باور امر موږ ته الله کړی ٠ هره جامعه چه باور ،ايمان نه لري ٠ اقتصادي نظام ئی لمنځه ځي )) . په تيره بيا دا جمله مو د مطلب تاج ګذاري ده چې: [color=red:b98f24e509](( اقتصادې نظام او دين ډير سره نږدې دي )) [/color:b98f24e509]
نو پر ايمان مو برکت شه حليمي صيب، تر دې بل ښه ثبوت نشته چې د ين څومره د اقتصادي سيستم په رامنځته کولو، ساتلو او وده کې مرسته کړې ده. خو خبره دلته يواځې د اقتصاد هم نه ده . تاسو د نبيانو عليهم السلام د ستونځو حل استثنا ګڼلې او ليکئ :
[color=yellow:b98f24e509](( ستونځې : خدای دچا ستونځې نه ورحل کوي ٠ چپ له خاصو حالتو کي ٠٠٠ چه هغه دنبيانو دي)) [/color:b98f24e509]
[color=blue:b98f24e509]که ځير شو دلته هم د نبيانو سره مرسته د خلکو سره مرسته وه، ځکه د نبيانو رسالت تل د خلکو د خير لپاره د يو عادﻻنه نظام رامنځته کول وو او په عادﻻنه نظام کې اخلاق، حقوق او اقتصاد بنسټي ستنې دي.
زکات ولې په اسلام کې تر لمانځه وروسته ډير ستر رکن ګڼل شوی دی ، او ابوبکر صديق (رض) د خليفه کيدو سره سم هغه چاته ولې د جهاد اعلام کاوه چې بيت المال ته يې له زکات ورکولو څخه غاړه غړوله . دغه راز د جهاد مالي شکل په ځينو ځايو کې تر ځاني جهاد څخه هم غوره بلل شوی دی ، چې پر حکمت يې البته ديني عالمان لکه تاسو ﻻ ښه پو هيږئ.
البته اخلاق د انسان د اجتماعي ژوند لومړی ضرورت دی او انسان له حيوان څخه پرې بيليږي. اخلاق سوله ده، سوله ژوند او د ژوند امکان دی او د جنګ مخه نيسي . ځکه چې جنګ وحشت دی، پر ژوند بريد او يرغل دی، بربادي او تباهي ده او حيوانيت دی. نو اخلاق (سوله) د ژوند امکان او ژوند د انسان اقتصادي او کلتوري فعاليت ته وايي. اديان د اخلاقو بشپړوونکي وو او دي، او له دې ﻻرې يې په د بشر پر ژوندانه يعنې اقتصادي او حقوقي نظام او کلتور باندې اغيز کړی، د يوۀ ټاکلي عادﻻنه اجتماعي نظام په رامنځته کولو کې يې بې سارې مرسته کړې ده.
د مهموالي ښه مثال په ژوندانه کې خوراک څښاک او هوا ده چې له هغې پرته د انسان ژوند ناشونی دی. انسان ښايي بي خوراکه څو اونۍ ژوندی پاتې شي ، بې چښاکه ښايي يوه اونۍ مقاومت وکړي خو بي هوا او بي تنفسه به نهايي دوه درې دقيقي ژوندی پاتې شي. اخلاق هم د ټولنې له پاره د تنفس هوا او تنفسي جهاز دی، خوراک او چښاک يې اقتصادي او حقوقي فعاليت بللی شو او هنري کلتوري فعاليتونه يې بيا نور د ډول او ارايش مثال لري. بي شکه چې ا ديانو د ټولنې د يوې ټاکلي تاريخي دورې ، اجتماعي ــ اقتصادي فورماسيون د تنفس جهاز پياوړی کړی او په هواکې يې هم اکسيجن ورزيات کړی دی، خو څوک وايي چې بي خوراکه او بي چښاکه به يو فرد او بي اقتصاده به ټولنه ، يواځې د تنفس په هوا (اخلاقو او عقايدو) سره ژوندۍ پاتې شي. ؟ ددرې واړو ( دين او اخلاقو، اقتصاد ، حقوقو) يو د بل سره تړاوونه ډير حياتي اهميت لري او د اندوالو له نظره نشي غورځيدلی .
په درنښت [/color:b98f24e509]


خاټول
17.06.2004

[quote:a2827b7f27]هو قرأن په اقتصادي اخلاقو ډک دی ٠نه په قانون قوانين په قرأن ډير لږ دي [/quote:a2827b7f27]
مكرمه استاده او گران ورور غيرت صيب او نورو دوستانو يوځل بيا سلا مونه
استاده دعا دي الله تعالى قبوله كړه، خو كاش چي داولاد دمخه مرحلي دعا دي راته لمړى كړي واي :oops: :oops: :D
تاسو ليكلي چي په قرأن كي اقتصادي اخلاق شته اما اقتصادي قانون نشته ،زما په أند خو پورتني اياتونه او همدا راز نور قرأني اياتونه چي مالي او اقتصادي چاري پكي څيړل شوي داسلامي امت اقتصادي پوهانو داصولواو قوانينو په ډول تري نه گټه اخستي ،او بل داچي مونږ قرأن دانجيل په شان ديو څو عباداتو مجموعه نه گڼو،بلکي قرأن كريم دالله جل جلاله له لوري يو جامع كتاب دى چي داقتصاد،سياست ، قضا‌ء،ټولنيز او فردي حقوقو رانيولي ان دميړه او مانديدني تر مينځ داړيکو،دأجر او اجير حقوق ،ديتيمانو او همسايگانو ترحقوقو پوري دهرڅه دپاره رهنما اصول پكي شته ، بل داچي قرأن داسلامي قانون تر ټولو ستر اوباوري مأخذ دى، نو څنگه به شوني وي چي دا ستر او باوري مأخذ دي په اقتصادي برخه كي ،چي دانساني ژوند له دوو اړخونو[معاش او معاد]نه يو مهم اړخ تشكيلوي پټه خوله پاته وي؟؟؟؟؟.


نقاد
17.06.2004

قدرمنو خويندو ورونو السلام عليکم ! د بحث موضوع موتوده کړې ده، خو که د ځينو اندوال ملګرو لکه مکرم طالب جان ـ، منلی غروال ـ، ښاغلی عتيق ـ او پياوړی ځواکمن صيب غږ هم په کې واور ، څومره به خوند وکړي.
ما خپلو څو پوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی موندلی چې:
١ــله خصوصي ملکيت او طبقاتي ټولنې څخه دمخه ولې آسماني کتابونه موجود نه وو، که څه هم د بشر د تاريخ څو ځلې اوږده موده د مخه تيره شوې وه، خو د اسماني اديانو پر ځای طبيعي دينونه لکه لمر پرستي، اور پرستي او نورو طبيعي ځواکونو پرستش دوام درلود. انسانانو د ﻻ زياتې ناپوهۍ، چهالت او وحشت په تيارو کې ژوند کاوه، ليک هم نه و اختراع شوی او د مدنيت نمونه هم نه وه ، نو آيا هغه وخت بشريت تر هر بل وخت څخه آسماني ديني کتاب او اسماني ﻻرښودنې ته ﻻ زياته اړتيا نه درلودله، که څنګه؟

٢ــ ټول آسماني ستر دينونه چې آسماني کتابونه لري، ولې د غلامۍ څخه فيوډالي ټولنې ته د ليږداو (ګزار) په تاريخي پړاو کې نازل شوي دي ، له تورات څخه نيولې تر انجيل او سپيڅلي قران پورې، ددې خبرې علت څشی دی؟ آيا تر دې د مخه ورته اړتيا نه وه يايې امکان نه درلود؟ که اړتيا ورته نه وه ، دلته ورته څنګه اړتيا پيدا شوه؟ او که امکان يې نه درلود ، ولې او څنګه يې دغه وخت او زمان کې امکان رامنځته شو؟

٣ــ که د آسماني کتابي اديانو منځته راتلل او ضرورت يې رښتيا هم د نوړې دورې سره تړاو ولري ، نو آيا دا بيا دا معنی نه لري چې له منځته به يې هم د يوې ټکلې اريخي دورې پورې تړاو ولري ، که څنګه؟

٤ــ لومړی آسماني کتاب تورات ، او کتابي دين يهودي دين دی، دې ولې او څنګه په مصر کې په يوه قوم اسراييلو پورې تړاو وموند، حال داچې اکثريت قومونه او حکومت د نورو مصري خلکو څخه عبارت وو. آيا دغه دين يو قامي چوکاټ ﻻره او د اسراييلو يو ملي دين ؤ ؟؟؟
٥ ــ سپيڅلي قران او د اسلام مبارک دين ولې تر نورو اسماني اديانو او اسماني کتابونو پراخه او جامع دی، الهي دين خو بايد له اول څخه بشپړ او ثابت پاتې کيدونکی کتاب او دين وای، په کومو برخو کې چې يهودو يا هم نصوارا ﻻسوهنې کړې وې او بدلونونه يې په کې راوستيوو، هر ورپسې اسماني دي به همغه برخې تصحيح او ترميم کوﻻی، د ټول کتاب منوخول څنکه درک کيدلی شي؟ که هر ورپسې راتلونکی اسماني کتاب تر مخکيني پراختر او جامعتر و< او نوي موضوعات يې د بشر له پارلرل، نو آيا دا په آسماني کتابونو او دينونو کې يو تغير او پرختک ، يوه بشپړتيا او تکامل نه يي؟ يعنې تاريخي خصلت نلري؟ که لري يې نو آيا د اسلام سره به هم تاريخ ، وخت او زمان ،خدای مکړه ! ، همدا سې کوي، که څنګه. ؟ والسلام علی من التبع الهدا



ع کريم حليمي
18.06.2004

ګرانو ،محترمو اوښاغلو سلام !
[quote:e43342531f]ولې د غلامۍ څخه فيوډالي ټولنې ته د ليږداو (ګزار) په تاريخي پړاو کې نازل شوي دي [/quote:e43342531f]
نقاد صاحب خبره داسي نه ده لکه تاسو چه فکر کوۍ ٠ خبره ډيره اوږده ده ٠ اسلام دغلامۍ مرحله نه در لوده او
نه به ئی ولري٠ په هيږم چه عجبه جملئ مي وليکلې ٠ پوهيږم چه څه ليکم ٠ او هم پوهيږم چه قرأن دغلامانو
اخلاق ښودلي دي ٠يوه ورځ به ښه بحث پروکړو د نورو ملګرو په ګده ٠ 5 کاله مخکي داسوال ما حل کړئ وو ډيري قدرمني ، محترمي غاټول تاسو بيا سلام تقديمه ومه ٠ که اوله مرحله نوي تېره سوئ ٠ هغه څه چه موږ
په تجريبه ،زحمت زده کړي دنر او ښځي په ژوند کي ٠ تاسو ته دي خدای بيله ازمويني درزده کړي ٠
[quote:e43342531f]بل داچي مونږ قرأن دانجيل په شان ديو څو عباداتو مجموعه نه گڼو،بلکي قرأن كريم دالله جل جلاله له لوري يو جامع كتاب دى چي داقتصاد،سياست ، قضا‌ء،ټولنيز او فردي حقوقو رانيولي ان دميړه او مانديدني تر مينځ داړيکو،دأجر او اجير حقوق ،ديتيمانو او همسايگانو ترحقوقو پوري دهرڅه دپاره رهنما اصول پكي شته ، بل داچي قرأن داسلامي قانون تر ټولو ستر اوباوري مأخذ دى، نو څنگه به شوني وي چي دا ستر او باوري مأخذ دي په اقتصادي برخه كي ،چي دانساني ژوند له دوو اړخونو[معاش او معاد]نه يو مهم اړخ تشكيلوي پټه خوله پاته وي؟؟؟؟؟.[/quote:e43342531f]
زه موافق يم چه قرأن جامع اسماني کتاب دي لکه داسي چه فرمايی
بسمه تعالی ٠ [color=blue:e43342531f]ونزلنا عليک الکتب تبينالکل شئ وهدی ورحمه و بشری للمسلمين [/color:e43342531f]
سوره نحل ايه 89 ٠ زما سل په سل کي دا ايمان دی چه دهرڅه بيان په کښې دی ٠
اوس راځم دې ته چه قرأن داخلاقو کتاب دی ٠ ډېر د اخلاقو او لږ د قانون بيان په کښي سته ٠
اخلاق اول دي او دوهم بيا قانون دی ٠ که اخلاق نوي ٠ نو قانون وجود نه لري ٠
اخلاق انسان پخپله ساتي ٠ او قانون د سوټي په زور دی ٠
خبري په لوړ اواز مه کوی ٠ اخلاق
سلام ادا کوی .....................اخلاق
درواغ مه وايست ...............اخلاق
ښځه لکه پښتۍ کږه ده مه ئی سده کوې اخلاق ٠٠٠٠٠٠٠٠ او په زرهاوو نور
زکات ورکړۍ .......................قانون
ناروا سنګ سار ،دورې .......قانون
ميراث .......................... قانون
لاس پرې کيدل ...............قانون
فاسق لوطنه استل .....قانون او ممکن 5 تر 8 پوري نور سته او بس (و ارجلهم من خلف أو ينفو من الاض ) مائده ٣٣
هر هغه څه چه قاضی فورس کولاي سي هغه قانون وي ٠ او چه نه ئی سي فورسولای هغه اخلاق دي ٠
او قرأن ډير لږ دفورس قوانين لري ٠ تاسو ئی حساب کړی ٠ چه دقران وظيفه کوۍ ٠ ليکۍ ياست ئی ٠
هو شراب خوړل ګناه کبيره ده اما بد اخلاقي ده اصلأ ٠ داسي خاصه جزا په دونيا کي يا په محکمه کي نسته ورته
حديث داسي دی 5 جلد340 حديث ډير اوږد حديث دی يوه څه لږبه ئی درته وليکم
The Prophet started blaming Hamza for what he had done. Hamza was drunk and his eyes were red. He looked at the Prophet then raised his eyes to look at his knees and raised his eves more to look at his face and then said, "You are not but my father's slaves." When the Prophet understood that Hamza was drunk, he retreated, walking backwards went out and we left with him.
او که قرأن ټوله قانون وای نو ولي هر اسلامي ملک قانون ځانته چلاچوړوي ٠ هو تر اسلامي اخلاقو تر نړا لاندي
قانون چوړ وي ٠ چرس ځکول بد اخلاقي ده ٠ قاضی کومه جزا په شريعت کي نه ورته لري ٠ او که چا شراب
وچيښل په بوټ ،دوپټه ،لنګوټه باندي ئی ووهۍ شرعأ ٠ او چه په موږ کي څنګه معروفه ده ٠ هغه جلاخبره ده
او دميړه او ماندينې تر منځ ټول اخلاق دی که دي خبره قانون ته و درول نو طلاق دی هغه نو قانون دی !
او کبيره ګناهوي هم ډېر لږ دی په قران کښي ٠ ډېري صغيره ګناهوي دی او هغه هم د يوه لمانځه تربل لمانځه پاکيږي ٠ اسلام د فکر د سمېدو دين دی چه بطن سم وي ظاهر پخپله سميږي ٠ که اسلام قانون وای نو مبارک به نه ويلای
چه داخلاقو تکمل ته راغلې يم ٠ او ديتمانو حق ور کول هم په اخلاق ښه کيږي ٠
حليمي



ع کريم حليمي
18.06.2004

Sahih Al-Bukhari HadithHadith 8.769 Narrated byAli bin Abi Talib

I would not feel sorry for one who dies because of receiving a legal punishment, except the drunk, for if he should die (when being punished), I would give blood money to his family because no fixed punishment has been ordered by Allah's Apostle for the drunk.
حضرت علی فرمايی ٠ زه به هيڅ پر وا ونه کړم چه دجزا په ور کولو کي مړسي چپ له نشه سړي که په جزا په حال کي مړ سي زه به ئی فاميل ته خون بها ورکړم ولي چه مبارک ص کومه حاصه يا معلومه جزا نده امر کړې
........................................................................................................................................................................
نوټ ٠ حضرت عمر نشه سری 40 دورې وهلی دی ٠ اما داسي معلوميږي چه دحضرت علی زړه دا عمل نه خوښاوه

خلفاوو چه جزا تعين کړې ٠ زمونږ لپار هم هغه قانون دی ٠
دغه قانون راڅخه مجهول پاته وو ٠ نومي وغوښته چه واضع خبره سي٠


نقاد
18.06.2004

مکرم حليمي صاحب او درنو لوستونکو قدرمنو خويندو ورونو ته سلامونه .
حليمي صيب د دنيا او آخرت برخه مو ډيره شه، تاسو په ماقبل اخرځل ليکنې سره اسلامي ديموکراسۍ ته لار پرانيستله ، چې روښانه مو کړه ، په اسلام کې د ګوتو په شمير يوڅو قوانين شته او نور ټول اخلاق دي چې اخروي مجازات او مکافات لري ، ولې د قانون په څېر ترې سرغړونه ، په دنيا کې څه مجازات نه لري. دا
بنسټپالانو په اندود يوګوزار دی چې وايي قران اساسي قانون دی او بل هيڅ قانون ته اړتيا نشته، حال داچې قران او احاديث په سلو کې ٩٠ قوانين نه ، بلکې اخلاقيات، د پند او عبرت موضوعات او د انبياو کيسې دي.
کوم اخلاقيات چې رښتيا هم بايد د هر اسلامي هيواد د اساسي او نورو قوانينو منبع او بنسټ اوسي. دلته بايد ديموکراسي خوندي شي ، د ديمکراتيکو غوښتنو او اړتياو اړونده قوانين ځای پر ځای شي ، کوم چې داسلامي قوانينو لمن پراخوي، غنا وربخښي او اسلامي اخلاق هم د ديموکراسۍ نيمګړتياوې يا د غرب اخلاقي بحران له منځه وړلی شي. اسلامي اخلاق په ديموکراتيکو قوانينو کې ددواړو خواو د غنا سبب کرځي، ځکه د لومړي ځل له پاره سلامي اخلاق د قانون درجې ته لوړيږي او په ټولنه کې په پيګير ډول پلي کيږي، يعنې تطبيق او څارنه يې ممکنه او اړينه کيږي، او ديموکراسي هم د جهانشموله او کائنو اسلامي اخلاقو څخه برخورداره کيږي. دلته د انسان علميت او ديني فضيلت يو د بل سره عملي تړاو پيدا کوي او د اخلاقو د پراختيا ضرورت مرفوع کيدای شي . که څنګه ، ګرانو لوستونکو تاسې نظر څه دی ؟ والسلام



ع کريم حليمي
18.06.2004

زړه ته رانږدو ! محترمو نقاد صاحب ،غاټول بي بي ، غيرت صاحب ، او درنو لوستونکو سلام !
نقاد صاحب ډير خوشحاله کيږم ٠ چه څه وليکم او د باايمانو انسانانومي ليکني خوښي سي ٠
اوس که مړ سم نو ارمان نه کرم ٠ له وصنمل صاحب او مګرو څه يو جهان مننه چه tol afghan .com کي ئی ما
موقع راکړې چه ليکني کوم ٠ او مکرمو ليکوالانو،او ستاسو غوندي (نقاد)څه مي نوره زدکړه وکړه ٠
ګرانه نقاد صاحب مطلب مي دا ندۍ چه پر اخوانيانو ګوزار٠
هيڅ وخت به کتابونه کاپي نه کړم ٠ هغه څه ليکم چه زمافکر راتوايي ٠ دقرأن او حديث په چوکاټ کي
کينه، بعض ،خواهش نفس ، منافع شخصي مي په تاغچه کي کښېږدم ٠ نو بيا په ليکنه شروع کوم ٠
او يو جهان مننه چه زما ليکني خوښوی ٠ څه چه زما له فکر راوزي او دوست په پيداکېږي ٠ خوشحاله کيږم
[color=blue:9de470a1bf]او څه چي مي ليکلي وي او دوست رانه خوابدی سي زه ډير رنج يوسم او وړم
که يو دوست پيدا کړم او په مقابل کي يو خوابدی کړم ٠ ګټه مي نه وکړه بيا هم غمجن يم ٠[/color:9de470a1bf]
[quote:9de470a1bf]او اسلامي اخلاق هم د ديموکراسۍ نيمګړتياوې يا د غرب اخلاقي بحران له منځه وړلی شي[/quote:9de470a1bf]
ستاسو دغه ليکنه يوه زرينه ليکنه ده ٠ او زه ئی اسلامي شعار بولم ٠
حليمي



ع کريم حليمي
18.06.2004

زړه ته رانږدو ! محترمو نقاد صاحب ،غاټول بي بي ، غيرت صاحب ، او درنو لوستونکو سلام !
نقاد صاحب ډير خوشحاله کيږم ٠ چه څه وليکم او د باايمانو انسانانومي ليکني خوښي سي ٠
اوس که مړ سم نو ارمان نه کرم ٠ له وصنمل صاحب او مګرو څه يو جهان مننه چه tol afghan .com کي ئی ما
موقع راکړې چه ليکني کوم ٠ او مکرمو ليکوالانو،او ستاسو غوندي (نقاد)څه مي نوره زدکړه وکړه ٠
ګرانه نقاد صاحب مطلب مي دا ندۍ چه پر اخوانيانو ګوزار٠
هيڅ وخت به کتابونه کاپي نه کړم ٠ هغه څه ليکم چه زمافکر راتوايي ٠ دقرأن او حديث په چوکاټ کي
کينه، بعض ،خواهش نفس ، منافع شخصي مي په تاغچه کي کښېږدم ٠ نو بيا په ليکنه شروع کوم ٠
او يو جهان مننه چه زما ليکني خوښوی ٠ څه چه زما له فکر راوزي او دوست په پيداکېږي ٠ خوشحاله کيږم
[color=blue:68f252992f]او څه چي مي ليکلي وي او دوست رانه خوابدی سي زه ډير رنج يوسم او وړم
که يو دوست پيدا کړم او په مقابل کي يو خوابدی کړم ٠ ګټه مي نه وکړه بيا هم غمجن يم ٠[/color:68f252992f]
[quote:68f252992f]او اسلامي اخلاق هم د ديموکراسۍ نيمګړتياوې يا د غرب اخلاقي بحران له منځه وړلی شي[/quote:68f252992f]
ستاسو دغه ليکنه يوه زرينه ليکنه ده ٠ او زه ئی اسلامي شعار بولم ٠
حليمي



طالب جان
20.06.2004

[quote:4af35849d6="نقاد"]قدرمنو خويندو ورونو السلام عليکم ! د بحث موضوع موتوده کړې ده، خو که د ځينو اندوال ملګرو لکه مکرم طالب جان ـ، منلی غروال ـ، ښاغلی عتيق ـ او پياوړی ځواکمن صيب غږ هم په کې واور ، څومره به خوند وکړي.
ما خپلو څو پوښتنو ته تر اوسه ځواب نه دی موندلی چې:
١ــله خصوصي ملکيت او طبقاتي ټولنې څخه دمخه ولې آسماني کتابونه موجود نه وو، که څه هم د بشر د تاريخ څو ځلې اوږده موده د مخه تيره شوې وه، خو د اسماني اديانو پر ځای طبيعي دينونه لکه لمر پرستي، اور پرستي او نورو طبيعي ځواکونو پرستش دوام درلود. انسانانو د ﻻ زياتې ناپوهۍ، چهالت او وحشت په تيارو کې ژوند کاوه، ليک هم نه و اختراع شوی او د مدنيت نمونه هم نه وه ، نو آيا هغه وخت بشريت تر هر بل وخت څخه آسماني ديني کتاب او اسماني ﻻرښودنې ته ﻻ زياته اړتيا نه درلودله، که څنګه؟

٢ــ ټول آسماني ستر دينونه چې آسماني کتابونه لري، ولې د غلامۍ څخه فيوډالي ټولنې ته د ليږداو (ګزار) په تاريخي پړاو کې نازل شوي دي ، له تورات څخه نيولې تر انجيل او سپيڅلي قران پورې، ددې خبرې علت څشی دی؟ آيا تر دې د مخه ورته اړتيا نه وه يايې امکان نه درلود؟ که اړتيا ورته نه وه ، دلته ورته څنګه اړتيا پيدا شوه؟ او که امکان يې نه درلود ، ولې او څنګه يې دغه وخت او زمان کې امکان رامنځته شو؟

٣ــ که د آسماني کتابي اديانو منځته راتلل او ضرورت يې رښتيا هم د نوړې دورې سره تړاو ولري ، نو آيا دا بيا دا معنی نه لري چې له منځته به يې هم د يوې ټکلې اريخي دورې پورې تړاو ولري ، که څنګه؟

٤ــ لومړی آسماني کتاب تورات ، او کتابي دين يهودي دين دی، دې ولې او څنګه په مصر کې په يوه قوم اسراييلو پورې تړاو وموند، حال داچې اکثريت قومونه او حکومت د نورو مصري خلکو څخه عبارت وو. آيا دغه دين يو قامي چوکاټ ﻻره او د اسراييلو يو ملي دين ؤ ؟؟؟
٥ ــ سپيڅلي قران او د اسلام مبارک دين ولې تر نورو اسماني اديانو او اسماني کتابونو پراخه او جامع دی، الهي دين خو بايد له اول څخه بشپړ او ثابت پاتې کيدونکی کتاب او دين وای، په کومو برخو کې چې يهودو يا هم نصوارا ﻻسوهنې کړې وې او بدلونونه يې په کې راوستيوو، هر ورپسې اسماني دي به همغه برخې تصحيح او ترميم کوﻻی، د ټول کتاب منوخول څنکه درک کيدلی شي؟ که هر ورپسې راتلونکی اسماني کتاب تر مخکيني پراختر او جامعتر و< او نوي موضوعات يې د بشر له پارلرل، نو آيا دا په آسماني کتابونو او دينونو کې يو تغير او پرختک ، يوه بشپړتيا او تکامل نه يي؟ يعنې تاريخي خصلت نلري؟ که لري يې نو آيا د اسلام سره به هم تاريخ ، وخت او زمان ،خدای مکړه ! ، همدا سې کوي، که څنګه. ؟ والسلام علی من التبع الهدا[/quote:4af35849d6]
محترم مکرم او عزتمن نقاد صيب : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته

په تفسير ابن کثير کي دمختلفو اديانو په اړه داسي راغلي :

أَعْلَمُ ثُمَّ هُوَ الْإِخْبَار عَنْ الْأُمَم الْمُخْتَلِفَة الْأَدْيَان بِاعْتِبَارِ مَا بَعَثَ اللَّه بِهِ رُسُله الْكِرَام مِنْ الشَّرَائِع الْمُخْتَلِفَة فِي الْأَحْكَام الْمُتَّفِقَة فِي التَّوْحِيد كَمَا ثَبَتَ فِي صَحِيح الْبُخَارِيّ عَنْ أَبِي هُرَيْرَة أَنَّ رَسُول اللَّه - صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ : " نَحْنُ مَعَاشِر الْأَنْبِيَاء إِخْوَة لِعَلَّاتٍ دِيننَا وَاحِدٌ " يَعْنِي بِذَلِكَ التَّوْحِيد الَّذِي بَعَثَ اللَّه بِهِ كُلّ رَسُول أَرْسَلَهُ وَضَمَّنَهُ كُلّ كِتَاب أَنْزَلَهُ كَمَا قَالَ تَعَالَى وَمَا أَرْسَلْنَا مِنْ قَبْلك مِنْ رَسُول إِلَّا نُوحِي إِلَيْهِ أَنْ لَا إِلَه إِلَّا أَنَا فَاعْبُدُونِ وَقَالَ تَعَالَى وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلّ أُمَّة رَسُولًا أَنْ اُعْبُدُوا اللَّه وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوت الْآيَة وَأَمَّا الشَّرَائِع فَمُخْتَلِفَة فِي الْأَوَامِر وَالنَّوَاهِي فَقَدْ يَكُون الشَّيْء فِي هَذِهِ الشَّرِيعَة حَرَامًا ثُمَّ يَحِلّ فِي الشَّرِيعَة الْأُخْرَى وَبِالْعَكْسِ وَخَفِيفًا فَيُزَاد فِي الشِّدَّة فِي هَذِهِ دُون هَذِهِ وَذَلِكَ لِمَا لَهُ تَعَالَى فِي ذَلِكَ مِنْ الْحِكْمَة الْبَالِغَة وَالْحُجَّة الدَّامِغَة

قَالَ تَعَالَى " وَلَوْ شَاءَ اللَّه لَجَعَلَكُمْ أُمَّة وَاحِدَة وَلَكِنْ لِيَبْلُوَكُمْ فِيمَا آتَاكُمْ" يَعْنِي أَنَّهُ تَعَالَى شَرَعَ الشَّرَائِع مُخْتَلِفَة لِيَخْتَبِر عِبَاده فِيمَا شَرَعَ لَهُمْ وَيُثِيبهُمْ أَوْ يُعَاقِبهُمْ عَلَى طَاعَته وَمَعْصِيَته بِمَا فَعَلُوهُ أَوْ عَزَمُوا عَلَيْهِ مِنْ ذَلِكَ كُلّه .

وروره : داچي اديان ولي مختلف دي پدې اړه لومړی دا وضاحت ضروري بولم چي دتوحيد په بيانولو کي ټول دينونه متفق دي البته په ځينو تشريعي احکامو کي اختلاف شته په مخکنيو ځينو دينونو کي ځيني شيان حلال مګر په محمدي دين کي هغه حرام ګرځول شوي يا هلته حلال ا ودلته حرام دي ددې ﻻمل دادی چي په مخلوقاتو باندي اللهي رحم دومره زيات دی چي حتي په سملاسي ډول که يي يوشی حرام کړی وای نو ښايي په هغه باندي عمل به خلکو ته ګران وو نو ځکه ځيني احکام لکه شراب اوداسي نور تدريجاحرام شو . دوهم داچي انسانان لکه څنګه چي په ژوند اومرګ کي ديوي ټاکلي قاعدې تابع دي همداراز په کړووړوکي هم دقانون تابع دي هغه قوانين په مختلفو وختونو کي ددوي دضرورت مطابق راليږل نو څومره چي په ژوندکي تجربې کيدې نو هومره احکاموته ضرورت زياتيدو ان تردې چي دمحمدي امت په راتللو سره دپوره دين بيانيدل ضروري وبلل شو ځکه نو پاک خداي جل جلا له په محمدي امت باندي پخپل دې فرمان سره دين پوره کړ (( اليوم اکملت لکم دينکم واتممت عليکم نعمتي ورضيت لکم الاسلام دينا )) .

دريم داچي لکه مفسرينو چي ليکلي چي :

, يَحِلّ اللَّه فِيهَا مَا يَشَاء وَيُحَرِّم مَا يَشَاء بَلَاء , لِيَعْلَم مَنْ يُطِيعهُ مِمَّنْ يَعْصِيه , وَلَكِنَّ الدِّين الْوَاحِد الَّذِي لَا يُقْبَل غَيْره التَّوْحِيد وَالْإِخْلَاص لِلَّهِ الَّذِي جَاءَتْ بِهِ الرُّسُل . تفسير طبري

په مختلفو وختونوکي مختلف اديان اوپه هغوي ايمان راوړل او دهغو احکامو تر خپل منځ توپير دا دالله تعالی له لوري ازموينه ده چي پدي سره پاک خداي خپل بندګان په ازموينه کي اچوي چي څوک دخداي جل جلا له امرمني اوڅوک يي نه مني .



ع کريم حليمي
21.06.2004

ډېر محترم طالب جان ،نقاد صاحبانو او لوستونکو السلام عليکم رحمه الله وبرکاته
ماشأ الله ځومره ښه جواب مو ليکې الله دي ديدارونه درکړي ٠
نقاد صاحب داسي پښتي
ــ(([color=cyan:5c1151d186] لومړی آسماني کتاب تورات ، او کتابي دين يهودي دين دی، دې ولې او څنګه په مصر کې په يوه قوم اسراييلو پورې تړاو وموند، حال داچې اکثريت قومونه او حکومت د نورو مصري خلکو څخه عبارت وو. آيا دغه دين يو قامي چوکاټ ﻻره او د اسراييلو يو ملي دين ؤ ؟؟؟))[/color:5c1151d186]
او ليکنه چه طالب جان صاحب کړې ٠ دغه ايه ئی پوره جواب دې
[color=blue:5c1151d186]وَقَالَ تَعَالَى وَلَقَدْ بَعَثْنَا فِي كُلّ أُمَّة رَسُولًا أَنْ اُعْبُدُوا اللَّه وَاجْتَنِبُوا الطَّاغُوت الْآيَة[/color:5c1151d186]
لدې ايات شريف نه داسي واضع معلوميږي چه هر قوم ته نبی راغلې دې ٠ هر قومچه د کورې پر مخ اوسيږي يا
اوسېدل ٠ دهنده نيولې تر عربه ٠ تعداد ئی تر يوسل څلرويشت زره کم او بلا پکښې ٠ چه دټولو نومان (اسما)
په قرأن کي نسته ٠ او مسج دټولو يو وو چه (الْأَحْكَام الْمُتَّفِقَة فِي التَّوْحِيد كَمَا ثَبَتَ فِي صَحِيح الْبُخَارِيّ )
نو د ډېري زمانې په تېرېدو سره مشريکان سوې دې ٠ او الله اراده نه درلوه چه تېري زمانې ټوله اصول وساتي
يدازي او يوازي ئی دمحمد ص لپاره يا ديوه جامع دين لپاره ئی انسانان اماده کول او يوازي ئی نو د اسلام د دين
د ساتلو وعده ، قضی کړې وه ٠ او د اسلام دين به يوازي دالله دين وي تر قيامته پوري ٠
[quote:5c1151d186]ــ ټول آسماني ستر دينونه چې آسماني کتابونه لري، ولې د غلامۍ څخه فيوډالي ټولنې ته د ليږداو (ګزار) په تاريخي پړاو کې نازل شوي دي ، له تورات څخه نيولې تر انجيل او سپيڅلي قران پورې، ددې خبرې علت څشی دی؟ آيا تر دې د مخه ورته اړتيا نه وه يايې امکان نه درلود؟ که اړتيا ورته نه وه ، دلته ورته څنګه اړتيا پيدا شوه؟ او که امکان يې نه درلود ، ولې او څنګه يې دغه وخت او زمان کې امکان رامنځته شو؟ [/quote:5c1151d186]

دغلامۍ تاريخ تر 5000 کاله ممکن هم ډير وې ٠ او د اسلام دين يوازي دين وو او وې چه غولامي ته لار نه خلاصه
وي او مخه ئی نيسي ٠ کله چه پرمځکه دنبوت لمر را وختلۍ ٠ يو عالم لوړي او ژوري وئ ٠ او د اسلام د نور
مخ ئ نيولۍ وو ٠ چه يوه ژوره خوا د غلامۍ وه ٠ چه مسلمانان ئی په مشکل کي اچولې وه ٠ او دغلامۍ
بيخي کلتور د انسانانو ګرځېدلۍ وو ٠ کلتور چه ډير زاړه سي ٠ دومره کلک سي لکه دين ٠ او مخنيوی
ئی يو لوی مشکل سي ٠
هر وخت چه به کفر سره غزا سوه٠ کله چي به مسلمانان په جنګ کي ناکامه ، مغلو ب سوه نو د کفارو عسکرو
به نيول سوي تا تسلم سوي ٠ غلامان خپل وګرځول ٠ او په اوايلو کي د اسلام دغلامانو اجازه و مسلمانانو
ته نه وه٠ کله چه مسلمانانو له دغي تقوا نه ډېر تاوانونه وليدل ٠ نو الله ج د غلامانو اجازه ورته وکړه ٠
نو جنګي مساوات منځ ته راغلۍ ٠ نو دستي کفار دې ته اماده سوه ٠ چه د نبی مبارک سره خطونه وليکي
چه په جنګ کي دغلامان بېول سته ،يا نسته ٠ يعني دجنګ اصول پيدا سوه ٠
نو کوم قوم چه به مسلمانان په جنګکي نيول او غلامان کول ٠ [color=red:5c1151d186]مسلانانو هم اجاره درلوده او لري ئی [/color:5c1151d186]اونن هم دا قانون دې که د مسلمانانو څه څوک يو عسکر بوزي لېبر کېمپ ته مسلمان هم اجازه لري
چون نن لېبر کېمپ ته هيڅ ملک اجازه نه لري ٠ نو اسلام نن ددغه دغلامۍ له اصولو هم استفاده نه کوي
او مبارک ويلې چه پر غلام ظلم مي ډېر په عظابوي او څوک چه غلام ازاد کړي خوشحاله کيږم ٠
او په فقه کي دا ډېره معروفه ده ٠ که له چا څه ګناه صاديره سوه غلام دي ازاد کړي ٠
هو داسي پېښه ده لکه امير عبدالرحمانخان چه هزاره ،نورستانيان غلامان کړل دا يو غيري شرعی کار وو
ولي چه طرف مقابل د پښتنو څه غلامان نه بيول ٠ نو پاچاهانو په تاريخ کي همېشه لوی لوی ظلمونه کړي ٠
که عرب دې که عجم ٠ او که وګو رو و فقهي ته اصلأ د غلام او ماستر تر منځ پرق نه هيڅ نسته ٠
و قانون ته دواړه مساوي وه ٠ هو مسلمانانوغلامان خرڅ کړې دې ٠ هغه وخت داسي حال وو ٠ لکه د افغانانو
چه داسي فاميل نسته چه يو يا دوه يا درې يا څلور يا ٠٠٠٠ له شهيد نه وي ورکړی ٠
نو په هغه عصر کي داسي يو مسلمان فاميل نه وو چه د فاميل يو فرد ئی کفارو نه وو غلام کړی ٠
نو طبعأ دوی غلامان خرڅول ٠ نه داسي لکه دسپېن خلک چه افريکاته تلل او انسانان ئی لکه حيوانان داسي
نيول ٠ چه اول به ئی ډوډی پر بنده کړه چه مړژانده به سوه نو کښتۍ ته به اچول ٠ او په يورپ کي به ئې خرڅ کړل
چه د افريکا خلګ هيڅ سړی له يورپه نه وو بيولۍ ٠ دغه ته وايی دغلامۍ زمان ٠ نه داسلام دعصر هغې ته ٠
که فرضأ نن کفار له مسلمانانو څه غلامان بوزي ٠ نو بيا دستي موږ ته دستي قراني اجازه بيرته پلاس راځي
چه له کفره غلامان بوزو ٠
ډيرو محترمو لوستونکو څه چه ما ليکلي ٠ له کتابو څه نه دي ٠ او ليکنه مي د احاديثو او اياتو سره ټکر ، کراس
نه لري ٠ نو که څوک ئې په ايات شريف ، حديث نسي غطه کولای نو دغه زما تحليل دې او بس
حليمي


نقاد
24.06.2004

محترم استاد حليمي صيب او مکرم استاد طالب جان او ټولو درنو لوستونکو ته ګيډۍ ګيډۍ سلامونه.
حليمي صيب تاسو ډير يار ويستلی او ارزښتمن مالومات مو د مريانو په هکله وړاندې کړي دي، خو زما د پوښتنې دځواب سره يې تړاو هم نه درلود، ښايې پوښتنه مې روښانه شوي نه وي. ښايي تيروتنه د يوه ټکي په معنی کې رامنځته شوي اوسي: دا ټکی د ګزار يا ليږداو کلمه ده.. دمرييتوب يا غلامۍ له دورې څخه فيوډالي دورې ته د اووښتلو وخت ته مې د ليږداو کلمه د انتقال يا ګزار په مفهوم کارولې ده . مطلب داچې هغه وخت چي د غلاۍ دوره د زوال سره مخامخ شوه او فيوډاليزم ته د تيريدو منځمهاله دوره پيليده اسماني اديان او کتابونه په کې په بيلا بيلو قومونو او وختونو کې يو د بل پسې نازل شوي دي، په دې معنی چې دغه اديا ن هم د غلامۍ مخالف او د هغې پرځای دفيوداليزم د ترويج غوښتونکي وو. موسی عليه السلام د فرعونيت واکمني ختموله او خپل قوم اراييلو ته يې له غلامۍ څخه آزادي غوښتله. . په لومړۍ برخه کې پاتې راغی خو په دوهم هدف چې اصلي او مهم هدف و بريالی شو او اسراييل يې له غلاۍ څخه خلاص ، د نيل له سيند څخه د الله تعالی په معجزه يي مرسته پورې ويستل او فلسطين ته يې ورسول. دعيسی عليه السلام په وخت کې پخپله د غلامانو پاڅونونه روان وو، د شپارتاکوس پاڅون د روم د امپراتورۍ پر ضد پيل شوی و. عيسی (ع) د وسله وال پاڅون پلوی نه کاوه او ويل يې ، که څوک دې په يوه مخ ووهي نو دا بل مخ هم ورته ونيسه! خو دا دا معنی نه لري چې نوموړی د غلامۍ مخالف نه و، برعکس د هغه ټول دين وروسته په همدغه طريقه بری وګاټه چې عيوي راهبانو خپل ژوند قربانولو، وژل کيدل، ساتل شويو ځمريانو او پړانګانو ته ورغورځول کيدل، خو له ديني تبليغ نه يې ﻻس نه اخيسته او د عدم تشدد مبارزې ته يې دوام ورکاوه. ګاندي هم د خپل هندويي عقيدې سربېره د عيسوي دين د لومړيو وختونو د عدم تشدد له ﻻرې څخه الهام اخيستی وو.
د اسلام سپيڅلی دين خو په څرګند ډول نه يواځې د مرييتوب مخالف و او دی. ،بلکې د هر ښکيلاک مخالف دين هم دی . سربيره پر دې د زبيښاک شدت هم نه خوښوي.
په دې مفهوم زه خپله پوښتنه دلته بيا کټ مټ تکراروم:

[quote:2bc33cca14] ٢ــ ټول آسماني ستر دينونه چې آسماني کتابونه لري، ولې د غلامۍ څخه فيوډالي ټولنې ته د ليږداو (ګزار) په تاريخي پړاو کې نازل شوي دي ، له تورات څخه نيولې تر انجيل او سپيڅلي قران پورې! ددې خبرې علت څشی دی؟ مطلب دا چې دغه اديان ولې په نورو زمانو نه دي راغلی؟ [/quote:2bc33cca14] .



ع کريم حليمي
30.06.2004

ډير راته ګران نقادصاحب او درنو لوستونکو سلام دي وي پر تاسو !
ګرانه وروره يو دوه قدمه به ستاسو له پښتني نه شاته واړسم٠
داسي يو وخت پر مځکه تير سوۍ دې چه اوسپنه نه وه ٠ او خدای مځکي ته اوسپنه را نازيله کړه
[color=red:984158209d]بسمه تعالی ٠ و انزلنا الحديد فيه بأس شديد ومنفع للناس وليعلم الله من ينصره ورسله بالغيب[/color:984158209d] سورت الحديد ايه 25 داسي واضع معلوميږي چه اوسپنه د بل ځايه راغلې ٠ خاوري کيداي سی ٠ خو اوسپنه د مځکي پر مخ
جوړيدای نسي ٠ که څوک غواړي چه اوسپنه جوړه کړي د مځکي پر مخ څو زره درجې حرارت غواړي ٠
چه هغه دمځکي پرمخ امکان نه لري ٠ نور هر څه مصنوعي جوړيدای سي ٠ نه اوسپنه
داسي ډير عجب کارونه زموږ عجب خدای کړي چه ټول عجايباتو بيان ئي موږ ته ندې کړې
کوم څه چه زموږ علم معاش ته کټه رسوي نو بياب ئی ضرورت سره سم را استولې دې ٠ لکه اوسپنه ٠
او س راځم دې ته چه ټول جيالوجستان وائی چه پر مځکه څوقيامته تير سوي دي ٠ او بل قيامت هم را روان دې
او زه خو هغه دطلب جان تاريخونه نه منم چه ليکي [color=blue:984158209d]له آدم عليه السلام څخه زمونږ تر زمانې پوري ٦٧٣٧ کلونه تير شوي دي [/color:984158209d]پر مځکه په ميليونو کلونه يا په بيليونو کلونه تير سوي دي ٠
او الله و موږ ته هغه قصې او نقلونه رااستولي دي چه موږ فکر پکښي کولای سو ٠
يعني له ابراهيم ع څه تر محمد ص پوري ٠ مثال داسي دی اياموږ کولای سو چه دري زره کاله مخ کي فکر وکړو نه ٠نو ويلای سم چه تر ابراهيم ع دمخه موږ فکر نسو کولاي ٠ نونسو ويلای چه څنګه نظامونه وه دمخه
ممکن غلامې دوره پر مځکه څو واره تکرار سوې وي ٠ او بيا تکرار سي ٠
نور نو زه نه پوهېږم که نو ګران دانشمندا څه پر وليکي غروال صاحب، غېرت صاحب، عتيق صاحب او ګران طالب جان خو داسي راته معلوميږي چه په منطقي او عقلي ليکنو کي برخه نه اخلي ٠
حليمي


نقاد
30.06.2004

ګران او عزتمن استاد حليمي صاحب او درنو لوستونکو ته سلامونه!
١ــ د ځمکې عمر په علمي توګه څه دپاسه څلور ميليارده کاله اټکل شوی دی . د لمر تر دې ﻻ زيات او ډير نور ستوري تر هغې هم بيا ډير پخوا پيدا شوي دي. دا ټکی په څرګنده توګه ردوي چې ګواکې (( لومړی ځمکه او بيا ورپسې اسمانونه خلق شوي دي)) او د ځمکې د پيدايښت د لومړيتوب سره د ځمکې مرکزيت د نړۍ له پاره هم تړلی و، کوم چې ډير پخوا رد شوی او د لمر پر شاوخوا د ځمکې څرخيدل او صرف د ځمکې پر مخ ترې شپه اوورځ پيدا کيدل يې ښکاره ثبوت دی.
٢ــ د اوسپنې له نزول څخه ښايي د اوسپنې د کشفولو د پيښې لورينه مطلب وي، که نه نو بيا ولې اوسپنې په سلګونو مترونو د خمکې ﻻندې خښي شوي او د ځمکې پر مخ نه دي پاتې، او عمر يې ولې د انسان له پيدايښت څخه څو زره وارې زيات پخوانی او د ځمکې د خلقت سره تړلی بريښي، هغه وخت خو د انسان اړتيا هم ورته نه وه، که څنګه ؟
٣ــ د مريي ساتلو نظام هر چيرې صرف يوځل راغلی او دې دورې په نورو ځايونو او نورو ټولنو کې تکرار موندلی دی . له دې کبله يې د تاريخ يوه قانونمندانه اړينه دوره بولي چې راتګ او له منځه تګ يې دواړه اړين وو، خو بيا هم استثناوې لري، په پښتنو کې د ثاري په توګه د مرييتوب دوره نه ده تيره شوې او نور داسې مثالونه هم شته. داچې تر منځه تللو وروسته په يوه واحده ټولنه کې تر اوسه پورې نه ده تکرار شوې، له دې څخه د ا مالوميږي چې په راتلونکې کې هم بيا نه تکرايږي.
په پای کې له عتيق صاحب او نورو لوستونکو څخه هيله کوم جې د غلامۍ د دورې د منځته راتللو، ودې او نمو او له منځه تللو بهير له يوې خوا او د کمون اوليه د ړنګيدلو بهير او لاملونه ګرانو لوستونکو ته روښانه کړي .
[color=blue:0a998e3999]
البته له محترمو او مکرمو ورونو طالب جان ، طالب خان او حليمي صاحب نه به همدومره و پوښتم چې د مسيح له زيږيدنې څخه ٣٣٠٠ مخکې ليک ايجاد شو، او لومړی اسماني کتاب تورات تر هغې ورسته نازل شو، اسماني کتابونه يا ليکلې صحيفې تر هغې دمخه ولې نه دي راغلي، ايا ليک له آسمانه څخه پيغمبر ته او د هغه په و سيله بشريت ته ښودل ناممکن و، او که بل کوم علت يي درلود؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ .
والسلام .

[/color:0a998e3999]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more