د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

أيشه
24.09.2008

اسلام عليکم  ګرانو وطندارانو٠  خدای پاک مو ټول جوړ او روغ ولری٠  زه دلته نويی راغلی يم٠ او راغلی يم هم په د خاطر چی د وطندارانو سره پيژندنه وشی او هم زما د پښتو ليکل او لوستل پاخه شی٠  زه د افغانستان نه په ٨ کلنی کی وتلی يم او پس له وتلو د پښتو درسونه ټول پاتی شول او اوس په پينځه ويشت کلنی کی کوښښ کوم چی دی خوږی مورنی ژبی سم ليکل او لوستل زده کړم٠   که تاسو زما په ليک کی غلتی وينې او ما پوه کړې نو زښته ډېره به خوشهاله شم...مګر مزاهمه کيګم هم نه٠ خير د وی خپل کوښښ به وکړم او ده هم وايم چی خدای پاک د وکړی چی زما د ليکنی سره په تنګ نشې٠
دی مينی سره٠٠٠ ايشه


Ghairat
04.10.2008

پتمنې عایشې خورته سلام او درناوی!
په پښتو لیکدود کې د (ی) پنځه ډوله پیژندل اوسره بیلول اړین ګام دی، نو [color=white:5104654511]راځئ [/color:5104654511]چې لومړی دغه ستونزه حل کړو:
۱ـ که زما په وروستۍ جمله کې راځئ ته پام واړوئ ، نو ژر په وپوهېږئ چې دغه (ئ) همزه لرونکې (ئ) د ډیرو کسانو له پاره او یو نفر ته د ادب له امله د جمع په شکل کارول کیږي لکه څو کسانو ته چې وویل شي : راشئ، کښینئ، وخورئ ، وڅښئ، لاړ شئ او نور۰
۲ـ هغه ښځینه نومونه چې په پای کې داسې ( ۍ ) راځي چې اواز یا تلفظ یې له دغې (ئ) سره کټ مټ یوشی وي ، خو ددغسې امریه جملو او فعلونو سره نه راځي،لکه :
وړۍ، شړۍ، سپوږمۍ، ګړۍ، کړۍ ، ډوډۍ ، نړۍ او نور۰

د اوس له پاره مو ددې دوه ډولو نو تمرینول اړین بولم، په بل درس کې به یې پاتې ډولونه هم درته روښانه شي، انشأالله!


رښتینی
17.10.2008

عائشی خوری هرکله راشی دپښتو دیی ګانو درسونه به غیرت صیب
ته پریږدو ستاپښتواوس هم ماشاءالله ډیره بده نده یواځی ځینی جملو
ته پاملرنه باید وشی چی ز به یی لنډ ی بیلګی را واخلم

(ستاجمله)وطندارانو٠ خدای پاک مو ټول جوړ او روغ ولری٠
(زما)وطندارانو خدای پاک مو جوړ او روغ لره !

(ستا) او راغلی يم هم په د خاطر چی د وطندارانو سره پيژندنه وشی
(زما)اوپه دی خاطر راغلی یم چی له وطندارانو سره وپيژنم یا پیژندنه وشی

او هم زما د پښتو ليکل او لوستل پاخه شی٠ زه د(له) افغانستان نه په ٨ کلنی کی وتلی يم او پس له وتلو(له وتلو وروسته) د پښتو درسونه ټول پاتی شول او اوس په پينځه ويشت کلنی کی کوښښ کوم چی دی (د)خوږی مورنی ژبی سم ليکل او لوستل زده کړم٠ که تاسو زما په ليک کی غلتی وينې او ما پوه کړې نو زښته ډېره به خوشهاله(خوشحاله) شم...مګر مزاهمه(مزاحمه) کيګم (کیږم)هم نه٠ خير د وی (خیرخپل کوښښ به وکړم)خپل کوښښ به وکړم او ده (دا )هم وايم چی خدای پاک د وکړی چی زما د ليکنی سره په تنګ نشې٠ (زما له لیکنو نه په تنګ نشئ)
دی مينی سره٠٠٠ ايشه
........اوده هم وایم ..... دا زموږ دسیمی دخروټو محلی تلفظ ده هغوی د(دا)
په ځای (ده ) وایی :)

په مینه


باتور
18.10.2008

درنې او قدرمني خور عايشې ته د سلام او احترام تر څنګ تود هرکلی وړاندي کوم .

د زده کړي لومړنی شرط غوښتنه او دوهم جرئت دی .. دا چي ته له دې دواړو نه برخورداره يې . نو.ډېر ژر به دي ليکنه په ښه توګه زده شي .

. . له تګ نه مخکي خاپوړي وي او له ليکلو نه مخکي لوستل وي . .

زما مشوره که منې، نو دا لاندي لينک ته ورشه، هلته به د هغو درنو پښتنو- چي ټول عمر يې پښتو ته په خدمت کي تېر کړی - د زحمتونو حاصل ووينې او ولولې. .

http://tolafghan.com/pashto

په درنښت


عبد السلام
21.10.2008

عايشې خور ته سلام او درناوئ:
که چيرته مو هدف په ريښتيا د پښتو زدکړه او دنورهيواد والو سره پيژاندل
وي نو نه ښايي په دومره چټکۍ ميدان پريږدئ، که خوا مو زما په انتقاد بده وي
زه هم بايد تښتيدلی وي،ځکه لمړۍ نيوکه ستاسو وه! اوبله داچې دويب په
نړۍ کې تاسو او يا ما په دې مستعارو نومو څوک پیژني ؟ چې پيغور راکړي!
خپل کارکوه.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more