د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

تاسو په دې کې څه وایئ

اور- بل
06.09.2008

په خواجه بهاالدين كې په پښتنو څه تيريږي ؟

جمروز خان
١٣ / ٦ / ١٣٨٧ هـ ل | 2008-09-03 23:36:00 م

په خواجه بهاالدين كې دوه اتيا كورنۍ پښتانه چې د سيمې د ظالمو وزبكانو له لاسه يې كورونه او ځمكې غصب شوي په يوه زاړه زندان كې په ډېر بد حالت كې ژوند كوي ،دغه پښتانه چې نږدې پنځوس كلونه وړاندې په دغه سيمه كې ميشت شوي وو د محمد ظاهرشاه د يو فرمان په اساس يې په سيمه كې نږدې دوه زره پنځه سوه جريبه ځنګل ځمكه اباده كړې او كركيلې ته يې اماده كړې .
د روسانو د راتګ سره سم دغو پښتنو ټوپك ته لاس كړ او د روسانو په وړاندې يې جهاد پيل كې خوكله چې د شوريانو او د سيمې د وزبكانو د ګډ ظلم له امله پزې ته راغلل نو خپل كورونه او ځمكې يې پرېښودلې او د پاكستان په لوري يې مخه كړه چې ددوى د تلو سره سم د سيمې وزبكو كوماندانانو په ځانګړي ډول قاضي كبير چې د رباني يو لوى كوماندان و ددغه پښتنو ځمكو او كورونوته يْې د شمال د نورو ولايتونو څخه وزبكان راوستل او په كې ځاى پر ځاى يې كړل
اوس دغه وزبكانو د تېرو دولسو ورځو راپه دېخو په خواجه بهاالدين كې په مظاهرو لاس پورې كړى او وايي چې د وخت حكومت ددوى (وزبكو) ځمكې په جبر سره دغو پښتنو ته وركړې وې او دوى دغه پښتانه چې ددوى د پلرونو قاتلان دي !! په خواجه بهاالدين ولسوالۍ كې نه پرېږدي .
عجيبه ده چې په تېرو شلو كلونو كې دغه پښتنو په مهاجرت كې شپې سبا كولې چې په همدغه وخت كې يې دغه غاصب وزبكان له نورو ولايتونو راغلي او ددوى كورونه او ځمكې نيولي او اوس دعوه كوي چې دوى يې پلرونه وژلي !!
دغه پښتانه اوس د وزبكانو د ظلمونو له لاسه په ډېر بد حالت كې ژوند كوي دوى نه شي كولى چې خپل ناروغان ډاكټر ته بوځي ، بازار ته لاړ شي او د ځان او كورنۍ لپاره د اړتيا وړ شيان واخلي ځكه چې دوي د سيمې د زرګونو بې رحمه وزبكو لخوا كلابند دي او ددغه پښتنو خپل خپلوان هم نه پرېږدي چې دوى ته خواړه راورسوي هغه څوك چې په پټه ددغه پښتنو سره د مرستې هڅه وكړي د سيمې د وزبكو لخوا وهل كيږي چې ښه بېلګه يې دوزبكانو له خواجه بهاالدين د كندهاريودكلي د اتلسو كسو سپين ږيرو وهل ټكول كېدل دي.
دغه له ۷۰۰ څخه زيات كلابند پښتانه چې دا وخت د ينګي كلا ، درقد او خواجه بهالدين د ګوتو په شمېر پښتنوپه مرسته ژوند كوي د ټولو پښتنوپه ځانګړي ډول د شمال د پښتنو مادي او معنوي مرستو او ملاتړ ته سخته اړتيا لري
كه خداى مه كړه ددغو پښتنو پښې وښوېدلې نو ډېرې بدې پايلې به ولري دوستم او شمالي ټلوالي به د پښتنو په وړاندې خپله لومړۍ جګړه ګټلي وي يعنې د شمالي ولايتونو په يوه سيمه كې به په دې توانېدلي وي چې پښتانه ترې وباسي
خودغه پښتانه تردې دمه ډېر په مېړانه د خپلو حقونو غوښتنه كوي او يو قدم هم له خپله حقه نه دي په شا شوي ،هغوى د جنرال دوستم د پليتو قوم پرستو اوزبكو ټول ظلمونه زغمي خو خپله نا پښتونولي نه شي زغملى هغوى چې د تېرو دولسو ورځو راپه ديخوايې د زرګونو وزبكانو ظلمونو ته سينه سپر كړې خو تر اوسه يې د وزبكانو دا غوښتنه چې دوى دې د دغې ولسوالۍ څخه ووځي نه ده منلې ، تر اوسه په دې تمه شپې سبا كوي چې يوه ورځ به ددوى د نورو سيمو پښتانه ددوى ملاتړ ته راودانګي د دغه ظالمو وزبكانو خولې به ورماتي كړي او دوى په دد غوظا لمو وزبكو په پښو كې سر كېښودلو ته پرې نه ږدې
زه په خپله ددغو پښتنو د حالت ليدو په خاطر سيمې ته ورغلي وم ما چې حالات له نږدې وڅارل دې نتيجې ته ورسېدم چې له دوستم او نورو وزبكو كوماندانانو او ټوپكسالارانو پرته د تخار د والي كوماندان عبدالطيف ابراهيمي او د خواجه بهالدين ولسوال او د تخار نور لوړپوړي دولتي چارواكي هم په دغو شخړو كې لاسوهنه كوي ځكه په لومړيو ورځو كې چې ولايت د دغه ستونزې د حل لپاره كوم پلاوي سيمې ته ليږلي وو هغوى هم پښتانه تهديدول چې له خپله حقه لاس په سرشي .


عبد السلام
07.09.2008

غوټۍخور، اودټول افغان درنو عزيزانو سلامونه وړاندې کوم٠
زه داسې فکر کوم چې دا دې تر ټولو دمخه دولسی جرګې دغټ خيټو اومفتخوره استازو مسوليت وي چې دشورا دلارې دکرزی بې کفايت او فاسده اداره دستوتزې خطر ناکو عواقبو ته متوجه کړي٠ بيا دښاغلی نوي ټاکل شوي لوی څارندوال جناب اسحاق الکو قانونی ،اخلاقی اوانسانی اوپښتنی فرض دئ چې خپل غيرت ثابت کړي او قانون ماتونکو ته جزا ورکړی ،که دانه شی کولای بيادې په خپلې بې وزلۍ اعتراف وکړی٠ چې ملت په دې پوه شي چې خبره چيرته ده٠ ددې لانجې خطرناک عاقبت به دپښتنو عکس العمل وي٠ که خدای مکړه ازبکان ددې تيري او ظلم څخه لاس وانخلی دا بي په ډير لوی زيان تمام شي٠


pattang
07.09.2008

داخو د پښتنو کارنده داخو داساسي قانون ، کرزي ، شورا او وزارت داخلې
کارده ، خو هغوی نه غواړي او اشغالګر هم نغواړي ، ماپه برلين کې
د e-mail په زريعه UNHCR خبر کړی او تليفوني مې خبرې ورسره کړي
خوتر اوسه پورې يې هيڅ کومه ګټه نده ورکړې ٠
نو کله چې دولت او اشغالګر حقوقي مرسته نکوي نو داخو دد ې په مانا دی
چې پښتانه حکومت نلري او لکه چې وېل کيږي پښتانه بايد مرسته ورسره وکړي
نو دا خو دا مانا ورکوي ،پښتون چې له داسې دولت سره کارکوي، هغه پښتون له
ټولو نورو پښتنو سره دوښمني کوي ٠ او دپښتنو دوښمن دی ٠

خدای پاک د طالب موفق کړي


pattang
07.09.2008

هلکو دومره تکړه سړی ندی او نه ددې چوکۍ لياقت لري دهغه ماغزه په هامبورګ کې د سوسيال مفتو پيسو دا 20 کاله ښه پوچ کړي دي٠ دکرزي کاکو دا انتخاب لکه نور ډېر کارونه يې ډېر غلط او کيفي دی٠ دې چوکۍ ته قانون پوهه باجرعته
او صادق انسان په کاردی ، خو که د اشغالګرو خوښه نوي هر يو يې صفر دی٠
دغه خبره دې وروره لويه سادګي ده !

[quote:d92d94f79e]،که دانه شی کولای بيادې په خپلې بې وزلۍ اعتراف وکړی٠ چې ملت په دې پوه شي چې خبره چيرته ده٠ ددې لانجې خطرناک عاقبت به دپښتنو عکس العمل وي٠ که خدای مکړه ازبکان ددې تيري او ظلم څخه لاس وانخلی دا بي په ډير لوی زيان تمام شي٠[/quote:d92d94f79e]

خرڅ شوي انسانان کله  استعفا او کله اعتراف کوي ، هغوي خپل وجدان خرڅ کړی ، خپلې وعدې نشي ماتولی .
ملت په ټولو شيانو خبر دی خو ملت وږی او ستړی دی٠
پښتانه خپل غچ نشي اخيسی ، نه يوازې دا :
مزار، قلعه جنګي ، شبرغان او دښتې ليلې د ې هېر شوي دي? شل زره له شماله
شړل شوی کورنی اوس په جنوب د افغانستان کې ژوند کوي او لا خپلو مځکو ته
انتظار باسي چې څوک يې نه ورکوي ٠ کوچيان خو هزارګانو منع کړل او کرزي
موافقه وکړه ٠
دايو نظر نه بلکې دا زما سابته عقيده ده٠

نلت په فاسدو او اشغالګرو٠

د[quote:d92d94f79e="عبد السلام"]غوټۍخور، اودټول افغان درنو عزيزانو سلامونه وړاندې کوم٠
زه داسې فکر کوم چې دا دې تر ټولو دمخه دولسی جرګې دغټ خيټو اومفتخوره استازو مسوليت وي چې دشورا دلارې دکرزی بې کفايت او فاسده اداره دستوتزې خطر ناکو عواقبو ته متوجه کړي٠ بيا دښاغلی نوي ټاکل شوي لوی څارندوال جناب اسحاق الکو قانونی ،اخلاقی اوانسانی اوپښتنی فرض دئ چې خپل غيرت ثابت کړي او قانون ماتونکو ته جزا ورکړی ،که دانه شی کولای بيادې په خپلې بې وزلۍ اعتراف وکړی٠ چې ملت په دې پوه شي چې خبره چيرته ده٠ ددې لانجې خطرناک عاقبت به دپښتنو عکس العمل وي٠ که خدای مکړه ازبکان ددې تيري او ظلم څخه لاس وانخلی دا بي په ډير لوی زيان تمام شي٠[/quote:d92d94f79e]


ډاکتر څپاند
07.09.2008

داسی زړه دردونکو پيښو ته ديوه انسان له وسه يوازی دومره پوره دی چه ورته
وژاړی!
 د افغان هغه ستر ملت چه انګريزان به په کټ تری په لرزه وو،نن د بی اتفاقی له
لاسه پخپل کور کی داوسيدو حق نلری٠
زما په عقیده،کرزی ،دهغه کابينه ګوټی،محاکم،څارنوالی او پارلمان ديوی
 نانزکی پشاندی او د خپلو جبونو له ډکولو پرته نور هيڅ هدف نلری٠
که څوک غواړی چه دی بيچاره خلکو سره مرسته وکړی ،نو ددی ملک اصلی
بادارانو يعنی امريکی او انګليس ته دی مراجعه وکړی اويا دی هم د پتنګ 
صيب هدايت تعقيب کړی٠


..Ahmadzai
08.09.2008

ټولو محترمو درندو وروڼو او خويندو ته
سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم
زما په فکر نن سبا د هیڅ نورو لږکیو له غوڅ أکثریت پښتنو څخه ویره نه کیږي او نه یې ترې سترگې سوځي، نو ځکه پرې دومره گرم راځي، کرزی صاحب نه پښتون ده او نه د پښتنو مدافع او غمخوړونکې ده هسې یو ګوډاګی دی.
له دې حالت څخه خو هماغه هجرت ښه وو او ښه ده، مقاومت او جهاد ته باید دوام ورکړل شي،
په درنښت
أحمدزی


باتور
11.09.2008

د ښاغلي احمدزي خبره د تائيد وړ ده

ښاغلي عبدالسلام ليکلي:

زه داسې فکر کوم چې دا دې تر ټولو دمخه[color=darkred:a70a55d4da] دولسی جرګې [/color:a70a55d4da] دغټ خيټو اومفتخوره استازو[color=darkred:a70a55d4da] مسوليت [/color:a70a55d4da]وي چې دشورا دلارې دکرزی بې کفايت او فاسده اداره دستوتزې خطر ناکو عواقبو ته متوجه کړي٠ بيا دښاغلی نوي ټاکل شوي[color=green:a70a55d4da] لوی څارندوال [/color:a70a55d4da]جناب اسحاق الکو قانونی ،اخلاقی اوانسانی اوپښتنی فرض دئ [color=green:a70a55d4da]چې خپل غيرت ثابت کړي [/color:a70a55d4da]او قانون ماتونکو ته جزا ورکړی ،که دانه شی کولای بيادې په خپلې بې وزلۍ اعتراف وکړی٠ [color=darkblue:a70a55d4da]چې ملت په دې پوه شي [/color:a70a55d4da]چې خبره چيرته ده٠ ددې لانجې خطرناک عاقبت به دپښتنو عکس العمل وي٠ که خدای مکړه ازبکان ددې تيري او ظلم څخه لاس وانخلی دا بي په ډير لوی زيان تمام شي٠

ـ [color=darkred:a70a55d4da] ولسي جرګه او مســــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــئوليت ؟؟[/color:a70a55d4da] . . . په ولسي جرګه کي کوم يوه ته مخ ورواړوو؟ کوم يو يې د افغان او يا د انسان ځوی ده؟

ـ [color=green:a70a55d4da] لوی څارنوال او د غيرت ثابتول؟ ؟[/color:a70a55d4da] . . . هغه بل چي نوم يې ثــــــــــــــابـــــــــــت وو، څه يې ثابت کړل؟ پرته له خوار او بې وزلې نه يې چاته جزا ورکړه؟

[color=darkblue:a70a55d4da]چي ملت په څه شي پوه شي؟؟[/color:a70a55d4da] آيا دا ملت دومره کوڼ، ړوند اوبې عقله ده، چي تر اوسه لا په هيڅ شي خبر نه ده ؟

په درنښت


sheen
19.09.2008

کۀ پۀ دى حواله د چاسره څۀ ډاکومنټ يا ويډيو وى نو ټو لو انسان دوسته
ملګرو ته دى وليګلى شې او پۀ عالمى سطح دى يو کمپين وچولولې شې زۀ
پۀ دى حقله خپل خدمتونه وړاندى کولى شم او نور ملګرى دى هم مهم وچلوى
صرف پۀ ژړا هيڅ نۀ کيږى ـ د مسلى حل لټول پکار دى ددغه خلکو اواز تر نړئ
رسول پکار دى ـ او متا ثره خلک پخپله هم پکار ده چې د افغان حکومت
نه غوښتنه د احتجاج پۀ شکل وکړى او کۀ حکومت دى ته تيار نۀ وى نو
خلکو ته خو به ئ اصلى څيرى را مخ ته شې


hotak
20.09.2008

يارانو سلامونه اومينه!
سمه ده چي دشمال لنډه غرو اوبې موره اوپلاره اوزبکانو له پښتنو سره سخت ظلم،ناروا،جبر،تېری اوبې انصافي کړيده.دداډول بې انصافۍ دغندني لپاره توري له سره شته نه.بلکي ددې ډول اعمالو دغندلو لپاره سړی بايدپرتوږوباسي اونيغ ددغه جنايت دعاملينوکره ورشي اوچي څوک په مخه ورځي هغه دخپل ډنډه پنج خوراک کړي!!!
خوکه لږپه سړه سينه فکروکړو آيااوزبکوله موږسره بدکړيدي؟
له یوه حسابه يی بدکړيدي.بېګناه انسانان يی له خپل پلرني ټاټوبي فرارکړي دي.خوله بله حسابه يی والله که هيڅ بدراسره کړي وي. ځکه چي موږدملي یووالي روحيه له لاسه ورکړي ده.موږپښتانه افغانستان دځان اوله پښتانه پرته نورتوکمونه هډو دسړي زامن نه بولو.داڅه به اوزبکان ارومرو دغسي غبرګون ته اړباسي.
راځﺉ چي موږځانونه دلږکيومشران وروڼه کړو.یوڅه هغوي وزغمو.له حوصلې کارورسره واخلواوبیاورباندي خپل حقونه کره کړو.
که پدې کي هم راسره مخالفت کوﺉ نوبياهم موږاوتاسي ملامت يوچي دطالب پښتون حکومت پرضدمودهماغه اوزبک،تاجک اوهزاره ننګه وکړه چي په پايله کي يی نن پښتني سيمه دوزخ اوشمال غيرپښتني سيمه جنت ګرځيدلی.
لکل فرعونٍ موسی ولکل اُزبکٍ وتاجکٍ وهزاره ملادادالله!


pattang
20.09.2008

هوتک صيب سلامونه !
ډېر وخت ور ک وې ، ډېر د خوشالي ځای دی چې راپيدا شوې ٠
انډيواله لکه چې زوم شوی يې ?? خدای دنکړي ، خو که شوی يې ښه
خو شالي او مو فقيت درته غواړم٠
اوس به مسئلې ته راشو :
وروره ، تا ډېر اوسني او تاريخي حقائق هېر کړي دي زه نه پو هيږم چې دا ولې ??
له ما سره دا يو غټ سوال پيدا شو ٠
(ملي يووالی) : ملي يوالی د افغانستان اقليتونه نغواړي ، زما مقصد له هغوی
ځخه دی چې داقليتونو استازيتوب کوي٠
اقليتونو پښتانه په دام کې ګير کړي دي ، دطالب = تروريست په نامه يې په صليبي
اشغالګرو وږني او پر د کار کې شه موفق هم دي٠
که اقليتونو ملي يو والی غوښتی :
- د لیلې په دښته کې به يې 8000 پښتانه بېله قضا او جرمه ژوندي نه خښول .
- په مزار او قلعه يې جنګي او شبر غان کې يې تسليم شوي پښتانه په کانتينرو
کې نه اچول او بيا به يې نه وږل ، ځينو انسانانو دنورو وينې ځشلې وې او بيا
اوزبکو ټول نيم ښه نيم ښوره مړه او نيم ژوندي يې خښ کړل٠
تا لکه چې د ( د مرګ د کاروان نوم هير کړی وي )
- که ملي يووالی يې غوښتی نو له بلخ شولګرې او نورو ځايو ځخه به يې پښتانه
نه شړل چې اوس هم د بقوا په دښته کې 20000 کورنۍ ژوند کوي ٠
- که ملي يووالی يې غوښتی دغو اوس بنديانو پښتنو ته ته به يې دانسان په
ستر ګوکتلي وو٠
وروره هم کرزی دوؤس هم احدي او نور يې د شمال دغلو غلا مان او بيا
په خپل وار د شمال لنډغر د صلبيانو ددالرو فاحشي دي٠
دشمال حراميان هم دالر وهي او هم هغه اساسي دوښمنان پښتانه له منځه وړي
نو لدې ځخه بل ښه تجارت او بيزنېس چېرته شته ٠
پښتنو ته اوس اقليتونه دانسان په ستر ګو نه ګوري او نه (ادر) شرم او حيا ترې
لري او داسي يې هم نه بولي لکه د فرضو وېښتان ٠
پښتانه بله لاره نلري : يا مرګ او يا مراد او هدف او ددې کار لپاره د پښتنو يووالی
لومړی شرط اوکار دی ٠
او دغه لاندې جمله دې :

[quote:03433e5b43] موږپښتانه افغانستان دځان اوله پښتانه پرته نورتوکمونه هډو دسړي
زامن نه بولو[/quote:03433e5b43]

دغه ستا پورتنۍ کرښه ستميان او سقاويان  پښتنو ته د ethno fascism په نوم
په کلنو کلنو را پر دېخوا استعمالوي خو په حقيقت کې له دغه ريتوريک نه دوی
ګټه اخلي اوپه خپله فاشستي عمل له پښتنو سره کوي چې دغه دی نن زمونږ ښه
پښتون هوتک صيب هم شعوري او يا کيفي په کار وړې ده٠

ژوندي دې وي دپښتنو جنګيالي٠

د[quote:03433e5b43]
له یوه حسابه يی بدکړيدي.بېګناه انسانان يی له خپل پلرني ټاټوبي فرارکړي دي.خوله بله حسابه يی والله که هيڅ بدراسره کړي وي. ځکه چي موږدملي یووالي روحيه له لاسه ورکړي ده.موږپښتانه افغانستان دځان اوله پښتانه پرته نورتوکمونه هډو دسړي زامن نه بولو.داڅه به اوزبکان ارومرو دغسي غبرګون ته اړباسي. [/quote:03433e5b43]


Lotfollah
22.09.2008

ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:e91d0487ab="غوټۍ وربل"]په خواجه بهاالدين كې په پښتنو څه تيريږي ؟
[/quote:e91d0487ab]
ترهغه وخته چې مونږ پښتانه له ټولو واقعیتونو څخه سترګې پټوو او یواځې هغه څه سم، روا او حقیقت ګڼوو،چې زمونږ په خوښه وي، د پښتنو حالت نور هم خرابېږي .
پښتانه خو د خدای بښلوظاهرشاه او داؤدخان د واکمنۍ پر مهال هم د هیواد په شمال کې نورو ورونو قامونو سره سوله ایز ژوند درلود. آیا کله مونږ پښتانه له ځانه څخه دا پوښتنه کړې ده چې ولې هغه وخت دا پښتانه له خپلو کورونو څخه نه شړل کیدل؟؟؟
که له واقعیت څخه سترګې پټې نکړوو نو ځواب څرګند دﺉ! همدا جګړه ماره ډله چې همدا اوس یې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د پښتنو د تباهۍ ملا تړلې اود ډیورند دکرښې پر دواړو خوا یې اور بل کړﺉ دﺉ، هغه وخت یې هم د اسلامی امارت دسیسې تر نامه لاندې د افغانستان خلک په ټوله ایزه توګه او په ځانګړیتوګه غیر پښتني قامونه ډیر وځورل.
آیا هزاره او اوزبک ورونه او نړیوال د طالبانو د والی عبدالمنان نیازی ظلمونه او د مزار شریف او یوکاولنګ قتل عام داسې خوشې هېرولای شي؟؟؟ په دشت لیلی کې نه یواځې د شهیدو طالب جنګیالیو مړي خښ شوي دي بلکې د هغو د قتل عام د مخه نیازی هم لارۍ لارۍ هزارګان د لیلی دښتې ته استولي وو چې یو شمېر یې په لاریو او کانتېنرونو کې ساه ورکړه او پاتې هلته ووژل شول. دا واقعیتونه هغه وخت د نورو تر څنګ ملګرو ملتو ته د ښاغلي ډاکټر چونګ هیون پایک په رپوټ کې هم په ډاګه شوي وو.

د امریکا له یرغل وروسته د طالب مشرانو ځانونه د پاکستانی الوتکو په واسطه وژغورل خو د هغو ظلمونه یې ،هغو مظلومو ساده طالبانو چې په اصطلاح بې اودسه ملایانو بسې یې اقتدا کړې وه د خپل ژوند په بیه ورکړه او په شمال کې مېشت پښتانه دې ته اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي!

د ځینو پښتنو له خوا کله کله دا استدلال کېږي چې هیڅ شواهد نشته چې په نړیواله ترهګرۍ کې د افغانانو شته والئ ثابت کړي. زما په نظر په مستقیمه توګه دا ادعای یې هم چا نده کړې! افغانان ( طالبان) په دې تورن شول چې له افغانستان څه یې د القایده ځالې جوړې کړې او د هغو مشرانو ته یې پناه ورکړې وه او ده.

خلاصه دا چې دغه د طالبانو کارنامې وې چې په شمال کې د مېشتو پښتنو د ظالمنانه شړلو سبب شول او دوی یواځې هغه وخت خپلو کورونو ته په سوله ایزه توګه بېرته ستانیدﺉ شي چې مونږ پښتانه واقعیتونه هسې چې وو او دي ومنوو او په شمال کې نورو هېوادوالو ته یې تشریح او د هغو اعتماد تر لاسه کړووچې هسې چې د شمال ټول خلک جکړه مار ندي او دجګړه مارو د کړنو مسئولیت نلری،ټول پښتانه هم طالبان ندي او پدیتوګه د طالبانو د اعمالو مسئول هم ندي.

والسلام


pattang
22.09.2008

طوبه خوله پټه نيسم٠ 
[quote:f8e995300d="Lotfollah"]ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:f8e995300d="غوټۍ وربل"]په خواجه بهاالدين كې په پښتنو څه تيريږي ؟
[/quote:f8e995300d]
ترهغه وخته چې مونږ پښتانه له ټولو واقعیتونو څخه سترګې پټوو او یواځې هغه څه سم، روا او حقیقت ګڼوو،چې زمونږ په خوښه وي، د پښتنو حالت نور هم خرابېږي .
پښتانه خو د خدای بښلوظاهرشاه او داؤدخان د واکمنۍ پر مهال هم د هیواد په شمال کې نورو ورونو قامونو سره سوله ایز ژوند درلود. آیا کله مونږ پښتانه له ځانه څخه دا پوښتنه کړې ده چې ولې هغه وخت دا پښتانه له خپلو کورونو څخه نه شړل کیدل؟؟؟
که له واقعیت څخه سترګې پټې نکړوو نو ځواب څرګند دﺉ! همدا جګړه ماره ډله چې همدا اوس یې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه د پښتنو د تباهۍ ملا تړلې اود ډیورند دکرښې پر دواړو خوا یې اور بل کړﺉ دﺉ، هغه وخت یې هم د اسلامی امارت دسیسې تر نامه لاندې د افغانستان خلک په ټوله ایزه توګه او په ځانګړیتوګه غیر پښتني قامونه ډیر وځورل.
آیا هزاره او اوزبک ورونه او نړیوال د طالبانو د والی عبدالمنان نیازی ظلمونه او د مزار شریف او یوکاولنګ قتل عام داسې خوشې هېرولای شي؟؟؟ په دشت لیلی کې نه یواځې د شهیدو طالب جنګیالیو مړي خښ شوي دي بلکې د هغو د قتل عام د مخه نیازی هم لارۍ لارۍ هزارګان د لیلی دښتې ته استولي وو چې یو شمېر یې په لاریو او کانتېنرونو کې ساه ورکړه او پاتې هلته ووژل شول. دا واقعیتونه هغه وخت د نورو تر څنګ ملګرو ملتو ته د ښاغلي ډاکټر چونګ هیون پایک په رپوټ کې هم په ډاګه شوي وو.

د امریکا له یرغل وروسته د طالب مشرانو ځانونه د پاکستانی الوتکو په واسطه وژغورل خو د هغو ظلمونه یې ،هغو مظلومو ساده طالبانو چې په اصطلاح بې اودسه ملایانو بسې یې اقتدا کړې وه د خپل ژوند په بیه ورکړه او په شمال کې مېشت پښتانه دې ته اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي!

د ځینو پښتنو له خوا کله کله دا استدلال کېږي چې هیڅ شواهد نشته چې په نړیواله ترهګرۍ کې د افغانانو شته والئ ثابت کړي. زما په نظر په مستقیمه توګه دا ادعای یې هم چا نده کړې! افغانان ( طالبان) په دې تورن شول چې له افغانستان څه یې د القایده ځالې جوړې کړې او د هغو مشرانو ته یې پناه ورکړې وه او ده.

خلاصه دا چې دغه د طالبانو کارنامې وې چې په شمال کې د مېشتو پښتنو د ظالمنانه شړلو سبب شول او دوی یواځې هغه وخت خپلو کورونو ته په سوله ایزه توګه بېرته ستانیدﺉ شي چې مونږ پښتانه واقعیتونه هسې چې وو او دي ومنوو او په شمال کې نورو هېوادوالو ته یې تشریح او د هغو اعتماد تر لاسه کړووچې هسې چې د شمال ټول خلک جکړه مار ندي او دجګړه مارو د کړنو مسئولیت نلری،ټول پښتانه هم طالبان ندي او پدیتوګه د طالبانو د اعمالو مسئول هم ندي.

والسلام[/quote:f8e995300d]


صافی
22.09.2008

/////////


Lotfollah
23.09.2008

ګرانو دوستانو سلام علیکم
[quote:e2a4c3e3a8="صافی"]
دلطف الله صاحب لیکنې او یو اړاخیزه نظر او قضاوت دپښتنو په اړه زه خواشنﺉ کړم . ددوي دلیکنې داسې ښکاري چې پښتانه دې په هیواد کې ګواګې دمیرې زامن وي اود حقوقو په لحاظ دې هم دنورو اقوامواو انسانانو په پرتله دنیم حق مستحق وي. که چیرته ظلم او تیرﺉ هم ورباندې کیږی باید سرونه ورته ټیټ کړي ځکه پښتانه ددې هیواد اوخاورې بچي نه دي ،او دهیواد شمالی سمیې هم ددرست هیواد برخې نه بلکې داوزبکو او تاجکو شخصی ځمکې دي .
کومه غداري اوظلم چې دطالبانو سره په مزار او هزاره جات کې د ستر جانی او قاتل دوستم دډلې او دهغه دملګري قومندان ،چې نوم یې رانه هیر دﺉ ، او دمزاری دډلې دهزاره ګانو له خوا وشوو داسې ښکاری چې دلطف الله خان له یاده وتې وي !!! [color=blue:e2a4c3e3a8]او یواځې د شورای نظار او دوستمیانو ادعاوی یې په یاد وي.[/color:e2a4c3e3a8][/quote:e2a4c3e3a8]
نه صافی صاحب ! ما نه پښتانه دمیرې زامن ګڼلي دي او نه په دې باور یم چې په افغانستان کې مېشت نور غیر پشتنې قامونه د میرې زامن دي.
دغه راز ما هغه ظلمونه چې د امریکا له خوا د طالبانو د شړلو وروسته پر پښتنو شوي دي هم ندي هېر کړي ! خو هر څه پخپل ځای!
زمونږ بحث پر دې باندې دﺉ، چې لومړﺉ دغه دخواجه بهاوالدین او په شمال کې ځینې نور پښتانه ولې د طالبانو د نظام د نسکوریدو وروسته د خپلو کورونو څخه وشړل شول؟ ولې د دوی غیر پښتنی ګاونډیان دوی حمایه نکړل؟ د دوی ګاونډیان خو ټول جګړه مار نه وو او همغو خلکو سره یې پښتنو د کلونو راهیسې سوله ایز ژوند درلود!
لکه چې ما مخکې هم پوښتلي وو، ولې دا کار د ظاهرشاه او داؤد خان په واکمنۍ کې نه کیده؟؟؟

نو ګرانو دوستانود راتلونکي سوله ایز ژوند په موخه مونږ بایدد ډېرو نورو پوښتنو تر څنګ پورته پوښتنو ته ځوابونه پیدا کړوو.
مونږ عادت کړﺉ دﺉ چې د غیر پښتني هېوادوالو په وړاندې د پخوانیو پښتنو واکمنانو څخه بې له قید او شرطه دفاع وکړو، که کوم څوک د یوه پښتون جنایتونه په ګوته کوی مونږ د ماشومانو په څېر بې لدې چې پرې غور وکړوو چې آیا دا ادعا واقعیت لری که نه د نورو قامونو جنایتونو ته ګوته نیسوو. خو پدې هم پوهېږوو چې یو جنایت په بل جنایت پټیدﺉ نشی او دا ډول چلند یواځې د بې باورۍ سبب ګرځي. ښایي وویل شی چې نور قامونه هم دا ډول چلندکوی! چې کوی یې و دې کړي خو پښتنو ته چې د هېواد د ملا تیر حیثیت لری نه ښایي چې بالمثل ځواب ورکړي. مو نږ باید هڅه وکړوو چې دغه د بې باوری فضا له منځه لاړه شی . د بې باوریو په فضا کې اقلیتونه د خپل بقا لپاره آن دسیسې هم جوړوي. اعتماد هغه وخت رامنحته کیدای شی چې له واقعیتونو څخه سترګې پټې نشی .
زور ،تهدید او جګړه د ستونځې د حل لار نده . که نن یو شی د زور له لارې تر لاسه کېږی سبا چې حالت بدلون ومومی بیا هغه له لاسه ځي !

والسلام


صافی
23.09.2008

لطف الله خان ورور اوټولو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم:

وروره! چې داصلې موضوع څخه لري نه شو , موضوع په تخار کې خپلو کوروته دبیرته راستنوشوو پښتنو مهاجرو په هکله ده،چې دځایی ازبکو او تاجکو ټوپکیانو له خوا په دې دلیل چې پښتانه دي بندیان شوی او دمرګ ګواښونه ورته کیږي.دبیرته راستنو شوو کډوالو اکثریت ښځی او ماشومان دي. چې د قاضی کبیر نومې ځایی ټوپک سالار او ملګرو له خوا پرې بربنډ تیرﺉ اوظلم یواځی دتوکمنیزې کرکې له امله شوﺉ.
نو تاسو ووایی چې ددې رازبې ننګه او غیر انسانی او اسلامی عمل اوجرم ته د تبری دلایل او پلمې لټول به عادلانه کاروي ؟ طبعآ نه . دغه بې شرمه کړنه په خپل ‌ذات کې دتیروشوو کیسو پرته دهر قانون له مخې جرم دﺉ چې یواځی غندل کیدای شی او بس.

دنورو خبرو به تیر شو.

لطفاً دالاندې لينک وګورئ.
http://www.pashtana.net/


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more