د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا کار یې په دې موخه کړی دی چې خپل پاکستانیت وښایي

Lotfollah
17.07.2008

درنو اوقدرمنو دوستانو سلام علیکم
د ټول افغان د خبرونو په برخه مې نن پام هغه خبر ته وشوچې وایي د پښتونخوا (صوبه سرحد) په ایالت کې د کیبل د خپرونو اتحاديې پرېکړه کړې ده چې په خپلو کیبلي خپرونو کې د افغاني تلویزیونونو خپرول ودروي. د دې خبر په یوې برخه کې د دې اتحاديې مشر فرمان افریدي ( یو پښتون) وایي :

[color=blue:c5b8e60a54]دا کار یې د پاکستان د حکومت په اشاره نه دی کړی. دا کار یې په دې موخه کړی دی چې خپل پاکستانیت وښایي[/color:c5b8e60a54]

زه دغه څرګندونه د ښاغلي فرمان افریدي حق ګڼم چې داسې فکر کوي او ورته احترام لرم خو د ما ذهن کې دا پوښتنه را پیدا شوه چې آیا دغه نظر د پښتونخوا په پښتنو کې عام ندﺉ؟ دا ځکه هسې چې موږ د افغانستان پښتانه غږونه پورته کړي او تل د پښتنو یووالئ او دپښتونستان آزادی غواړوو، د صوبه سرحد پشتنو د آزاد پښتونستان او یا افغانستان سره د یو ځای کیدو غوښتنه په رسمی توګه نده کړې.

که له واقعیت نه تېر نشو په ډاګه کېږي چې د ډیورند د کرښې آخوا پښتانه دپاکستان دد نظام یوه مهمه ستنه ده. هېر دې نشي چې د پاکستان دوه جمهور رئیسان ( جنرال ایوب خان اوغلام اسحق خان ) پښتانه وو او هېڅکله هم د پښتونستان د آزادۍ په خیال کې نه وو!

تاسو څه نظر لرﺉ؟
______________________________________________________________
ttp://www.tolafghan.com/home/detail/10403

حمزه مومند

رسنۍ وایي چې د پښتونخوا (صوبه سرحد) په ایالت کې د کیبل د خپرونو اتحاديې پرېکړه کړې ده چې په خپلو کیبلي خپرونو کې د افغاني تلویزیونونو خپرول ودروي.

د بي بي سي د اردو ګورتپاڼې د خبر له مخې د دې اتحاديې مشر فرمان افریدي ویلي دي چې دا کار یې د ولسمشر کرزي څرګندونو ته د غبرون په ترڅ کې کړی دی چې په کې یې د پاکستان په استخباراتي اداره آی ایس آی تور لګولی ؤ چې په افغانستان کې چاودنې کوي.

نوموړي ویلي دي چې دا کار یې د پاکستان د حکومت په اشاره نه دی کړی. دا کار یې په دې موخه کړی دی چې خپل پاکستانیت وښایي. افریدي ویلي دي چې د شمشاد، لمر، طلوع، اریانا، او د ملي تلویزیون خپرونې یې ځکه ودرولي چې د ولسمشر کرزي څرګندونې خپروي. خو افریدي دا نه دي ویلي چې د ځنې نورو تلویزیوني چینلونو لکه سي ان ان یا بي بي سي او جیو خپرونې - چې د ولسمشر کرزي څرګندونې خپروي - به هم ودروي او که څنګه!

خو له بلې خوا ځینې نورې سرچينې وايي چې دا کار د کیبل د خپرونو اتحادیې د پاکستاني چارواکو د فشار په نتیجه کې کړی دی.

د یادونې وړ ده چې کله هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی راشي نو پاکستان په داسې اقداماتو لاس پوري کوي. یو ځل مخکې هم چې په افغاني رسنیو کې د ډیورنډ مسله شاربل کېدله نو پاکستاني رسمي مقاماتو د کیبل د خپرونکو څخه غوښتي ؤ چې د افغاني رسنیو خپرونې ودروي چې بیا د مسلې د ارامۍ څخه وروسته بېرته پیل شوې.


ډوکتر څپاند
17.07.2008

محترم لطف الله صیب!
داچه "فرمان اپريدی" او دده پشان نور تش په نامه پښتانه د پښتنو او 
"پښتونستان "په هکله څه نظر لری د خفګان او تاثر وړ موضوع ده٠
مګر دپښتانه، يا په ډاګه يي ووايم، دډيورنډ اخوا افغانان زمونږ تن،وجود
 او روح دي٠زموږ وينه،ژبه،دين اوترټولو مهم، تاريخ يودی٠دبشريت په تاريخ کی حوادث دقرنونو(سليزو)په معيار سنجول کيږی٠پښتانه په زرږونوکالو پدی خاوره کی اوسیدلی او دخپلی خاوری دساتنی لپاره
يی داسی قربانی ور کړی چه ددنيا نورقامونه ورته په حيرت کی پاته دی٠
دافغانی تاريخ په مقايسه د پاکستان تاريخ د يو شدی خوړونکی ماشوم حيصيت
لری٠داچه پاکستان څرنګه ايجاد شو،د دا بحث به بل وخت ته پریږدو٠
لکه څنګه چه دانسان دوجود غړی، د نارمل فعاليت لپاره، ويوبل ته حياتی 
ضرورت لری،دغه شان افغانستان دخپل وجود بلی برخی يعنی دډیورنډد
منحوسی کرښی اخوا خلکو سره ديووالی نياز لری٠
پاته شوه داچه څو فيصده پښتانه ځان افغان بولی او کله به زموږ تاريخی 
ارمانونه پوره کيږی؟دا به تاريخ ته پریږدو ،سبا؟يوکال؟سل کاله؟ زر کاله؟؟
مګر موږ افغانان پدی ټينګه او نه ماتيدونکی عقيده لرو چه موږ به سره يو کيږو٠

په در ناوی،


رښتینی
18.07.2008

ښاغلی یطف الله خانه ستا خبری تر ډیره حده سمی دی
دصوبه سرحد په سلو کی ۵ کسان کیدی شی ځانونه افغانان
بولی نور یی ولا په پاکستانیت دومره فخر کوی ته به وایی جی
د مکی اوسیدونکی دی دپکتیکا په ولایت کی یوه سرحدی
ولسوالی ده چی برمل نومیږی دهغی ولسوالی ډیرۍ وګړی
پاکستانی شناختی کارډونه لری هغوی اوسی دافغانستان په
خاوره کی هوا دافغانستان تنفس کوی خوراک او څښاک هم
دافغانستان په خاوره کی کوی خوپه پاکستانیت ویاړی !!!

موږ دپښتونخوا په باره کی ډیر سخت دریځ لرو لکه بیصدا صیب
چی دا دریځ ښه روښانه کړی دی خو دا پوښتنه په کار ده چی ایا هغه
پښتانه څه نظر لری دا حقیقت ما په پښتونخوا کی له ډیری مودی
اوسیدلو وروسته درک کړی دی
دخدای بښلی حمزه شینواری یا د ښاغلی درویش درانی په شعرونو
باید دوکه نشو هغه ددوی دپاکو ضمیرونو نمایندګی کولی شی خو د
دوی دسیمی دپښتنو نمایندګی نده او که وی نو د پنځه سلنی به وی

په مینه


shokoor
22.07.2008

محترمو لوستونکو سلام علیکم
لطف ا لله خان صاحب دا چې د پښتنو یووالي لپاره مونږ افغانان په ټولییزه توګه او مونږ افغان پښتانه په ځانګړیتوګه هسې چې زمونږ هېوادوال بې صدا صاحب او حامد صاحب هم پرې ټینګار کړﺉ دﺉ، تر کومه حده قربانی ورکړې ده او نورې قربانی ته تیار یو ټول پرې پوهېږي.
خبره پدې باندې ده چې هغه اکثریت پښتانه چې د ډیورند د منحوسې کرښې آخوا د پاکستان تر ولکې لانې ژوند کوي څه غواړي؟
ما تر اوسه هیڅکله هم ندي اوریدلي او لوستلي چې دډیورند د کرښې آخوا پښتانه شخصیتونه دا اعلام کړﺉ وي چې دوی پاکستان سره یو ځای ژوند نه غواړي. او یا د دوی ملتپال او اسلامی ګوندونو په اساسنامو کې داسې راغلي وي چې دوی آزاد پښتونستان اویا له افغانستان سره یو ځای کیدل غواړي . دغه ګوندونه او هغو پورې تړلي اویا مستقل سیاسی، نظامی او استخباراتی پښتانه شخصیتونه د پاکستان د فدرالی نظام مهمه برخه وه او اوس هم دي!
دمګړي دوی پدې قناعت کوی که د پاکستان حکومت مهربانه شی د فدرالی نظام په چوکاټ کې د دوی سیمه د صوبه سرحد پر ځای پختونخوا ونومول شی او بس .

زما هیله دډیورند کرښې آخوا پښتنو خویندو او ورونو څخه دا ده چې پدې بحث کې برخه واخلي او خپل دریځ او نظرونه مونږ سره شریک کړي!

په ډېره درناوي


N
22.07.2008

درنګينې غالئ(قاليني) سياست.
.............................................................................................................................................................................................................................................................................................................
په تيرپسي
پښتونستان--ددي سيمي په هکله چي څه ډول دافغانستان څخه بيله شوه, ډيري ليکني
شويدي,خو ډيره په زړه پوري داده چي داسيمه به څه ډول, دچالخوا اوکله بيرته دافغا-
نستان سره يوځاي شي ډيرلږڅه ليکل شويدي. ولي؟ زما په اند هرڅوک غواړي دخپله
پښتنو څخه يوڅه واوري, دلراو برپښتنوڅخه چي دوي خپله څه فکرکوي؟زه به هم ددوي
څخه څوپوښتني ولرم:
-د**ازاد و**قبايلوسيمه په رښتياسره هم دپښتنو غوښتنه ده اوکه دهغوي دغولولولپاره؟
-ايا پښتونستانيان په رښتيا سره غواړي چي دافغانستان سره يوځاي شي؟
-ايا دافغانستان خلک به پښتونستان جذب کړي اوکه به دنورو قومو دبيلتون لړۍ پيل شي؟
داهغه پوښتني دي چي ځوابونه ئي يوازي دپښتنوسره دي.
هغه څه چي زه ئي ويل غواړم دادي چي پښتانه ديوي ستري لوبي سره مخامخ دي. زه ودي
سرلوړي قوم ته يووالئ, پوهه, رښتياته په خلاصوسترګوکتل اوودي ستري لوبي ته تيارئ
غواړم.
په درناوي
ميرمن ي.پ دسهيلي اسيا دچارو کارپوهه, ازاده خبرياله
پاي..


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more