د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

داخوږژبۍ اوزړورشاعرپيژنئ??

رښتینی
03.06.2008

داخوږژبۍ اوزړورشاعرپيژنئ??

[color=darkred:c6f19792fe][size=24:c6f19792fe]دشاعرخوب[/size:c6f19792fe][/color:c6f19792fe]

وايي سوله ليـږ دوي پـري باز روان لكه دتير و
پــر وزريي چا ايسـتلي د كوتري يو تصوير و

چارچاپيره سپي ورغاپي چغي چغي كوري كوري
له كچـکـول نه داني تـويي چي په غاړه دفقير و

دكچكول په ائينه كي و دوراني ماڼۍ عكس
تر ديوال دماڼۍ لاندي يو پاچا و بل وزير و

يو طرف ته دهند پړانګ و پاك په بل طرف ګړنګ و
په د ي منځ كي بوږنـيدونكي ژوند په شاني دكشمير و

يهودانو دام خور كړي وه يي هـره كـړۍ كـوپه
عربان بي غمه ناست وو فلسطين پكي را ګير و

دبغداد په مـنارو كي دايمان كوتري ژوبـلي
دطلسـم زولني وي ټول عراق پكي اسير و

په غرور يي سره برچه كړه پر شهيد عراقي پاكه
صليبي له خنداشين و مست په غوښـه دخنـځـير و

نا اشنا طبيـب وركـړي دجذبي يـوه ګـولي وه
پر زلمي يي تير دا زهر چي کپسول يي داكسير و

دجومات په خوا كي ناست و سري يي سترګـي لكه ويني
بم ييځـان پوري تـړلي غـږ يي خوله كي د تكبير و

يو افغان غازي مي وليد پښي يي پري دروس په ماين وي
امريكي وراچولي په لاسونو كي ځنځير و

ټول عالم يي ننداره كړه مفته مفته تماشا وه
سوي چيغي وي ناري وي د افغان په كور كي وير و

اوپر ټټر يي ورته ايښي پښي د اوسپني فيلانو
غږ په ستوني كي خښ شوي دوجدان او دضمير و

دسهر په بانګ راويښ شو ستړۍ ستړۍ و ټوك ټوك و
كوم شاعر ليدلي خوب و دا معنا دايي تعبيرو


رښتینی
13.06.2008

سلامونه اونيکي هيلي !

دلته خوبيخي تورماښام ده هغه مازديګرۍ اودمازديګر
ياران خويو هم نه ترسترګو کيږي ؟؟؟؟؟؟؟ :?: :?: :shock: :shock:


عصمت الله
13.06.2008

کتابونه کتابونه سلامونه حامد ورور تاسو ته او زموږ د مازدیګري یارانو ته وړاندې کوم
هیله ده چې ټول به سره روغ اوخوشحاله یې
نه پو هیږم چې زه به دې هم د مازدیګری یارانو په ډله کې حساب کړي یم کنه ؟

هو ریښتیا چې تاسو په واقیت سره دې یو زړه ور شاعر شعر مو دلته راوړی زما هم ډیر خوښ ده دغه شعر
مې ډیراوریدلي او په ډیرو ډیرو لوستو ارزی

يهودانو دام خور كړي وه يي هـره كـړۍ كـوپه
عربان بي غمه ناست وو فلسطين پكي را ګير و

خو زه فکر کوم چې دغه یو بیت به یې داسی وی

يهودانو دام خور كړي وه يي هـره كـړۍ كـفر
عربان بي غمه ناست وو فلسطين پكي را ګير و
اوس نو دنورو یاناتو په تمه


رښتینی
14.06.2008

ګرانه عصمت جانه هرکله راشي !

ته خو دوختونوله قيودوپرته ياريي
اوستاسوله سموني مننه

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more