د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د پښتو ژبي slang يا بازاري ژبه

hewad4
28.05.2008

درنو پښتنو!
نېکي هيلي او ښې چاري .
زه د پښتو ژبي د slang په ټولولو بوخت يم او ستاسو ټولو څخه دا هيله لرم چي په دې هکله مرسته راسره وکړئ .
slang يا بازاري ژبه هغه غير رسمي او غير معياري لغت ، عبارت او يا مفهوم دئ چي زياتره د خلګو په وسيله اختراع سوئ وي . په دې پروسه کښي لغات لنډ يا متغير کيږي، يا بل مفهوم ورکوي، يا مبالغه او ظرافت، او تعجيز و تحقير ځني اخيستل کېږي . د غلو ژبه ، زرګري ژبه ، د فقيرانو ژبه ، د قاچاقبرانو ژبه او داسي نور slang بلله کېږي . د بېلګې په توګه : (خر) ، يو حيوان دئ مګر د جاهل او احمق دپاره راځي . بل مثال : (نېخه) په لوېديځه لهجه کښي او (نه يم) په ختيځه لهجه کښي ، چي دواړه د (نه يم خبر) slang بلل کيږي . دا بايد پياد ولرو چي هر ځای او هره برخه خپل ځان ته بېل بېل slang لري .
ستاسو د مرستو په هيله .
[color=blue:ae90352af2]راځئ چي د کورنۍ له غړو نه يې شروع کړو٠
مور،پلار،ورور او خور ته څومره نورې کلمې لرو؟[/color:ae90352af2]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more