د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

دبورا او غوټۍ دميني لنډه کيسه (دسالوليکنه)

salou
11.06.2004

بورا پرغوټۍ باندی خپل زړه بايللۍ ؤ،ځکه به دهغې په مينه کي مست اوسرشار
ؤ٠کړۍ ورځ به يي هغې ته ناز ورکاوه،لوبي به يي ورسره کولي او بدلي به يي ورته
ويلي ٠
دده بدلې دومره ژوندۍ،خوښحالوونکي او په زړه پوري وي چي تابه ويل چي
لکه چي دخزان غم يي هيڅ په زړه کي نه وي٠
نسيم به هرسهارپه سپېدوکي بورا راويښولواوګلشن ته به يي دګلونو په سيل
بيولو٠
داي هم پرګلونومين ؤ، ده هم خپل زړه بايللۍ ؤ او دده مينه هم د بورا له ميني
څخه کمه نه وه ٠
رڼاورځ خو ﻻپريږده ،په توره شپه کي به هم داي دپسرلي په ګلونوکي ګرځيدو
او را ګرځيدو، شوخي به يي ورسره کوله ،پر يوه اوبل مخ به يي ښکولول او ددوی
ښکلې اوپه زړه پوري وږمه به يي شاؤخوا داسی ورو وروخپروله چي تابه ويل
چي عطرونه شيندي٠
شپي اوورځي يوه پر بله پسي تيريدلي٠دپسرلي هم بيړه وه اوپه منډه روان ؤ٠
يوه شپه داسي ژوره خاموشي احساس شوه چي تابه ويل چي لکه چي داټول
کاينات په درانه خوب ويده وي؛ خويوناڅاپه نسيم په غوسه شو٠
نه يوازي دا چي خاوري او دوړي يي زما په صورت او سترګو کي راواچولې،
بلکي د ونو څانګي يي هم يوه پربله ؤويشتې، ډيري څانګي يي ماتي کړي اودډيرو
مرغانو ځالې يي لاندي پر ځمکه را نسکوري کړي٠
په داسي حال کي چي سپيني سپوږمۍ خپل ځان په تورو وريځو کي پټاوه،حيران
وم چي دانسيم څه بلا ؤوهلو ،او ولي دومره په غوسه شو چي دا دشنو ونو څانګي
يي ماتي کړي او ددي ښکلو مرغانوځالي يي ﻻندي پر ځمکه راوغورځولې٠
خداي خبرچي په ګلشن کي به څه ماتم ؤ او دګلونو به څه حال ؤ٠
نسيم له ډير قهر اوغوسي څخه خوټيدو، تاو به شو اوبيابه بيرته راتاوشو٠کله کله
به يي مخامخ زورور باد ته غيږ ورکړه تا به فکر کاوه چي لکه چي غواړي چي له هغه
سره مقابله وکړي٠
پدي عجيبي او حيرانوونکي نندارې باندي بوخت وم چي ناڅاپه دخزان په فکرکي
ولويدم٠پوه شوم چي خبره چيري دۍ اودانسيم ولي دومره په غوسه دي ٠
پر ده باندي دخزان بوي لګيدلۍ ؤ٠
کله چي پر ده باندي دخزان بوي ولګيږي ،نو دګلونو له غمه ليونۍ شي اوپر خپل
ځان نه پوهيږي٠بيا نو نه خپل دوست پيژني اونه هم خپل دښمن٠
پدي ليونتوب سره يي بورا هم له خپل خواږه خوبه راويښ کړ٠
څرنګه چي دشپي ستني دسهارپرلور ورنږدي کيدلي،بوراهم حيرانؤچي پدي نسيم
باندي څه شوي دي٠
ورو ورو يي خپل ځان پرمښوکه باندي وګراوه،شاؤخوا يي وکتل اويوخوږ أواز يي
ؤويلو٠وروسته يي خپل وزرونه وڅڼډل اودګلشن پر لور والؤت٠
بورادميني له نغمو سره دغوټۍ خواته ورغۍ،خوغوټۍ درک نه درلود٠سر يي
وڅڼډلواودواړه سترګي يي ورپولې خودغوټۍ ځاي تش ؤ٠
پداسي حال کي چي پخپلوسترګويي باور نه راتلو،ډيرکښته شواوپورته شو،
ډيري دزړه له سوزه ډکي چيغي اونارې يي پسي وکړې اوچي هرڅومره يي پسي
وژړل،هيڅ هم پلاس نه ورغلل٠
غوټۍ ده ته دده دميني په بدل کي پرخپل ځاي يوازي اويوازي داوښکوشبنم
پري ايښۍ ؤ اوبس٠
ښايسته غوټۍ ﻻړه خودبوراپر زړه يي دتل لپاره داغونه پريښودل٠
له هغه راهيسي هرسهارد سپېدو پر وخت بورا له نسيم سره خبري کوي اوهغه ته
دخپل زخمي زړګي رازوايي٠
دسهارنسيم چي دبورا پرحال ښه خبر دۍ ،داسي په بيړه بيړه ګلونوته ناز ورکوي
او ژرژرددوي مخونه ښکولوي چي ته به وايي چي هرومرو له خزان څخه ډاريږي٠

سالو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more