د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

ده رښتیا ویلي که درواغ؟

محمد علم
23.01.2008

سلام!

عبدالقادر بخارايي ویلي چي :

[color=blue:da6e2cb585]دبخارا ټول خلګ درواغجن دي [/color:da6e2cb585]

دی هم د بخارادی او د بخارا ټول خلګ يې درواغجن بللي دي نو دی رښتیا وايي اوکه درواغ؟؟
ګرانوستا سي دسم اوپوره جواب په هیله


Ghairat
05.04.2008

نبیل خانه سلام !
که عبدالقادر رښتین هغه چاته وایي چې هیڅکله ، په استثنایي حالت کې هم دروغ نه وایي او دروغجن هغه چاته وايي چې هیڅکله او په هیڅ صورت کې هم رښتیا نه وایي نو بیا دوه حالته ممکن دي ، یا نوموړی دروغجن دی او یا رښتبن دی . له دې ۲ حالتونو څخه پرته بل دریم حالت نشته . نو
۱ ــ فرض که چې عبدالقادر پیګیر دروغجن دی :
نو په دې صورت کې دده پورتنۍ خبره هم باید دروغ وي، ځکه نوموړی رښتیا نشي ویلی ، نو که چیرې په رښتیا د بخارا ټول خلک دروغجن وای، دۀ به برعکس رښتین معرفي کړي وای او که دروغجن نه وي ، دۀ به د پورتنۍ ادعا په څیر دروغجن معرفي کول لکه چې دروغجن یې معرفي کړي هم دي ! یعنې پورتنۍ ادعا دروغ ده !

۲ ــ فرض که چې عبدلقادر تل رښتیا وایي :
په دې صورت کې دپورتنۍ جمله هډو امکان نه لري، ځکه دۀ د بخارا [color=yellow:87c68946dd]ټول [/color:87c68946dd] وګړي دروغجن بللي او دئ پخپله هم د بخارا اصلي اوسیدونکی دی ، نو په دې صورت کی باید با دی هم دروغجن وي چې نتیجه یې
د لومړني حالت سره یوشی کیږي . او یا که دروغجن نه وي ، نو بیا یې دا پورتنۍ ادعا لکه چې وشودل شوه هډو امکان نه لري او په دې شکل دروغ ده !
د بخارا ټول خلک دروغجن بلل په دواړو صورتونو کې دروغ دي!


مازدیګر
06.04.2008

سلام علیکم

زه نور نه یم خبر خو چې څوک دبخارا نوم واخلی
ماته د امام بخاری نوم رایاد شی دامام صاحب هغه
احسان می رایاد شی چې دنړۍ ټول مسلمان یی د قیامت تر ورځی پوروړی دی
بس ددی یوه شخص له امله دی ټول هیواد ته په درنه سترګه ګورم
او خدای شته که ددی ورور داخبره راباندی بیخی ښه لګیدلی وی
په احترام


Ghairat
06.04.2008

مازيګر صيب تاسې ته دې خدای ډیر اجرونه درکړي، خو دا یو اړ دی او حلول یې یو ذهنی شغل ، نو د بخاراسره هیڅ تړاو نه لري، که د بخارا پر ځای یې ډهلی یا تهران هم ښودلی وای بی تفاوته وه .


محمد علم
10.04.2008

درنوښاغلوغیرت صاحب اومازیګرصاحب ته سلامونه

له لیکنوڅخه موډېره ډېره مننه
غیرت صاحب ! دغه معما یوچاراڅخه پوښتلې وه، ماورته وویل چي دامعما بې
معناده اوواقعیت یې حقیقت نه لري چي که هرڅومره یې شنې نتیجه یې نه راوزي
ځکه له درواغوڅخه رشتیاجوړیږي اوله رشتیاڅخه درواغ جوړیږي، اولکه
تاسوچي هم لیکلی دي،ستاسو په لیکني سره نورډاډه سوم چي رشتیاهم دابل حل نه
لري.

[quote:cfed279369="Ghairat"]
د بخارا ټول خلک دروغجن بلل په دواړو صورتونو کې دروغ دي![/quote:cfed279369]

مازیګرصاحب! خدای سته که مي داستاپه لیکنه سر خلاص سوئ وي ، ځکه
ستاسولیکنه دغیرت صاحب دلیکني چي وروسته ده برعکس نتیجه ورکوي،
یاداچي زه نه یم پوه سوئ خوکه یوڅه روښنایي پرواچوئ اوبیابه نوستاسواندېښنې
ته جواب ولیکلای سم.
[quote:cfed279369="مازدیګر"]سلام علیکم

زه نور نه یم خبر خو چې څوک دبخارا نوم واخلی
ماته د امام بخاری نوم رایاد شی دامام صاحب هغه
احسان می رایاد شی چې دنړۍ ټول مسلمان یی د قیامت تر ورځی پوروړی دی
بس ددی یوه شخص له امله دی ټول هیواد ته په درنه سترګه ګورم
او خدای شته که ددی ورور داخبره راباندی بیخی ښه لګیدلی وی
په احترام[/quote:cfed279369]

په درناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more