د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

پرهیز له درمل نه ښه ده

منلی
18.07.2006

دناروغی درملنه کول .هڅکله دناروغی نه دځان ژغورلو برابر کیدی نشی . ولی چی هروخت درمل هم کامیاب نه خیژی .

دجوړتیالپاره او ل شرط پاکوالی ده بایدمونږ له هرڅه اول اهمیت پاکوالی ته ورکړو کومه سرمایه چی مونږ په ناروغیو لګوو که ددی لږ برخه دځای ،آبو اونورشیانو په پاکوالی مصرف کړو فایده به یی زیاته وی .

که چیری مونږ خپل روغتیااوپاکوالی ته پاملرنه وکړواو همداسی حکومتی اداری پاکی هوا ،خواړو او اوبو ته توجه وکړی . هغه په لکاوو، میلنونو ،اوکروړنو افغانی چی مونږ په ناروغیولګوو هغه به مونږدخپل کوچنیانو دښوونی اوروزنی اودراتلونکی ښه ژوندلپاره بچت وی .


خیریوسی
19.07.2006

زخمی صاحب السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ستاسو خبره بلکل پر ځای ده دسالم صحت ساتلو دپاره دغه شپږ سببونه دی چی دانسان پر صحت ډیره اغیږه لری که غواړی چی د هغو ښپږو سببونو سره اشنا شی دا لاندی پیوند کښیکاږه د (( کتاب خفی علایی دسید اسماعیل جرجانی تآلیف )) په فاړسی مطالعه کړه او که څوک وخت ولری هغه و پښتو ژبی ته وژباړی ډیر به ښه وی

http://www.elib.hbi.ir/persian/JORJANI_KHOFE_ALAEI_EBOOK/JORJANI_KHOFEALAEI9.ht.htm#TOP

ورور مو ابو محمود


خیریوسی
19.07.2006

بخښنه غواړم پیوند په لاندی ډول دی

http://www.elib.hbi.ir/persian/JORJANI_KHOFE_ALAEI_EBOOK/jorjani2.htm

مینه


خیریوسی
19.07.2006

محترمو لوستنكو السلام عليكم وورحمة الله وبرکاته
یوه یهودی وسیدنا علی رضی الله تعالی عنه ته وویل چی ستاسو په کتاب هر څه نازل شوی لاکن دطب په باب څه پکښی نشته سیدنا علی رضی الله تعالی عنه دا ایات شریف كُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ ورته ووایه او وویی ویل چی ټوله طب هم په دغه ایات شریف دی
{يَا بَنِي آدَمَ خُذُواْ زِينَتَكُمْ عِندَ كُلِّ مَسْجِدٍ وكُلُواْ وَاشْرَبُواْ وَلاَ تُسْرِفُواْ إِنَّهُ لاَ يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ }الأعراف31
ژباړه : ای دادم زامنو واغوندی تاسو جامی خپلی په نزد دهر لمانځه او خورئ او څکئ او اسراف مه کوئ بیشکه چی خدای دوستی نه کوی له اسراف کونکو سره ( تفسیر دار منګی )
اسراف کول دادی چی بنده حرام شئ حلال وګڼی یا له حلالو وحرامو ته ورتیر شی یا دومره ډیر وخوری چی بد هضمه شی نو ددی څخه دا معلومه شوه چی ډیر خوراک او دحرامو خوړل دناروغیو سبب دی
او په بل حدیث شریف کی راځی وایی تاسو معده دری ځایه کړی یوه حیصه یی دډوډۍ اوبل حیصه یی داوبو او دریمه حیصه یی هوا ته پریږدی

زخمی صاحب وپرهیز ته اشاره کړیده دده دخبری سره سم علما هم داسی وایی چی زموږ دبدن وینه پر څو ډوله ده ( A,B, AB, O ) چی هر ګروپ یا څنی دهغو څخه دیو ډول غذا سره تضاد لری که هغه خوراکی وخوری سړی ناروغه شی

که وخت یاری وکړه په لنډول به یی درته ولیکم
مینه
ابو محمود


خیریوسی
21.07.2006

محترمو لوستونکو السلام علیکم ورحمة الل وبرکاته
لکه څنګه چی می مخکی ذکر کړه دوینی ګروپ ( ( A,B, AB, O دځینو خوراکی توکو په خوړولو سره وجسم ته فایده او نوربیا ضرر پیښوی په لاندی ډول دی :

دA ګروپ :

هغه کسان چی دوینی ګروپ یې A وی څه ډول غذ اباید وخوری اودڅه ډول غذا څخه پرهیز وکړی
دA ګروپ والا کس به د ډیر ښه صحت خاوند وی چی هغه خواړه وخوری چی وده ته زیان نه رسوی او دهغو خوړو څخه پرهیز وکړی چی ده ته زیان رسوی دA ګروپ مخالف دO دی دغوښو په خوړولو کی ولی چی د A ګروپ ولا دغوښو خوراک تکلیف ورته پیښوی او لږ حرک اوکم طاقته وی نسبت وبروتیناتو ته دترکاری دAګروپ په جسم کی اوبه ساتی او دOګروپ غوښی سوځی لکه لرګی چی اور سوځی بیله څه زیانه وجسم ته نو دA ګروپ غوښی او غوړ په جسم کی ساتی نو دا هم سبب دی چی دAګروپ والا بدن غټیږی لاکن د Oګروپ والا دپاره ښه غذا ده ولی چی غوښی په اسانی سره هضمولای شی نودO ولا ګروپ په بدن کی تروشکی پیداکیږی ولی چی غوښی په اسانی سره هضمیږی بیله کوم مشکل نه لاکن دA ګروپ والا دمعدې تروشتکی ډیره کمه وی نسبت دO ګروپ والا ته
اوس به دهر ګروپ سره مناسب خوراکی توکی او هغه خوراکی توکی چی وهغه ته تکلیف رسوی په لاندی ډول بیان کړو

* هغه غذ ا چی A ګروب والا ته څه تکلیف نه پیښوی په لاندی ډول دی :

دغنمو خوراک دی وکړی خو ډیر دی نه خوری ولی چی په پلو او دجسم په نورو برخو کی تروشکی پیداکوی لاکن د O ګروپ ولا ددی خلاف دی ولی چی دهغه وجسم ته ډیره فایده رسوی او ترویشکی هم نه پیداکوی او دA ګروپ ولا ته په کار دی چی لږ خوراک وکړی او هغه خوراک چی غوړ پکښی لږ وی لکه ترکاری ، غله دانی ، چی د هغو څخه وجسم ته ډیره فایده رسیږی

* هغه خوراکی توکی چی دA ګروپ والا جسم غټوی او ژریی نشی هضمولای باید پرهیز څنی وکړی لکه:


، توری غوښی ، اینه ، زړه ، سویې ، خنزیر ، هیلۍ ،ګمبری،دغوایی غوښی ، چونګښه ، چنګاښ ، شنه کبان ددریاب پیشو ، پیسته ، کاجو ، فاصولیا ،دکامل غنم ډوډی ، او پروتنی ډوډی ، او هغه خوراکی توکی چی په بازارکی تیاریږی ، سپین اوړه ، او هغه مکرونه چی دپالک، سوجې ، او کامل غنم څخه جوړه شوی وی ، ګمبری ، چنګاښ او شنه کبان ، مرچک ، پټا ټې ، رومیان او یمنی پټاټی ،تور زیتون ، مالټه ، کیله ، نارنج ، خټکۍ ، ام ، هر ډول سرکه ، کاتشف ، مایونیز ، توری چای ، چای لیبتون ، ګازی اوبه لکه ببسی ، بیره ( داوربښو اوبه ) سوډا ، شیدی او دهغو څخه جوړسوی توکی چی غوړ نه وی ځنی جدا شوی ، فاصولیا ، غنم ، بادام ، دغوایی او اوزګړی غوښی ، امریکی پنیر ، شین پنیر، پیروی ، پنیر شیدر کوتنج ، ایسکریم ، پنیر بارمیسان ، او هغه شیدی چی دهغه څخه پیروی او غوړ نه وی جدا شوی ، دجواری غوړی ، دبادام غوړی ، دلمر ګولی غوړی او هغه کسان چی دځیګر حساسیت لری هغه دی دکامل غنم ډوډی نه خوری سربیر پر دی باید سپورټ هیر نه کړی لکه تګ ، اوبازی او نور او هر سهار دنیم کوچنی لیمبو اوبه په یو ګیلاس تودو اوبو کی وچښی

* * هغه خوراکی توکی چی دA ګروپ والا ته ډیر زیان نه لری لکه :

هغه خوراکی توکی چی دجوار ، اوربوشو ، او ورجو جوړ سوی وی ،اوربشنه ډوډۍ ، سوړسک ، دمیږی شیدی ، دمیږو پنیر ، مستی چرګ ، ترکی چرګان ، او دچرګی چیچیان ، کبان ، تونه ، ترکاری ، اوږه ، زردکی ، غټ کډو ، پالک ، کرم ، پیاز ، بینډی ، کاوو ، ملۍ ، بقدونس ، سری ملۍ ، بادرنګ ، او په ترکاری کی دی تریخ مرجک او بانجڼ نه خوری ، انګور ، شفتالو ، انځر ، توت ، الوبالو، لیمبو ، دمیوو مربا ، اناناس ، کشمش ، زردالو ، مڼه ، تازه خورما ، امرت ، کیوی ، هندوانه ، ځمکنی توت ، مربا ، جیلی ،البخارا ، دانارو روب ، شونډ ( ادرک )، لونګ ، ادوه ، نعناع ،بقدونس ، زعتر ، ګبین ، ځیره ، سپینه او ژړه بوره ، مالګه ، شنې چای ، دنعناع چای ، قهوه ، کافی دزیتون تیل ، د مالوچو تیل ( غوړی ) دکازرو اوبه ، دالو بالو اوبه دګریب پروټ اوبه دانا ناس اوبه ، دالوبخارا اوبه دلیمبو اوبه په تودو اوبو کی ، دمڼې اوبه ، دبادرنګ اوبه


دBګروپ

دB ګروپ دO په شان دی دناروغیو په مقابل کی مقاومت کوی ولی چی مناعه یی ډیره ده او ناروغې یی هم ژر جوړیږی دB ګروپ والا که دهغه ضررناکه خوراکی توکو څخه ځان منع کړی عمر یی ډیریږی هغه څه چی دB ګروپ والا بدن غټوی هغه جوار ، غنم ، دال ، بادام ، او کونجتی دی

* هغه خوراکی توکی چی دB ګروپ والا جسم غټوی او ژریی نشی هضمولای باید پرهیز څنی وکړی لکه:

جوار ، دال ، لوبیا ، بادام ، کونجتی ، غنم ، خنزیر، هلۍ ، چرګ ، زړه ، ګمبری ، چنګاښ ، شنه کبان، ایسکریم ، شین پنیر ، دکونجوتو تیل ، دلمر ګولی تیل ، دجوار ی تیل ، کاجو ، بادام ، د لمر ګولی زوڼی ، دکډو زوڼی ، افو کادو ، زیتون ، کډو ، رومیان ، انار ، کوپړه ، تور مرچ ، ادوه ، نشا ، کاتشف ، سوډا


** هغه خوراکی توکی چی دB ګروپ والا ته زیان نه لری لکه :

ترکاری ، هګۍ ، غوښه ، اینه ، چای ، دشیدوڅخه جوړ شوی خوراکی توکی چی غوړ ځنی لیری شوی وی ، دپسه غوښه ، دسوۍ غوښه ، دغوایی کوفته ، دپسه بنیر ، پیروی ، پنیر کریم ، شیدی ، دزیتونو تیل ، دمالوچو تیل ، مکرونه ، ګازری ، بانجڼ ، غټ خواږه مرچک ، بقدونس ، پټاټه ، ملۍ ، بینډۍ ، پیاز ، کاوو ، کیله ، الوبالو ، انګور ، اناناس ، مڼه ، شفتالو توت ، خورما ، هندوانه ، مالټه ، زردالو ، کشمش ، انځر ، ګریب پروټ ، کیوی ، امرت ، لیمبو ، آم ، هر ډول خټکۍ ، ځمکنی توت ، ادرک ، اوږه ، ګبین نعناع ، زعتر ، سره مرچک ، سپینه او ژړه بوره ، سرکه ، توری چای ، شنی چای


مجاهدکنوازي
03.04.2008

د بحث ټولو درنو ګډون کوونکو او لوستونکو ته ډير سلامونه!

وایی چې ژبه د افهام او تفهيم وسيله ده، د همدې له پاره پيدا شوې او په همدې لوری کې بايد وده وکړی، چې د امکان تر حداو اندازې د زياتو خلکو ترمنځ افهام او تفهيم آسانه کړی، نه داچې داسې «نوښتونه» پکې راشی، داسې لغتونه او اصطلاحات پکې وکارول شی چې د افهام او تفهيم ستونځې ډیرې کړی. د لغاتو او اصطلاحاتو معنی د ټولنيزو قراردادنو او توافقونو له لارې ټاکل کيږی. که له مونږه پخوانيو انسانانو «ډبره» لرګی او «لرګی» ډبره نومولې وای، اوس به مونږ هم په همدې نامه يادول. په ځينو حالاتو کې د زمانې په تېريدو او د شرايطو په اوښتو سره د ځينې لغاتونو او اصطلاحاتو مفهوم او معنې هم بشپړيږی، نويې محتوا اخلی ، تغير کوی او يا يې په ټولنه کې له اخلاقی، دينی ، سياسی او نورو کلتوری معيارونو پر اساس د مفهوم ځای بدليږی. ځينې منفی اصطلاحات ځانته مثبت خاصيت نيسی او ځينې مثبت خاصيتونه په منفی اوړی.
په دينی علومو کې ډیر داسې جنجالمن اصطلاحات شته، چې ځينې يې په يوه او ځينې نور يې بيا په نورو مفهومو کاروی او د هغو په تعريف باندې توافق نه وی. د مثال په ډول، که د«روح» اصطلاح په نظر کې ونيسو، مختلفې دينی او مذهبې ډلې ورته مختلفې معناوې او تعريفونه ورکوی، په يوه تعريف يې موافقه نه ده شوې او په دې اړه ګډوډی لا تراوسه جريان لری. هغه د چا خبره، روح لا تر اوسه چا سم نه دی تعريف کړی.

بنسټپالنه او فانډمنتاليسم هم يوه همداسې جنجالمنه ، نسبتا نوېې اصطلاح ده، چې دزمانې په اوږدو کې يې معنی او تعريف تغير کړی او لا تر اوسه پورې يې هم نوی تعريف پوره نه دی خپور شوی او په لازمه توګه يې د نړيوالو او په تيره بيا د ځينو مذهبيونو او په خاصه توګه د معمولی مسلمانانو اذهان نه دی تسخير کړی. په غالب نظر چې د فانډمنتاليسم دې نوی تعريف په علمې،دينی او سياسی کړيو او مؤسسو کې ځای نيولې او رواج يې موندلی دی. په تدريج سره به په دينی مخالفو حلقو اوعوامو کې هم همدا تعريف خپله لاره خلاصوی، خو په ځينو ځایو کې به له ډيرو او په ځينو ځايو کې به له کمو ستونځو سره مخامخ وی. بده به نه وی که موږ دلته د فانډمنتاليسم د اصطلاح د رامنځته کېدو او د هغو تاريخی پس منظر ته يوه لنډه کتنه وکړو:

د نولسمې عيسوی پيړۍ په آخرو او د شلمې عيسوی پيړۍ په اوايلو کې د فانډمنتاليسم اصطلاح د امريکا د متحدو ايالتونو د عيسوی دین د پروتستانو د مذهب د پيروانو ترمنځ په عيسويت کې د آزادۍ او تمدن دميلان د پرمختګ پر ضد د يوه پرشاتلونکی (عقبګرا)، محافظه کار او ارتجاعی جنبش له پاره استعمال شوه. د پروتستانتانو دا جنبش په عيسوی دين کې د تمدن، آزادۍ او د علمی اکتشافاتو په اړه د دين د تحمل او بردبارۍ د ميلان او رواج په وړاندې را پیدا شو. دا جنبش د هغه وخت د نورمال او معمول عيسويت په وړاندې ، چې په خلکو کې خپور ؤ، راپورته شو. په معمول او رواجی عيسويت یې داسې حملې شروع کړې، چې ځينو فکر کاوه، چې دا د عيسوی دين څانګه نه، بلکې بيخی يو نوی دين دی. دوی يوه خپله ډيره مهمه نشريه چې مصارف يې کوم سرمايدار ورکړی ؤ او په میليونونو کاپۍ يې په وړيا توګه په روحانيونو اومحصلينو وويشلې دFundamentals: A Testimony to the Truth
(د حقيقت د بيان بنسټونه) تر نامه لاندې خپره کړه. همدا ليکنه په لنډه توګه د Fundamentalsد (بنسټونه) په نامه مشهوره شوه او د هغې پر اساس همدې حرکت د fundamentalists فانډمنټاليست يا بنسټپالونکی نوم واخيست او تيوری يې په fundamentalism فانډمنټاليسم يا بنسټپالنه مشهوره شوه.

په دې ډول د فانډمنتاليسم هغه لغوی معنی چې د اصولويا بنسټونه پالل کيدای شوای، نوره له همدې ځايه په نويې اصطلاح واوښته او ځان ته يې نوی محتوا او تعريف وموند. د وخت په تيرېدو ، د اوضاع له نوی انکشاف او نويو اجتماعی- سياسی حوادثو سره يوځای د فانډمنتاليسم د اصطلاح منځپانګه نويې، غنی او تکميله شوه، تر څو چې دې اوسنی حالت ته راورسيده.

هغه عيسوی پروټسټانتی ريفورميستی نهضت چې خپل اساسی تیزسونه يې «د حقيقت د بيان د بنسټونو» په نامه ياد کړل او وروسته يې د خپلو طرفدارو ژورنالستانو او ليکوالو له خوا په لنډه توګه د بنسټونو نوم ونيو او له همدې نامه څخه بيا دا جنبش د فاندمنټاليسم يا بنسټپال په نامه ياد شو، په نشر شوو مشهورو «بنسټونو» کې يې څلورو شيونو ته زيات پام ورګرځولی ؤ، یا په بل عبارت سره ، دې ارتجاعی ريفورميستی نهضت څلور مهم بنسټونه درلودل.
اول : د انجيل د مقدس کتاب په تحت اللفظی او ټکی په ټکی (نه په استنتاجی) صحت او رښتينوالی يې ټينګار کاوه او په دې عقيده ؤ چې ددې کتاب هر حرف او جمله په همغه ډول چې ليکل شوې، کلمه په کلمه د تطبيق وړ او له هر ډول سهوې او خطا خالی دی.
دوهم: د ټولو هغو موجودوعصری دينی علومو محو او له منځه وړل چې تر اوسه پورې يې رواج درلود او د دوی په نظر د انجيل شريف سره يې ټکی په ټکی انطباق نه درلود.
دريم: دوی په دې عقيده ؤ چې هر هغه څوک چې د دوی د نظر نه يوې او يابلې خواته ميلان لری او د دوی په مستقيم خط روان نه دی، نو عيسويان هم نه دی او دين ته خاينان دی.
څلورم: دوی د دولت او کليسا ترمنځ د بيلوالی او مدنی ژوندانه دحقوقی نظم سره مخالف ؤ او په دې يې ټينګار کاوه چې کليسا او دولت د سره يو شی او یا دا چې دولت بايد د کليسا تر کنترول او لاس لاندې وی.

سره له دې چې دوی خپل تيوريکی «بنسټونه» په احتياط سره په ملايم ډول فورمولبندی کړی ؤ ، خو بيا هم د هغو له جملو او محتوی څخه د هغوتر شا پټ اهداف او عملی نتيجی ليدل کېدلای شوای. ددې بنسټپالو اصلی څيرې د هغوی د «بنسټونو» نه زياتې بيا د دوی د اعمالو په نتيجه کې ولسونو ته څرګندې شوې. دوی د هرې مدنی پديدې سره ضديت کاوه او په ټولنه کې يې تشنج، ناآرامی، بې اتفاقی او وهم او ترس را پیدا کاوه.
دوی داسې تبليغ کاوه چې وخت آخر دی، قيامت ډير رانږدی دی او د عيسويت دين د امحاء او نابودۍ په خطر کې دی. له دې کبله بايد رښتينی عيسويان هر هغې سوله ايز يا قهری عمل ته لاس واچوی، چې د عيسويت دين له نابودۍ او امحاء څخه وژغوری.
دوی له يوې خوا خپلو پیروانو ته داسې روحيه ورکوله چې مطلق حق د دوی په خوا دی او له بلې خوا يې ورته تبليغ کاوه چې عيسوی دين ، دا دنړۍ یوازينی د خدای له خوا را ليږل شوی او ثابت شوی حق او حقيقت، د ورکوالی او له منځه تلو په خطر کې واقع دی، چې ساتنه يې د موږ عيسويانو دینی وجيبه او عبادتی ثوابی کار دی. دې روحيې او دې ډول تبليغاتو د فانډمنتاليسم طرفدار عيسويان له عصبی تشنج او روحی ناقراريو سره مخامخ کول. دوی يې د دوی په نظر د عيسوی دين د مطلق او يوازينی حق او رښتينتيا په منطق د نورو اديانو او باورونو په وړاندې متعصب او فناتيک روزل، له ټولو نورو عقيدو او اديانو څخه يې کرکه او نفرت لاره، دهغو سره منطقی بحث او د هغوی د خبرو اوريدو ته نه ؤ چمتو او له هغوی سره يوځای ناسته او ولاړه يې حرام او ناروا بلل. له يوې خوا به ډار اخيستی ؤ، چې دين یې د امحاء په خطر کې قرار لری او له بلې خوا يې فکر کاوه چې ټول هغه انسانان چې ددوی له باورونو سره سل په سلو کې جوړ نه ؤ، منحرف، بې دينه کافر او له لارې وتلی دی او بديې ترې راتلل، نو ځکه یې د هغو په وړاندې کينه لرله او د حلم او زغم لرلو توان يې ترې اخيستی ؤ. دوی عصبی مزاجه، فناتيک، ورانکاره او زورزياتی ته تيار ؤ. د خپلې عقيدې د نجات او خپرولو له پاره يې له هرډول ترور او وحشت څخه مخه نه اړوله. د نوروعقيدو د څښتنانو وژل او ځورول يې د خدای په لارکې عبادت او پر ځان لازم عمل ګاڼه. هر چا او هر بل عيسوی به چې د دوی په زړه او نظر جوړه خبره او عمل نه کاوه، هغه یې دين ته خاين، منحرف او کافر باله.

دوی داسې غير واقعی او توهمی افکار خپرول چې د نورو عقيدود څښتنانو په وړاندې زغم او تحمل ناروا دی. د دولت او کليسا (د دين او دولت) جدايی او متمدن ټولنيز سيستم يې د عيسويت زوال باله. مدنيت يې د خپلې عقيدې سره په ټکر کې باله او داسې فکر او باور يې لاره چې د نورو په وړاندې تحمل او بردباری د دوی عقيدې ته د خيانت او له خپلو دينی او عقيدوی «بنسټونو» څخه لری والی او پردی کيدلو ته زمينه جوړوی.

په دې ډول د کلونو په اوږدو کې په سياسی، اجتماعی او دينی علومو کې فانډمنتاليسم په اصطلاحی لحاظ ځان ته نوی تعريف وموند او په علمی، سياسی او دينی مؤسسو، محافلو او کړيو کې په امريکا، اروپا، آسيا ، افريقا او استرالياکی قبول او ومنل شو او خپل ځای يې ونيو.
اوس نو موږ ټولوته لازمه ده چې هغه داسې استعمال کړو چې د نورو تر منځ په علمی، سياسی، دينی او اجتماعی علومو کې قبوله شوی او چې له نورو سره زموږ افهام او تفهيم آسانه کړی، صرف نظر له دې څخه چې د چا له خوا، په کوم ځای کې او په څه ډول منځ ته راغلې ده. که چيرې داسې علمی، تحقيقاتی مؤسسې د کافرو او يا مسلمانو، د افغانانو اويا خارجيانو، د عربو او يا عجمو له خوا را پيدا شوی، چې د هغی تعريف ته یې تغير ورکړ، بشپړ يې کړ او هغه يې په نړيواله سطحه د علمی او دينی مؤسسو ترمنځ د قبول وړ وګرځاوه، نو بيا به موږ هم د افرادو په حيث د هغې تعريف په نظر کې نيسو او همغسې به يې کاروو. خو تر هغې وخته ددې نویې اصطلاح سره مخالفت او يا هغو ته بل ډول تعريف ورکول هسې پخپل منځ کې او هم له نورو سره په افهام او تفهيم کې د غير لازمی ستونځو را پيدا کول دی. د فانډمنټاليسم اصطلاح له مونږه مخکې نورو کسانو په مشخصو شرايطو کې په همدې ډول تعريف کړې،د هغو نه منل او په دې اړه جنجال کول بې ګټې دی. له هغې څخه سترګې پټول او د هغې خواته نه کتل هم د پرابلم د حل لار نه ده.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more