د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دښځي وهل او ټکول روا دی؟ د ډيرو خلکوسوال دی

ع کريم حليمي
11.03.2004

ګرانو خوندو او وړونو سلام !
ډير داسی وړونه سته چه خپلی ښځی وهی او ټکوي ٠ او خپل حق ئی ګڼی ٠
د اسلام دين يو طبعی دين دی ٠ ښکنځل،جنګ،وهل د ژوند جوز دی٠ خوشحالی،خوابدئ،هم دژوند جوز دی٠
ښه ،بد،خيانت،صداقت هم د ژوند جوز دی ٠ او خندا ، ژړا هم د ژوند جوزونه دی ٠ چه بعضی ئی ښه او بعضی ئی بد دی ٠ که کوم جوز دژوند کم سی يا ورک سی دژوند بالانس خرابيږئ٠
نو طبعی دين و طبعی حالاتو او اعمالوته قانون قوانين لری ٠ په هر طبعی دين چه د بندګانو قانون ګډ سی پسله
لږه وخته غلط سی بيا خلک عمل نه په کوي لکه عيسايانو چه دعيسی عليه السلام په طبعی دين (کتاب)خپل د ځان قوانين ګډ کړې دی ٠ چه په بايبل ئی داسی ور زيات کړی دی ((که چا پر راسته باړخو په چپلاخه و واهلاست
دستی د مخ چپه باړخو ورته راوګرځوئ چه پر چپه باړخو مو هم و وهی ))
چه په اؤس عصر کی دا قانون ډير غلط دی او غلت وو ٠ هيڅ وخت عمل ندی په سوئ ٠ او نه به په وسی ٠
او نه عيسی ع داسی ويلی وه ٠ ولی چه طبعت ئی نه منی ٠ او هر عمل چه حرج وی دين نه دی ٠
په مقابل کی اسلام داسی دی ٠ که څوک چاته ښکنځل وکړی اسلام دا حق درکوی چه ښکنځلو جواب په ښکنځو ،
ورکې په شرط د دئ چه بالابود به نه پکښی کوي ٠ او که دی جواب ور نکئ ملائکه ئی جواب ورکوی ٠ او الله ئی
اجر درکوی چه جواب دی ورنکړئ ٠ نو دغه يو طبعی قانون دی ٠ او د دنيا تر اخيره به صحيح وي ٠
اؤس راځو د ښځی وهلو ته چه اجازه سته کنسته ؟
بسمه تعالی ٠ والتی تخافون نشوزهن فعضوهن واهجروهن فی المضاجع واضربوهن فان اطعنکم فلاتبغوا عليهن سبيلا ان الله کان عليا کبيرا :!:
ترجمه ٠ او هغه ښځی چه بيريږئ تاسی د دوی نه نو نصيحت وکړئ دوی ته او پريږدئ تاسی دوئ (خپلی شاوي ور ته وګرځوئ ! ) د خوب په ځای کی (که په نصيحت هم سمی نسوئ ) او ووهی تاسی دوی :!:
خبره داده چه و ئی وهی ٠ يعنی پر څه ئی و وهئ ٠ چه بدلغامه وي ، بدخرځه وي ،اوړه ځنی سورکه سوي وي ،
کور ئی نوی پاک ، خواښی ته ئی بدی خبری کړي وي ، ديک ئی سوځلئ وي ، ٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ وغيره باندی
دوهلو حق ئی نسته ٠
که دښځی خاوند پر دئ وبيريدی چه ښځه می په بل سړئ پسی کرځی يا وبيريدی چه دبل سره اشنايی شروع کوي٠او کار دميړه چه دی هغه نصيحت دی ٠ ولی چه نصيحت نه ناکامی لری او نه ستړی کيږئ ٠ پوهان خلک ډير ښه
نصيحت کولائ سی او هم ډير ٠ د نصيحت اندازه نده معلومه ٠ خو ترفی دميړه او ماندی دری مياشتی په بر کی
نيسی ٠ که دچا نصيحت فايده نه کوي ترپيست (ډاکتر)د پاره پيسی هم نلری نو بيا دی دښځی يوازی مور او پلار
را وه غواړې چه هغوئ نصيحت ورته وکی ٠ که دغه هم فايده وه نکړه ٠ ځای دی جلا کړی ٠ که دغه هم فايده
ونکړه نو د داسی وهلو حق لری چه ابيوز پکښی نوی ٠ ابيوز هغه وهلو ته وايی چه د زړه په زور وهل وی يا هغه
وهل چه پر بدن ئی ټاپه پاته سی (abuse )
او طبعت داسی دی که ميړه اوماندنه دواړه عقل ونلری داقرأق د دوی د پاره ندی او قرأن دوی ته خطاب نه کوي ٠
يعنی (فيه هدی للمتقين ) که څوک ښه زړه ښه ضمير نلری ٠ نو د قرأن نصيحت هم دغه انسان ته ګټه نه رسوی
نوټ ٠ هغه ځوک چه هيڅ عمل ئی پر قرأن او سنت نوی برابر هغه په ضلالت کی دی ٠ ايمان ئی په شک کيدی ٠
ښځی چه په يورپي وطنو کی ژوند کوي ٠ د اسلام په نامه دی وهلو ته دی ځان نه نيسی او طلاق حق لری٠
اوله درجه هغه ښځه چه پر بدن ئی د وهلو داغونه پاتسوی وي ٠ هيڅ مسلمانی او مسلمانته حق نسته چه ظلم
و زغمی ٠ او ياظلم وکړی ٠
ښځه يوازی حق لری چه فرائض پر ځای کړی ٠ د ميړه خدمت ئی هم د ډيرو لويو عباداتو کی حسابيږی ٠

حليمي

Re: دښځي وهل او ټکول روا دی؟ د ډيرو خلکوسوال دی

لونګين
04.06.2004

وروره ښځو په ارپا کې داسې کارونه وکړه چې قسم په خدای دی چې د الفليلا په کتاب کې مې هم ندي
لوستلې خو البته ټولې ميرمنې خرابې هم ندي چې ښه کورنۍ او ښه مور او پلار ولرې.
ډيره ازادي زمونږ او تاسو لپاره ښه ندی
تور لونګ

[quote:242dabd308="abdul karim Halimi"]ګرانو خوندو او وړونو سلام !

حليمي[/quote:242dabd308]

Re: دښځي وهل او ټکول روا دی؟ د ډيرو خلکوسوال دی

Ghairat
11.06.2004

[quote:74d1d02be4="لونګين"]
وروره ښځو په ارپا کې داسې کارونه وکړه چې قسم په خدای دی چې د الفليلا په کتاب کې مې هم ندي
لوستلې خو البته ټولې ميرمنې خرابې هم ندي چې ښه کورنۍ او ښه مور او پلار ولرې.
ډيره ازادي زمونږ او تاسو لپاره ښه ندی
تور لونګ

[/quote:74d1d02be4]
منلی لونګين صيب ، له سلامونو وروسته به غرض وکړم ، چې د ښځو او نرانو تر منځ په هره برخه کې ، که آزادي وي او که مسووليت، هغه وخت بي عدالتي او نامساوات او توپيرونه له منځه تللي وي چې هيڅ سړی نور پر دې نه وياړي چې (( ښه دی چې دی ښځه نه، بلکې سړی دی)) او هره ښځه هم پر دې و وياړلی شي ښځه ده او سړي تر خپل څان څخه لوړ، زيات او بختور ونه بولي !
اوس به راشو دېته، چې اروپايي ښځو له آزادۍ څخه ډيره سؤ استفاده کړې که نه. زه وايم داخبره هغه وخت سمه ده ، يوه ناسمه او ناحقه خبره مو وار د مخه منلی وي: که سړي هرڅومره بد کوي او له آزاديو څخه هر څومره ناوړه ګټه پورته کوي، کوي دي خو ښځه يې بايد و نه کړي ، که نه ملامته او ګناهګاره پيژندل کيږي. که نه نو ښځې خو اروپاکې هم له سړيو پرته هيڅ کوم عمل ناوړه عمل نشي تر سره کولی ، هره ناوړه استفاده له ښځو څخه تل نارينه و کړې ده . اوس هم په اروپا کې ښځې نه دي چې د سړيو پسې منډې وهي، بلکي سړي دي چې دښځو پسې ځغلي . له ازاديو څخه د ناوړې استفادې کولو مبتکرين سړي دي ، نه ښځې، او ښځې تل د نارينه و له خوا دغسې سواستفادې ته رابلل کيږي. نو ﻻزمه ده د فساد منبع چې سړي دي ، خپله ګناه پر ښځه ونه غورځوي . که څنګه؟
والسلام ؟

زما نظر

Kliwal
23.06.2004

مېرمن او خاوند د يوه مرغه د وزرو مثال لري چه ددواړو وزرو شتون او صحت لازمي او د مرغه د روغ او د ژوندي اوسيدو جوګه كوي، لكه څنګه چه دواړه وزر په اندازه او برابر دي همداسې ميرمن او خاوند سره برابردي.
ددواړو هره خوږه، ترخه، آساني او سختي شريكه او يو انډول ده
نو لازمي ده چه سړي خپلي ښځې په همدې نظر وګوري، هر څه ورسره شريك او په هرڅه كې ورسره مشوره وكړي
ځكه نبي اكرم صلى الله عليه وسلم دغه كار كړي، مثلا: د حديبيه په ډيره مهمه واقعه كې يې د خپلې بي بي ام سلمة رضي الله عنها سره مشوره وكړه او د هغې رايه يې ومنله.
نبي اكرم صلى الله عليه وسلم وايي: بهترين ستاسي هغه دي چه خپل اهل ته ښه وي.
نو بناءا د ښځي او سړي تر مينځ متقابل احترام لازم دي نارينه بايد ښځې په پوره احترام قايل وي
ښځه كه ناسم كارونه كوي اول بايد د وهلو نه مخكې نورې لارې لكه: نصيحت، پوهونه،تهديد، او د يوځاي كيدو پريښول او.. په اخري مرحله كي وهل شته هغه هم بايد سخت نه وي.

قدمن حليمي صيب ته!

حيات الله
12.07.2004

عزتمنده حليمي صيب !
لومړى مې نېكې هيلې، پېرزويني او دخلوص نه ډك سلامونه ومنه...اميد دى روغ جوړ او خوشاله اوسى.
قدرمنه!
ستاسو په زړه پورې علمي مقاله ( په اسلام كې دښځو وهل او ټكول...؟ ) مې ولوستله... د علم سيند لا څپانده او قلم د تاند غوارم...واقعاً داسلام مبارك دين يوشامل ، كامل أو په انصاف ولاړه تګلاره لري چې دانسانيت ټول اړخونه يې ( ديوانسان دخپلې مېرمنې انتخاب ...واده...بچيان...ځواني...بوډاوالى...دونيوي معاملې اوكارونه....بالاخرة مرګ....) ئې په مكمله توګه بيان كړي دي....اودإسلام دين يو حكيمانه سياست لري....دمثال په توګه: دښځي نه څه غلطي يا نشوز وشي نو لومړي ورته نصيحت دي ...ورپسي دخوب په ځاي كي جدايي (يا په كټ كي ورته شا اړول) دي او آخر كي ىي وهل ...،طبيعي خبره ده چي دهلو لپاره هم إسلام معيار ټاكلي لكه چي تاسي ورته إشاره كړي وه،اوهمداسي رسول صلى الله عليه وسلم فرمايي: (من زاد فوق الثلاث فقد قصص به يوم القيامة).. أو كما قال صلى الله عليه وسلم. دا اوژده موضوع ده دا ځاي يي دڅيړني نه دي...
محترمه ! صرف ديوي نقطي په اړه زما سر خلاص نه شو هغه داچي تاسي ليكلي ووچي
: [color=brown:cbc4459d2a](... که څوک چاته ښکنځل وکړی اسلام دا حق درکوی چه ښکنځلو جواب په ښکنځو وشي، ....
ورکې په شرط د دئ چه بالابود به نه پکښی کوي ٠ او که دی جواب ور نکئ ملائکه ئی جواب ورکوی ٠ او الله ئی ...)[/color:cbc4459d2a]
قدرمنه! تاسوته بهتره معلومه ده چې ښکنځل داسلام په مبارك دين كې يوناوړه كاردى ...رسول الله صلى الله عليه وسلم ورنه نهي فرمايلي...دانسان خوله ورباندې بده ښكاري ...جنګونه داوې دنګلې ستونزې او مشكلات ورنه پيدا كېږي....نوچې كله ښکنځل داسلام په مبارك دين كې داسې ګڼل شوې نو ملائكه خو هېڅ كله هم چاته ښکنځل نه كوي او نه دهغوي دشان سره مناسبه ده....؟؟!!!
بلكې اسلام كې نورې د حل لارې شته مثلاً: رسول الله فرمايي: چاچې تاته په روژه كې ښکنځل وكول ته ورته ووايه: (إني صائم)زه روژه دار يم....
اميد دى ستاسو مطلب ددى خبرى نه صرف أجر اوثواب وركول وي لكه چې الله فرمايي: ( ومكروا ومكرالله والله خير الماكرين) الله خو دچا سره مكر نه كوي خو لكن مكارته جزا او جانب مقابل ته أجر او ثواب وركوي....
په آخر كې درنه يو ځل بيا مننه كوم...هيله ده چې زما داګډې وډې او سمدلاسه خبرې ستاسو دخواشينۍ لامل نه شي....ښاد بريالي او هوسا اوسې ....
...........................................................ستاسو كشر ورور: حيات الله

ع کريم حليمي
14.07.2004

دروند ورورته او درنو لوستونکوته سلامونه تقدمه ومه ٠ سره د ټولو احتراماتو
حيات الله جانه ډيرښه نيوکه ساسو کړې ٠ او زما دغه موضع له سره وتلې وه چه جواب درته وليکم ٠ دغه قراني
الفاظ مي هير وه ٠ برايي ماښام مي په خوب کي راپياد سوه ٠ نو نن ئې دا دی جواب تاسو او ټولو لوستونکوته ليکم ٠
ګرانه وروره قرأن ټوله طبيعي اخلاق دي ، قانون ئې هم طبيعي دی ٠
خدای موږ ته هغه اخلاق ، قانون را استولۍ چه زموږ دعقل او مغز پنکشن سره برابر دی ٠
مثلأ ٠ که څوک د x يا y ورور مړ کړي ٠ نو د x نفر هم زړه يا عقل اجازه ور کوي ٠ چه د خپل ورور قاتل مړکړي
او که x نفر د y نفر د ښځي سره تناو بند کړي او (مېږی ) ور سره وجنګه وي ٠ نو د y زړه ئې قتلول غواړي ٠
داسي مثالونه ډير دي
او حديث هم دغسي دي ٠ لکه مبارک چه فرمايي ٠ که تاسو بد ليدل ٠ او قدرت مو درلودی چاره ئې په لاس د کړۍ ٠ که تاسو د لاس قدرت نه درلود ٠ نو پ خوله ، ژبه ئې چاره وکړۍ ٠ او که د خولې قدرت ستاسو سره نه وو
نو بيا په زړه کي نفرت ترې وکړۍ ٠
دا هم يو طبيعي اخلاق دي ٠ بل رقم نه کيږي ٠ د انسان طبيعت هم دغسي کوي ٠ بله لار نسته ٠
نو ښکنځل هم دغسي دي ٠
زلمۍ ځوان ماته داسي ښګځل ليکلي ٠
[quote:88e5b97bd6]دعبدالکريم خبري ځکه ناوړه اونه منونکي دي چي په ګران هيواد يي امريکا يي يرغل روا بللي حال داچي شته داسي بي مذهبه اوسيکولر امريکايان چي دابريد ناروا بولي او غندي يي نوت ه ځانته څنګه مسلمان بيا ملا وايي چي دکفارو ملاتړ دي کړي پدي ليکنه کي دي هغه کونډي اويتيمان سترګو ته نه دريدل چي خاوندان او پلرونه يي په امريکي بمباري کي شهيدان شول ته به دطالب جان مخالف يي مګرد داسي بي ضميره ليکنو اجازه هيڅکله نه درکوو. اسلام خو داسي نيمچه ملايانو تباه کړ چي دخپلي تنګ نظري له لاسه ورته د پوهنتون وال مسلمان نه ښکاري .
ريښتيا ده چي نيم داکتر خطرۀ جان نيم ملا خطرۀ ايمان[/quote:88e5b97bd6]
زه مي غواړي چه دغسي ښکنځل ورته وکړم ٠ امما زه ئې نه ورته کوم ٠ په داسي حال کي چه قرأني اجازه لرم ٠
الله داسي فرمايي ٠[color=blue:88e5b97bd6] بسمه تعالی ٠ و جزا ؤسيئته سيئته مثلها فمن عفا و اصلح فاجره علی الله انه لا يحب الظلمن[/color:88e5b97bd6] الشوری ايه 40 ترجه په کتاب کي وګورۍ چي کاري خانګي موسي ٠ نفعه ده
او زه د ([color=red:88e5b97bd6]فمن عفا[/color:88e5b97bd6] ) څخه کار اخلم نه د بدو جواب په ندو ردو ٠
او په طبيعي اخلاقو کي عفوه لږ سخته ده ٠
حليمي

د ښځو وهل يو ناوړه كار دى

ګل آغا احمدي
25.07.2004

ښځې د انساني بدن نيمايي برخه او يو داسې عاجز مخلوق دى چې په طبيعي او فزيكي ډول د نارينه مرستې ته اړتيا لري له همدې كبله ښځې ته د كور ښكلا او د اولادونو تر ټولو ښه او غوره مربي ويل شوې ده. وهل او ټكول يې منع دي او هغه څوك چې په دې كار باندي لګيا وي او يا نوموړى كار په زياته پيمانه ورڅخه صادريږي د ښځو د د ټولنيز ځاى او موقف له پيژندلو څخه عاجز دي.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more