د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د انسان اسلامي رسالت څشی دی

ډاکتر وطنمل
29.07.2002

[size=24:9508fdf345][ بسم الله الرحمن الرحيم
ځمکه اواسمان
ايا ځمکه او اسمان يواځې د هوا ورېځې باران او اتموسفير پواسطه سره تړلي دي او که نه ، د بشر د ژوندانه اړتياو، روحي او معنوي جلتندو هم وخت په وخت اسمان دېته اړباسلی چې د معنوي رڼا برېښنا په خمکه را
وبرېښوي او د معنوي رحمت بارانونه د جهل نا پوهۍ او ﻻر ورکنې په وچکاليو کې راواوروي ؟
وروستی خبره حقيقت دی، ځکه چې له ادمه تر دې دمه ټول اسماني دينونه د ريأل بشري او ټولنيزو اړتياو له کبله رانازل شوي دي. دغه دوه اړخيزه اړيکه د ځمکې او اسمان تر منځه د بشر د پيدايښت له پﻻن څخه پيل شوې ده :کله چې الله تعالی جل جلاله د ادم عليه السلام د خلقت اراده وکړه او ملائکو ته يې وفرما يل چې (( اني جاعل في الارض خليفه)) يعنې (( زه په ځمکه باندې خپل نا يب ټاکم)) څو ځمکه بې فساده تسخير کړي!( وګوره، د بقره سورت) ، نو په ځمکه د الله پاک نيابت او استازيتوب کول هغه ستر رسالت دی چې يواځې د ادم او ادمزاد يا بشر په غاړه پروت دی. د الهي ذات نيابت او رسالت بل څه نه ، بلکې يواځې او يواځې (( له فساد پرته د ځمکې تسخيرول )) دي او بس!.
تر دې وخته وړاندې هم څو ځله ملائکو د الله ( ج) په امر ځمکه ّنيولیّ او د پيريانو، جن او جنياتو له فساد نه يې پاکه کړې او ژغورلې وه ، خو البته ّتسخيرّ کړې يې نه وه!
محض نيول د تسخير ولو شرط يا شکل دی ، نه تسخير پخپله يا د تسخير محتوا !
ځکه تسخيرپه نيول شوي څيز کې د ځان په ګټه تغير او بدلون راوستلوته وايي، خودځان ګټه تل په يولړاړتياو او دهغوی په بسياکولوپورې اړه لري لکه خوړل،چښل،کور،جامه ،مينه او ژوندساتنه . څرګنده ده چې لدې ټولو نه ملائکې پاکې او مبررا دي!
دځمکې يا طبيعت بدلون له هرڅه نه وړاندې د طبيعت پېژندنه او معرفت غواړي ، يعنې کواند اند او تفکر، علم او منطق ايجابوي. دا کار هم نه د ملايکو ځانګڼه ده او نه ورته څه اړتيا لري : لکه هغه وخت چې الله تعالی د ادم د پيدايښت په هکله له خپلې ارادې څخه دوی خبرې کړې، نو ويي ويل چې يا ربه د ادم پيدايښت ته به نو څه ضرورت وي ، پداسې حال کې چې مونږ ستاپه ستاينه او عبادت مشغول يو. نو الله (ج) ورته وفرمايل :
((اني اعلم مالا تعلموان)) : (( بيشکه زه په هغه څه ښه پوهيږم چې تاسوپرې نه پوهېږئ)).
بيا الله تعالی ادم (ع) ته کائن علم او پوهه وروبښله او د ټولو څيزونونومونه يي ور وښودل : (( و علم ادم اسمأ کلها)).
څښتن تعالی بيا له ملايکو نه دځينو څيزونو نومونه وپوښتل ، خو هغوی پرې خپله ناخبري او غير معرفت څرګند کړ :
(( سبحنک ﻻ علملنا اﻻ ما عــلمـتـنا )).يعنې (( پاکي ده ربه تالره، مونږ نه پوهيږو مګر يواځې په هغه څه چې تا مونږ ته راښودلي دي)). الله تعالی بيا ادم ته وفرمايل چې ته د نوموړو شيونو نومونه ورته واخله، نو هغه سمدﻻسه ټول نومونه بيان کړل. څښتن تعالی ملايکو ته د ادم (ع) د پوهې او بشپړ معرفت له کبله امر وکړ چې دتحيات په توګه دادم لوري ته سجده وکړئ! ملايکو په سمﻻسې توګه سجده وکړه ؛ خو يواځې عزازيل چې له اصله يو جن او له اوره پيداشوی و، له الهي امر نه سرغړونه وکړه ، تکبر او غرور يي وښود، نو ورټل شو او لعنتي شو.
سره ددې چې ملايکې د الله تعالی په ستاينه، عبادت او بندګۍ کې تر هرچا وړاندې دي ، خو بيا هم دادم (ع) لوري ته دهغه د علم او معرفت له کبله پرې الله (ج) د سجدې کولو امر وکړ، نو دا پخپله ثابتوي چې علم اومعرفت دالله پاک په دربار کې له عبادت کولو نه لوړ مقام او لوړه درجه لري !
دا ولې؟ او دا دڅه لپاره؟
دا ځکه چې يواځې په پوهنه او معرفت سره انسان هغه رسالت تر سره کوﻻی شي چې د هغې لپاره يي انسان د ځمکې په مخ خپل نايب او خپل استازی ټاکلی دی . دا رسالت او نيابت دځمکې ياطبيعت بې فساده تسخير ول دي او بس !
پدې ډول کله چې د بشر پلار ادم (ع) په همدې موخه او مقصد له اسمان نه ځمکې ته راښکته کړی شو نو دده او دده دراتلوونکو اولادونو يا بشر دندې او رسالت صرف دوه برخې درلودلې چې يو د بل سره د شکل او محتوا په توګه تړلې وې : يو پخپله د ځمکې يا طبيعت تسخيرول دي چی د رسالت او نيابت محتوا جوړوي ، او بل ددې تسخيرولو بي فساده شکل دی!! په دواړو برخو کې پوښتنې او بحٍثونه کېدای شي.
ولې اساسي او بنسټواله پوښتنه دلته اوس داده چې د نوموړي رسالت په سرته رسولو او نيابت کې مونږ مسلمانان ډېر وړاندې تللې يو که غرب او غربي عيسويان؟؟؟
هيله ده چې هر څوک خپل خپل نظر د علت په هکله د مباحثې په فوروم کې بيان کړي څوک (؟) له چا څخه (؟) او ولې (؟) په دغه الهي نيابت او نوموړي رسالت کې مخکې دی !
په ټوله افغاني پښتنې مينه او درنښت! وطنمل ][/size:9508fdf345]



ع کريم حليمي
16.01.2004

ښاغلې وطنمل صاحب سلامونه په داسی شکل دراستوم ، پرګلو دی لغړيږ څو سبا رسيږی تاته!
داسی علمی ليکنه تاسو کړی ٠ حيا راته دريږې چې زه څه پر وليکم ٠ اجازه راکړی ؟
وروره داخدای د رياضی ،فزيک،کيميا، هندسی ،بايالوجی ،٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠ خدای دی٠
که فکر وکړو هرڅه ده پيدا کړيدی ٠ د يوه کمپيوټر جوړيدو په زرهاووميليونه کلونه ونيول ٠ (يوازي اسمبل)
دومره پوهيږم چه انسان 0.0000000٩ فيصد رسالت کاميابه کړی دی ٠ که ستاسو دسوال جواب كوم چا در كړ‎ هغه نبی صفته سړې وي٠ چه له سفره راشم لیکنہ به پوره کړم .وسلام



ع کريم حليمي
27.01.2004

بسمه تعالی
وطنمل صيب جوړ روغ ارام دی غواړم او ستاسو محبت دی خدای د هر نېښه او خاره را وساته !
غواړم چی نن په سوال ځان پوہ کړم٠
تاسو ليکی چی (( چې (( اني جاعل في الارض خليفه)) يعنې (( زه په ځمکه باندې خپل نا يب ټاکم)) څو ځمکه بې فساده تسخير کړي!( وګوره ! بقره سورت) ، نو په ځمکه د الله پاک نيابت او استازيتوب کول هغه ستر رسالت دی چې يواځې د ادم او ادمزاد يا بشر په غاړه پروت دی. د الهي ذات نيابت او رسالت بل څه نه ، بلکې يواځې او يواځې (( له فساد پرته د ځمکې تسخيرول )) دي او بس!. ))
دا خبره صحيح نه رامعلوميږی ٠
ملائکو داسی وويلي وہ چه : (قالوا أتجعل فيها من يفسدفيها يسفک الدما )
نو په جواب کی الله ورته وويلي وه چی : نه ! تاسو نه پوهيږی (قال انی اعلم ما ﻻ تعلمون )
بيله فساده خو په مځکه کی ژوند امکان نلری الله هم داسی فرمايی ٠
بسمه تعالی ظهر الفساد فی البر والبحر بما کسبت أيدی الناس ليد يقهم بعض الذی عملوا لعلهم يرجعون ٠ روم
تاسو داسی ليکلی (((خو البته ّتسخيرّ کړې يې نه وه!
محض نيول د تسخيرولو شرط يا شکل دی ، نه تسخير پخپله يا د تسخير محتوا ! ))))
داخبره هم صحيح نه رامعلوميږی الله داسی فرمايی
بسمه تعالی ٠ وهو الذی سخر البحر لتأ کلو منه لحما طريا وتستخرجوا منه ................النحل 14
خدای وايی چې تسخير کړي مي دي اوس داڅنګه سوه
هو دامنم علم لوړ مقام لری (مبارک ارشادhttp://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=12185 فرمايی چی يو شيطان پر 1000 عابدانو غښتلی دی او يو عالم اشد دی پر 1000 شيطانانو٠ يوازی او يوازی علم معرفت ،نه دنیایي علم و تکنولوژی
څوک چې علم زده کوی دغه عبادت هم دی څوک عبادت کوی هيچاته يی کټه نه رسيږی که علم وکی نورو ته يی کټه رسيږی دغه سبب دی چی دعلم درجه لوړه ده ٠
وروره دغه څو خبري راسره پاکی که ! بيا به د سوال پر حل کار درسره وکړ‎م (رسالت)
ع٠ک٠حليمي


ډاکتر وطنمل
27.01.2004

محترم او مکرم استاد حليمي صيب السلام عليکم ورحمت الله و برکاته !
زما په انګيرنه خليفه توب يا د الله (ج) نيابت په لومړي ګام کې يو رسالت يا يوه دنده ده ، ددندې په توګه د ځمکې له تسخير سره راته د بې فسادۍ شرط اړين ښکاري . نو ځکه مې ليکلي چې :
د الهي ذات نيابت او رسالت بل څه نه ، بلکې يواځې او يواځې (( له فساد پرته د ځمکې تسخيرول )) دي او بس!. ))
داچې تاسوته (( دا خبره صحيح نه رامعلوميږی ٠)) ځکه (( ملائکو داسی وويل (قالوا أتجعل فيها من يفسدفيها يسفک الدما ) نو په جواب کی الله ورته وويل چی نه تاسو نه پوهيږی (قال انی اعلم ما ﻻ تعلمون ) ) فکر کوم ښايي د ملايکو موخه هم د خلافت ددندې يادرسالت پوره کولو ته نغوته او اشاره وه . خو داچې هر انسان به د (بي فسادۍ) دا شرط پوره نکړای شي او ډير به فساد وکړي، دا حقيقت نه ردوي چې دالله تعالی د نيابت سره فساد ضديت لري ، نو څرنګه به به د فساد او نيابت مفاهيم دواړه په کټ مټ يوه انسان کې سره يو ځای تصور شي ؟
که څه هم تاسو ليکلي چې (( بيله فساده خو په مځکه کی ژوند امکان نلری الله هم داسی فرمايی ٠ بسمه تعالی ظهر الفساد فی البر والبحر بما کسبت أيدی الناس ليد يقهم بعض الذی عملوا لعلهم يرجعون )). په دې توګه نو خلافت يا د ځمکې تسخير اودا رسالت چې د ځمکې تسخير بي فساده تر سره شي ، سره جلا پاتې کيږي . که انسان هم الهي نيابت کوي او هم فساد ، نو بيا نه د نيابت له مسلې څخه او نه د انسان له پوهې او علم څخه چې ددغه نيابت له پاره ورکړل شوی دی، دځمکې له خالص دنياوي تسخير پرته بل شي نه پاتې کيږي .
بله موضوع داده چې که انسان له يوې خوا فساد کوي او له بلې خوا د ځمکې له تسخير څخه مقصد يواځې د ځمکې نيول شي، نه د هغې رام کول او د ژوند له پاره د ځمکې استعمال ، نو بيا به د نيابت محتوا و غايه څه وي، د ځمکې تش نيول به څه ګټه ولري ، څو د خدای (ج) څخه د شکران سبب وګرځي؟
کله چې الله داسی فرمايی
بسمهتعالی ٠ وهو الذی سخر البحر لتأ کلو منه لحما طريا وتستخرجوا منه ...
نو الله تعالی په بحر کې د انسان له پاره د هغه د ګټې په اندازه تغير او استفده کول هم منځته راوستي او راولي يې ، لکه د جالو او بيړيو چلول، د ماهيانو او نورو ژويو څخه يې استفاده کول، او نن ورځ ان د تيلو د استخراج پورې ډيرې ګټې پورته کول دا ټول دتغير واردولو په معنی بريښي د ژوندانه د استفادې په موخه .
البته زه له خپل اند څخه موضوع دغسې درکو، نه ملايم او نه کومه ځانګړې مطالعه لرم ، نو د پوهيدو له پاره ستاسو توضيحاتو ته ستر ګې په ﻻره يم . په ډير درناوي، والسلام .



ع کريم حليمي
28.01.2004

وطنمل صيب سلامونه می ومنې
پوهه ډيره نسته راسره چې خبره ستاسوسره و پېچم (ماته درس دی )يو څه ګټه به زما د استعداد په اندازه ستاسوڅه پورته کم٠ ممنون مو يم !
ماته داسي بريښی هرڅه تسخیر دی ، ولی چی ټوله شمسي نظام سم روان دی تاسو ايشاره ورته کړې لکه لمر ،باران،
او نور هغه لازم علوم طبیعي ترانسان دمخه هم وه لکه فزيک ، کيميا وغيره ٠
او طبیعي قانون دی چی انسان نه شی خلق کولاي سی او نه کوم شی له منځه وړﻻی سي ، مسلمه خبره ده
ممکنه نه ده چی انسان دی وکوﻻسی چه د کيميا يو قانون دی تسخیر کړی ٠
دمثال په ډول H2SO4+ZN........ZNSO4..........H هايډروجن ازاد سو مانا دا چه اول حالت ئې برته په ﻻس نسو راوستلای ، هو د اټوم هسته بامبارډ کولای سو ٠ خو ريورس کولای ئی نه سو٠
زه داسی ويلايسم چی هيڅ وخت به انسان (خليفه،نايب)و نسی کولای چی کيميا دی تسخير کړی
هو کولای سی چې شوړټ کټ پيدا کړی ٠
بعضی وخت موږ داسی اسماء کاره وو چې هغه يوازی دخدای وی لکه (علامه )اصلا دخدای صفت دی ٠ ناديره ئی د انسان سره هم کاره وو
تسخیر کول د رب العزت کار دی ، ممکن چه انسان به هم تسخیر کولای سي ؟!
lets speak plain english چی داسی و وايو چی دمځکی پر مخ د ټولو شيانو څه پوره استفاده کول د نایب کار دی ،
زه تر دغه ګړيه نه يم موافق د تسخير د جملی سره، انسان به هیڅ کله تسخیر و نه کړای شي ٠ که يو څه می دعقل هندار د دوړو راپاکه کړی ، مننه
عبدالكريم حليمي


ډاکتر وطنمل
29.01.2004

السلام عليکم ، حليمي صيب ، ښې چارې !
١ـ بسمه تعالی ٠[quote:89bb46cd8d] وهو الذی سخر البحر لتأ کلو منه لحما طريا وتستخرجوا منه [/quote:89bb46cd8d]
زما په نيمګړي اند الله تعالی طبيعت پر هغو قوانينو مسخر کړی يعنې مسخر يې پيدا کړی چې له اول څخه يې پکې اپښې او د بشپړتيا سره يې پکې بشپړ کړي دي ، او ددغه قوانينو له ﻻرې يې په کې يو فوق العاده نظم او نظام رامنځته کړی دی ، کوم ته چې تاسو هم نغوته کړې ده. خو داسې نه بريښي چې دا نظام او دهغې د مسلط والي ستنې (قوانين) د انسان له پاره رامنځته شوي وي ، ځکه ځمکه چې ﻻ دلمر څخه هم ډېره وروسته پيد وې ده، نور طبيعت ، زمونږ اونور کهکشانونه خو ﻻ څکی څکی، هم لږ تر لږه ٤،٥ (څلور نيم ) ميليارده کاله مخکې پيدا شوې ،حال داچې دانسان پيدايښت د ځمکې د پيدايښت په پرتله يوه ډيره ځوانه او وروستۍ پيښه ده . که انسان له مځه ﻻړ هم شي دعه قونين او الهي تسخير به پکې جاري وي، نو ځمکه هر ګز د بشر له پاره نه خلق وې او نه ددوی له پاره پکې د طبعت قوانين مسلط شوي دي . نو له کوم تسخير څخه چې په سپېڅلي قران کې د انسان د استفادې په اړه الله تعالی ارشاد فرمايلی دی، هغه همدې برخې ته اشاره ده چې تر کومه ځايه پورې بشر له ځمکې ، بر او بحر څخه استفاده کولی شي او کوي يې، په کوم ې چې انساني زيار او معرفت (پوهه او پيژندنه ) شامله ده ، لکه چې په پورتني ايت کريمه کې هم د انسان ګټې ته اشاره هم وې ده . د قران کريم په نورو برخو کې زياتره د ( سخر لکم) ټکئ ، چې ( لکم) ورسره تړلی ، راغلی دی، کو چې صرف داستفادې پرکتيک ته ګوته نيسي. انساانو ﻻ علم اﻻبحار او د ترمو ديناميک قوانين نه و پيژندلي ، خو په عملي تجربو کې يې دومره پوهه تر ﻻسه کړې وه چې لومړی د لرګيو تختې او بيا ابتدايي بيړۍ و کاروي ، نو دې ته هم يو ډول سرسري تسخير ځکه ويل کيږي چې استفاده يې ترې کوله.

٢ـ [quote:89bb46cd8d]تاسو ليکی چی (( چې (( اني جاعل في الارض خليفه)) يعنې (( زه په ځمکه باندې خپل نا يب ټاکم)) څو ځمکه بې فساده تسخير کړي!( وګوره، د بقره سورت) ، نو په ځمکه د الله پاک نيابت او استازيتوب کول هغه ستر رسالت دی چې يواځې د ادم او ادمزاد يا بشر په غاړه پروت دی. د الهي ذات نيابت او رسالت بل څه نه ، بلکې يواځې او يواځې (( له فساد پرته د ځمکې تسخيرول )) دي او بس!. ))
دا خبره صحيح نه رامعلوميږی ٠
ملائکو داسی وويل (قالوا أتجعل فيها من يفسدفيها يسفک الدما )
نو په جواب کی الله ورته وويل چی نه تاسو نه پوهيږی (قال انی اعلم ما ﻻ تعلمون )
بيله فساده خو په مځکه کی ژوند امکان نلری الله هم داسی فرمايی ٠
بسمه تعالی ظهر الفساد فی البر والبحر بما کسبت أيدی الناس ليد يقهم بعض الذی عملوا لعلهم يرجعون [/quote:89bb46cd8d]
که د انسان رسالت او دندې ته ونه کتل شي ، نو آيا په پورتني ايت شريف سره ددې ايت شريف محتوا نه نقض کيږي ، چې وايي: بسمه تعالی: [color=blue:89bb46cd8d]وماخلقت الجن و لانس اﻻ ليعبدوان [/color:89bb46cd8d].
معلو ميږي چې هم دلته اوهم په د ځمکې په بې فساده تسخير په احکامو کې يواځې د انسان دندې ته اشاره ده ده چې ددې اياتونو تر منځ اختلاف له منځه وړي او بې تضاده درک کيدای شي . والسلام



ع کريم حليمي
31.01.2004

محترم استاد وطنمل صيب سلام عليکم ٠ او ښی چاری
تاسو سوال داسی مطرح کړی چه يوه جواب ته مو ﻻر خلاصه کړېده اوبس
زه يو وار بيا ټنګار کوم ٠
هر څومره چه دعلم او احساس الات او ذريعی پر مخ تګ او ترقی کوي په هغه اندازه د روح علم او احساس هم ترقی او پر مختګ کوی تر څو چه دغه پر مخ تګ يوې مخصوصی نقطې ته رسيږی او پر ځای د ريږی ٠
نو يوازی تر دغه نقطی ورسته قدسيه روح کولای چه تسخير وکړی لکه
بسمه تعالی ٠ واذفرقنا بکم البحر فأنجينکم و أغرقنا ال فرعون و انتم تنظرون٠
بسمه تعالی ٠ و أو حينا الی موسی أن ألق عصاک فاذاهی تلقب ما يأفکون٠
دغه دوه حالته تسخير ښه واضح کوی
نه ئې شم منلای چې احمد يا محمود طياره تسخیر کړېده ٠ داسی ويلای سم چه طياره يی په کار اچولی ده ٠
که ستاسو دتسخير تعريف ومنم نو د( رسول ، نبی ) او مخترع فرق نه کيږی ٠
اصلأ شريعة دغه عمل ته معجزه وايی ٠ کوم سوال چه ساسو مطرح کړی دېته معجزه ویل کیږي
نو دغه د موسی و عمل ته تسخير هم ويلای سو ؟؟ ٠
ستاسوڅه مننه ٠ حليمي



طالب جان
02.05.2004

گرانو او محترمو وروڼو او خويندو : السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
انسان دعبادت لپاره پيداشوی خو عبادت ډير ډولونه لري دعبادت معنا دا نه ده چي انسان دي فقط لمونځ کوي روژه دي نيسي بلکه امر باالمعروف او نهی عن المنکر هم عبادت دی دحلال رزق گټل هم عبادت دی همداسي نور معاملات اجراکول هم په عبادتو کي راځي . الله تعالي دي مونږ اوتاسو ته دنيکو کارونو دکولو توفيق راپه برخه کړي . آمين .ثم آمين يارب العلمين .


Re: د انسان اسلامي رسالت څشی دی


ع کريم حليمي
08.05.2004

[quote:deac29cf27="وطنمل"][size=24:deac29cf27][

محض نيول د تسخير ولو شرط يا شکل دی ، نه تسخير پخپله يا د تسخير محتوا !
ځکه تسخيرپه نيول شوي څيز کې د ځان په ګټه تغير او بدلون راوستلوته وايي، خودځان ګټه تل په يولړاړتياو او دهغوی په بسياکولوپورې اړه لري لکه خوړل،چښل،کور،جامه ،مينه او ژوندساتنه . څرګنده ده چې لدې ټولو نه ملائکې پاکې او مبررا دي!
دځمکې يا طبيعت بدلون له هرڅه نه وړاندې د طبيعت پېژندنه او معرفت غواړي ،
دا ځکه چې يواځې په پوهنه او معرفت سره انسان هغه رسالت تر سره کوﻻی شي چې د هغې لپاره يي انسان د ځمکې په مخ خپل نايب او خپل استازی ټاکلی دی . دا رسالت او نيابت دځمکې ياطبيعت بې فساده تسخير ول دي او بس !

ولې اساسي او بنسټواله پوښتنه دلته اوس داده چې د نوموړي رسالت په سرته رسولو او نيابت کې مونږ مسلمانان ډېر وړاندې تللې يو که غرب او غربي عيسويان؟؟؟
هيله ده چې هر څوک خپل خپل نظر د علت په هکله د مباحثې په فوروم کې بيان کړي څوک (؟) له چا څخه (؟) او ولې (؟) په دغه الهي نيابت او نوموړي رسالت کې مخکې دی !
په ټوله افغاني پښتنې مينه او درنښت! وطنمل ][/size:deac29cf27][/quote:deac29cf27]

محترم وطنمل صاحب او درنو لوستونکو سلام !
که د تسخير تعريف داسي وي ٠ چه ګټه اخستل بيله کوم compensation څخه نو په واضع ډول ويلای
سو ٠ چه په نني عصر کي تر مسلمانانو غربې ،عيسايانو دطبعت څه ډېره ګټه کړې ده
ټول هغه ملتونه چه طبيعت پېژندنه او معرفت ئی حاصل کړيوي٠ ښه نائبان دي !
کوم وخت چه انسان د طبيعت په فلسفه پوهه پيداکړي ٠ نو بيله کومه شکه ويلاسو ٠ دغه انسان خپل بيابت
پر ځای کړي دي٠ يعنی د طبيعت څه ئی ښه پوره ګټه پورته کړيده ٠
او ولې؟ ځکه چه د ده د علم او پوهه (نايب) نوروته هم کټه رسيږي ٠ خداي هرڅه موږ ته راکوي سبب ئی نائبان دي
وطنمل صاحب داسي رامعلومېږي چه تاسو هم خپل د رسالت وظيفه په ښه شان اجراکوۍ ٠
حليمي


نقاد
30.05.2004

که د محترمو استادانو طالب جان او حليمي صاحب اجازه وي ، زه به هم د لته وچ په وچه دګډون جرئت وکړم ، په داسې حال کې چې دينياتو په برخه کې ﻻزم مالومات هم نه لرم، نو سره له دې چې د محترم وطنمل صاحب له خوا دغه طرځه شوې موضوع راته ډيره په زړه پورې بريښيده، د ګډون جرئت مې په کې نه کاوه ، خو اوس وايم چې ستاسې په څير پياوړي او مکرم استادان دې خدای ژوندي لري ، څو زه او زما په څېر نور لوستونکي يې له مرستو څخه برخمن شو. په دې توګه به زه هم يو څه وليکم :
لومړی خو راته تاسې استادان وواياست چې وطنمل صاحب د سورت بقره يو ايت شريف د آدم (ع) د خلقت په برخه کې راوړی او ژباړلی دی. په ژباړه کې يې د د نيابت هدف د ځمکې يا طبيعت تسخير ښودلی، چې پخپله په آيت شريف کې د ځمکې د تسخير په اړه اړونده کلمات نه ليدل کيږي. آيا تاسوته دا ترجمه سمه بريښي، که سمه وي ، او زه باور لرم چې سمه به وي، نو حتمأ به د پاک قران په نورو ايتونو تکيه شوي وي، په کومو کې چې د د ادم او ادمزاد (انسان) پواسطه د خدای (ج) د نيابت موخه دغه تسلط او تسخير ښودل شوی وي، او که نه وي ښودل شوی نو بيا دا ژباړه ولې نيمګړې يا ناسمه نه بولئ.؟
دوهم :
که بي فساده تسخير دموخې په توګه، لکه څنګه همداسې بريښي، رښتيا صحيح وي،نو بيا په ﻻندې عبارت کې
له طبيعت او طبيعي چاپيريال څخه په ګټه پورته کولو کې کمپنزيشن هم شامل دی :

[quote:a7a082585d]که د تسخير تعريف داسي وي ٠ چه ګټه اخستل بيله کوم compensation څخه نو په واضع ډول ويلای
سو ٠ چه په نني عصر کي تر مسلمانانو غربې ،عيسايانو دطبعت څه ډېره ګټه کړې ده
ټول هغه ملتونه چه طبيعت پېژندنه او معرفت ئی حاصل کړيوي٠ ښه نائبان دي ! [/quote:a7a082585d]
البته Ocology يا د چاپيريل ساتنه م په عيسوي لويديځ کې تر نورو پر مخ تللې ده، او د محيط سره دموادو تبادله پخپله هم له غسې سکيندې او جبيرې پرته نه ترسره کيږي، حال داچې له طبيعي محيط څخه ګټه اخيستل
ر ډيره ډيره پوري د موادو نوموړې تبادلې ولاړه ده. ولې له بلې خوا د (( بيفسادۍ)) څخه لويديځوالو مسيځيانو مطلقأ سر غړونه کړې او وي يې، استعمار ، استثمار ، امپرياليزم، جنګ جګړې او وسلې ، اتوم بم او لايزر تخنيک ټول د فساد نموني او ژوندۍ بيلګې دي .
دريم: سربيره پر دې د طبيعت تسخير د انسان له پاره د نيابت د هدف په توګه بيا د هغه معجزوي تسخير مفهوم هم نشي لرﻻی، کوم تسخير چې الهي ذات ، مثلأ ، د معجزې په توګه د موسی (ع) د قوم دژغورنې او له سيند څخه د تيريدنې لپاره د(قلزم؟) د سيند د دوه يا څو پړقه چولو او په هغه کې د کوڅو ويستلو په شکل ښودل شوی و، کوم ايت کريمه ته چې حليمي صاحب ګوته نيولې ده:
٠ [quote:a7a082585d]واذفرقنا بکم البحر فأنجينکم و أغرقنا ال فرعون و انتم تنظرون٠ [/quote:a7a082585d]
له تسخير نه په دې صورت کې هغه روحي استعداد هم دلته نشي مراد کيدلی، چې ښايي د بشريت د بقا په پای کې انساني روح هم وکولای شي په طبيعت کې له علم و تخنيک پرته معجزې تر سره کړي. په دې ې د تير، اوسني او راتلونکو انساني نسلونو موجوديت بې موخې او بي رسالته او بي مکلفيته ثابتيږي.
٤ــ که غبادت د بندګۍ يعنې اطاعت په معنی درک شي ، په کوم کې چې ديني مناسک هم شامل دي، نو اطاعت رښتيا هم د ژوند او انساني خلقت هدف کيدلی شي او د طبيعت بي فساده تسخير د بشر د رسالت په توګه د الله تعالی تر ټولو مهم او دايمي عبادت دی ، د کوم د پوهې او پلي کوونکي په توګه چې انسان ته تر ملايکو هم لوړه ورکړل شوې ده . والسلام علی من التبع الهدی .



ع کريم حليمي
03.06.2004

درند ، محترم نقاد صاحب سلام !
[quote:4069447da2]دا ژباړه ولې نيمګړې يا ناسمه نه بولئ.؟ [/quote:4069447da2]

زه تر نن ورځي نه پوهېږم چي بې فساده تسخير يعني څه شي ، داسي څه په شریعت نسته چه ویلي ئې وي چه انسان د طبيعت
د تسخير له پاره پيدا سوي دي ٠ کوم جمله بندي چه يا حروف چيني چي وطنمل صاحب کړيده غلطيي او خطا يي هم نه شم پکښي پيدا کولای ٠ تر دغه ساعته چي درته وئې ليکم
دغه آیة (اني جاعل في الارض خليفه) ترجمه (( زه په ځمکه باندې خپل نا يب ټاکم))
څو ځمکه بې فساده تسخير کړي!( وګوره، د بقره سورت) نسم ويلای چي دغه جمله غلطه ده ، اما د ليكني او له نظر سره موافق هم نه يم ٠
بعضي وخت انسان يو فکر کوي ، چه دمخه چانه وي کړی ، دا د دوۍ فکر،تحليل دئ
لکه زه چي داسي فکر کوم ! هغه وخت چي الله وملائکو ته وويل چه زه خليفه پيداکوم نو ملائکو چه مځکي ته
وکتل ٠ نو يوازي ئي حيوانان په مځکه کي ليدل چه يو دبل په وينو ئی خولې سرې وې ٠ نو ملائکو فکر وکړی
چه خدای يو بل حيوان پيدا کوي ، چه د دا نوي حيوان به هم خوله په وينو سره وي ٠ نو الله ته ئې وويل چه موږ عبادت کوو
او حمد وايو ٠ او بل چه پيدا کړې نو هغه به هم لکه يو زمرئ ،دانسوړس،پړانګ،چغال چه نه حمد وايی نه عبادت
کوي ٠ نو الله و فرمايل چه تاسي نه پوهيږی٠ داچه زه داسي فکرکوم غلط نه دی ، اوسند هم نه لرم چه حواله درکړم
نو طنمل صاحب هم لوړ فکر کړئ دی ٠
[quote:4069447da2]البته Ocology يا د چاپيريل ساتنه م په عيسوي لويديځ کې تر نورو پر مخ تللې ده، او د محيط سره دموادو تبادله پخپله هم له غسې سکيندې او جبيرې پرته نه ترسره کيږي، حال داچې له طبيعي محيط څخه ګټه اخيستل [/quote:4069447da2]
(The various relations of animals and plants to one another and to the outer world. (Ocology
هو ستاسو خبره سمه ده خو انسان تردغه نظام لوړ دی ٠ که د انسان نسل ورک سي هيڅ نظام ته تاوان نه رسيږي
او که هر بل حيوان نسل لمنځه ولاړ سي نو د نظام ( Ocology ) خرابږي
دا ماناچه ټوله نظام زموږ لپاره دی ٠ چه موږ استفاده ورڅخه وکړو ٠ او انسان د طبيعت و نظام ته (Ocology ) هيځ
قرباني نه ور کوي لکه حيوانان چه مجبوره دي چه يو دبله سره وخوري تر څو دا نظام و ساتي او برقرار کړ‎ي ٠ مثال (پيشو او مږک )
له هرشي نه کټه اخلو معنی دا چه : طبيعت ئې راته تسخير کړی دی ٠ مونږ نه دی مسخره کړی
يعني هيڅ compensation نه ورکوو او ګټه ور نه اخلو
[quote:4069447da2]او د طبيعت بي فساده تسخير د بشر د رسالت په توګه د الله تعالی تر ټولو مهم او دايمي عبادت دی ،[/quote:4069447da2] ګرانه وروره ! بې فساده تسخير نه دی را معلوم ٠ تر دغه کړيه
ولي چه انسان هيڅ وخت له فساده ځان نسي خلاصولای ٠ خلاف قانون کار فساد دی ، چه يوازي انبیا بېله فساده ژوند كوي ٠ نورټوله انسانان لږ يا ډېر (کبيره ، صغيره ) فساد کوي
[quote:4069447da2]استعمار ، استثمار ، امپرياليزم، جنګ جګړې او وسلې ، اتوم بم او لايزر تخنيک ټول د فساد نموني او ژوندۍ بيلګې دي . [/quote:4069447da2]
او استعمار ، جنګ جګړې مي خوښېږي ٠ ولي چي استعمار تعمير کوي ٠ او دحق دلارې جنګ ډير ښه حالت دی
او که حق بيله جنګه ثابت سي نو نورعالی نور
عبدالكريم حليمي


نقاد
03.06.2004

[quote:67821511e3="abdul karim Halimi"]ګرانه وروره ! بې فساده تسخير نه دی را معلوم ٠ تر دغه کړيه
ولي چه انسان هيڅ وخت له فساده ځان نسي خلاصولای ٠ خلاف قانون کار فساد دی ٠ چه يوازي نبيان بې فساده
دي ٠ نورټوله انسانان لږ يا ډېر (کبيره ، صغيره ) فساد کوي
او استعمار ، جنګ جګړې مي خوښېږي ٠ ولي چي استعمار تعمير کوي ٠ او دحق دلارې جنګ ډير ښه حالت دی
او که حق بيله جنګه ثابت سي نو نور علا نور
حليمي[/quote:67821511e3]

محترم او مکرم استاد حليمي صاحب عمر مو ډير شه، له سلام او درناوي څخه وروسته:
د نبيانو او رسوﻻنو پيروي کول د امت دنده ده ، تر کومه ځايه چې دوی پيروي کوي يعنې بې فساده فعاليت کوي ، نوتر همغه حد پورې د لوی خدای په اطاعت او له دې کبله په عبادت کې د شميرلو وړتيا لري. او ښايي پر همدې بنسټ چې د اند او تفکر پر وسله انسانان د بي فساده ژوند مسووليت ته تن ورکولی شي، اشرف المخلوقات بلل کيږي. که له دې امکان څخه لږ و ډير کار وانخلي او يواځې فساد ته ملا وتړي، ښايي فکر يې د فساد په خدمت
کې دشيطان په ځاله بدل او د اشرف المخلو قات څخه د اسفل السافلين پر اوسيدونکي ټيټ مخلوق بدل شي.
نعوذ بالله من هذا. دا د وسې پورې اړه لري چې انسان خپل ځان له دغسې فساد څخه تر کومه ځايه ځان ساتلی شي او تر کومه يې نه شي ساتلی. فساد هم فردي او اجتماعي شکلونه لري ، لکه تاسو چې پرځای صغيره او کبيره فساد بللي دي، که د فساد د کموالي او ورکوالي له پاره سړی جدو جهد کوي هم عبادت دی، مهمه داده چې نسان په کې خپله هڅه او توان ونه سپموي او ديوې دندې يا ورسپارل شوي ر سالت په توګه يې وپيژني. که مونږ د طبيعت د رام کولو او تسخير درجه د مولده ځواکونو د تکامل تر کچې پورې تړلي وګڼو، په اوسني وخت کې د خلع سلاح او اتومي وسلو د توليد مخنيوی د فساد مخنيوی دی، چې بلا استثنا بايد د ځمکې پر مخ ټول هيوادونه ترې ځان وساتي ، نه داچې نور منع کوي خو پخپله يې توليدوي.
بله داستعمار او جنګ جګړو څخه د کرکې خبره ده. استعمار د ابادۍ په معنی نه، بلکې د ځان له پاره د بل د شتمنيو او اباديو نيولو او ښکيلولو ته وايي ، چې د نيولو نه وروسته ابادول يې د اصلي خاوند بربادي او د استعمار ګر ابادي ده. په تيره بيا جنګ جګړې خو د مظلوم اولس بالکل فزيکي نابودي رامنځته کوي . لکه د فلس يعنې پيسو لرونکي ته چې مفلس نه ويل کيږي ، بلکې برعکس معنی ورکوي، دغه شا ن استعمار هم د مستعمرې ابادي نه بلکې ښکيلاک او بربادۍ تهوايي، که څه هم د استعمار هيواد ګر له پاره د ښکار يوه نوې ورشو په لاس ورځي. والسلام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more