د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

پاسورډ مي له ياده وتلي ؤ

M Musa Pakteen
13.01.2007

ګرانو وروڼو او کمپيوتر پوهانو
سلامونه او شې چاري
وينډو اکس پي ته د ننوتلو پاسورډ مي له ياده وتلي ؤ چي بيايئ هيڅ چاره نه راتله او کمپيوټر مي له سره انسټال کړو چي ډير فايلونه مي ورسره ضايع شو او وخت مي هم پر ضايع شو
ددي ستونزي لپاره که له چا سره څه حل وي لطفاراته وښيي
په درناوې


smakhkash
14.01.2007

ګرانه وروره سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه،
اوس خو تا هر څه کړي خو مخکې له دې چې ته داکار وکړې شونې وه چې ما ستا د کمپیوټر ټول توکي بې له دې چې دوباره یې انسټال کړې درته سپمولې او خوندې کړی وای او ستا پا سورډ مو هم بدل کړی وای خو که په راتلونکي کې له داسې ستونزې سره مخ شوې نو زه کولی شم چې د فزیکې تما س په صورت کې له تا سره ډادمنه همکاري وکړم او د ویندوز پاسورډ درته والوزوم
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ


M Musa Pakteen
14.01.2007

ښاغلئ ډاکټر صيب ثواب الدين مخکښ
سلامونه او نيکي هيلي له معلوماتو مو مننه
اف چي ماته معلومه وائ ،بس له تاسو سره به مي تماس نيولی ؤ
خو تاسو د فزيکي تماس خبره کړی چي څنګه کيدلی شو ؟
او رشتيا که په اينده کي داسي ستونزي مخ شم نو بيا له تاسو سره څنګه تماس نيولی شم ؟
تاسو به چيرې يئ؟
ستاسي د جواب په هيله


smakhkash
15.01.2007

ګرانه وروره زما سره په دغه لاندېنۍ پته اړیکې ټینګولی شې:
smakhkash@smakhkash.com
ددې له لارې ته کولی شې یواځې له ماسره Chatting وکړي
په سپیڅلې کلیواله مینه


M Musa Pakteen
15.01.2007

ډاکټر صيب ډيره مننه
زما ياهو بريښناليک دادی Musa_pakteen@yahoo.com او تاسو بريښناليک ادرس مي په ليست کې راسره ونيو
په درناوې او نيکو هيلو


شمشاد شينواری
06.03.2007

السلام عليکم! :roll:
ستاسو د مشکل حل لاره دا ده کله چې له تاسو څخه شفر (password) غواړي نو همدي ځای کې د کيبورډ څخه Alt+Ctrl+Delete دری، څلور ځلي ووهي يو بيل بکس به پرانستل شي او هلته به تاسو خپل user پاک او administrator وليکې او بيا Enter کړي.
ښه اوس نو start او setting او بيا control panel ته لاړ شي او هلته Users account وټاګې او چټک خپل د يوزر شفر (password) بدل کړي او يا نوي يوزر جوړ کړي او My computer ته لاړ شي بيا C ډرايف او ورپسی document and setting دوسيې ته او هتله خپل پخواني يوزر خوښ کړي او خپل ټول فائلونه بل Drive ته ور انتقال کړي.


smakhkash
07.03.2007

ورورکه سلامونه،
زه یواځې یوڅو څیزونه ستا دې لیکنې ته ورزیاتوم او هغه داچې دستا خبره سمه ده مګر په هغه صورت کې چې کله دویندوز عامل سیستم نصبوی نو په دغه وخت کې مو که بل کارونکی (user) هم جوړکړی وي اودAdministrator ګڼون(account)مو پټ نوم (Password)ونه لري نو بیا دا ستا حل لاره سمه ده.
په سپیڅلې کلیواله مینه
ډاکټر ثواب الدین مخکښ


Re: پاسورډ مي له ياده وتلي ؤ

Saifullah baryal
21.02.2008

السلام علیکم!
ګرانو دوستانو خوښ یم چه داسی په اطفاق یو د بل ستونزی حلوو. زه هم څه نیم ګړی معلومات لرم غواړم چه له تاسی سره یی شریک کړم. په بازار کی د Hiren's Boot په نامه cd پیدا کیږی چه اوس پګی نوی version یعنی 9.0 راغلی ترلاسه کولی شی. که په بازار کی مو پیدا نه کړه نو بیا یی دmasroresoft.tkیا masrorsoft.com ځکه کیدا شی چه دا سایټ په یو څو ورځو کی په داټ کام کی رجیسټر شی د دی څخه ښکته کولی شی.

د استمعال طریقه: په cd room که به د Hiren's BootCD 9.4 cd واچوی بعدآ به کمپوټر restart او په setup کی به first boot کی cdroom select کړی او بیا بهactive password change پیدا کړی ډیر په یو اسانه طریقه خپل پاسورډ بدلولی شی بغیر د دی نه چه کمپوټر formate او خپله data lost کړی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more