د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

راځۍ له نړۍ څخه خبر شو!!

شمشاد شينواری
26.05.2004

• د چين او روسيې تر منځ نظامي تړون د ١٩٠٢ کال د اپريل پر څلورمه وشو، چې په “ منچو ” سره مشهوره شو.
• د بالکان تړون د ١٩١٣ کال د مۍ په وروستيو کې د ترکيې لخوا لاسليک کړای شو.
• روسيې او چاپان پر ١٩١٣ کال د سولې تړون لاسليک کړ.
• د لومړۍ نړيوالې جګړې اور د ١٩١٤ کال په جون کې بل او دوار ساتړون په رامنځ ته کيدو سره د ١٩١٩ کال په جون کې غلی شو.
• د المان او روسيې تر منځ د سولې تړون ١٩٢١ کال په اګست کې وشو.
• امريکا او ستراليا هم په همدغه کال سولوه وکړه.
• د افغانستان او ترکيې تر منځ دری اړخيز تړون د١٩٢٤ ز کال را منځ ته شو.
• رومانيا او پولينډ پر ١٩٢٥ کال په مارچ کې سره يو شول.
• د افغانستان، ايران او ترکيې تر منځ دری اړخيز تړون د ١٩٢٥ کال په اپريل کې لاسليک شو.ت
• د يمن او سعودي تر منځ د صحارا پر سر جګړه د ١٩٣٤ کال په اوږدو کې د کيوه تړون ل لارې پای ته ورسيده.
• انګلستان پر ١٩٣٦ کال له مصر سره يوه تړون له تمخې د سويس کانال واک په لاس کې واخست.
• د امريکا او شوروي اتحاد تر منځ پر ١٩٣٧ کال تجارتي تړون وشو.
• فرانسې، ايټاليا او انګلستان پر ١٩٣٨ کال کې ميونيخ تړون وکړ او د چکو سلو اکيا په اړه له هټلر سره تخبرو ته کښيناستل.
• د ١٩٨٨ کال د اپريل پر څوارلسمه د افغانستان په اړه ژبنو تړون لاسليک شو او روسان له افغانستان ووتل.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more