د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

د ښاغلي پير محمد کاروان شعرونه


هيواد شېرزاد
10.09.2003

درنو او خوږو دوستانو! سلامونه مې په ورين تندي ومنئ!
د کاروان صيب هغه شعرونه چې په ټول افغان کې ليکل شوي دي ما تر يوه عنوان ﻻندې ځای کړل. د هغو دوستانو څخه بخښنه غواړم چې ما يې ليکلنې دلته رانتقال کړې.
دا هم تاسې او دا هم د کاروان صيب مستې غزلې او شعرونه.

:::::::::::::::::::::::::::::::::::: معشوقه :::::::::::::::::::::::::::::::

............................................................. پير محمد کاروان
............................... ته معشوقه هم لرې!؟
.............................. ووايه نوم يې څه دی!؟
............................. ما وې زما معشوقه شعر نوميږي
............................. د مور له مينې ان د خدای تر پولې
............................. ورسره مينه کوم
........ .................... اسمانه ته ووايه
............................ داسې عاشق او معشوقه به هم وي؟
.............................چې لکه شعر خوږه وي
..................... ...... دمور له مينې ان د خدای تر پولې
............................ راسره مينه وکړي!؟.
.



هيواد شېرزاد
21.05.2004

:::::::::::::::::::::::: [color=darkblue:0090e6f9e8]د درد سکه[/color:0090e6f9e8] ::::::::::::::::::::
............ ... . . .. .................. . . .پيرمحمد کاروان

............... ته د چړو په ګوتو
............... زما د زړه په جېب کې څه لټوې؟
............... پام کوه، ويښ يمه چې غلا ونه کړې!
................دلته د درد يو څو سکې پرتې دي
................د عشق ټاپه ده لګېدلې په دې هره سکه
...............دا مې د زړه د خز انې پانګه ده
.............. خزانه مې لوټوې !؟
.............. هسې هم دا سکه په دې بازار کې نه چليږي.
.



هيواد شېرزاد
21.05.2004

....................................ښكليه څاروان مې شه كاروان به دې شم
....................................له ځانه ستړى يمه ځان به دې شم
....................................سپينه كوتره شه پرواز را وكړه
....................................غيږ راكوه شينكى اسمان به دې شم
....................................لوله مې تل په ترنم ،ترنم
....................................غزل،غزل يمه ديوان به دې شم
....................................يو تږۍ ګل شه انتظار مې وكړه
...................................زه راوريږمه باران په دې شمه
...................................رخش داروامې درته زين ولاړ دى
...................................راشه رستم مې شه داستان به دې شم
...................................ښكاري خونه يم هوسۍ څله تښتې؟
...................................چېرته به درومې بيابان به دې شم
....................................راشه جنت مې شه جنت به دې شم
....................................راشه ايمان مې شه ايمان به دې شم
...................................راشه مېلمه مې شه مېلمه به دې شم
...................................راشه مېزبان مې شه مېزبان به دې شم
...................................د زړه له غوټو مې غمي جوړه وه
...................................راشه د سرو غميو كان به دې شم
.



هيواد شېرزاد
21.05.2004

.
.............................. [size=24:cd4c79a2f6]غزل[/size:cd4c79a2f6] ......................
........ د څاڅكو په لېمو مې سمندر ليدلى دى
........ په ټولو آيينو كې مې دلبر ليدلى دى
........ شهيد مازيګرى كوي شغلې لكه حسين
........ شفق مې سور په غشو د شمر ليدلى دى
........ له زړه مې چې كړي جوړه وچو شوندوته كوزه
........ ورځم پسې چا داسې كوزه ګر ليدلى دى؟
........ دا مستې مستې اوښكې چې جوپې جوپې راځي
........ دې پېغلو مې په سترګو كې ګودر ليدلى دى
........ بتګر د تخيل مې جوړه وي بت د جانان
........ په روح كې زما كان يې د مرمر ليدلى دى
........ ته پوې يې چې دا څنګه شو [color=darkblue:cd4c79a2f6]كاروان[/color:cd4c79a2f6] غزل غزل؟؟
........ دانن يې ايله يو نظر خيبر ليدلى دى
.



هيواد شېرزاد
21.05.2004

.
.......... يمه کاڼی ته راګوره چې اوبه شم
.......... غوټۍ ګل شه چې د پاڼو رنګ دې زه شم
.......... چې ستا اوښکې کړمه تورې ملغلرې
.......... د رنجو ډبره يم زه به رانجه شم
.......... جار نطر دې راته جام ډيوه ډيوه کړ
.......... دغه جام به څښم چې زه د نور مارغه شم
.......... يو دشپې ځلنده ستوری مې ريبار دی
.......... ډېرې شپې به له سپوږمۍ سره ويده شم
.......... اجازه ده چې جارو درنه غبار کړم
.......... اجازه ده چې د سترګو دې باڼه شم
.......... ښکلوم دې نه ،څه دومره ګستاخ نه يم
.......... بس يوه خوږه مو سکابه دې په خوله شم
.......... يو ملنګ د زمانې يمه کاروانه
.......... خدای خبر دی چې پاچا ته ور په زړه شم
.......... .......... .......... .......... .......... کاروان _ کابل
.



هيواد شېرزاد
21.05.2004

.
.................. منم په هـــر څه کې احــتياط مـنمه
.................................... خو يو په مينه کــــــې افــراط مـنمه
.................. ځم له مجنون سـره مسلات کــومه
.................................... نه د ســــقراط نــه د بُـــقـــراط منمه
.................. تا ســــره هره جــــامه ښه ښکاريږي
.................................... دا هــــــــنر کـلــه د خــــــياط مــنــمــه
.................. کاروان که ومري سکې هم نه لري
.................................... خوږې سندرې يې په سقاط مــنمه
.



هيواد شېرزاد
21.05.2004

....................................... څلوريزه ...........................

........... ژوند مې د سپين ستوري په څېر خوښيږي
.................... او، له سپوږمۍ مې لاس چـــاپېر خوښيږي
........... شــــــــاعــــر ســـړی يــمه، رښــــتـيا به وايـــــم
.................... دا ښکلــي نـــه دي، دا مـــــې ډېــر خوښيږي

...........................................................کاروان
----------------------------------------
........................... د لوی خدای په نامه

.................. شاعران يو په نغمو يادوو خدای
.................. ښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدای
.................. خدای بلد کړو د توبو په ماتولو
.................. غړپ کوو له پېمانو يادوو خدای
.................. شېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدای
.................. موږ د اوښکو په تسپو يادوو خدای
.................. د ژوندون په ګوتو برګی تسپې وايو
.................. هم په ورځو هم په شپو يادوو خدای
.................. يم هيرجن چې هير مې نه شي راته خانده
.................. ستا له شونډو اننګو يادوو خدای
.................. ايا تونه دې په سترګو کې موسکي دي
.................. ستا له سترګو پښتنو يادوو خدای
.................. موږ کاروان د لېونو ازادي غواړو
.................. په کړۍ د زولنو يادوو خدای



هيواد شېرزاد
21.05.2004

:
................. چې ورته خولې شوې داصيلو مرغلرو اوبه
................. خپلو خبرو ته دې ورکړې د سندرو اوبه
................. ستا د تصوير تنکيو پښو ته شيشې مه شه لشې
................. په کاڼو چېرې ماتې مه شه د جوهرواوبه
................. زما د زړه د مينې زور پاس په لېمو کې ګوره
................. په بره خېژې اشنا تل د زورورو اوبه
................. خدايه ! باران د مينې راوله پر وچو للمو
................. غواړي ګلان لکه د تږو مساپرواوبه
................. ګودرې شاړې منګي مات دي په کې څاڅکی نه شته
................. ستا د لاسونو د جوړه شپينو کوترو اوبه
................. پرګلو څاڅي کوم د مينې پېغمبر ژړلې ؟
................. د شعر د شاتو د مچيو له وزرو اوبه
................. کله چې ليکي خپل صنم ته صوفيانه غزله
................. قلم ته واچوي کاروان د نيلوفر اوبه
:



هيواد شېرزاد
21.05.2004

:
:::::::::::::::::::::::::::::: غزل ::::::::::::::::::::::::::::
............. اننګي يې دومره سره په څه سبب دي؟
............. عجيبه ده جنتونه په غضب دي
............. ښکلي مخ ته خامخا سترګې وراوړي
............. بوراګان خو د ګلونو په مذهب دي
............. [color=darkred:d0977fa050]د ريا زاهدان سپي د دوزخونو[/color:d0977fa050]
............. [color=darkred:d0977fa050]شاعران خو شاګردان د ښکلي رب دي[/color:d0977fa050]
............. وې يې سترګې مې درياب دی درومه وړي دې
............. ما وې نه ځم عادتونه مې د کب دي
............. ستا باڼه مې د زړه جېب کې وهي ګوتې
............. لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي
................................................ پېښور، سرطان ١٣٧١
.



هيواد شېرزاد
26.05.2004

دادې بيا هم د کاروان صيب يو ډېر ښکلی او مشهور غزل؛

::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::: [size=28:5722ccce2f]غزل[/size:5722ccce2f] ::::::::::::::::::::::::::::::::

.......... په زړه مــــــــــې ولـــــې راورېږې څه باران خــــو نه يې
.......... هسې مې درد راويښوې زمــــــــا درمـــــــان خو نه يې
.......... د مــــــــخ په پاڼـه بــــه دې څـــــــه خوږه غزله ليک وي
.......... سپينه کــــتابه يـــــادوم دې دومره ګــــــــران خو نه يې
.......... د خيال هُد هُد دې راته ډېر ډېر پــيغامـــــــونه راوړي
.......... دا مـــــې خــطا وه چــــــې ويل مـــې سليمان خو نه يې
.......... [color=brown:5722ccce2f]ستــــا د ستـم د انــتــها به درتــــه څـــــــــــــــــه وايـــــمـه[/color:5722ccce2f]
.......... [color=brown:5722ccce2f]د کــــــوم ظــــالم مــذهــب پيرو يې مسلمان خو نه يې[/color:5722ccce2f]
.......... مـــــــا به بې وخــــته لېونی کـــــړې په اغــــزو به ګرځم
.......... غېږ به رانه کـــــــړې ښکليه باغــــــــه بيابان خو نه يې
.......... د ژوندد وچ ساحل په مخ مې لمدې شونډې نه ږدې
.......... شــنه سـمــندره زه دې څــــــه کــړمه توپان خو نه يـــــې
.......... د نور پـه غشو مــــــې له هسک نه په لېمو کې ولــــې
.......... نه راځـــې ستـــوری د اسـمان شوې مهربان خو نه يې
.......... ښکليه ســــالار کـــــــه مې د عشق د منزلونو نه کــړې
.......... بيا راته وايه چې درواغ وايې [color=indigo:5722ccce2f]کــــــــاروان[/color:5722ccce2f] خــــو نه يې
................................................ پېښور، عقرب ١٣٧٠



هيواد شېرزاد
19.06.2004

[color=darkred:6fbb2fa589][size=24:6fbb2fa589]د شپې ماشوم شمه زه[/size:6fbb2fa589][/color:6fbb2fa589]
کله چې لمر په کلي سر ووهي
او شپه د وړانګو په خنجر ووهي
په تودو شوندو پيزوانونه ښکل کړي
زرين ﻻسونه پرګودر ووهي
چې ماشومان په قلمي ګوتو په سپينو کاغذي ﻻسونو
تورې تختې راواخلي
په ببلي ژبو الف ووايي ،بې ووايي،تې راوخلي
ماته رايادې شي ماشومې شېبې
کلی،ګودر او د ګودر له غاړې
اخوا په برم ولاړ يو شين چنار يو ښکلی چنار
د چنار لاندې يو وړوکی جومات
چې محراب و اوبو وړی او ممبر يې نه و
کولپ او زنځير خو يې پر ځای پرېږده چې ور يې نه و
فرش يې د خوړ پستوکې شګې وې ټغر يې نه و
چې هر سحر به لمر له پورې غره راوشړل
دوړانګو غشي
د چنار لاندې په اوبو کې به خورې شوې
د طاووس بڼکې
مونږ به هم راغلو لکه سيل راشې د شنو توتيانو
د چنار ډډې ته پر توره تخته سپين ليکونه
پر مونږ خواږه لکه د قند او د نبات لګېدل
زړه راته وايي پاڅه بيا ماشوم شه
ما په کتار د ماشومانو کې پريږدي کله څوک
غواړم ماشوم شم او پر توره تخته
نوم مې د هغه جانان وليکمه
چې اول ټکی يې اخيستی دی د خدای له نامه
غواړم ماشوم شمه او ټولي تختې
د خپل جانان په نامه ډکې کړمه
خو زه له خپل عمر شرميږم
ماشومانو ته ورتللی نه شم
په جګو سترګو ماشومانو ته کتلی نه شم
ځکه زما همزولي
د ماشومانو کوټڼۍ ړنګوي
قلم تختې او مشواڼۍ ماتوي
او په لوی لاس ترينه ماشومه دنياګۍ ړنګوي
په سپينه ورځ له ماشومانو نه په څنګ تېرېږم
خو شپه!.....قربان يې شمه څومره پرده پوښه ده شپه
ماشومان ټول په خوب ويده وي او زه
له ماشومانو نه په غلا
او پټ په پټه په ماشوم بدل شم
او زه ماشوم شمه د اوښکو په ماشومو ګوتو
د سپينو ستورو تباشير را واخلم
د شپې پر توره تخته
نوم د جانان وليکم
[color=green:6fbb2fa589]افغ[/color:6fbb2fa589][color=red:6fbb2fa589]انس[/color:6fbb2fa589]تان وليکم
................................... پير محمد کاروان



هيواد شېرزاد
12.09.2004

ګلونو دوستانو، سلامونه مې په ورين تندي ومنئ!
خدای مو روغ، جوړ او تازه لره. دادی د کاروان صيب يوه بالکل نوی غزل په تاسې لوروم :) .

::::::::::::::::::: [size=24:5d98c28998]غــــــــــــــزل[/size:5d98c28998] ::::::::::::::::::::::

لپه دې جـــــــانانه چېرې تشه نه شي ستا
يا په کـــــې اوبه راکوه يا په کـــــــې دوعا
کله چې شي ورځې تکه تورې لکه شپې
ما ته پټه وســــاته په مـــــــوټي کــــــې رڼا
ستا خوږې خبــــــرې دي سکه لکه ثواب
بس د روژه ماتي غوندې، بس لکه خُرما
زه له غمه ژاړمه چـــــــــــــې ته راشې او زه
بيا شمه له ډېرې خوشالـــــۍ نــــــه په ژړا
راغله د ښکلا د ښاپېرو د پاچا لــــــــــور
وريې کړ ملنګ تــــــــه يو غمی د استغنا
دوې اوښکې په سترګوکې په زړه کې يوجانان
جوړه دې ( کاروانه ) کــــړه عجبه مشغولا



هيواد شېرزاد
20.04.2005

نن بيا؛ له ډېرې مودې وروسته؛ پدې وتوانېدلم چې د کاروان صاحب درې نوي شعرونه چې تراوسه مخکې ندي چاپ شوي تاسو محترمو ته ډالۍ کړم:

[size=24:7ee8639026][color=brown:7ee8639026]....................... وېره[/color:7ee8639026][/size:7ee8639026]

خلک په مينه باندې نه پوهيږي
ګرانه [color=darkred:7ee8639026]کاروانه[/color:7ee8639026] په زړګي باندې ټينګ لاس ونيسه
دا ډبرين بوتان بوتان د اذر ونه منې
پام چې زړه ونه بايلې دغه په ځيګر ونه منې
د سليمان له دې غمي سره به پام کوې ډېر
بيدار اوسېږه نه به خوب نه به ارام کوې ډېر
د يوويشتمې پېړۍ رګ رګ ته سړي د شيطانانو په څېر
ورننوتي دي په چل په ټګۍ
دلته تر ټولو نه بدرنګې دي ريا په رنګو
له ځان جوړې د ښکلا ښاپېرۍ
کېدای شي ښځې او نجلۍ به داسې هم وګورې
چې په ظاهر صورت د ګل نه هم نازکې به وي
خو په باطن کې د پردې لاندې شيشکې به وي
بس د خوشبو له دې ښيښې نه به يو ديو، يوه بلا راووځي
لکه سور لال به دې زړه وتښتوي
بس تری تم به شي پيدا به نشي
که دې لټون پسې څلور لونجه دنيا راووځي
اوس مې چې پوی کړې نو له مينې نه دې نه اړوم
ګرانه [color=darkred:7ee8639026]کاروانه[/color:7ee8639026] مينه ښه ده مينه ډېره کوه
خو نن سبا په هر يو ګل باندې باور مه لره
کله ناکله له وږمې ځنې هم وېره کوه
هسې نه زړه دې يوسي، هوش دې يوسي، خيال دې يوسي
خبر به نه يې سرابونه په څپو راوتي
نه چې ورېښمين دې تقدس هغه دسمال دې يوسي

٢٧ / ١٢ / ١٣٨٣ خيرخانه مېنه کابل - افغانستان

×××××××××××××××××××××××××××

[color=brown:7ee8639026][size=24:7ee8639026].............. غزل[/size:7ee8639026][/color:7ee8639026]

تږي ټول درپسې مړه ښکاري جانانه
په مرۍ کې دې اوبه ښکاري جانانه

په ټول ښار کې ايله ستا په سترګو پايو
پکې غر پکې غرڅه ښکاري جانانه

ستا دښمنو چې په تا شغول غشي
اوس نو دوی غوښه چاړه ښکاري جانانه

زه درګورمه خو ستا په ټنډه ګونځې
په خندا وايه چې نه ښکاري جانانه

د دعا نه ډکه لپه په ما وڅښه
په جامونو کې رانجه ښکاري جانانه

ته راياد شې چې د لمر په خوا روان وي
په آسمان کې سپين مارغه ښکاري جانانه

ستاله غېږې نه [color=darkblue:7ee8639026]کاروان[/color:7ee8639026] وتلی نشي
لاس او پښې يې نشته زړه ښکاري جانانه
××××××××××××××××××××××××××

[color=darkred:7ee8639026][size=24:7ee8639026]................ غزل[/size:7ee8639026][/color:7ee8639026]

اوښکه ته يې مينه ته يې کيف د موسېدو ته يې
ناڅاپه شېبه د سره ګلاب د غوړېدو ته يې

ډک د مينې جام ته يې په سرو سترګو سلام ته يې
شرنګ په مدهوشۍ کې د تش جام د ماتېدو ته يې

ته مې لېونۍ خندا يې ته مې لېونۍ ژړا
اخ جانانه زېری د دعا د قبلېدو ته يې

توره ته يې غشی ته لقمان او جاليونس دی
زخم د ځيګر ته يې مرهم د رغېدو ته يې

تږی زه يم لپه و اسمان ته د غوښتنې زه
راشه په برېښنا کې ترنم د ورېدو ته يې

دلته چې راغلي سوي لوي تښتېدلي دي
دې لېوني زړه کې حوصيله د اوسېدو ته يې

دغلته يو ستوری دی او هاغلته بل ستوری دی
منځ ته يې راځه د فاصلو د ورکېدو ته يې


خوستی
26.07.2005

ښاغلی شېرزاد صاحب اد درنو لوستونکو سلامونه مې ومنۍ٠ شېرزاده ګله دادی مرستې ته راغلم٠ د کاروان صاحب شعرونه به ليکو :lol:

زه خو راتلم نه تا ر او ليږلم
له خوشبويۍ نه ډک دسمال دې راکړ
ددسمال څنډې ته دې غوټه ورکړه
ځواب يې تا سره و، سوال دې را کړ

تا مې په زړه کې تنده و کرله
په کې راشنه شول د خمار ګلونه
ساقي دې راوړي ډکې ډکې پيالې
چې په کې وټومبي کتار ګلونه

تندی مې مات د اظطراب په کاڼو
ځم له زګېرويو نه کورګی جوړوم
سر لګو مه د سکون په ځنګون
له پر هرو نو پسرلی جوړوم

شاړه د ژوند غواړي ابشار د نغمو
د روح دسمال چې په کښې و مينځمه
پرېږده چې غوټه يې را وسپړمه
عشق او جمال چې په کې ومينځمه


خوستی
26.07.2005

****************اسويلی*************

دا ګناه مې وه چې تا ته سپېلنی شوم
اوس مې ښه په کاڼو وله لېونی شوم
غرڅنۍ غوندې په کومه رانه لاړې
ببر سری په غرو ګرځم غرڅنی شوم
چې پېرزو دې ياره ولې په ما نه دی؟
ستا ديدن ته سترګې سترګې او زړګی شوم
کوه ناز خو بيا به ډېر ګلونه راوړې
پس له مرګه چېرته زه که را ژوندی شوم
راشه مه وېرېږه ګل مې د اوربل شه
دا خو هسې رقيبانو ته اغزی شوم
وينم خوب وايم چې زېری مې درباندې
په سينه به دې زنګېږمه ځونډی شوم
د ځيګر کباب مې وخوره د يار غمه
زه په مينه کښې سخي او مېړنی شوم
هغه ورځ به د جنت وي چې ته وايې
خانده خانده ستا د هيلو پسرلی شوم
چې يې خوله غواړمه وايي لرې لرې
د شيدو د سر پېروی يم تنکی شوم
عاشقان به مې غزل د کاروان بولي
زه له زړه نه راوتلی اسوېلی شوم


خوستی
26.07.2005

*************اختر*********************

اختر خو خاندي په کټ کټ تېريږي
خو دا زمونږ نه ولې پټ تېريږي
ښکلی فردوس راته دوزخ جوړ شوی
د ژوند لحظې مې پاس په بټ تېريږي
ولې به نه چوي زړګی د بلبل
چې په ګلونو کې ګونګټ تېريږي
هغه زړګی چې ځليده لکه لال
اوس يې په سر ښاماران غټ تېريږي
اختره وبخښه خندلی نه شم
زما په وير کې هر مېلټ تېريږي
تاندې تنکۍ هيلې شوې خاورې ايرې
ځي جنازې يې مټ په مټ تېريږي
دا هم انصاف! دی ناروغ ونه ليده
طبيب په خوا د روغ رمټ تېريږي
شنو ترانو ته يې لږ صبر وکړئ
کاروان په اور کې لټ په لټ تېريږي



هيواد شېرزاد
27.07.2005

محترم خوستی صاحب. هر کله راشئ، له مرستې او پېرزوينو مو مننه.
زه به هم د کاروان صاحب دوه نوي شعرونه درته ډالۍ کړم:

[color=brown:4fc8a78b10]Delete[/color:4fc8a78b10]

په تيلفون کې چې د A جدول راوړومه
نو ستا نامه په کې اول راوځي
سترګو ته دوه څاڅکي د اوښکو راځي
له زړه مې سل چينې د ګل راوځي
د تليفون تڼۍ مې کيکاږله
زما اواز تر تا در ورسيدو
تا يې پر ستوني باندې پښه کېښوده
زما په زړه کې دې تېره ماته ښيښه کېښوده
ما درته څومره سلامونه وکړل
خو تا يوځلې هم عليک ونه وې
په مرحبا مرحبا ستړی شومه
جانانه تا راته لبيک و نه وې
په تليفون کې مې چارج ختم کرېډېټ تمام شو
لکه شاهين پنجو کې وړی کوتر
سور مې د زړه په وينو سپين سلام شو
د کمپيوترتر څنګه کېناستمه
په MSN کې مې ONELINE وليدې
نو مې يو سور ګلاب دروليږلو
ما وې چې ته مې ګوندې هم په سره ګلاب وولې
خو تا د سره ګلاب د پاسه چليپا را ښکله
تېره چاړه وه پر مرۍ چې تا زما را ښکله
ما وې په وينو سور يو بل ګلاب در وليږمه
خو ته OFFLINE ښکاريدې BLOCK دې ومه
د EMAIL پاڼه مې راواړوله
ستا راليږلي اېمېلمونه له الف نه تر يا
ما په يوه ستړي نظر ټول و کتل
په کې يو څاڅکی د شبنم نه وو خوشبو يې نه وه
جوړ له کاغذ مې دا غاټول و کتل
ټول د درواغو له داغونو ډک وو
له پاڼې پاڼې يې ريا وريده
نه ترې وږمې د صداقت راوتې
نه ترې نه يو ټکی رڼا ورېده
لکه پېريان چې د غوسې واخلي ماشوم په غېږ کې
ګوډۍ نانځکې او د لوبو شيان
په ديوالونو وولي
داسې مې ستا د اېمېلونو کاغذي ګلونه
له ډېره قهره پاڼې پاڼې ايسته و غورځول
په MSN کې مې ستا نوم DELETE کړ
له تليفون مې ستا نومره و ايسته
اوس نو يو دوه کارونه پاتې راته
بری به هغه وخت نصيب وي ځما
که مې له خيال نه ستا څېره و ايسته
که مې په زړه کې ستا راټول يادونه
د خواږه صبر په اوبو و مينځل
دا څه موده په رياضت يمه بوخت
چې دې له خيال نه او له زړه نه په يو ځای وباسم
بيا به نو زر توبې توبې له مينې
په پاک دربار کې د لوی خدای وباسم
خو نتيجه صفر ده
نه کيږي نه کيږي والله نه کيږي
په زړه مې ووري او په خيال کې مې چکرې وهې
اخر په دې مې امنا کړې ده
په کومه ورځ مې چې په ګورکې کېږدي
د ګور چينجي به راشي
ستا ټول يادونه به DELETE کاندي زما په زړه کې

۲۰۰۵ / ۷ / ۱۹
کابل - خیر خانه

....................................

[color=red:4fc8a78b10]ته ازانګه د اذان[/color:4fc8a78b10]
په غربي کلي کې تر ټولو ښکلې
نږه سوچه شرقي ترينې نجلۍ
په بل نامه مې زړه اوبه نه څښلې
مينه دي بولمه له مينې نجلۍ

***
کوم لاهوتي ستار په غېږ کې لرې؟
او که خبرې دې خوږې دي ولې؟
جنتې شات به دې ورګډ خو نه وي؟
اخ دا سندرې دې خوږې دي ولې؟

***
هغه د شنو سترګو بازار مې ليده
چې په کې ته لکه حيا ګرځيدې
د امريکې دکليساوو تر څنګ
لکه مروه لکه صفا ګرځيدې

***
ما ستا د خيال ورغوي ډېر کتلي
يو لوی ارمان دې پټ په زړه کې وينم
زما پردېسې د وطن شهزادګۍ
افغانستان دې پټ په زړه کې وينم

***
شور به کوي د کليسا زنګونه
خو ته به څارې ازانګه د اذان
را ويښوې به خوبولي زړونه
ته راته ښکارې ازانګه د اذان

***
د پت پوړنی درنه پاتې نه شي
دا د ګوربت وزر پر سر ګرځوه
د الاهو الاهو ذکر کوه
لاس کې زنځير د پيغمبر ګرځوه



هيواد شېرزاد
06.09.2005

دا دی د کاروان صاحب يو نوی غزل:

................... غزل

زړه مې له ښکليو نه په زور ونيسه
شاهينه عشقه دغه کور ونيسه

خوري په چنار کې د بلبلو بچي
پنجې ور واچوه منګور ونيسه

ماته يې راکړه چې غزل غزل شم
له توپاني بحر نه شور ونيسه

زمونږ په چم کې ده قحطي د وږمو
وربل خواږه شمال ته خور ونيسه

ګلاب ګلاب يې ستا له لاسه منم
راشه په لپه کې مې اور ونيسه

تر اوښکو سپين دې شه کاروانه ايمان
جانان دخپلو سترګو تور ونيسه


دوست
07.12.2005

ټولو لوستونکو ته سلا م !
د کاروان صاحب یو اذاد شعر
.................[color=red:d6654796b4]ګل [/color:d6654796b4] او بنیادم
دګل خوراک خاورې ایرې او سره
لیږې رڼې او ډېری خړې اوبه
بیا هم سپېڅلی دی ښائسته دی له وږمو نه ډک دی
سترګې او زړه پرې خوشالیږي له رنګو نه ډک دی
خو بنیادم چې فرښتو ور ته تندی ایښی دی
ګل ته ورګوري او له اوښکو نه رڼې اوبه څښي
له تکو سرو مڼو نه خرپ اوباسي
حیران پدې یم دا بد رنګ ولې شي
...........................................................................................................................
په مینه ستاسی "دوست"


زرملوال
23.04.2006

[color=white:577b83cdc9]يارانوسلاماوداه دكاروان صيب يوپه زړه پورى شعر

راوى زما دكلى

له افسانى نه وريښمين ټال جوړكړى

په كى ټالۍ وهى ماشومه نړۍ

زما دكلى دكيسى دقهرمان له زخم

دبي خوبۍ زخم ته خوب شوكوى شومه نړۍ

راوى كيسه كوى كيسه داسى ده

_هغلته لرى ددنيا دلويو،لويوكليو

له نظرونو نه پريوتى يوبل كلى پروت دى

دخپل ارمان دګوردپاسه لكه څلى پروت دى

دكلى نوم دى رانه هير خو ورته وبه وايم
_دبوروكلى اودوراروكلى

سره په جنګ دتوروكاڼواوهنداروكلى

دكلى پيغلى هره شپه داسى خوبونه وينى

چمبى په لاس كى اوشرنګا دبنګړو

دخپلو وروڼوپه ودونوكى سندرى وايي

خاندى نڅاوى كوى

خوچى سهار شى نه چمبى وى نه شرنګادبنګړو

دزلمووروڼوسرته ناستى وى كوڅۍ شوكوى

اودويرساندى وايي
راوى تردى ځايه كيسه رسوى

دلويوكليوداماشومه نړۍ خوب زنګوى

كيسه لا خلاصه نه ده
راوى دډيروشپولپاره داكيسه اوږدوى (كاروان)[/color:577b83cdc9]


عصمت الله
07.05.2006

ټولو لیدونکو ته سلامونه او نیکې هیلې وړاندې کوم
دادی زه هم دکاروان دشعر مینه والوته یو نوی شعر دپیرمحمدکاروان 
وړاندې کوم هیله ده چې مو خوښ شي

دستوروتڼۍ تويې دسحرڅيري ګريوان
خوره په غرو رغوکې ازانګه ده د اذان
قاري په لوغړن ترنم وايه الرحمن
چې زړونه لمبوزن شي په څپوکې دايمان
اخربه په لاس درشي رڼه توره لکه لمر
دستوروپه نېزو وهه تيارې دکفرستان
له صدقه يوه اوښکه بې بها ده بې بها
تر دٌر ترمرغلرو تر ياقوتو تر مرجان
بيماريمه بيماريمه بيمار دبېلتانه
کړه جوړه ذايقه مې په النخل ورمان
الهي را اهدا کړې دبلبل بلالي غږ
ماهم يو لاروی کړې دحمدونو دکاروان


زرملوال
08.05.2006

درنو وروڼو سلام
متأسفانه چى دكاروان صيب دشعرونو دلړۍ ټول شعرونه ما نه دى
لوستلى ويريږم چى كومه غزل تكرارى رانه تيره نه شى خوخير وايي
مشك چى څومره زيات مښل كيږى هغومره يي خوشبويي زياتيږى
او دا هم دكار وان صيب يوه بله په زړپورى غزل

[color=green:e28a37490c]پښتو پښتو
ډکه د جمال او د جلال غرنۍ ژبه ده
وايې وره پښتو د مستانه موسيقۍ ژبه ده
ډول سره چې غبرګه شي ګډا ګډا ګډاشي نو
چوپو ګړنګونو کې يو شور شي او غوغا شي نو
والوزي يو سېل شي د مرغيو په هوا شي نو
څڼې د نښترو ورته ګډې په شغا شي نو
درد لري د مينې د شپونکې د شپېلۍ ژبه ده
خرپ د سپينې تورې چې په برم او په پرتم کې شي
حسن په درخو کې شي سرشاره په ادم کې شي
ناڅاپه نغمه شي د رباب په زيروبم کې شي
چيغه شي ټپه په خوبولي شومه دم کې شي
ستوري ورته غوږ دي د اسمان د سپوږمۍ ژبه ده
مسته په څپو څپو او مسته له سېلابه ده
ښکاري راوتلې د سندرو له دريابه ده
ته وا بلبلانو را ايستلې له کتابه ده
واه په تغزل کې ښايستوکې تر ګلابه ده
جوړه ترې لنډۍ شي د درنې ملالۍ ژبه ده
سر باندې يې لمر او سپوږمۍ کېنې دغره څوکه شي
کله هم د غرونو د باغي زرکانو کوکه شي
ګوري چې سپېره غليم تېره د تورې څوکه شي
زلفې د معشوق انځوروي د قلم نوکه شي
جار د شرنګېدلې دريابي شاعرۍ ژبه ده
هر څو که د غرونو د اوبو غوندې بې رنګه ده
پښې يې پر اغزو اېښې دي سرې وينې ګلرنګه ده
پاس د ګل منار ته ورختلې دنګه دنګه ده
ډېره خوږاروا ده ته وا پېغله غنمرنګه ده
جار يې شم کاروانه د خوږې ښاپېرۍ ژبه ده
2005-4-28 کابل خيرخانه مېنه[/color:e28a37490c]


عصمت الله
13.05.2006

[quote="عصمت الله"]دغه هم دکاروان صاحب له زړو شعرونه يو شعر چې
زما ډير خوښ شوي ده

دموسکا ساحل ته
لاله په يوه پښه دي ولاړ د دامانونو په سر
لـــکه چې پيغــلې وي ختلې دماينونو په سر
ګـــلپاڼو غيږی سره ورکـړې پاچهي شوه د ګــل
نسيمه والــوزه دغـوڅو غـوڅو زړونو په سر
مين بلبـل دهـجـران غشـو په سينه ويشتــلی
خــوب حـــرام شو دغــټو دبالښــــتو نـو په سر
دوزخـي تندې ته مې کلکو توبو ماته ورکړه
ساقي سپرلی دی راځــه تاو شو دخمـــونو په سر
زګېر ووکې ځکه نوم دښــکلی په وار وار يادوم
دعشــق ســروديې مـا لـيکلـــی دزخمونو په سر
داستان دزلـــفو راته وايــي دچـوپتيا په ژبــــه
هغه ګـــــيډۍ کــــيډۍ بـبـري د دوالــونـو پـه سر
راځی مـنګـولـو کـې غنـچې غنـچې کلونه ورکړو
هـغو چــې کــــــــــــاڼــې وروي دبهــارونو پــه سر
خـــدايــه کـاروان مـې دموسکا ساحل ته ورسوه
څپــې څــپې شو د سـرو اوښکـو دسيندونو په سر[/quote]


Abid
15.05.2006

يارانو ښې چارې که اجازه وي نو زه هم د کاروان صاحب يو بيت ليکم چې زما ځکه ډېر خوښ دی چې له سالک او نثار نه يې هم زما يادونه مخکې کړې ده.
(باز) لرم (سالک) لرم د مينې ممالک لرم
دم غنيمت بويه چې نثار ته مخامخ يم
( کاروان )
بس ټولو يارانو ته سلامونه او نيکې هيلې.
ستاسې ورور عابد


کټوازی
17.05.2006

ګرانو وروڼو ،

تر سلامونو او نېکو هيلو وروسته !

ماشالله ډېره ښه مشاعره ده ، مشاعره ورته ځکه وايم چې د مشاعرې يو ډول دا هم دی چې عام وګړي د نورو او يا هم د يوۀ منلي شاعر له شعرونو انتخاب کوي ، که څۀ هم چې د ځينو خلکو پۀ نظر دا ډول مشاعرې کومه ګټه نه لري ، خو زما پۀ نظر ګټې يي ډېرې دي ، له نورو يي تېرېږم يوازې يو دوو ته يي ستاسې پام راړوم ،

لومړی داچې د شعرونو انتخاب د انتخابوونکي د ادبي ذوق او شعرفهمي عکاسي کوي ، چې اړونده شخص څنګه او څومره ادبي ذوق لري او ترکومه ځايه پرشعر پوهېږي ٠

دويم داچې پۀ دې توګه يي د داخل دنيا ته لار پيدا کوو ، ياني هغې دنيا ته يي لار پيدا کوو چې تر وړاندې مو ليدلې نه ده ،

پۀ هرصورت د کاروان صيب يو نظم ( ازانګې ) له تاسې سره شريکوم ، چې هغه د اردودانو خبره پۀ هره حواله مې خوښ دی ،پۀ دې هيله چې خوند ځنې واخلئ
................................... [color=white:19b1659f4c]ازانګې [/color:19b1659f4c]

ګله دا ډېره موده ،
ستا د وږمو پستې ورېښمينې ګوتې ،
مستې شي مستې شي ،
زما پر زړګي ، تمبل وهي ،
زما د روح پۀ ګړنګو کې ازانګې خپروي ،
ګله پۀ تاپسې ما ،
د رنګ نړۍ کې دوه مئين بوراګان وګرځول ،

خو ګله !
تا د نغمو پۀ هغو شنو پاڼو کې مخ پټاوۀ ،

ګله تنکی وې چې تا ،
د بوراګانو د پستو مچکو تاب نه لارۀ ،

ګله ګونګی وې چې تا ،
دوو بوراګانو ته د مينې يو ځواب نه لارۀ ،

تنکی به وې ګله ، ګونګی خو نه وې ،
نغمه ، نغمه شوې اورېدای مې شوې ، ليدای مې نه شوې ،
ستا دې پرخپل حسن سوګند وي ، چې رښتيا ووايه ،
تۀ چې د خپل وجود له باغه راځې ،
زما د خوب ازغنې دښتې ته ،
............. پښې يبله راځې ،
او که مرغۀ غوندې بنګې وکړې ،
ګله صفا ووايه ،
ولې زما د غزل هرتوری ګلدان ،ګلدان شي ؟
چې له تاغېږ تاووي ................!!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more