د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

(هر ماشوم لپاره یو لپټاپ)!!!???

عثمان انصاري
18.01.2008

ګرانو وروڼو، مشرانو کشرانو! سلامونه او نېکې هیلې.

څښتن مو روغ رمټ لره.

غواړم تاسو ټول د هغه نړیوالې پروژې څخه خبر کړم، چې د نړۍ بېوسه او وس لرونکو ماشومانو لپاره یې د یوه، یوه لپټاپ کمپیوټر د ورکړې تابیا کړې.

دا پروژه د OLPC (One Laptop Per Child) یا (هر ماشوم لپاره یو لپټاپ) ده. دا پروژه د لېنکس کمپنۍ لخوا د د نړۍ خوارو او بې وزله ماشومانو لپاره د هغوي د خوي او بوي سره برابر او د هغوي د ذهني وړتیا د لوړاوي لپاره ۱۰۰ ډالري لپټاپونه جوړ او بازار ته وړاندې کړي. او غواړي د نړۍ ټولو ژبو ته یې د لا کارندتیا لپاره پروګرامونه وژباړي.

د منځۍ اسیا د پروژې مشري
په منځنۍ او سویلي اسیا کې ددې پروژې مشري یو پاکستانی پښتون (ډاکټر حبیب خان چې د کمپیوټرپوهنې په څانګه کې یې ډاکټري لري) کوي. موږ (د نړیوال اسلامي پوهنتون یو څو زده کړیالان) د نوموړي ډاکټر لخوا پدې وګومارل شو، چې ددې لپټاپونو ټولې ټرمینالوجۍ او اصطلاحات ډ افغانستان ځایي ژبو ته وژباړو. ترڅو افغان ماشومان ورڅخه په پوره توګه ګټه واخلي. که څه هم موږ په ځان کې دا وس نه ونه لید، خو بیا مو هم د خپلو ګلالیو هېوادوالو لپاره دې کار ته ځان اړم کړ.

د یادولو وړ یې بولم چې دا پروژه به د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې پیلېږي، او بیا به د منځنۍ او سویلي اسیا نورو هېوادونو کې ترکار لاندې

له نېکه مرغه زموږ د پوهنې او مخابر، اړیکتاییی او مالوماتي ټکنالوجۍ وزارتونو پتېلی چې دا پروژه په افغانستان کې هم عملي کړي.

اصلي خبره:

له دا دومره خبرو څخه زما موخه دا وه، چې ګران لوستونکي (کېدای شي له دې پروګرم څخه سم خبر نه وي) په اړه لږ مالومات ترلاسه کړي.

ددې پروژې مشر (ډاکټر حبیب خان) له ما څخه هیله وکړه، چې د ماشومانو د ذهني ودې لپاره د قرآن پښتو ژباړه (په اوریز یا لیدیز Audio or Video ) ساتېرۍ لپاره پښتو ترانې، نعتونه، ښکلې روزنیز کارتوني فلمونه، او د افغان ښوونیز نصاب د لومړي تولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې کتابونه د P.D.F یا WORD په بڼه (format) راپیدا کړم. د قرآن پښتو ژباړه، ترانې، نعتونه خو مو راپیدا کړل، مګر د ښوونیز نصاب کتابونه مو ترلاسه نکړای شول.

د O.L.P.C لپټاپونو کارونه (ځانګړتیاوې او ګټې):

۱- د هر ډول افتونو په مقابل کې مقاومت، لکه اوبه که چېرې پرې توی شي، نو نه ورننوځي. د خاورو او نورو ... مخنیوي لپاره د لپټاپ چارچاپېره ربړي پوخ چاپېرکړای شوې، ترڅو د کیلیکدړې (کیبورډ) د خرابۍ مخنیوې وشي.

۲- د ماشوم څخه په لوېدو، یا له مېز څخه په پرېوتو سره کوم زیان نه مومي.

۱- دا کمپیوټرونه د ماشوم د وړتیا سره سم هغه ګټور توکي لري، چې د ۲۱ پیړۍ ماشوم ورته اړتیا لري، د مثال په توګه: ښوونکې زده کوونکو ته کورنې کار ورسپاري، چې د زمکې په اړه مالومات راوړﺉ، یا ورڅخه د مرغانو، ژوو، چاپېریال... او داسې نورو شیانو په اړه مالومات غواړي، مګر ماشوم نشي کولای، چې دا مالومات په خپل کور کې ترلاسه کړي، او یا هم د نورې نړۍ په څېر د انټرنېټ له نړیوال جال څخه خپل کار راواخلي. نو دا لپټاپ ماشومانو ته دا لاسرسې ورکوي، چې له هغه پوهنغونډ (انسايکلوپېډیا) څخه چې له مخکې څخه په هغه پالنګر (server) کې لګول (انسټال) شوې وي، خپل کورنې کار راپیدا کړي.
۲- په درځنونو کتابونه، مجلې، کتابګوټي او داسې نور به د زخیرې په توګه په پالنګر (server) کې پراته وي، ترڅو ماشوم وکولې شي، ورڅخه ګټه ترلاسه کړي.
۳- د لوبو او ساتېرۍ لپاره ډول، ډول روزنیزې لوبې او ګېمونه لري، ترڅو ماشوم وکلای شي د ذهني ستړیا پر وخت خپله ستړیا پرې لرې کړي.
۴- ددې لپټاپ لرونکیو ماشومانو لپاره د لیدیز بنډار جوړونې (ویډیو چېټېنګ) یوه ځانګړې ډالۍ چې ماشومان به کولې شي، ترڅو د دوه کیلو مترو په واټن یو له بل سره اړیکې ټینګې کړي، د یو بل حال وپوښتي، او لیک، لیکنې سره تبادله کړي.
۷- ددې لپټاپونو یو بل نه منونکې کرامت دا دی، چې بې له کوم ټلیفون لاین، یا بلې وسیلې څخه به راسا له مصنوعی سپوږمکۍ سره د هغه رنځیر د کړیو په څېر وي، چې یوه کړۍ له بلې سره نښولي، نو دا لپټاپونه به هم (که څه هم له پالنګر څخه د ۳۰ کیلو مترو په واټن کې شتون ولري) د همدې زنځیر په څېر له نړیوال جال سره نښتې وي، او د نېټ نړیوال جال به د ماشومانو په خدمت کې وي. د یادونې وړ ده، چې د انټرنېټ کنټرولولو لپاره به په پالنګر کې داسې چاڼونه (Filters) نسب وي، چې د ماشومانو د بېلارۍ مخه به ونیسي، او یواځې هغه ځایونو ته به لاسرسې ولري، چې ددوی په ګټه وي.
۸- یو بل ښه والې، چې د یادولو وړ یې بولم، د ټولو هغو لپټاپ لرونکیو ماشومانو جال دی، چې په یوه ښارګوټي، ولسوالۍ او یا کلي کې اوسېږي، په اسانو ټکو کې که چېرې دوه ملګري سره وغواړي یو له بل سره ددې لپټاپ له لارې اړیکه ټینګه کړي، او ددوی ترمنځ واټن د ۱۰ کیلو مترو په اندازه وي، نو کولې شي، د هغه لپټاپ لرونکیو څخه د پل کار واخلي، کوم چې په هر دوه کیلومتره کې د دوه ملګرو ترمنځ اوسېږي (هر دوه کیلو مترو کې د یوه زده کوونکي اوسېدل، د زنځیر د کړیو په څېر دی، چې هره کړۍ له بلې سره نښلوي.)

له نېکه مرغه د اوسني کاواکه او مصلحت طلبه واکمنۍ یو له ښو او یادولو وړ کارونو څخه، چې تېرو نږدې ۸ کالو کې یې ترسره کړي، او تر لاس لاندې دي، یو هم پوهنې د ملتپاله روڼ آندي وزیر ښاغلي حنیف اتمر لخوا د خپل هېواد ځورېدلو بچو لپاره ددې لپټاپونو ترلاسه کول دي، چې نږدې ۲۰۰۰۰ (شل زره لپټاپونه) نوموړي وزارت ته رسېدلي، او په همدې کچه به نور هم ترلاسه کړي.
په لاندې ګورتپاڼه کې د هغو هېوادونو نومونه لیدلې شﺉ، چې پدې پروژه ګډون غواړي، په دې ګراف کې د سوېلي اسیا د هغو هېوادونو لړلیک ګورﺉ، چې دا پروژه په خپل هېواد کې پلي کول غواړي.

د رنګونو په کتار کې نارنجي (orange) هغه هېوادونه دي، چې د پوهنې وزارتونو ددې لپټاپونو په ترلاسه کولو کې علاقه مندي ښودلې، او په دې ډول د هېوادونو په کتار کې زموږ د هېواد نوم په ملي ژبه د ټولو په سر کې راځي

Southern Asia
Short Official Name(s) ITLD Status Notes
Afghanistan د افغانستان اسلامي جمهوریت
(Da Afġānistān Islāmī Jomhoriyat)
Islamic Republic of Afghanistan .af Orange
Bangladesh Gônoprojatontri Bangladesh
People's Republic of Bangladesh .bd Orange
Bhutan བྲུག་ རྒྱལ་ཁབ་
Druk Gyal-khab
'Brug Rgyal-khab
Dru Gäkhap
Kingdom of Bhutan
.bt Orange
India भारत गणराज्य
Bhārat Gaṇarājya
Republic of India
.in Green
Iran جمهوری اسلامی ايران
Jomhūrī-ye Eslāmī-ye Īrān
Islamic Republic of Iran .ir Orange
Maldives ދިވެހިރާއްޖޭގެ ޖުމުހޫރިއްޔާ
Democratic Republic of Maldives .mv <???>

ددې پروژې ګورتپاڼه:
http://laptop.org

د ویکیپېډیا کې ددې پروژې په اړه مالومات:

http://wiki.laptop.org/go/Main_Page

او د پښتو ژبې د ټرمېنالوجې د ژباړې ګورتپاڼه پدې ډول ده:
https://dev.laptop.org/translate/ps

له درنو ادیبانو او ژباړنو څخه غوښتنه:

دلته زما غوښتنه له ټولو هغو درنو ښوونکو، ادیبانو، ژباړنو او نورو څخه دا ده، چې پدې پروژه کې زموږ لاسنیوې وکړي، او د خپلو ماشومانو د ښې روزنې لپاره دا پروژه راپیاوړې کړي. که د یوې مشورې، نیوکې او لارښوونې په ډول وي، یا هغه د تاریخی ویاړنو، حماسي شعرونو، او سندرو په څېر وي، یا د ماشومانو لپاره د چاپېریالپوهنې په اړه ګټور مالومات (د کتاب په بڼه یا رسالې) او داسې نور په رالېږلو سره د افغان ماشومانو راتلونکې لاروښانه کړي.
ستاسو رالېږلي مالوماتي کتابونه او کتابګوټي به د پالنګر (sever) کې د ماشومانو د عامه ګټې لپاره اېښودل کېږي.

تاسو کولې شﺉ پدې اړه خپلې مشورې، نیوکې او اړینې لارښوونې په همدې فورم کې یا له موږ سره پدې پتو شریکې کړﺉ:

jalalkut@gmail.com
jalalkut@hotmail.com
jalalkut@yahoo.com

د لا زیاتو مالوماتو لپاره انګرېزي ګورتپاڼې وګورﺉ:

http://laptop.org

http://wiki.laptop.org/go/Main_Page

https://dev.laptop.org/translate/ps


محمد علم
23.01.2008

ښاغلئ عثمان انصاري صاحب

په رښتیاسره چي دازموږ د جنګ ځپلو اوغربت ځپلو خو مستعدوماشومانو لپاره دخوشحالۍ زیرئ دئ او الله دې ورته خیر کړي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more