د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

د پټاناېزېشن پروژه

ذبيح
13.01.2008

ګرانو وروڼو اسلام عليکم،
لکه څنګه چې تاسو ته پته ده، پښتو په اوپن ساورس ساوترو (سافټوېر) کښې ډېره کمه برخه لري او دومره پرمختللې پکښې هم نه ده. نو، مونږ د دې کمښت د بشپړولو او ختمولو لپاره د پټاناېزېشن پروژه پېل کړه، دا يوه داسې پروژه ده چې هر څوک پکښې د نړۍ د هر ګوټ نه ګډون کولی شي او کومې پروژې چې مونږ لرو د هغې په ژباړلو کښې راسره مرسته کولی شي. مونږ تر اوسه څلور پروژې سر ته رسولي او تاسو کولی شﺉ چې هغه څلور ساوتري په پښتو ژبه وکاروﺉ (د نورو مالوماتو لپاره لاندې ورکړل شوې پاڼه وګورﺉ). او دوه نور هم يې انشاء الله په نژدې راتلونکي کښې بشپړيدونکي دي. لکه څنګه چې تاسو پوهېږﺉ دا کار اسانه نه دی او ډېرو کارکوونکو ته اړتيا لري، چې په خپله خوښه او وړيا توګه مونږ سره د دې پروژو په ژباړلو کښې مرسته وکړي. که چېرې تاسو خپله ژبه خوښوﺉ او غواړﺉ چې پښتو د نړۍ د نورو ژبو په شان د ساوترو په ډګر کښې هم پرمختللې واوسي نو زمونږ د وېبپاڼې له ليارې مونږ سره اړيکه ونيسﺉ يا په دې برېښليک مونږ ته خبر راکړﺉ:
Pakhtosoft@gmail.com
www.pathanisation.pakkhtosoft.com
داسې يوه پروژه عربان هم لري چې ورته عرباېزېشن وايي او ډېر ساوتري يې ژباړلي دي او ډېر پرمختګ يې هم کړی دی. دا يې وېبپاڼه ده:
www.arabeyes.org
دا کار هېڅ ګران نه دی، يوازې د انګريزي پوهې ته اړتيا لري او نور ټول مالومات او ليار يې درته مونږ درښيو. هيله لرم چې مثبت ځوابونه واورم!!!
په درنښت،
ذبيح خان، د پټاناېزېشن پروژې مشر
www.pathanisation.pakhtosoft.com


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more