د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دنن شعر

مازدیګر
29.11.2007

هاشمي دلته دیره وه دچا مینه
تا په زړه که په جانان خاورې انبار کړې
سید فخرالدین هاشمي


مازدیګر
30.11.2007

ما حمزه ته یثربی باده خاونده
په ښاغلی پیمانه کی دافغان را

حمزه بابا


مازدیګر
01.12.2007

چه نازل شو دعشق تندر له اسمانه
ما حمید دغم لایق ورته لاس ونیو

حمید بابا


عصمت الله
02.12.2007

مازدیګرییه ورورسلام
موږ ته هم دلته اجاه شته چې د خپل دی خوښې بیت ولیکو ؟


رښتینی
02.12.2007

نه نه !!!

عصمت صیب موږ او تاسو اجازه نلرو !

که څنګه مازدیګر صیب ؟؟

او وبښه مازدیګر صیب دا لاندی شعر می د لاسلیک دی ما نده لیکلی :lol: :lol: :


مازدیګر
02.12.2007

موده پس اشنا راغلی ده رقیبه
شمع بله نن زما په مزار پریږده
عصمت الله صیب اول خو سلام ومنه بیا ګیله واوره
یو خو له مودو مودو پس راښکاره شوی او بیا لا اجازی هم پکی غواړی
عجب سړی می ولیدی اجازی مجازی پکی مه غواړه خو را دانګه میدان
ته خواږه خواږه شعرونه راوړه چه د خولی خوند مو لږ ښه شی

حامد صیب خدای دی وبخښه نو
دادی لاسلیک شعر دی بی له اجازی رانقلوم همدغه زما دخوښی ننی شعر ده
تر صبا چه تاسي به لا نور خواږه شعرونه راوړی لوی الله ته مو سپارم

دامستې مستې اوشکې چی جوپې جوپې راځي
دې پیغلو مې په سترګو کې ګودر لیدلی دی


عصمت الله
02.12.2007

مازدیګر یه ورور او حامد جانه ورور او نورولوستنکو ته دې زړه له کومې سلامونه وایم هلیه مند یم چې ټول به سره روغ او خوشحاله یې
مازدیګري صیب حامد ورور چې دلته راغی نو ستاسو دواړو سره مې زړه ډیر خوشاله شوهغه دې بیت بازی د مشاعری وختونه راپیاد شول خدای به یوه ورځ صمیم کټوازی هم را پیدا کړی له نورو یارانو سره
بس ستاسو دې کور ودان وی چې موږ ته مو دلته اجازه راکړه روسته له دې نه به دې خپل دې خوشې شعرونه لیکو
خدای مهربانه ده چې کوم ځل داسی بیت ولیکم چې ستاسو ټولوخوښ شی
مازدیګریه ورور واح واح واح څومره ښکللی بیت مود حمزه بابا راوړی ده
دا دی زه به هم د حمزه بابا یو بیت ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړم هیله ده چې خوښ مو شــــــــــــــــــــــــــی
پت وی طوفانونه د شاعرپه خاموشی کې
مـه شه پر غلـط چـې بس خـبرې جــــــوړوی


رښتینی
02.12.2007

دواړو خوږو وروڼو عصمت او مازدیګرسلام او نیکی هیلی !
بس نو زما له خوا هم د مرحوم حمزه صیب دایو شعر در واخلۍ

[color=indigo:73d84fb7d6]په خپل کور کی دچا قدر حمزه نه وی
د عربو خلک کم دی چی حاجیان وی[/color:73d84fb7d6]

خو یوه ټکی ته مو پام وی چی که مو په ورځ کی ډیر شعرونه
ولیکل بیا به نو له دا عنوان (دنن شعر) سره څه کوو؟

په مینه


مازدیګر
03.12.2007

که یار غواړی هومره ژاړه څو درځي عبدالحمیده
دا په دا چه در موندي شي په دریاب نه په ناله کي

حامد صیب او عصمت الله صیب خدای مو هرکله راوله
حامد صیب بندیزونه به نه وی پکی بس د خپلی خوښی
شعر یا اشعار به لیکو او بس
وایم خدای دی وکړی چه د حمزه بابا ټول دیوان رانقل کړۍ
ودان اوسۍ


رښتینی
03.12.2007

[color=yellow:d92dbc39d5]که دی نکړ په نیکیو ننګ او نام لو ړ
په دووه چومه دی دخټو مشه بام لوړ[/color:d92dbc39d5]

او اوس وار د عصمت دی خو مازدیګره وروره
که ته رامخته شوی صرفه مکوه

په مینه


عصمت الله
03.12.2007

له انګورو نه خواږه سلامونه مازدیګریه ورور او حامد جانه ورور تاسو دواړو ته وړاندې کوم او لوستونکو ته هم
مازدیګر ه ورور ټول دیوان دحمزه بابا به د له کارواوباسی دغه یوه ترانه به مو بس وی،

د زلمی افــغــان ســـندره
نوی پسرلي دی زه د ګل هسې خندان یم
نن لکه د سرو په چمن کـــــې خــرامان یم
زه دقامی فتح او ظفر بلند نشان یم
زه زلمي افغان یم زه زلمي افغان یم
نوی پسرلي نوی ځوانی نوی ګلونه دی
دی زاړه خوبونه ولی نوی تعبیرونه دی
زه پخوا تیر شوی ددخپل چمن خزان یم
زه زلــــمي افغان یــم زه زلــــمي افغان یـم
راغی پسرلي جوړجزباتو کړو محشر زما
اخـــــلی دنزهت نه دچـــمن بوســـی نظر زما
وایمه قامی سندرې زه هزار داستان يم
زه زلـــــــمي افغان یم زه زلـــمي افغان یم
نن هغــــه زما دغـــــــــم نفس صبا د باغ شو
داغ د سوی زړه مې دقامی تېروچراغ شو
ساه کې مې شمیم دګل په منځ کې ګلستان یم
زه زلـــــــــمي افغـــان یـم زه زلـــــــــــمي افغان یم
زه هغه کالبوت یم چې څو څو ځله وران شوی یم
پښولاندې دغــیرو وران ویجاړ بیابان شوی یم
تیر شو محشرونه زه اوس بیا نوی جهان یم
زه زلــــــــــمي افغان یم زه زلـــــــــمي افغان یم
ګــــیر یمه مدام دانقـــــلاب په طوفانونو کې
بنده مې کشتی وی دحیات په ګردابونو کې
کور لرم په ګل کې خو دبوی غوندې پریشان یم
زه زلــــــــــــــــمي افغان یم زه زلـــــــــمي افغان یم
زه سوخته مدام دقام دمینې په مجمر یمه
اور دې انقلاب مې وی په بخره کور وکر یمه
سوزم خو ګډیږم دسپند غوندې شادان یم
زه زلــــــــــمي افغان یم زه زلـــــــــمي افغان یم
څوک مې چې په بلوسه دوطن چرې راغلی دې
درمن دژوندون یې ما په سرو لمبو سیزلی دې
ابز دبل کـــــې یم خـــــو تنـــدر دآسمان یمه
زه زلــــمي افغان یم زه زلـــــــــمي افغان یم
زه یم چې مې جوش دشهادت دی موجزن مدام
توره مـــــې په لاس تړلــــــــې ما په سرکفن مدام
زه یم توریالی څه شی که بی سرو سامان یم
زه زلــــــــــمي افغان یم زه زلـــــــــمي افغان یم
تاویې چــــې نمر فنــــا کړی زه هغه شبنم نه یم
نقش یې چې فنا کړی استبداد هغه قدم نه یم
خورم چې کـــــــزارونه لاقوی لکه سندان یم
زه زلــــــــــمي افغان یم زه زلـــــــــمي افغان یم
زه هغه صدا یم چې کنبد کې وی ګـــــــــــذر زما
غوڅ یې کړی ستم دفلک بیا پیدا شی سر زما
غوڅ مې شی سر بیا پیدا شی شمع شبستان یم
زه زلـــــــــــــــــــمي افغان یم زه زلـــــــــمي افغان یم
خورم چې ګذارونه لاقوی شم د سندان په ښان
ورو وروترقی کړم په تنګسه کې ایمان په شان
قحط که دښمن مې په وطن وی زه باران یم
زه زلــــــــــمي افغان یم زه زلـــــــــمي افغان یم
فقر وشجاعت مې دی زده کړی د حید‌ر ځنې
عدل او سیاست مې دی زده کړي دعمر ځنې
صدق ابوبــــکر سخاوت کــــې زه عثمان یم
زه زلــــــــــمي افغان یم زه زلـــــــــمي افغان یم
زه لکه مزری یمه پیښه ده شجاعت زما
زه حمزه افغان یمه پیشه ده شجاعت زما
هم په باغ د شعر کې طــوطـــــی شیره بیان یم
زه زلــــــــــمي افغان یم زه زلـــــــــمي افغان یم


مازدیګر
04.12.2007

ډیراعلی
کور مو ودان عصمت الله صیب
حمزه بابا دی خدای وبخښی هر هر توری یی چه لیکلی د زړه په وینو یی لیکلی
او ځکه نو مخامخ دسړی په زړه لګیږی
او دا هم د نن شعر

چه په خپله افغانی ژبه نادان دی
په ترکی خبری څه وایی افغان ته

خوشحال خان خټک


مازدیګر
05.12.2007

ما خوشحال په ځان په خپله چاری وکړی
چه په ملک کی کوم ناترس وی زه یی یار کړم
خوشحال خټک


عصمت الله
05.12.2007

تــــــــــــــا وي چــــې غم مه کــــړه یــوه ورځ به د غم خورم
څـــه لــره به غم خورم چـې مې تا غـــوندې غمخور شته
حــــکــم امـــــر ستـا دی کـــه مــې بـولـی یا شـړې مـــــــــې
څـــــه بــه درتـــــــه وایــم دخوشـــــــحال بنده څه زور شته
*******
رنــګ دی ښــــه دی خوی دې بد دی
زه خوشحـــــــــــــال یم ما ریښتیا زده
******

او مازدیګریه ورور دغه بل بیت په پرونی غیرحاضری کې حساب کړه
مایې دواړه شونډې بیا مندې په کور کې
نور دې لعلو لـــــــــــره درومې بدخشان ته

چه په خپله افغانی ژبه نادان دی
په ترکی خبری څه وایی افغان ته

خوشحال خان خټک


مازدیګر
06.12.2007

یو می سوال جواب دقبر په پښتوکه
یو لحد پر کندهار درڅخه غواړم....


وقار
06.12.2007

سلامونه.
زه مجنون غوندې بدنام شوم ستا له توره
ته هغه توره لېلا ېې لکه وې چې .

حمزه با با

مننه
وقار


Nazar
06.12.2007

نوبهارو می و معشوقه و جام است اینجا
زهدو پرهیزو ورع دا چه مقام است اینجا

قصه کوتاه که در مذهب ما ای صوفی
غیر می هر چه بود جمله حرام است اینجا 


Nazar
06.12.2007

یورنګي او درویشی
موږه می پرست یو
دازل په میو مست یو
په سمامو قدم ایشی
لکه مزکه هسي پست یو
هغې خولې وته نظر کړه
هغه هسې نیست و هست یو
که په تخت د پاسه کښینو
بیا یو مات کچکول په دست یو


مازدیګر
07.12.2007

[color=blue:c6c45c15ca]جهانې بیا کله توبي ماتوو****زلمې کلونه لکه شپې تیریږې[/color:c6c45c15ca]

عبدالباری جهانې


مازدیګر
08.12.2007

خوب مي په وطن كي دى، خوردن مي په وطن كي دى
خوب كي چي هم مرمه، ځنكدن مي په وطن كي دى

سعدالدین شپون


عصمت الله
08.12.2007

جانانه ته چې به کې اوسی، هغه زړه ورانوی
په بیړه بیړه دې دیوال د خپل کــــــاله ورانوی
زه که هر څومره په خـــــوږ خــــوږ در ګـــــــورمه
لکه دینغـــــو نیغــــــــــــو غشو دې باڼه ورانوی
زما سینی خو پر پـرهر باندې پــرر خـــــــوړلی
ته راته ووایه په وران کــــــابل کې څه ورانوی


مازدیګر
09.12.2007

څه لمبي لمبي ناری وهې اسمانه
داوطن چه پیداشوی ده تنورده
دلته هره ځولانه کی مجنون پروت ده
هراواز چه دررسیږی دمنصور ده


مازدیګر
10.12.2007

هسي زر زر ځنبول د بڼو نه وي
لکه درومې له جهانه رحمان زرزر

رحمان بابا


عصمت الله
11.12.2007

په ظاهر لباس غلط دې سړی مشه
منځ یې ګـــــــوره له چغزیو له مټاکه
رحمان بابا
----------------------------
جــــــــــــــــــــــــانــــــــان دې خیـــــــــــــــــــر دی کــــه شړۍ نــــه لــــــري
خــــــــــــــــو ســــــــــــــتا کمــــــــــیس بــــــــه پــــــــه بخــــــمل بـــدلوي

تـــر ســـتورو رسي دیتم پـــر ســر یـــې ســــــــیوری نــه شـــــي
دا څـــومـــره لــنډ شـــول چـــــې اوږده شــــول د انسـان لاســونه

زره نـفـرت مـې زړه کـــــې نـه ځـایـږي
ټـول یـې لـه مـینې نـه جـوړ کـړی یـمـه

مصطفی سالک


مازدیګر
12.12.2007

که توفیق د اتفاق پښتانه مومی
زوړ خوشحال به دوباره شی په دا ځوان


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more