د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

كورني ژوند

سهار
24.12.2007

ټولو درنو او قدرمنو پښتنو وروڼو ته سلامونه او نيكي هيلي وړاندي كوم بعد له سلامه ګرانو وروڼو او خويندو زه په راديو كي يو خپرونه لرم چي خپرونه مي د كورني ژوند په اړه دي نو زما ماغزو ته د كورني ژوند په اړه ډير معلومات نه راځي كه تاسي راسره پدي برخه كي مرسته وكړي نو ډيره مهرباني به مو وي


مازدیګر
25.12.2007

دا خو باید تاسی لږ نه بلکه ښه ډیر معلومات ولرۍ ځکه ښکاره ده
چې نور خلک یانې ستاسې اوریدونکی به له تاسی نه د څه زده کړی
توقع لری او دومره زده کړه نو ګومان نه کوم چه د بحث په فورم کی دی شونی وی
ښه ډیر کتابونه په دی هکله پیدا کیږی چه د کورنی ژوند په هکله پکی
ګټور مالومات وی دهغو مطالعه وکړۍ او تر ټولو غوره کتابونه پکی هغه دی
چه د رسول کریم صلی الله علیه وسلم د مبارک ژوند په هکله پکی مالومات راجمع
کړل شوی وی او دا اوس په پښتو کي هم پیدا کیږي.

له یوه همداسې کتاب نه یو اقتباس وړاندی کوم
عایشه رضی الله تعالی عنها فرمایي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل
خیرکم خیرکم لاهله وانا خیرکم لاهلي(الترمذي)
په تاسی کی غوره هغه څوک دي چي د خپلی کورنۍ له افرادو سره ښه وي
او زه په تاسي ټولو کي له خپلو کوروالو سره ډير ښه یم .

(دنیکمرغي پیغام )صفحه ۴۳۷ لیکوال ابو خلیل محمد عبدالرحمن القدوسي


سهار
25.12.2007

ماذديګر جانه او په ما ګرانه وروه تر هر څه دمخه زما سلامونه قبول كړه او بعد له سلامه ستا د نيك نظر نه يو عالم مننه زه ستا ډير متشكر يم چي ما سره دي نظر شريك كړ .خو خبر درومره ده چي هيچا د مور په بطن كي څه نه دي زده كړي مګر په وخت وخت سره د پوهي په لوړيدا سره يي يو څه لاس ته راوړي دي البته چي زه د ژورناليزم په پوهنځي كي محصل يم او په راديو كي مي دا لومړي ځل دي چي فقط اوله خپرونه مي راديو كي جوړه كړه . خو زمونږ د ګران هيواد پوهنتونونه خو تا ته هم معلوم دي چي كله څوك فارغ شي له مخه هم څه نه شي ويلاي . زمونږ په پوهنتونو كي هم داسي لوبه روانه ده ته يقين وكړه سږ كال موږ په پوهنتون كي نهم صنف دري ۹ مخه ويلي وي . زه د خلكو له خوا اينترنيت ته زيات تشويق شوم.نو ما داسي فكر وكړ چه له ما سره خلك مرسته وكړي. زما حدف يوازي ددي نه دادي چي ما ته هغه كتابونه راوښايي چي دغه موضوګاني پكښي وي چي زه هغه پيداكړم او مطالعه يي كړم.
ستا نه ډيره ډيره مننه په درناوي انند


Nazar
25.12.2007

وخید یی او که وحید سلام درته وړاندی کوم
وروره
پوهه راوتلی له مغزو
حسی نه چی په تا ډیر ووه کتابونه

ماغزه      کله چی انسان له انسان څخه پیدا کیږی له معزو سره پیدا کیږی 
کتابونه له ځان سره نراوړی 

ځکه 
کتاب تر مخ رالیږل سوی ده
کتاب ! کوم  کتاب ؟
هغه کتاب 
کله سی جبریل (ع) محمد (ص) ته وویل سی اي محمد ولوله دا دی الله پیغام
محمد (ص) ورته وویل سی زه لوست نه لرم
جبریل (ع) ورته وویل چی ستا دی په هغه رب قصم وی کوم سی انسان یی د وینی له یوه څاڅکی پیداکړي ده

وروره !
ووایه هغه پشتنو ته کوم سی له کتاب څخه نفرت کوی 
زما متلب دا نده چی خدای دی نکوی ګواکی پشتانه قران نه منی 
پشتانه نغواړی سی تعلیم وکړی 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more