د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

زمری او غلام

khattak
20.12.2007

[u:33033fcc9f][size=24:33033fcc9f]زمری او غلام[/size:33033fcc9f][/u:33033fcc9f]
داسې وايي چې په خوا ؤ يو سردار
ياديدلو خپل وطن کښې ظلمکار
د سردار ؤ يو غلام ښاغلی ځوان
غلامۍ کښې ؤ ډېر تنګ و پرېشان
يوه ورځ چې يې مالک لاړلو چرته
دا هم غلی غوندې ووتو بهر ته
تلو په منډه د ځنګل په لور روان شو
چې سردارشو ترې خبر داسې ګويان شو
نوکرانو! ما ته راولئ غلام
چې د تېښتې ورته وښايم انجام
په ځنګل کښې غلام وليد يو زمری
چې کولو يې فرياد نری نری
دا غلام شو ورنزدې خو لږ په خيال
چې معلوم شي د زمري په حال احوال
ازغی مات ؤ د زمري غريب پنجې کښې
تا به وې لکه وي ګېر غټې لانجې کښې
دې غلام ورنه ازغی راوويستلو
د زمري ترې نه زړګی خوشحاله شولو
بيا زمری ورنه په خپله مخه لاړو
غلام دلته ګرځيدو به لارو شاړو
په ځنګل کښې نوکرانو کړو راګېر
په پنجرې کښې شو بندي محسن د شېر
سردار وې داسې سزا به ورکومه
دا غلام په زمري به خورومه
خو زمري په پښو کښې ټيټ کړو ورته سر
ټول حېران شو په سلوک د ځنادر
سردار وکړله پوښتنه راته وايه
ای غلامه! حقيقت راته اوس ښايه
شو سردار په حقيقت چې خبردار
باقي ژوند کښې شو له ظلمه توبه ګار
کړو غلام د غلامۍ نه يې آزاد
د غلام شولو پوره د زړه مراد
دا متل دې د احسان بدله احسان وي
ای سحره تمام دلته دې بيان وي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more