د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

مږک او زمری

khattak
10.12.2007

[size=18:e3b2aab274]مږک او زمری[/size:e3b2aab274]

يو مږک چرته ځنګل کښې وسيدلو*د خپل رزق په لټون کښې ګرځيدلو
په ځنګل کښې يو زمری په خوب اوده ؤ*بوټي ګڼ وو د زمري ورته پام نه ؤ
د مږک په کړپا شېر راپاڅيدلو*او مږک يې په پنجه کښې ونيولو
مزري ورته وئېل چې بې ادبه*نن دې وژنم ته لوی شوی يې بې ډبه
مږک ووې معذرت درځنې غواړم*زه غلام يم په بادشاه سلامت وياړم
که ژوندی يم زه به راشم ستا په کار*که شم مړ ستا به يو کم شي خدمتګار
مزري په خندا ووې ځه معاف يې*زه دې پېژنم ډوزمار يې ډک د لاف يې
مږک لاړ په خپله مخه په رفتار*هسې نه بادشاه يې بيا کړي ګرفتار
بله ورځ دا بيا د رزق په لټون ؤ*خو دا ځل ډېر په پام سره يې يون ؤ
ګوري څه چې شېر په جال کښې ګرفتار دی*قرار نه ورځي د مرګ په انتظار دی
د مږک وو ښه تيره تيره غاښونه*خدای ورکړي وو هم دغسې نوکونه
په تادۍ سره يې جال ټول وشلولو*منزری يې د مرګ خلې نه وويستلو
په دنيا کښې چې دي څومره مخلوقات*پېدا کړي دي د قدر قابل ذات
چا ته ونه ګورې ته په حقارت*ای سحره دا قيصه ده د عبرت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more