د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ
ميږی او کوړکوړی
khattak
08.12.2007
ميږی او کوړکوړی
داسې وايي په مېرې کښې يو ميږی ؤ******همتناک ؤ هم په منډه ګړندی ؤ
يوه ورځ په خپله مخه يې رفتار کړو****سيلۍ راغله په يو ډنډ کښې يې ګذار کړو
هيڅ په ځان نه پوهيدلو حق حېران ؤ********څنګه وځي به له ډنډه پرېشان ؤ
خپل کوشش يې وکړو ډېر ولې ناکام شو*****چې ناڅاپه د کوړکوړې ورته پام شو
کوړکوړي د بېرې پاڼي راوړه خله کښې******په هنر يې کړه ارتاؤ په تالابه کښې
ميږی پاس په پاڼه ناست ځي تر منزله********د اوبو په څپو راغلو تر ساحله
کوړکوړي ته يې وئېل چې زما وروره*******ستا نېکي به هېره نه کړمه تر ګوره
يوه ورځ ميږی روان ؤ په مېرې کښې******کوړکوړی يې وليدلو په خطرې کښې
ګوري څه چې يو ښکاري لينده راښکلي****دا يې خيال ؤ کوړکوړی خامخا ولي
میږی زر د ښکاري لاس ته وختلو*********د انبور غوندی يې چک ورواچولو
لنډه دا چې د ښکاري ګذار خطا شو********کوړکوړی لاړلو پورته په هوا شو
ای سحره خپل عمل د لارې مل دې****چې څوک ښه کړي ښه به مومي دا متل دې