د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دپښتورګی علاج

خیریوسی
21.09.2007

دپښتورګی علاج دزمزم په اوبو سره :

16 ګیلاسه دزمزم اوبه دورځی څښل کیږی نوری اوبه دی نه څښی
دزمزم اوبه 21 ورځی پرله پسی په لا ندی ډول څښل کیږی :
4 ګیلاسه دسهار دلمانځه سره په تشه خیټه 2 ګیلاسه دسهار او ماپښین تر منځ 1 ګیلاس دمخه تر ډوډۍ خوړولو او 3 ګیلاسه وروسته تر ډوډۍ خوړولو 2 ګیلاسه دماذیګر تر لمانځه وروسته 2 ګیلاسه دماښام تر لمانځه وروسته 2 ګیلاسه تر خوب دمخه
حیا دی ډیره ډیره وی هر ساعت باید بولی وکړی
شات( ګبین ) 11 کاچوغی دورځی خوړل کیږی تر هر لمانځه وروسته دوی کاچوغی او قرآن شریف دی وایې پر شات (ګبین) چوپ کوی
پرهیز : دزیاتو غوړو ، مالګی ، ګازی اوبه ( بیبسی ،کاکولا .......) خواږه ، چای ، قهوه دی پرهیز وکړی
په درناوی


دپښتورګې علاج په کونډورو سره

خیریوسی
15.11.2007

دخرطوم په پوهتون کی طبی ټولنی تر څیړونو وروسته دپښتورګی نوی درمل کشف کړی درمل دی دپښتورګې علاج په هشاب کونډوروسره چی په انګلیسی یې gum Arabic یا gum acacia نوموی
طبی ټولنه دپښتورګی علاج او دهغه استعمال په لاندی ډول کوی
اول دپروتین کمول دورځی و40 ګرامه ته دبیلګی په ډول یوه دانه هګۍ + دری کوچنې ټوټې غوښه ( دری ټوټې غوښه دورګیت دکوتې په اندازه )
یا یوه نیمه سینه دچرګ یا یوه دانه کب دلاسدورغوی په اندازه + یونیم ګیلاس شیدې وروسته 50 ګرامه کونډرې په 150- 200 ملی لیټره اوبو کی ویلی کړی دورځی یو یا دوه ځله خوړل کیږی
کیدای شی چی ناروغ دګیدی باد او غټو بولو نرموالی څخه شکایت ولری خو دا شکایت به په کراه کراه په ضرف ددو انېو کی دمنځه ولاړسی
ناروغ باید تر درمل تر شروع نه مخکی اړین لابراتوار وکړی ( هیموګلوبین ، نایتروجین ، په وینه کی یوریا ،کریاتینین ، کلسیم ، فوسفور اوبولی )
دیادونی وړ : کونډری دوه ډوله دی یو ډول کونډرې اوبه جزبوی او بل ډول کونډرې په اوبو کی ویلی کیږی په عربی هیوادو کی کوڼدری( صمغ العربی هشاب ، وصمغ الطلحة ، وصمغ اللبان چی هر یو دبل څخه دبیلی ناروغي دپاره استعمالوی دبیلګې په ډول صمغ العربې هشاب په وینه کی دبولینا فیصدی کموی دپښورګې او صمغ اللبان دپښتورګی په درملنه کار نه کوی لاکن دځیګر په ناروغيو کی استعمالیږی او صمغ الطلحة بیا په رنګ جوړولو او دښکلا په موادو کی استعمالیږی
نوموړی مقاله په اقتصادي اخبار ديكشنبي په ورځ 2 جمادى الأخر 1420 چی د 12/9/1999م برابره ده
اوبل درياض په اخبار شماره 11271 دسیشنبې ورځ 18 محرم 1420 چی دتاریخ سره سمون خوری 4 مايو 1999م . نشر سوی ده
په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more