د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د کارغه او د لومبړ قيصۍ

khattak
10.11.2007

د کارغه او د لومبړ قيصۍ

داسې وايي يو کارغه ونه کښې ناست وو
يو لومبړ هم د دې ونې لاندې ملاست وو
ده چې وليدو کارغه غوښه په خله
د لومبړ په خلې کښې هم راغلې اوبه
سوچ کولو دې لومبړ چې په څه چل
د کارغه نه غوښه واخلي په چل ول
لومبړ ووئېل کارغه ته لږ په زوره
ستا آواز په ما ډېر ښه لګي ای وروره
نن به خامخا سندره ما ته وای
خپل هنر په ترنم به راته ښای
په ستاينې د کارغه زړه شو باغ باغ
خله يې وازه کړه او سر شو په کراغ کراغ
ويتې خلې نه يې تيکه راپرېوتله
په هوا کښې لومبړ زر راونيوله
لومبړ ووئېل کارغه ته خله دې بند که
د آواز نه دې دا غوښه ډېره خوند که
ای سحره ارزښتناکه وېنا دا ده
خوشامنده هم يوه بده بلا ده


Nazar
11.11.2007

وا وا وا وا وا وؤ وا وااااااا٠٠٠٠٠٠ :o
ډیر شه 


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more