د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د دوو غوايانو قيصۍ

khattak
09.11.2007

د دوو غوايانو قيصۍ
داسې وايي په ځنګل کښې دوه غوايان وو
ښه ملګري وو په يو بل باندې ګران وو
په ځنګل کښې په يو ځای به څريدلو
ډېر په مينه به يوازې ګرزيدلو
په ځنګل کښې قسما قسم ځناور وو
څه کمزوري، څه د دويي نه زورور وو
خو د دواړو اتفاق له برکته
چا کول نه شوه د دويي سره کړته
دې ځنګل کښې یو زمری هم وسيدلو
د باشاه په نوم به ټولو يادولو
يوه ورځ زمری وتلی ؤ په ښکار
چې يې وليدل غوايان سره کنار
د زمري خيال ؤچې نن به دا يو ښکار کړم
دغه بل غوايه به بله ورځ مردار کړم
ولې کله چې ورټوپ کړو پرې زمري
حق حېران شو، راببر چې شول غوڅکي
اتفاق ته يې حېران شولو زمری
ناکام لاړو پرېشان شولو زمری
يوه لومبړه دی ځنګل کښې وسيدله
وه مکاره د زمري په کار راتلله
د زمري په حال خبره شوه لومبړه
راغله ده سره يې وکړه ګړه بړه
شېر ته وايي چې خفا نه شی باداره
ستا خوراک به دا غوايان کړم وار په وار
بله ورځ لومبړې يو غوايه ته ووې
چې دا بل دومره ښه نه دی ،ته ډېر ښه يې
هغه وايي چې زه سپين يم او دا تور دی
زما نسل دی اعلی او د ده نور دی
په خبرو تور غوايه يې ښه راډډ کړو
الغرض د سپين غوايه سره يې رد کړو
بيا د سپين غوايه غوږونه يې کړل ډک
او په زړه کښې يې ورواچولو شک
لنډه دا چې ښه ملګري يې خفا کړل
په چغلۍ ۍیې د يو بل ځنې جدا کړل
نو زمري هم غوايان ښکار کړل وار په وار
د نفاق د لاسه جوړ شو پرې ناتار
ای سحره قيصۍ دلته شوه تمامه
خبردار شه د نفاق د بد انجامه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more