د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

حريص سپی

khattak
07.11.2007

حريص سپی
داسې وايي چې يو سپی ؤ کوڅه ډب
نه زده کړی يې هنر ؤ نه ادب
ؤ به تل د ګېډې وير باندې اخته
ځکه سپو سره به ؤ اخته پخته
يوه ورځې لکه ډېر ؤ وږی شوی
چې د لوږې نه ؤ سم لېونې شوی
په دې کلي کښې دکان ؤ د قصاب
په هغه وخت يې کولو څه حساب
چې دا سپی شولو په غوښه ورغوټه
او په خولې کښې يې راپورته کړه ټوټه
کړه يې منډه مخ نيولی په صحرا
ځان له ځای لټوي نه ګوري په شا
چې تېرېږي په ولې باندې نو وروره
ورته څه به اوس پېښېږي ته يې ګوره
په ولې کښې وې رڼې اوبه روانې
پړقيدلې د صفا شيشې په شانې
ناګاه ده چې سېوری وليدلو خپل
ورښکاره شو دغه سپی ؤ لکه بل
چې يې غوښه ده په غاښو کښې نيولي
ده ته ګوري په حريصو سترګو زغلي
ده ورټوپ کړل ترې نه واخلي چې دا غوښه
يو خو وږی وو بل وه يې غوښه خوښه
چې اوبو ته شو ورګډ ،شولو حېران
د بل سپي نه هلته نوم ؤ نه نشان
د ولې سپينې اوبه چې شولې خړې
نو په سپي باندې خورې شوې د غم لړي
په اوبو کښې ترې نه غوښه شوله ورکه
ويې نه مونده شوه داسې بې درکه
د دانا د ژبې دا وېنا رښتيا ده
ای سحره! چې ٬٬حرص بده بلا ده٬٬


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more