د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

هوښيار کارغه

khattak
07.11.2007

ليکونکی: سعادت سحر

هوښيار کارغه
داسې وايي يو کارغه ؤ تږی شوی
د اوبو لټون کې ډېر ؤ ستړی شوی
ناڅاپي چرته منګی يې وليدلو
شو راکوز ورته په غاړه کښېناستلو
چې په غور يې اوبه وليدې حېران شو
وې منګي کې اوبه لږې پرېشان شو
تر اوبو چې يې مښوکه نه رسيږي
د کارغه تنده به اوس څنګه ماتېږي
کارغه وويل په زړه کښې چل پکار دی
اوس د دې مسلې څه خو حل پکار دی
د منګي خوا کښې ګيټکي څو پراته وو
خدای خبر دی چې اتيا وو که اته وو؟
يو يو ګيټی به کارغه وچتولو
په هنر به يې منګي کښې اچولو
اوبه پورته شوې منګي کښې برادره
کړه کارغه ورته مښوکه برابره
تنده ماته د کارغه شوه په هوا شو
٫٫ضرورت د ايجاد مور ده٬٬ سبق دا شو


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more