د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

زیاته خوابدي او عصبی سټریا ناوړه ناروغي پیښوی

خیریوسی
07.10.2007

زیاته خوابدي او عصبی سټریا ناوړه ناروغي پیښوی :

زیاته خوابدي او داعصابو زیاته ستړیا پر بدن ناوړه اغیزه کوی دبلګی په ډول که دچا ډیر نژدی دوست ، اشنای ، ملګری مړ سی په هغه پسی زیات خوابدی وی او یاپر چا باندی ډیر ظلم وسی او یا په ډیر ازدحام کی موټر چلوی پر اعصابو باندی زیات فشار راځی دی زیات فکر وهی چی ددی پیښی څخه به په څه ډول دخلاصون لار پیدا کړم ډیر فکر ولامله دانسان پر بدن ناوړه اغیزه کوی دزړه حرکت کړندی کیږی یا دوینی فشار جګیږی ، یا عصبی کیږی ، یا په کار کی زیاتی غلطی کوی ، یا بدخوب کیږی
که دغه خوابدی زیات وخت په بر کی ونیسی هغه پر بدن ناوړه اغیزه کوی چی دهغه څخه دمعدې التاب ، کولموالتهاب ،د غټو کولمو التهاب یا زخم ، دزړه ټکان ، دزړه امله ، دائمی انفلونزا ناروغي پیداکیږی

هغه خوراکی توکی چی دډیری خوابدې په وخت کی وبدن ته زیاته ګټه رسوی :

پیاز :
یوه دانه پیاز غرمه او بله ماښام دډډی سره وخوړل سی زیاټه ګټه لری

مڼه :
یوه دانه مڼه دپوستکیسره که دورځی وخوړل سی زیاته ګټه رسوی

ملخوځی دشات سره :
یوه میانه کاچوغه میده ملخوځی او یوه دمستو کاچوغه شات ښه سره ګډ سی اووخوړل سی زیاته ګټه رسوی

پرسلې ( البقدونس Parsley)
دورځی یوه دسته تازه پرسلې غرمه او ماښام دډوډۍ سره دسلاتې په شکل خوړل زیاته ګټه رسوی

ګشنیز :
دګشنیز میده تخم یوه کاچوغه دماښام په پخلی کی او یا هم داسی یوازی خوړل زیاته ګټه کوی

دبابونه ګل :
یو ګیلاس دبابونه ګل چای سهار او ماښام څښل زیاته ګټه رسوی

په درناوی


دبې خوبې علاج

خیریوسی
10.10.2007

دبې خوبې علاج :

څنګه کولای سو چی ښه خوب ځان ته راولو ؟

ددواړو لاسو دشهادت دګوتو سرونه دغوږ دنرمی څخه ددو ګوتو په اندازاه ایږدو او دیوی دقیقی دپاره لږ زور ور کوو

په درناوی


saleehzai
11.10.2007

اجازه صيب که لږ وضاحت ورکړي مهراباني
يعني څه ډول که يوځل بيايی وواياست نوممکن دماغ به مو ورباندي خلاص شي
باوروکړی چي تاسودټول افغان يوتکړه اومخورهمکارياست ډير ګټورمعلومات وړاندي
کوي ، کورمو ودان
البته دبي خوبی علاج خبره 


خیریوسی
11.10.2007

saleehzai صاحب انځور ته وګوره
دګوتی دنیولو ځای معلومیږی

http://www.6abib.net/pic/uploads/7039ad5f07.jpg


دډیر خوب او سستی علاج

خیریوسی
12.10.2007

دډیر خوب او سستی علاج

1ـ مستې :
دورځی یو ګیلاس مستې په شات خوږی کړی او ویې څښی

2ـ لیمبو :
دری دانی لیمبو ټوټې ټوټی کړی په اوبو کی یې وایشوی او شات یې خوږی کړی ویې څښی

3ـ دمالټې پوستکی :
دوی کاچوغی دمالټې وچ پوستکی میده کړی په یوګیلاس اوبو کی وایشوی یخ یې کړی او ویې څښی

4ـ د انناس ، مالټې او سنترې طبیعی اوبه هم زیاته ګټه لری

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more