د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دمخ اوبدن ښکلا دالله ( ج) په نعمتونو سره

خیریوسی
25.12.2005

دمخ اوبدن ښکلا دالله ( ج) په نعمتونو سره

محترمو لوستکو دبدن او مخ ښکلا کولای سو چی دکریمو او پوډرو پر ځای په هغه نعمتونو وکړو چی الله (ج) وموږ ته راکړی او په هرکور کی وجود لری چی دهغو هیڅ ضرر وبدن ته نسته او بلکی ډیری فایدی لری دهغو څخه لږ څه به وګرانو لوستنکوته ولیکم

ګازری :
ګازری وبدن ته ډیره فایده لری په ویټامین (A) سره مشهوره دی ګازری اولین شئ دی دبدن دښکلا دپاره که په منظم ډول دکازرو اوبه وچښل شی دبدن دپوست تور ټکې پر مخ ورکوی

ګبین( عسل)
عسل دبدن دپوست دښکلا دپاره یو لوی علاج دی

دغوړ لرونکی پوست دپاره : عسل دهګۍ په سپینو کی ګډ کړی دمخ دپاره استعمالیږی
دوچ پوست دپاره : عسل دلږ څه شیدو او کریمو سره ګډ کړی دمخ دپاره استعمالیږی

هګۍ :
په هګۍ کی پروتین ډیر دی د ویښتانو دپاره ډیره فایده لری
دهګۍ سپین د غوړ لرونکی پوست دپاره استعمالیږی هره ورځ استعمال یی ښه نه دی
د هګۍ ژړ ویښتان قوی کوی اود بدن پوستکی نرم ساتی

بادرنګ :

بادرنګ دپوست په سپین والی کی ډیر لوی تاثیر لری خاصتا هغه توروالی چی تر ستګو لاندی وی او هغه توری کوچنی علامی چی پر مخ پیداګیږی دبادرنګ اوبه د لمر سوځلی پوستکی دپاره ښه علاج دی

دکونجتو تیل:
دکونجتو تیل که بدن هره حیصه په غوړه شی د پوست ته ډیره فایده کوی او پوست نرم ساتی

پټاټې :
ټکولی اومې پتاټې تر سترګو لانی تور والی او دپوستکی په پاکوالی او لمر سوځلې پوستکې کی پټاټې ډیری مشهوره دی

دزیتونو تیل :

دزیتونو تیل دسر دویښتان دپاره ډیر مفید دی ویښتان نرموی خنګره ورکوی او ویښتان ته طاقت ورکوی که تر حمام نیم ساعت مخکی ویښتان په غوړ شی او په ټوکره کی وتړل شی پسله نیم ساعت په شامپو پریولل سی
او که نوکان په غوړ سی نوکان دچاودلو څخه ساتی

لیمبو :

په لیمبوکه دغاښونه پاک کړو دغاښو ژړ والي بیخی دمنځه وړی

دادوې تیل:
دادوی تیل دبدن بوست دپوست دپاره ډیر مفید دی خاصتا هغه پوست چی لمر سوځلی وی او پوست نرموی او غاښونه قوی کوی

مالګه :

مالګه دویښتانو دښکلا دپاره دشامپو سره استعمال لیږی
په مالګه خوله بریولل کیږی او او پښې په پریولل کیږی دپښو بد بویی ورکوی

مڼې:

دمڼو کورنې سرکه دپښو دپوندو دصافولو دپاره یو ډیر ښه علاج دی دمڼو سرکه یوار سهار او بل وار ماښام دڅو اونې دپاره استعمالیږی

دمڼی سرکه دوی کاچوغی په اوبو ګډی شی او دسر وریښتان په پریولل شی دسر خنګره ورکوی
دمڼی سرکه ویښتان تقویه کوی

شیدی :

په شیدو کی پروتین ، کلسیوم او نور ویټامین موجود دی او هغه پوست ډیر ژر جذبوی دبوست دنموډیر افضله غذا ده اود ښکلا دپاره ډیر افضله علاج دی

مستې :
دکور جوړی شوی مستې دمخ اوبدن دپوست دپاره او ویښتانو دپاره ډیره فایده لری
تر حمام 20 دقیقی مخکی که دسرپر وریښتانو اومخ وموښل شی وروسته تر شلو دقیقو په تودو ابو پریولل شی او بیا په شامپو سره ویښتان پریولل شی ویښتانو ته ډیره فایده لری او دمخ دانی ورکوی

مالټه:
هغه تورټکی چی پر لاسو لیدل کیږی چی اکثره دپوډری صابون څخه پیدا کیږی دمالټی پوستکې که پرلاسونو باندی ومښل شی تور ټکې به ورک شی

خواږه ولنې ( بادیان):

که خوله د خوږو ولنو په اوبو سره بریولل شی او یاد خوږو ولنو څو دانی وخوړل شی دخولی بدبویی ورکوی

سفیده:
دخاکریز ولسوالۍ دشاه اغا په سفیده سره شهرت لری دمخ وپوست ته هیڅ نقصان نه رسوی هغه که دښکلا دپاره استعمال سی پر مخ به هیڅ وخت تور تکې پیدا نشی

خورۍ :
هغه کسان چی د تخرګ دخولو یی ډیر بد بوی ځی که خوری په تخرګ پوری وموږی هغه بد بوی په بیخی ورک کړی


خیریوسی
16.01.2006

دمخ دعادی پوست دښکلا دپاره

اول : 4
غټې کاچوغې مستې + یوه میانه کیله (30ګرامه)+ یوه دانه رومۍ(30ګرامه )+ د نیم لیبو اوبه
ټوله سره ګډ کړې او پر مخ یې د15 یا 20 دقیقو دپاره کښیږدې

دوهم :
یوه دانه بادرنګ(30ګرامه) ښه میده کړې وهغه ته یوه کاچوغه عسل ورواچوېښه یې سره ګډ کړی او پر مخ یې 15 دقیقو دپاره کښیږدې
وروسته ښه وموږئ په اوبوسره بیایې په یوه ټو ټه دټوکره چی په کرمو مستولوندوی پاک کړې او وروسته یې په اوبو سره پریولۍ

دریم :
یوه دانه هګۍ + نیمه کاچوغه دلیمبو اوبه + یوه کاچوغه دغنمو پوستکۍ ټول ښه سره ګډ کړې او پر مخ یې اوار کړې د15 دقیقو دپاره وروسته مخ مخ په ګرمو اوبو بریولۍ

دلاسو دښکلا دپاره :
اول:
دسره پاخه رومې اوبه
یوه کاچوغه ګلسرین
یوه کوچنې کاچوغه دلیمبو اوبه
ټول سره ګډکړې او لاسونه په پاک کړې
دوهم :
دوی کاچوغې د جوار اوړه
دوی کاچوغې ګلسرین
285 ملې ګرامه دروغن ګلاب
ګلسرین پر اور ګرم کړې اوړه ورواچوې ښه یې ولړې داورڅخه یې لیری کړې او بیا یې ښه ولړې وروسته روغن ګلاب ورواچوې
وروسته یې استعمال کړې
دزیږ وچ لاس دپاره :

- یوه دشلومبو کاچوغه شهت ( عسل )
- یوه دشلومبو کاچوغه دکونجتو تیل
- دوې دشلومبو کاچوغي دزیتون تیل
- یوه دشلومبو کاچوغه دبادام تیل
- نیمه دشلومبو کاچوغه ګلیسرین

دجوړولو طریقه یې:

عسل پراور تاوده کړې چی ویلی شی وروسته ګلیسرین او نور تیل ورواچوې ښه یې سره ګډ کړې بیا یې په یوه بوتل کی دځان سره وساتې او هر ماښام لاسونه په غوړ کړی تاسو ته به داول استعمال څخه معلوم شی

دلاسو دپاکولو دپاره :

- لږ څه سپینه بوره
- دتازه لیمبو اوبه
په ورغوې کی کږ بوره واچوې او دلیمبو اوبه په ګډي کړي او لاسونه په پاک کړي

دنوکانو دقوت اوپاکوالی دپاره :

- دري کاچوغې دزیتون تیل
- دري کاچوغې دمڼې سرکه
- یوه دانه دهګۍ ژړ

ټوله ښه سره ګډ کړي او په بوتل کی یې وساتې هر وخت په مالوچو سره نوککن په پاکوي

مینه مننه
ابومحمود


خیریوسی
17.01.2006

وروڼو او خوندو السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

دطبیعی شیانو استعمال دوی فایدی لری 1- جسم ته هیڅ ضرر نه رسوی 2- مادی فایده

دمخ د تورو ټکو دپاره :

- دری دانی بادام
- یوه دانه هګۍ
- یوه کوچنې کاچوغه دلمبو اوبه

بادام سپین کړي او په اوبو کی یېز خیشته کړي چی ښه خیشته سوه بیایې ښه میده کړي دلمبو اوبه ورواچوې او دهګۍ په سپن سره یې ګډ کړي

15 دقیقی یې پر مخ( هغه ځای چی تور ټکی لری) اوار کې وروسته مخ په تودو اوبو پریولې

دمخ دسپین والی دپاره:

اول مخ وغاړه په تودو اوبو او روغن ګلاب سره پاکه کړی ښه یې وچ کړي

3 غټی کاچوغې دبادام میده اوړه
5 غټی کاچوغې مستې تودی

دواړه سره ګډ کړی او پر مخ یې 15 دقیقی اوار کړي وروسته مخ په تودو اوبو پریولۍ


خیریوسی
16.07.2007

هغه کسان چی ویښتان یې رژیږی وهغوی ته دا مواد زیاته ګټه ورته رسوی
دزیتونو ترخه تیل + یوه کاچوغه ګبین ( شات ) + یوه کاچوغه ادوه سره ګډ کړی اود سر پوست په غوړ کړی
که چیری په سر کی دانی راختلی وی دملۍ په اوبو به یې څو ورځی غوړ کړی وروسته به یې په کډ سوو موادو غوړ کړی

په درناوی


خیریوسی
10.10.2007

پوښتنه : په څه شی سره دبدن پوستکی صحی او ښه رنګ غوره کوی
ځواب : په اوکسجن ، ګوګړ ، اوسپنه ، صودیوم اوپوتاشم سره

اوس نو کوم یو ښه دی کمیاوی کریمونه که طبیعی غذا چی دبدن او مخ پوستکی مو صحی او ښه رنګ غوره کړی ؟
ځواب : طبیعی غذا

اوس به و تاسوته څو کوکتیله دپوستکی دتغذیی دپاره و لیکم چی وکیمیاوی کریونو ته څه ضرورت پاته نه سی

1 ـ کوکتیل جمال :
ذردکی + بقدونس ( پرسلی )+ دلیمبو اوبه د ټولو به دزدکو په جوسر کی اوبه وباسی او ویې څښئ

2- دترکاری کوکتیل :
پالک +بقدونس ( پرسلی )+ دمالټی اوبه

3ـ دذردکو کوکتیل :
دذردکواوبه + دمالټی اوبه + لږ څه زنجبیل ( شونډ)

4ـ دبادرنګو کوکتیل :
دبادرنګو اوبه + دلیمبو اوبه
دپام وړ : نومړی کوکتیل دهغه چا دپاره دی چی چی جلد یې غوړین وی

دپزی دتورو ټوکو علاج :
لږ څه توری دانې ( سیاه دانه) دژړی مڼې دسرکی سره ګډ کړی چی سرکه او توری دانی یو برابروی پزه هره ورځ په غوړه کړی تر څو تور ټکی ورک سی

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more