د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دکیډی بادونه او علاج یې :

خیریوسی
08.10.2007

دکیډی بادونه او علاج یې :

څو لاملونه دی چی په ګیډه کی باد پیداکوی لکه ډوډۍپه بیړه خوړول ، دډوډۍ سره هوا تیرول، ژاولی ژوول ، سګریټ څکول، دډوډی خوړولو په وخت خبری کول او د دبقولیاتو خوړولو له امله پیداکیږی ګیډه پړسیږی او په ماشومانو کی دجوشک رودولو له امله کله چی ماشوم ډیر وږی سوی وی په ګیډه کی باد پیداکیږی وماشوم ته چی شيدې ورکوی بایدتر شيدو ورکولو وروسته لږ شیبه پر بالښت پړ مخی پر ګیډه پری ایستل سی او یایې څو شیبی پر نس لاس ونیول سی او ماشوم ودرول سی تر څو چی ټیغونه وکاږی

دنس دبادونو دپاره لاندی مواد زیاته ګټه کوی :

انیس ANISE:
انیس دکیډی دباد او بریښ ښه علاج دی نیمه دمستو کاچوغه میده یانسون په یوه ګیلاس ایشول سوو اوبو کی واچوی 5ـ 10 دقیقې وروسته تر ډوډی وروسته څښل کیږی

دمالټې دګل اوبه Orange flower water :
دمالټې دګل اوبه دعطار سره تیاری پیداکیږی پنځه څاڅکی دمالټې دګل اوبه په یو ګیلاس اوبو کی واچوی او تر ډوډۍ وروسته څښل کیږی

شبث Dill :
شبت دباد او سوګلۍ دپاره ډیر ښه علاج دی یوه دسته شبت ښه پاک کړی او میده کړی وروسته یې په نیم لیټر اوبو کی وایشوی یو ګیلاس څښل کیږی اوکه شبت وخوړل سی نو ګټه یې لا زیاته ده

ملخوځی Fenugreek:
ملخوځی دګیډی دباد دپاره ښه درمل دی
یوه دمستو کاچوغه میده ملخوځی په یوګیلاس اوبو کی 5 دقیقې وایشوی وروسته یې صاف کړی شهار اوماښام تر ډوډۍ وروسته څښل کیږی

ګشنیز Coriander :
یوه کاچوغه دګشنیز تخم په یو ګیلاس اوبو کی ایشول کیږی سهار او ماښام تر ډوډۍ وروسته څښل کیږی
سپینه ځیره Coriander :
یوه کاچوغه سپینه ځیره په یو لیټر اوبو کی 3 دقیقۍ ایشول کیږی وروسته یې صاف کړی یو ګیلاس تر ډوډۍ دمخ دری ځل دورځی دیوی اونۍ دپاره خوړل کیږی

توره ځیره CARAWAY:
يوه كادوغه توره ځیره په یو ګیلاس ایشولو اوبو کیواچوی 5دقیقې وروسته یې صافه کړی دوه ځله دورځی څښل کیږی

دوش Origanum:
يوه كاچوغه دوش په یو ګیلاس ایشولو اوبو کی واچوید5 تر 10دقیقو وروسته یې صافه کړی دری ځله دورځیتر ډوډۍ وروسته څښل کیږی کیدای شی چی تازه دوش استعمال سی

دزيتون تيل olive oil:
د ایتالیاوګړی دزیتون تیل دګیډی دبادونو دپاره خوری یوه کوچنی کاچوغه دزیتون تیل دډوډی سره خوړل دګیډی بادونه سموی که دماشوم ګیډه باد ولری یوه کوچنی کاچوغه دزیتون تیل ورکړی ډیر ژر به ماشوم ارام بیده سی

شات :
یوه کاچوغه شات که وخوړل سی دګیډی بادونه سموی

لونګ :
یوه کوچنی کاچوغه میده لونګ په ایشولو اوبو کی واچوی 10- 20 دقیقو وروسته څښل کیږی

ادوه ( دارسین ) :
دچین وګړی ادوه دګیډی دمشاکلو دپاره خوری یوه کوچنی کاچوغه میده ادوه په یوه ګیلاس ایشولو اوبو کی واچوی پسله 15 دقیقو تر ډوډی وروسته څښل کیږی دورځی یو ځل
دپام وړ :
هغه کسان چی دګیډی باد ولری باید دډوډۍ خوړولو په خت کی زیاتی خبری ونه کړی کله چی ډوډۍ خوری ډوډۍ په پټه خوله ښه وژویې
توری غوښی باید لږ وخوړل سی
اوبه ترډوډۍ ورسته وڅښل سی اوبیا دوه ساعته باید اوبه ونه څښیل سی
ډوډۍ باید تر خپل حد زیاته ونه خوړل سی
که دبدن وزن زیات وی باید وزن کم کړل سی
سره کړی خواړه لکه سور کړی چرګ باید ډیر لږ وخوړل سی
وپخلی ته باید هوږه ورواچوول سی
دورځی باید 8- ګیلاسه اوبه وڅښل سی
که امکان وی ډوډۍ باید په ورځ کی دوه ځله وخوړل سی
ماښامنۍ باید دوه ساعته تر خوب دمخه وکړل سی او سپک خواړه وخوړل سی
پرهیز :
دبقولیاتو، سلاتې ، خواږه ، ږچه میوه ، مثالې څخه پرهیز وکړی

کوم شیان باید وخوړل سی ؟
ډوډۍ ، ورجی ، شورنخود ، غوښه ، دچرګ غوښه ،په اونۍ کی دوی دانی هګۍ ، البان (مستې ...) نرمه ښوروا ،پټاټه ، مربا . کوچی ، بسکوټ ، کیک ، تازه میوه ، اوبه

"المعدة بيت الداء والحكمة ام الدواء".
"ما ملأ ابن آدم وعاءً شراً من بطنه".


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more