د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دځیګر ناروغي ( ټوخ ، بلغم ،التهاب ) او علاج یې :

خیریوسی
28.09.2007

*دځیګر ناروغي ( ټوخ ، بلغم ،التهاب ) او علاج یې :

نزله چی ټوخ هم ورسره:وی :

یوه غټه کاچوغه پنبه دانه په یوه ګیلاس ایشولو اوبو کی 10 دقیقې خیشته کړی وروسته یې صاف کړی یو ګیلاس دورځی دری ځله تر ډوډۍ وروسته یوه میاشت څښل کیږی

• خواږه ولنی( بادیان )
یوه غټه کاچوغه میده خواږه ولنی په یوه ګیلاس کی واچوی وروسته ایشولی اوبه ورواچوی 10 دقیقې وروسته یې صاف کړی یو ګیلاس دورځی دری ځله تر ډوډۍ وروسته څښل کیږی

• زعتر Thyme
یوه دچایو کاچوغه زعتر په ګیلاس کی واچوی او ایشول سوی اوبه ورواچوی 10 دقیقې وروسته څښل کیږی یو ګیلاس دورځی دری ځله تر ډوډۍ وروسته څښل کیږی

یانسونAnise ( انیس )
انیس د مغض ، باد وبریښ ، دحیض درد ، ربو ، دبلغم دخارجولو دپاره ښه درمل دی یوه غټه کاچوغه دانیس دانې په ګیلاس کی واچوی ایشولی اوبه ورواچوی 15 دقیقې وروسته یې صاف کړی یو ګیلاس دورځی دری ځله تر ډوډۍ وروسته څښل کیږی

*پیاز :
دټوخ او دسږی دالتهاب دپاره

پیاز ِغټ میده کړی لږ یې ګرم کړی پر ځیګر یې اوشا یې اوار کړی وروسته خاسه پر اواره کړی بیا یوبل پنډ پشمی ټوکر پر اوار کړی چی ښه ګرم پاته سی 12 ساعته یې داسی تړلی پریږدی او رنځور ته باید په هر دری ساعته کی یوه دچایو کاچوغه دپیازو اوبه چی شات په ګډ وی ورکول سی

*دهغه ټوخ دپاره چی بلغم ورسره وی
ګل بنفشه :
دوی دپیرنیو کاچوغی ګل بنفشه په نیم لیټر ایشولو اوبو کی واچوی 15 دقیقې یې پیږدی وروسته یې صاف کړی یو ګیلاس سهار اوبل ماښام څښل کیږی

*مڼه
مڼه دټوخ ، نزله، او التهاب او ربو دپاره ډیره ګټوره ده
دټوخ دپاره:
رنځور که یوه دانه یازیاته تریوه دانه مڼه تر ډوډۍ وروسته وخوری وټوخ ته زیاته ګټه رسوی
*دټوخ ، التهاب حنجره ، او دږغ بدلیدو دپاره :
یوه دانه مڼه په پړوندو کی پخه کړی لږ سپین مصری لږ انیس او څلرمه حیصه دکوچنی کاچوغی کورکمن په ګډ کړی

*دټوخ ،بلغم او التهاب دپاره :

50ګرامه وچه خرما + 50ګرامه توری وڅکی + 50 ګرامه وچ انځر + یولیټر اوبه ټول پر مړه اورباندی کښیږدی تر څو ښه وایشیږی وروسته یې دری ځایه کړی اوپه دری واره یې تر ډوډۍ وروسته وخوی دپام وړ هغه کسان چی دشکری ناروغي ولری هغه دیې نه خوری

* وچ انځر:
دانځرو اوبه دټوخ دپاره ګټوری دی
په یوه ګیلاس اوبو کی انځر خیشته کړی دانځرو اوبه تر ډوډۍ دمخه وڅښی یوه اونۍ دورځی دری ځله

دماشومانو دټوخ دپاره :
10 څاڅکی دهوږی اوبه +دمالټی دابو سره + یوه غټه کاچوغه شات سره ګډ کړی دورځی یې دری ځله یې وماشوم ته ورکړی

دټوخ دپاره :
یوه دانه ذردکه کوچنی کوچنی تراش کړی په اوبو کی وایشوی چی خوړینه سی وروسته یوه دچایو کاچوغه عود هندی ،میده لونګ، میده ادوه ، ادک ، هیل ، جوز یوه دانه ورواچوی
چی ساړه سی دکوچنی دپاره کوچنی کاچوغه ولویانو دپاره یوه غټه ماچوغه تر ډوډۍ وروسته خوړل کیږی

دټوخ دپاره :
میده ملخوځی +وچ انځر +خورما + سپین مصری ټول په یوه اندازه په لږ او بو کی واچوی او پر مړ اور یې باندی کړی او ښه یې سره ګډ کړی جوړسوی مخلوط یو ګیلاس دورځی په دری ځله خوړل کیږی

دټوخ او سالنډی دپاره :
یوه غټه کاچوغه میده ملخوځی په یوه ګیلاس اوبو کی وایشوی 10 دقیقې وروسته یې صاف کړی او یې څښی

*دټوخ دپاره :
یوه دانه کاهودورځی دری ځله خوړل وټوخ ته ډیره ګټه رسوی
*دملۍ او پیازو مربا :
یوه دانه ملۍ او یوه دانه پیاز ښه پاک کړی دواړه ښه کوفته کړی یوه غټه کاچوغه بوره یا دوی کاچوغی شات په ګډ کړی دری ځایه یې وویشی او هره حیصه یې تر ډوډۍ وروسته خوړل کیږی دپام وړ : باید په یخچال کی وساتل سی او دهری ورځی دپاره نور جوړ سی دشکری نارغ دی یې نه خوری

*نزله ، ذکام ټوخ او دځیګر دناوغیو دپاره :

یوه غټه کاچوغه میده ګشنیز په ګیلاس کی واچوی او ایشولی اوبه ورواچوی 15 دقیقې وروسته ټول څښل کیږی که چیری په ګیلاس کی څه پاته سی داوبو سره دی یې وڅښی دورځی دری ځله

دتنفسی جهاز ناروغي :
دټوخ علاج :
یوه دانه لیمبو په اوبو کی اور چی تیز نه وی کښیږدی تر څو چی دلیمبو پوټکی نرم سی وروسته لیمبو داوبو څخه راوباسی او دوی ټوټی یې کړی په ګیلاس کی یې اوبه کړی وروسته دوی ګاچوغی ګلیسرین ورواچوی ښه یې سره ګډ کړی وروسته شات په ګډ کړی تر څو ګیلاس ډک سی
یوه کوچنی کاچوغه دجوړسوی مخلوط څخه تر بدیدو دمخه او یوه کاچوغه په نیه شپه کی وخوری که ټوخ زیات وی نوبه یوه کاچوغه دخوبه تر راویښدو وروسته او یوه ګاچوغه تر غرمی دمخه یوهکاچوغه ماځیګر او یوه کاچوغه ماخستن یوه کاچوغه په نیمه شپه کی وخوری
نوموړی مخلوط وماشومانو ته هم ورکولای سی

دټوخ دپاره :
یوه غټه کاچوغه شات په یوه واړه ګیلاس کی واچوی دیوه ووړ لیمبو اوبه ور واچوی ښه یې سره ګډ کړی یوه کاچوغه سهار په تشه خیټه او یوه کاچوغه ترخوب دمخه یوه اونۍ خوړل کیږی

دبلغم دخارجولو دپاره :
انیس په اوبو کی وایشوی دورځی دری ځله یو ګیلاس ګرم ایشول سوی انیس په تشه ګیډه څښل کیږی

*ګل ختمې :
دګل ختمی دپاڼو یوه کاچوغه په ګیلاس کی واچوی او ایشول سوی اوبه ورواچوی 10 دقیقې وروسته یې صلف کړی دورځی دوه ځله څښل کیږی

*ګندنه :
یوه کاچوغه وچه میده ګندنه په ګیلاس کی واچوی او ایشول سوی اوبه ورواچوی 10 دقیقې وروسته یې صاف کړی دورځی دوه ځله څښل کیږی
دمزمن ټوخ ، التهاب ، وچ ټوخ دپاره :
لمر ګلی :
1- 2 دچایو کاچوغی دلمرګلی په ګیلاس کی واچوی او ایشول سوی اوبه ورواچوی دورځی یو ځله څښل کیږی

*دسږی دالتهاب دپاره :

یوه کاچوغه میده ملخوځی په دو ګیلاسو اوبو کی یوه دقیقه وروسته یې صاف کړی وایشوی هر یو ساعت وروسته یوه کاچوغه څښل کیږی
یا میده ملخوځی + دزیتون تیل + کوټلی هوږه سره ګډ کړی ماښام یې دپښو پر تلو لکه نکروځی اوار کړی او ښه یې تینګ وتړی تر سهاره کیدای سی چی دوه ځله تکرار کړی
• جرجیر
دتازه جرجیر اوبه وباسی یوه کاچوغه دورځی دری ځله خوړل څښل کیږی

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more