د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

دنس ناستی علاج

خیریوسی
21.09.2007

دنس ناستی علاج :

* دشات ( ګبین ) خوړل نس ناستی سموی
إن حديث الحبيب محمد رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم يذكرني دوماً بعظمة فوائد العسل.. فهذا الرجل الذي جاء إلى الرسول صلى الله عليه وآله وسلم وقال له: أخي استطلق بطنه.. فأمره الرسول صلى الله عليه وآله وسلم بأن يسقيه عسلاً.. وكان الرجل متعجلاً لشفاء أخيه فرجع إلى النبي صلى الله عليه وآله وسلم وهو يقول: لقد سقيته عسلاً فلم يزده إلا استطلاقاً.. وقد راجع الرجل الرسول صلى الله عليه وسلم مرارا.. وفي كل مرة كان الرسول صلى الله عليه وسلم يقول له: " اسقه عسلاً" وفي المرة الأخيرة رد عليه رسول الله صلى الله عليه وآله وسلم: (صدق الله .. وكذب بطن أخيك).. على ما جاء في مسلم.. فهذا الرجل لم يصبر حتى يهضم العسل، وظن أن الأمر كالماء يروى الظمآن عقب شربه مباشرة ونسي بأن العسل غذاء ودواء لابد وأن نصبر عليه ولو ساعة لهضمه ليؤدي فاعليته.. وما رجع الرجل إلى دار أخيه حتى وجد أخاه قد شفى تماماً وكأنه فك من عقال

• تریو انار:
( دانار څخه یوازی خارجی پوټکی لری کړی او نور ټوله په خلاط کی واچوی چی ښه میده سی ټول په ځلی وچیښی

• انار پوست :
انار پوست په اوبو کی پوخ کړی صاف یې کړی اوبه یې دورځی دری ځله وچښی

*جرجیر :
جرجیر په خلاط کی واچوی یوه دمستو کاچوغه میده توری دانی ورواچوی جوس یې جوړکړی یو ګیلاس دری ځله دورځی څښل کیږی

• مستې ، سیون آف هم نس ناستی سموی
* یو ه ټوټه ادوه ( دار سین ) په اوبو کی وایشوی یو ګیلاس یا دوه ګلاسه څښل کیږی

په درناوی


نس ناستی

خیریوسی
22.09.2007

پهتیرپسی

په لاندی حالت کی باید رنځور وډاکټر ته ښکاره سی
په ماشومانوکه لاندی حالت ولیدل سی :
دشیدو خوړونکی ماشوم که تر 3 ساعته پوری بولی ونه کړی او لوی ماشومتر 6 ساعته
دستونی او جلد وچوالی ،ژړا بیله اوښکو ،د زیاتی سټریا احساسول
په لویانو کی لاندی حالت ولیدل سی :
دفضله موادو رنګ که تور و ی ، تر حد زیاته تنده ، دحلق او جلد وچوالی ، که نس ناستی تر 48 ساعته زیاته سی او تبه یې هم وی ، که چیری کوم درمل خوری او دهغه په سبب نس ناستی پیښه سوی وی ، که نس ناستی دورځی تر 8 څله زیاته سی

که پورتنی لاملونه نه وی کیدای سی چی په کور کی یې درملنه وسی
باید رنځور ته اوبه زیاتی ورکول سی
ولویانو ته 2 ګیلاسه په یوه ساعت کی او ماشومانو ته چی عمر یې تر 2 کلونو زیات وی باید 2لیټره اوبه په ورځ کی ورکول سی او هغه ماشوم چی عمر یې تر دوو کلونو کم وی وهغه ته باید محلول او دمور شېدې ورکول سی

دنس ناستی رنځور ته باید اوبه ، ښوروا ، لږ خوږی چای ،او دغه محلول ( 2 کاچوغی مالګه په 4 ګیلاسه اوبو کی ویلی کړی او 4 کاچوغی بوره ورواچوی په رنځور یې په ځو څله وچښی
ورنځور ته باید دڅکولو شیان نه ډیر ګرم اونه ډیر یخ ورکول سی دمڼې جوس څخه په جدی توګه پر هیز وسی رنځور ته باید خواړه باید نرم ورکول سی

کله چی رنځور مخ پر ښکیدو سی وهغه په لاندی ډول غذا ورکړی :

کیله ، ورجې ، ډبل روټې ښه کار دادی چی اول خوراک په دغو شیانو شروع سی او وروسته لږ څه پخه پټاټه

دلاندی شیانو څخه باید پرهیز وسی :
قهوه ، هرډول جوس ، سره کړی شیانو ، اسپرین ، خواږه

دنس ناستی درمل باید تر 12 دمخه شروع نه سی ولی چی معده دهغه ضررناکه شیانو څخه چی دنس ناستی لامل ګرځیدلی دی دهغوی څخه ښه پاکه سی
ورنځور ته باید باراسیتامول درمل ورکول سی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more