د موضوعګانو سرپاڼه

طبیعي علوم او ریاضیات

راځی چی په ادرک ( شونډ) کی اسرار ولټوو

خیریوسی
17.09.2007

راځی چی په ادرک ( شونډ) کی اسرار ولټوو

فوائد الزنجبيل لابن الأزرق
يا حافظا سـر زنجبيـــــــل في الورى *** خصصت من المولى بكل فضيلة
ومن يشتكى البــــــــرد القديم بصلبه*** وأوجاعه في كل وقت وســــاعة
عليه بمثقــــــــالين من بعــد صحنــه*** يضــاف إليــــه يا فتى شهد نحله
ثـلاثـــــــــة أيـام يكـون فطـــــــــــوره *** وإن كان أسبــوعا فتحمد نسختي
كذلك للملسوع يمضـــــــــغ ناعـمـــا *** ويطلى مكان الســـم يطلى بلطخة
يرى عجبا من ســــــــــره وفعـالــــه *** للــــــدغة ملسوع وإحراق لـدغة
ومن يشتكى رخــــــــو العصب يكـن *** إذا أتى الجماع فهو يمنى بسـرعة
يدق ويغلى فــــــــي حليب أتانــــــــه *** ويدلــــــــك بالأصيل في كل ليــلة
يرى عجبا من قــــــــوة لنفـاضــــــة *** بطيـب لقـاء وروعـــــــــــة تمتـع
وصاحب أرياح غــــــــلاظ يدقــــــــه *** على سـكر أمثــــــــــــــاله بثـلاثـة
ويستف منه نصف مثقال لم يــــــزد *** ويتبـع بعـد الزنجبيل بجـرعــــــــة
يصرف أرياحا وقولنج عـاجـــــــــلا *** ويأتي بتفريج وإصلاح معـــــــدة
وينفع للإنسان في كل مضـغـــــــــة *** شفاء له من كــل داء وعـلــــــة
ومن نالــه ضعـف ولم يـــــــــــــــــر *** سوى نصف رؤياه أو قليل برؤية
فيمزجه بالدار صيني مسـاويـــــــــا *** ومن سكــــــر جزا يكـون سـوية
فيبرى ويجلو باطن العين بعـدمـــــا *** يغشى غشـاء من بياض وظلـمة
ومن كان من أهل البـلادة قلبـــــــه *** بطيئا لحفظ الـذكـــــــــر حيا كميت
يضاف إليه من حصى البـان منعــم *** مضـاف إليـه من جنايــــــه نـحلة
ويعتـزل الأكل الغليظ ويحتــــــــــمى *** ثــلاثة أيـام يأكـــــــــــــــل حميــة
ويـدخل حمامـا بأســبوع مــــــــــــدة*** ثــلاث أسـابيع بتكميــــــــــل عدة
فيرجع بالذهـــــــــن الـذكي محافـظا *** على درس قرآن وطـيب تـــــلاوة
أيا حافظا لعيش الصحيح لك الرضا *** خصصت من المولى بكـل كـرامة
ومن عنـده وجـه مليـــــــــــح مغـير *** تبــدل بعد الاحـمرار بصـفــــــــرة
يـدق ويغـلى في عسـل ولبـــــــــــن *** ويسقى لـها تكسى جمــالا بحـمرة
فيـا رب صل على الشفيع محمـــــد *** وسـلم عليـه مـع ألـف تحـيـــــــــة

وقال عبدالقادر بن شقرون:
اليبس في الفلفل والـحرارة *** في أكلـــــــه أدويــة مختـارة
تقــوية الشــهوة للطعــــــام *** وقــوة لعصـــــــــب الأجسـام
والزنجيل مثــله في طبـعــه *** بــل فاقه عند ازديــــــاد نفعه
في خصلة الحفظ وبعث الباه *** من أجــل ذاقمى عظيم الجاه
هغه ناروغيی په ادرک سره یې علاج کیږی :

*دذاکرې دقوت دپاره :
55 ګرامه میده ادرک + 50ګرامه لبان الدکر ( یو ډول کنډری ) +50 ګرامه توری دانې ( سیاه دانه ) ټول سره ګډ کړی او په یوه ګیلو شاتو ( ګبین) یې ګد کړی یوه دچایو کاچوغه سبا په تشه خیټه دکشمشو سره خوړل کیږی

• دسر ددرد دپاره :
یوه دچایو کاچوغه میده ادرک د زیتون په تیلو ګډ کړی او هغه ځای په غوړ کړی چی درد کوی
یا دچایو یوه کاچوغه ادرک دنعناع او تورو دانو سره په اوبو کی وایشوی لکه چای څښل کیږی

• څوک چی دشپی نه وینی :
یو ګیلاس دذردکو اوبو ته یوه دچایو کاچوغه ادرک ورواچوی او یې څښی

• ددید دزیاتوالی دپاره :
یو ګیلاس دذردکو اوبو ته څلرمه حیصه دچایو کاچوغه ادرک ورواچوی او یې څښی او خواږه ولنی ( بادیان ) دی په اوبو کی وایشوی او سهار دی سترګی په پریولی
• کله چی اواز خراب سی او خبری سمی نسی کولای :
دزیتون تیل + نعناع + ادرک سره ګډ کړی 1:1: 3 حنجره په غوړه کړی او وروسته ایشول سوی یانسون ( انیس) په مصریو خواږه کړی ا وویې څښی

نور بیا .........


zwan
17.09.2007

ډير ...............


خیریوسی
18.09.2007

ځوانه الله جل جلاله دی په ځوانی کی برکت درواچوی

په تیر پسی :

*دحنجرې او تنفسی جهاز دپاکولو دپاره :

دزیتون تیل + نعناع + میده ادرک سره ګډ کړی 1:1: 3 حنجره په غوړه کړی او وروسته بقدونس (Parsley) وژول سی یا نیمه دچایو کاچوغه لبان الدکر( ترخې کنډوری ) په اوبو کی په اوبو کی خیشته سی او په شات ( ګبین )سره خواږه سی او څښل سی

*که اعصاب پر ځای نه وی ( پاشلی ) وی دډیره کاره او ییا بل کوم سبب نه

یوه دچایو کاچوغه د دخزامی ګل په نیم ګیلاس ابو کی دماښام څخه تر سهاره کښیږدی سهار یې صاف کړی دچایو کاچوغه څلرمه حیصه میده ادرک ورواچوی او شات ( ګبین ) یې خواږه کړی دضرورت په وخت یې وڅښی

* ( الأرق والقلق ) که څوک زیاته خوله کوی او دشپی ویریږی یا ویرودونکی خوبونه وینی
په یوه ګیلاس ګرمو شېدو کی دچایو کاچوغه څلرمه حیصه میده ادرک ورواچوی تر خوب دمخه یې وڅښی وروسته بدن دزیتون په تیلو غوړ کړی
دقران شریف ویل او ذکر مه هیروی :{...ألا بذكر الله تطمئن القلوب}.

*دذهن دپاره
په یوه ګیلاس ایشولو شېدو کی دچایو کاچوغه څلرمه حیصه میده ادرک ورواچوی څښل کیږی او وروسته کشمش خوړل کیږی

* دخوشحالی دپاره
لږ څه ادرک + لږ څه توری دانی ( سیاه انه ) + نعناع ټول په اوبو کی وایشوی لکه چای ویې څښی او ریحان ګل یا دیاسمین ګل jasmine بویوی

*دقوت او دبدن دسستیا،کهالی سمولو دپاره
لږ څه ادرک دشات ( ګبین) سره خوړل کیږی

• دهیرو مربا
یوکیلو شات ( ګبین ) په دیګ کی پر نرم اور باندی کړی چی لږ ګاټه سی وروسته دا مواد ورواچوی
25 ګرامه میده ادرک +25 راوند + 25 ګرامه توری دانی +10 ګرامه دیمه زعتر +25 ګرامه جنسیج +15 ګرامه بهمن + 25 ګرامه خواږه ولنی ( بادیان )
دغه بهمن او راوند زه خپله نه پیژنم
داسی یې پاخه کړی لکه مربا او یوه کاچوغه تر ډوډی وروسته خوړل کیږی

*که په سترګو کی سپینی اوبه پیداسی :
لږ څه میده ادرک + لږ څه شات ( ګبین ) ښه سره ګډ کړی تر خوب دمخه یې دڅاڅکو په بمبه یې په سترګه کی واچوی

نور بیا .......


خیریوسی
18.09.2007

*دبلغمی ټوخ دپاره :
50ګرامه میده ادرک +50 ګرامه اللبان الدکر ( ترخی کونډری ) + 500 ګرامه دشکر نی شات ( ګبین ) ټول سره ګډ کری یوه دچایو کاچوغه تر ډوډۍ وروسته خوړل کیږی

*دمعدې د قوت او پاکولو دپاره :

25 ګرامه میده ادرک +25 ګرامه میده توره ځیره +25 ګرامه میده زعتر +25 ګرامه میده نعناع + یو کیلو شات ( ګبین )
ټول سره ګډ کړی یوه دچایو کاچوغه تر ډوډۍ دمخه خوړل کیږی

*دعصبی قولون دپاره :
50ګرامه میده ادرک +50 ګرامه سپینه ځیره + یوه وړه کاچوغه سرکه ټوله په نیم ګیلاس اوبو کی واچوی کله چی درد پیدا سی څښل کیږی

*د قبض دپاره :

دچایو دکاچوغی څلرمه حیصه ادرک په یخو شېدو ګډی کړی
کله چی دقبض احساس پیدا سی ویې څښی

نور بیا ........


خیریوسی
18.09.2007

*دیخ دموسم دمقاومت دپاره :

ادرک دشېدو سره څښل کیږی که لږ څه ادوه ورسره ګډه سی او لږ څه کونجتی او په شات(ګبین ) سره خواږه سی نو به یخنی محسوس نه کړی

* دزکام دپاره :
لږ څه ادرک په اوبو کی وایشوی او په شات ( ګبین) یې خواږه کړی او یو څاڅکی دتورو دانو ( سیاه دانه ) تیل په پزه کی واچوی دوه وخته سهار او ماښام

*نزله ( ریزشت )
لږ څه ادرک په اوبو کی وایشوی او په شات ( ګبین) یې خواږه کړی نیمه دچایو کاچوغه توری دانی ( سیاه دانه ) ژوول کیږی دوه وخته سهار او ماښام

• دسالنډۍ دپاره :
لږ څه لبان الدکر ( ترخې کونډری ) په خوله کی واچوی او اوبه یې تیروی لږ څه ادرک او ملخوځی وایشوی لکه چای ویې څښی دوه وخته سهار او ماښام

د بندی اینې او پښتورګو دخلاصولو دپاره :

25 ګرامه میده ادرک + 35 ګرامه ورق الغار ( اللاور) +50ګرامه میده توری دانې ( سیاه دانه ) ټول په یو کیلو شات کی پاخه کړی یوه دچایو کاچوغه سهار او ماښام وروسته تر ډوډۍ خوړل کیږی

دضعیفی او سستی اینی دپاره :
لږ څه ادرک دشکرنې په شاتو ګډ کړی او طحینیه ( یوډول دکونجتو څخه جوړ سوی خواږه ) چی عرب ورته حلاوه وایې سهار او ماښام خوړل کیږی
او ټکولی تازه نعناع دی پر ښی اړخ دماښام څخه تر سهاره وتړی

*دزار لرونکی ( غالبوزی ، لړم .. چیچلی دپاره :

یوه دچایو کاچوغه ادرک په خوله کی واچوی تر څو لانده سی پر هغه چیچلی ځای یې کښیږدی

د تاریکو سترګو دپاره :
کله چی بوزه حلاله کړی ژر یې اینه راوباسی او لږ څه میده ادرک پر واچوی 15 دقیقې وروسته هغه ادرک راوګروی اووچ یې کړی چی ښه وچ سی هره ورځ سترګی په توروی تر څو پوری چی جوړیږی

دزړه دطاقت او وینی دجریان او دکولسترول دویلی کیدو دپاره :

25 ګرامه میده ادک + 25 ګرامه دترتیزکو تخم + 25 کرامه یانسون ( انیس ) +25 ګرامه توری دانی ( سیاه دانه ) ټول میده کړی په نیم کیلو شات ( ګبین) یې ګډ کړی یوه کاچوغه تر ډوډۍ ورسته خوړل کیږی

دعضلاتو ( پلو ) او اعصابو دقوت دپاره :

10 ګرامه میده ادرک + 10 ګرامه میده دار صینی + 10 ګرامه رواند +10 ګرامه خواږه ولنی ( بادیان ) + 10 ګرامه بهمن + 10 ګرامه میده نعناع + 10 ګرامه دکرفس تخم په یوه کیلو شات ( ګبین ) کی پاخه کړی تر څو مربا ځنی جوړه سی په مرطبانه کی واچوی تر ډوډۍ وروسته یوه دچایو کاچوغه خوړل کیږی
راوند ، بهمن ، کرفس زه خپله نه پیژنم

*که اعصاب ناارامه وی :
لګنچه یا تشت دتودو ابوچی ډیری ګرمی نه وی ډک کړه یوه کاچوغه میده ادرک او یو کوچنی ګیلاس ارغ ګلاب ورواچوه
پښی په اوبو کی کښیږدی او ستونی ستخ پریوزی خپله ژبه دالله جل جلاله په ذکر مشغوله کړه نو به ان شاء الله ته ډیر ارام سی

*دتناسلی طاقت دپاره :
نیم رطل دګامېښی یا غوا شیدې + نیمه دچایو کاچوغه میده ادرک دواړه به پر اور باندی ښه پاخه کړی په بوره یا شاتو ( ګبین) به یې خواږه کړی لکه چای داسی به یې یوه میاشت سهار او ماښام یې وڅښی

*دمردانه ځواک( باءة) دطاقت دپاره معجون :

50ګرامه میده ادرک + 55 ګرامه دزردکی میده تخم +50 دکرفس تخم +50 ګرامه میده یانسون( انیس)+ 50 ګرامه دجرجیر تخم + یو کیلو شات ( ګبین ) ټوله ښه سره ګډ کړی
یوه دچایو کاچوغه تر ډوډۍ وروسته خوړل کیږی

*دتناسلی طاقت دپاره :

نیمه دچایو کاچوغه میده ادک په شېدو کی واچوی ښه یې ولړی او شېدې تودی کړی او شات ( ګبین) یې خواږه کړی اوماخستن یې وڅښی

نور بیا ........


خیریوسی
19.09.2007

• دزړه دطاقت دپاره :
50ګرامه میده ادرک +25 ګرامه میده لونګ +25 ګرامه نعناع + یوکیلو شات ( ګبین ) 10 ګرامه میده البهمن ټول مواد په شات (ګبین) کی پاخه کړی او حلوا ځنی جوړه کړی یوه کاچوغه تر ډوډۍ وروسته خوړل کیږی
دپام وړ : دغوړو ، وازګی ، دروند کار ، او غوصې څخه باید پرهیز وکړی

ذکام دپاره :
ویوه ګیلاس دمالټې جوس ته دچایوه دکاچوغی څلرمه حیصه میده ادرک واچوی او ویې څښی
تر خوب دمخه ځیګر او شاه دتورودانو په تیلو غوړ کړی

د عرق نسا ء دپاره :
تازه ادرک وړی ټوټی کړی په اوبو کی یې وایشوی ( دادرک چای به جوړی کړی ) په شات ( ګبین) به یې خواږه کړی 7 څاڅکی دتورو دانو تیل به ورواچوی هره ورځ یو ګیلاس څښل کیږی دشپی به دپښو تلې به دزیتون په تیلو غوړی کړی او ښه به یې ټنګی وموښی

*دنقرس دپاره :
تازه ادرک وړی ټوټی کړی+ لږ څه دجوار ویښتان + خواږه ولنی ( بادیان ) په اوبو کی یې وایشوی ( دادرک چای به جوړی کړی ) په شات ( ګبین) به یې خواږه کړی 7 څاڅکی دتورو دانو تیل به ورواچوی هره ورځ یو ګیلاس څښل کیږی دشپی به دپښو تلې به دزیتون په تیلو غوړی کړی او ښه به یې ټنګی وموښی

•معجون الحكمه :
دحکمت معجون بدن ته طاقت ورکوی ، هیره ورکوی ، مغزو ته ګټه رسوی ، دسړی نفس خوشحاله کوی
اړین مواد :
100 ګرامه میده ادرک +100جراممیده پیسته +100 ګرامه میده خولنجان + 100 ګرامه میده توری دانې ( سیاه دانه )+ شات ( ګبین )
شات به پراور باندی کړی تر ځو چی ګاټه سی ټول شیان به ورواچوی تر څوچی حلوا ځنی جوړه سی په مر طبانه کی یې واچوی یوه کاچوغه سهار اوبله ماښام خوړل کیږی

*دوینی دفشار دپاره :
دادرک چای په شات( ګبین) خوږی سهار تر نهاری وروسته څښل کیږی
ماښام یوه زوڼه د هوږی وړی ټوټی کړی اودیوه ګیلاس شېدوسره خوړل کیږی

*داشتها دپاره :
تر ډوډۍ خوړولو 15 دقیقې مخکی دچایو کوچنی کاچوغه میده ادرک په اوبو کی واچوی ښه یې ولړی او ویې څښی که امکان وی چی خواږه نه سی

دمعدې دتیزاب دپاره :
50 ګرامه میده ادرک +25 ګرامه میده نعناع په نیم کلیو شات ( ګبین) کی پاخه کړی تر څو مربا ځنی جوړه سی یوه کاچوغه ترډوډۍ وروسته خوړل کیږی

[color=red:8ad57d8ef0]دپام وړ : ادرک باید څومره اندازه وخوړل سی ؟
دادرک خوړل هغه لوړه ترینه اندازه 4 ګرامه دی دورځی باید چی په څلورو وختو تقسیم سی 0،5 ګرام څخه – 1 ګرامه پوری تر څلور ګرامه زیات دزړه خفقان پیښوی [/color:8ad57d8ef0]په درناوی


خیریوسی
19.09.2007

هغه دماشوم مور چی قي او وچی باکۍ وهی :
وهغو میرمنو ته چی قې اوباکۍ وهی وهغوی ته ډاکتر مضاد دهیستامین او ویټامین بی 6 ورکوی ددی دپاره چی قې او باکی ونه وهی لاکن ادرک تر درمل هم زیاته ګټه لری کله چی میرمن دخوبه راپا څی باید تر ولاړیدو دمخه یو ګیلاس په اوبو کی ایشول سوی ادرک لکه چای وچښی ( لږ څه ادرک په ابو کی وایشوی په شات (ګبین) خوږ کړی چی لږ څه ګرم وی وچښی او بسکوټ هم ورسره وخوری
اوهره ورځ دډوډۍ خوړلو سره لږ څه تازه ادرک وخوری یا یوه دچایو کاچوغه میده ادرک دری حیصی تقسم کړی دورځی دری وخته وخوری

په درناوی


دهغو ماشومان دپاره چی په ځای کی بولی کوی

خیریوسی
20.09.2007

دهغو ماشومان دپاره چی په ځای کی بولی کوی :
10ګرامه ادرک ښه وتیې چی داسی سی لکه قهوه بیا ښه میده کړیپه یوه اوقې شات سره یې ګډ کړی وماشوم ته یې تر خوب دمخ 15 ورځی ورکړی

په درناوی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more