د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

ول ، که : وو، هغوی ډوډۍ وخوړه که هغوی ډوډۍ وخوړل ؟

ډاکتر وطنمل
12.09.2007

[color=blue:c0cefa5812]هغوی هلته ول که هلته وو،او هغوی ډوډۍ وخوړه که هغوی ډوډۍ وخوړل ؟[/color:c0cefa5812]
یوه لیکونکی پخوا دومره روښانه کړې وه چې » ول « مصدر نه دی ، که څوک یې مصدر بولی نوخپل دلایل دې وړاندې کړی او که یې مصدر نه بولی نو هم دلایل دې وړاندې کړي . که ول مصدر ثابت نشي کارول یې ښایی د پښتو له قاموسه ورک شي .ستاسې اندیا نظرپه دې اړه څه دی ؟



17.09.2007

[color=yellow:11c343f35d]ول [/color:11c343f35d]خو په ناخوداګاه ډول د سهیل لوېدیځ پښتانه ورونه کاروي او ښايي د « وم، وې ،وئ ...» له ګردان ګوټي څخه یې د نورو مصدرونو د ګردانو سره دو رته والي څخه یې «ول» هم مصدر انګیرلی وي چې په هیڅ صورت مصدر نه دی!
تلل : مصدر دی او تلم،تلو،تلې او هغوی [color=white:11c343f35d]تلل[/color:11c343f35d] یې مشتقات دي . وروستنی اشتقاق تلل د مصدر غوندې دی خوټیک ټاک [color=white:11c343f35d]د لازمي فعل غایب جمع مذکر استمراري ماضي صیغه ده [/color:11c343f35d]، همدغسې سمومصدرونوته ظاهراً ورته شان «ول» هم لومړی مصدر او بیا وروسته پورتنۍ صیغه انګیرل شوې چې یوه کورټ ناسمه انګیرنه ده !دغسې ناسمې انګیرنې ځینې افراد کوي خو ټول ولس یې نه کوي او که ټول ولس یې وکړي باید اړونده ژبپوهان یې له منځه یوسي یا تعمیم یې نکړي یعنې په رسمي توګه یې ونه کاروي ! خو په سهیل لویدیځ کې برعکس افراد تیروځي ولس ددوی تیروتنې خپلوي تعمیمویي ، او چې ولس څشی خپل کړ بیابه ترې اړونده ژبپوهان څوک منع کړي ، دوی پرې قسمونه خوري ، حتی سرپرې ورکوي خو خپل ولسي غلط مشهود لغت د قران ټکی او سمون یې ګناه بولي ! یو ښه مثال یې همدغه د «ول» ټکی هم دی ، چې دوی یې اوس مصدرهم بولي ، وګورئ :
فرض کئ چې ول هم لکه تلل یو مصدر دی اود « هغوی هلته تلل» غوندې « هغوی هلته ول» سم وانګیرو ، خو که بیا په همدې اعتبار ووایو :
[color=blue:11c343f35d]هلته تلل بد کار دی، یوه سمه جمله ده ، خو ایا د همدې مثال غوندې « هلته ول بد کار دی» هم ویل کیدای شي ؟[/color:11c343f35d]طبعا نشي ویل کیدای ، ځکه چې تلل مصدر او ول مصدرنه دی!
فلهذا هغوی هلته ول هم غلط دی او باید تکرار نشي!
هو ، هوښیارپه نیمه پوهیږي ، خو شئـق کول د هوښیارانو کار نه دی !

پاتې شوه : ډوډۍ وخوړل : ډوډۍ مفرد ټکی دی اوتوتان جمع ده ،
نو احمد توتان وخوړل سمه جمله ده ، خو احمد ډوډۍ وخوړل غلطه ده،
او بیا توت نارینه او ډوډۍ ښځینه نومونه دي او دجمع حالتونه یې يو ډول خوړل نه خپلوي :
[color=white:11c343f35d]هغه توتان خوړل ، اوهغه مڼې خوړلې سم دي ! [/color:11c343f35d]نو هغې مڼه خوړل همدومره غلطه جمله ده لکه که ووایو : هغې توتان خوړلې !
نجیبه لیمه په بی بی سي پښتو خپرونه کې تل دغه تیروتنې تکراروي [

همدااوس په بی بی سي کې له سعیدې محمود څخه اورم چې :

[color=yellow:11c343f35d]هغې یوه سپورتي مسابقه وګټل (!)
یا :
« ولسمشر ددادفر سپنتا په برخه کې د پارلمان پریکړه ناسم وبلل» (!!)[/color:11c343f35d]
خدای (ج) دې ورته هدایت وکړي .


مازدیګر
18.09.2007

سلام
خوشحال بابا فرمایی
یاهغه پښتانه نور وو دغه نور شول
یا دخدای دی په دا هسی شان فرمان
.....................................


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more