د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دمعارف ترانه

جاويدشينوارى
25.04.2004

وطنه ګل زار شوچې کامياب شول طالبان دمکتب
ښکلې کوچنيان د مکتب

کوچنی داخل پکې پوره کامل شی پکې
جس ورکړې راځې ﻻل و مرجان دمکتب
ښکلې کوچنيان د مکتب
ړانده بيناسې پکې وحشې داناشې پکې
دوکان د عقل دی ورځې خريداران د مکتب
دمکتب خوند وګوره راشه دا پند وګوره
ډير په عزت ناست دې کرسو کې هلکان دمکتب
مکتبيان ټول ګلونه ډک له شرف ګلونه
ملت مرادته رسوې کاريګاران د مکتب
ښکلې کوچنيان د مکتب
چا چی تعليم کړومنظور خادم د قوم به شی ضرور
مونږاميدوار يو له پوهان او صالحان د مکتب
څه به عزت وا ی زما څه به عشرت وای زما
زه ملنګ جان که وای شامل په ګلستان د مکتب
[color=red:9a84f43bcf][/color:9a84f43bcf][quote:9a84f43bcf][b:9a84f43bcf][/b:9a84f43bcf][/quote:9a84f43bcf]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more