د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دماشومانو غزل

خیریوسی
18.04.2007

محترمو ورڼو سلام علیکم
ورڼو که دماشومانودپاره یوښه شعر ولیکی دوی هم حق لری زه په شعر نه پوهیږم لاکن ستاسو څخه دیوه ښه شعر هیله لرم چې په هغه دمور او پلار، ښونکی او ښونځي محبت نغښتی وی هیله لرم

مـورکۍ لاس دی مچومه
وښونځي تــــــه روانیږمه
وماته ډوډۍ توده راکړه
ژر سه زما بسته راکـــــړه
**
لاسونه مـخ می پریمنځلی
خولۍ می هم ده پر سرکړی
وماته ډوډۍ توده راکړه
ژر سه زما بسته راکړه
**
کالی می پاک اغوستی
نـوکان مـی هم پری کړی
وماته ډوډۍ توده راکړه
ژر سه زما بسته راکړه
**
همزولی راڅخه درومی
دټولګۍ ورراته بندیږی
وماته ډوډۍ توده راکړه



هيواد شېرزاد
19.04.2007

سلامونه!
ښاغلي اجمل تورمان کوچنيانو ته ډېر ښکلی شعر ليکلی، غواړم له تاسې سره يې دلته شريک کړم:

[size=24:700330adcd][color=darkblue:700330adcd]ځمکه خپه کيږي نه[/color:700330adcd][/size:700330adcd]

ځمکه خپه کيږي نه
ستوري به بيا شمارمه
پرې چې شپه پخه شي لا
اوس اسمان ته نه ګورم
ځمکه به خپه شي بيا
٭٭٭٭
ځمکه په ما ګرانه ده
ځمکې په سر کور لرم
يو مې دی دادا په کې
يوه ادکۍ مور لرم
پلارزما ګنډونكى دی
ښه ډولي خولۍ ګنډي
مور مې پې خامک کوي
په څنډويې مرۍ ګنډي
خوله به په سر کړمه
ښکلی به ښکاريږمه
لاس به مې پرې ايښی وي
ډير به پې ډاريږمه
٭٭٭٭
اوس شپه پخه شوې ده
ځمکه خپه کيږي نه
يو، يو ستوری شمارمه
کټ مې چپه کيږي نه
:) :) :)


خیریوسی
10.09.2007

محترم هیواد شیر زاد صیب
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
یاره زه خو په شعر نه پوهیږم که یو داسی شعر ولیکل سی او ماشومان یی وښونکی ته په لوړ اواز سره ووایې دذده کونکو او ښونکی تر منځ به مینه نوره هم زیاته شی

ښونکی :
السلام علیکم ورحمة الله

ذده کونکی :
وعليكم السلام ورحمة الله وبرکاته

په خیرراشی په خیر راشی
په دنیا وعقبـــا ښــــاد شی

ښه راغلاست هم درته وایو
په دعـــــا به دی تل ستــــایو

ښـونکی پر مـوږ ګـران
سبـق موږته کړی اسـان

مـوږنن یو ماشومان
دصبا ورځی زلمیان

ادب ادب ادب
موږ ته راکړه دنن ورځی واجب

مینه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more