د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ملايان ولې د سولې او سوکالۍ دښمنان دي؟

درويش
15.08.2007

يوه ورځ مې د يو ملګري سره خبرې کولې ويل يې زمونږ په کلي کې ډېر امنيت دى تراوسه پورې هيڅ جګړه او ناوړه پېښه نده رامنځته شوې. چې مې ترېنه سوب وپوښته ددې امنيت نو راته وې ويل: زمونږ په کلي کې ملا نشته.
دا خبره راته څو ورځې د مخه بيخي ريښتيا څرګنده شوه چې د بي بي سي يوه خپرونه مې اورېدله په سوات کې يې د خلکو سره مرکې کړې وې. ټولو خلکو ويل چې کارونه يې خراب شوي، د سېلګرۍ صنعت له منځه تللى او هر څوک له يو بله ډارېږي. سوب؟ يو ملا چې نامه يې فضل الله ده. سوات چې د پښتنو په سيمو کې د ښکلا په حواله جنت يادېده او امنيت پکې دومره زيات چې خلکو پکې د شپې ورځې يو شان خوشحاله او سوکاله ژوند کاوه د يو ملا د کرکجنو تبليغاتو او اعمالو له لاسه د وېرې ترهې او ترهګرۍ دوزخ جوړ شوى دى، خوشحاله او سوکاله خلک يې په غم اخته دي او د خپلو کليو څخه کډې باروي.
چې سوچ کوم نو دا خبره هم راته ثابتېږي چې په اسلامي نړۍ کې تر ټولو زيات ملايان په پښتنو کې دي او تر ټولو زيات وروسته پاتې او د ژوند د ترخو تجربو سره هم پښتانه مخ دي. جهالت، غلط رسمونه، ترهګري، بد امني، جنګونه، تخريبکاري او يو بل وژل


اول زده کړه بياکوزده کړه

hotak
25.08.2007

دروېشه سلامونه اوښې چاري
ګرانه ستادنامه په ليدوسره مي هيڅ ګومان نه کاوه چي ته به بې لکۍ هم يې.که ريښتيادرته ووايم بې لکۍ ترتالږښه پدې دی چي هغه شعورلري اوته خودشعور له خوابيخي لوڅي پښې يې.
خدای پاک پیغمبران په هغه قوم کي ډیررااستولي دي چي ډیر دخره زامن دي.اوداڅه خدای پاک ددې لپاره کړي چي هغه قام اصلاح اولاري ته برابرشي.
پښتون هم څنګه چي له څيلمي جاهل قام دی اوپه اوس مهال کي دپيغمبرانوراتګ موقوف دی،ځکه نودهغوي داصلاح لپاره دپیغمبرانوپرځای ملایان ګومارل شوي دي.اوکه ته مسلمان يې نودابه حتمادرته مالومه وي چي علمادانبیاوو وارثان دي او دپاک رسول مبارک دخولې حديث دی چي زمادامت علماپه فضل اوبهترۍ کي دبني اسراييلو دنبیانو په څیردي.ګواکي درسول الله دامت دعلماو مرتبه دبني اسراييلو له انبیاوو سره برابره ده.
بله داچي خدای پاک په قرآن کي فرمايي چي دخدای په بندګانوکي چي څوک ډیرله خدايه ويره لري هغه علما دي.
پدې اړه ښه تحقیق وکړه اوله تحقیقه وروسته دعلماوو په اړه بياچي هرڅه غول خورې خوره يی. خوبې له تحقیقه انسان په یوه خبره کفرته وزي.
ته نه واچي ماته نوکفراواسلام څه فرق لري.



ع کريم حليمي
25.08.2007

ګران مکرم ورور هوتک صاحب زموږ سلامونه او ښې هيلي و منۍ !
ستاسو ئې کور ودا ، خدای دي په ټول روا چارو کښي کاميابه لره 
چه د علماوو ننګه دي کړې 
له خپلي کمزورۍ (نه پوهېزم )يوه پوښتنه لرم ؟ 
تاسو ليکلي چه :
[quote:238aca97ff]خدای پاک په قرآن کي فرمايي چي دخدای په بندګانوکي چي څوک ډیرله خدايه ويره لري هغه علما دي. [/quote:238aca97ff]
دا په کوم قران کښي راغلي ، دغه پر محمد  ﷺ نازل شوی 
که پنچ ګېره 

که د دغه مبارک ايات لمبر او سورت راته وليکي ، زه به دي ممنون يم 
 دا ايات شريف  زما ډير اشد په کار دي ، زموږ هغې نو د طالب سودا ده 
تر څو چه زده کړی مي نه وي ، خوب مناکه راسي !

(پدې اړه ښه تحقیق وکړه اوله تحقیقه وروسته دعلماوو په اړه بياچي هرڅه ليکې ، ليکه ئې  خوبې له تحقیقه انسان په یوه خبره کفرته وزي.)
پورته ليکنه دي ، د سرو زرو په بيعه رانيسم ، قيمت پر ايږده !


رښتینی
25.08.2007

حليمي صيب ليكلي :

[code:1:a7f31b68e2]

ګران مکرم ورور هوتک صاحب زموږ سلامونه او ښې هيلي و منۍ !
ستاسو ئې کور ودا ، خدای دي په ټول روا چارو کښي کاميابه لره
چه د علماوو ننګه دي کړې
له خپلي کمزورۍ (نه پوهېزم )يوه پوښتنه لرم ؟
تاسو ليکلي چه :
اقتباس:
خدای پاک په قرآن کي فرمايي چي دخدای په بندګانوکي چي څوک ډیرله خدايه ويره لري هغه علما دي.

دا په کوم قران کښي راغلي ، دغه پر محمد ﷺ نازل شوی
که پنچ ګېره

که د دغه مبارک ايات لمبر او سورت راته وليکي ، زه به دي ممنون يم
دا ايات شريف زما ډير اشد په کار دي ، زموږ هغې نو د طالب سودا ده
تر څو چه زده کړی مي نه وي ، خوب مناکه راسي ! [/code:1:a7f31b68e2]

( إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ ) فاطر/ 28 .

وأفادت الآية الكريمة أن العلماء هم أهل الخشية ، وأن من لم يخف من ربه فليس بعالم .

قال ابن كثير رحمه الله :

" إنما يخشاه حق خشيته العلماء العارفون به ، لأنه كلما كانت المعرفة للعظيم القدير أتم والعلم به أكمل ، كانت الخشية له أعظم وأكثر .

قال علي بن أبي طلحة عن ابن عباس في قوله تعالى : (إنما يخشى الله من عباده العلماء) قال : الذين يعلمون أن الله على كل شيء قدير... وقال سعيد بن جبير : الخشية هي التي تحول بينك وبين معصية الله عز وجل . وقال الحسن البصري : العالم من خشي الرحمن بالغيب ، ورغب فيما رغب الله فيه ، وزهد فيما سخط الله فيه ، ثم تلا الحسن : (إنما يخشى الله من عباده العلماء إن الله عزيز غفور) .

وعن ابن مسعود رضي الله عنه أنه قال : ليس العلم عن كثرة الحديث ، ولكن العلم عن كثرة الخشية . . .

وقال سفيان الثوري عن أبي حيان التيمي عن رجل قال : كان يقال العلماء ثلاثة : عالم بالله عالم بأمر الله ، وعالم بالله ليس بعالم بأمر الله ، وعالم بأمر الله ليس بعالم بالله . فالعالم بالله وبأمر الله : الذي يخشى الله تعالى ويعلم الحدود والفرائض ، والعالم بالله ليس بعالم بأمر الله : الذي يخشى الله ولا يعلم الحدود ولا الفرائض . والعالم بأمر الله ليس العالم بالله : الذي يعلم الحدود والفرائض ولا يخشى الله عز وجل " انتهى من تفسير ابن كثير (4/729) باختصار .


saleehzai
25.08.2007

حامد صاحب کورد ودان چي ايت شريف د له مکمل ادرس سره پيدا کړو ، زه هم سل په سله مطمئن وم چي دا ډول يو ايت شريف شته خودسورت او ايت شميرراته معلوميدو کښي ستونځه وه ٠
خيراوسي لطفاکه تاسوته داسي کوم لينک معلوم وي چي په هغه کښي دقران کريم کلماتو اواياتونولټول ممکن وي نوکه دپيرزوييني له مخي راته وليکی منندوی به مو وم ٠
طبيعي ده چي دعلماؤ ويره دالله جل جلاله څخه ځکه ډيره ده چي دوی ته دعواموپه نسبت
زيات معرفت حاصل وي اودخدای پاک معرفت چي څومره چاته زيات حاصل وي همغومره
تقوادار اوله الله جل جلاله څخه زيات ويريدونکی وي ،
دمثال په ډول يوپوهه او ډاکټر له مياشي ، منګس څخه هم ويريږي چي چيري مي ميليريا باندي اخته نه کړي خو برعکس يوشپون بيادمنګس څخه د ډاکټرغوندي ويره خنده وونکي 
ګڼي
خوعجيبه بيا لږه داده چي ولي د قدرمن حليمي صاحب غوندي شخصيت له داسي يوايت شريف سره نابلده اووسي ٠
په درنښت
صالحزی


hotak
25.08.2007

حامدجانه سلامونه اومينه
کوردي ودان غله دي ډېره چي زماکار دي آسانه کړ.کنه حليمي صیب خوراباندي دپنج ګېره قرآن منونکي ټاپه تیاره لګولي وه. زه ډېرپه خرپ امي يم اوکله چي رانه حليمي صيب دآیت دحوالې پوښتنه وکړه والله واڼي مي ووتې خوبيامي هم الحمدلله حواله په یوه عربي وېب سايټ کي ورته موندلي وه خوکله چي نيټ ته کيناستم حامدجان ترمامخي ته شوی وو.خدای پاک دي مورپلار،اهل عیال،خواښي خوسر،اوښيان اوخوښيني ټول په جنت کي واچوه آمين.
پاتي شوه د درانه مشرحليمي صيب خبره نو زه دهغه هره خبره دسرو زروپه بیه رانيسم.داچي تاسي زماداوتوبوتو په اړه داسي حسن نظرلرۍ نودایوازي ستاسي حسن نظردی کنه هغه داسدالله خان غالب خبره :چه نسبت خاک با آن عالم پاک؟
زه پخپله دعقيدې له پلوه موحديم.بدعت اودانورشيان نه منم.تصوف چي دنفس دتزکیې عامل دی منم خوصوفيزم چي په اوس مهال کي درانډ کارپوريشن یو پروډکټ دی نه منم.
بله داچي داډېروخت موندي سره ليدلي.کالیفورنياته راځې که نیويارک ته درشم؟ آشک ته مي سخت زړه کيږي.ادې جانه مي وطن ته تللي او وريندارګاني مي والله که دسپي له نرخه بولي.هماغه زړو ټوکانو ته لکه دخوار ژرنده ګړي سپی پروت يم
مينه مننه


رښتینی
25.08.2007

ټولو وروڼو او محترم صالحزي او هوتك صيب ته سلامونه او نيكي هيلي

صالحزي صيب ان شاء الله ستا لينك به په شخصي توګه در واستوم او
جناب حليمي صيب له پاره مي ايت له تفسير سره وليكه څو خبره ورته
اسانه شي اومتاسفانه چي ومي نه ژباړه

هوتك صيب له تاسو نه ډيره مننه ډير جامع دعا مو راته كړي ده
اوستا خبره ډيره كره ده چي ليكلي مو دي :

[code:1:c49c4950ca]تصوف چي دنفس دتزکیې عامل دی منم خوصوفيزم چي په اوس مهال کي درانډ کارپوريشن یو پروډکټ دی نه منم.[/code:1:c49c4950ca]

په مينه او ادب
........................................................
........................................................
........................................................
........................................................
.........................................................
.........................................................
.........................................................
.........................................................
.........................................................
.........................................................
.........................................................


Miwand Patang
27.08.2007

ګران درویش صیب او د دې فورم نورو لیکوالو سلامونه،
درویش صیب ډیره ښه موضوع مطرح کړې ده خو مخکې له دې چې د موضوع په هکله خپل نظر وړاندې کړم یوه خبره کوم چې وروره دا یوه غلط فهمي باید له ذهنه وباسو چې هر ملا ته عالم او هر عالم ته ملا وویل سي.
ملا امام، مولوي، مدرس، روحاني او دیني شخصیت هغه څوک کیدای سي چې له خدایه ویره لري، اسلامي علوم یې په ریښتنې بڼه زده کړي وي د اخلاقو طرفدار او د اسلامي سلوکو نمونه وي او د خلکو امامت په شه توګه کوي.
که ستا مطلب له ملا څخه د پاکستان د آی آیس آی لاسپوڅي وي چې همدا اوس اوس یې د پښتنو ټوله سیمه په اور کې اچولې انسانیت خو څه کوې چې حیوانات هم دغه راز اعمال سر ته نه رسوي نو هغه ته نه په سمه مانا ملا ویلی سو، نه دیني عالم، نه ورحاني او نه هم مدرس بلکي دا ډول خلک هغه جاهلان، سخت زړي او کرکجن اشخاص دي چې نه یوازې له مسلمانانو بلکي له انسانیت سره یې زړونه له عقدو ډک دي او هره لحظه یې د یوه نوي وحشت پر بڼه خلکو ته څرګندوي.
دغه ګمارل سوي او پلورل سوي تش په نامه ملایان د پاکستان د استخباراتي کړیو په مستقیم امر د عربو د القاعدې تر کوماندې لاندې اوس خپل ناوړه اعمال د افغانستان او پښتونخوا په مظلومو خلکو باندې د عمل میدان ته ږدي. دا داسې یوه ستره فتنه او ناولې پدیده ده چې شاید ورکیدل به یې کلونه کلونه وغواړي او د یوه پراخ علمي او هر اړخیز کمپاین په صورت کې هغه مهال ورکیدی سي چې د آی آیس آی جهنمي استخباراتي کړیو لاس یې له غاړو څخه لنډ سي.
د دې خبرې کول هم ضروري ده چې دې تش په نامه ملایانو متاسفانه په سلګونو او حتی زرګونو داسې کسان د کراچۍ، کشمیر، اسلام آباد، حقانیې، جامعه درویش، د پاکستان په هره مدرسه او قبایلو په ځانمرګو روزنتونونو کې روزلي دي چې عقل ترې اخیستل سوی او هر جنایت ته تیار دي. نو پاکستان دغه ماینونه په خپل لاس کرلي او داسې فکر کیږي چې شاید یو وخت به پاکستان پخپله پکې والوزي. دا چې ته یې یادوې دا خو د پټي سر دی او دا یو پیل دی چې متاسفانه دغو خونړیو کرکجنو اشخاصو په دې پاکه خاوره کې پیل کړی دی متاسفانه د ډیرو زیاتو جنایتونو اټکل په دې هکله کیږي. مشران یې مولانان سیمع الحق او مولانا فضل الرحمن دي چې د آی ایس آی له لوري د دوی دغوره دندې د سرته رسولو له کبله هره ورځ په بیلو بیلو امتیازونو باندې نمانځل کیږي. د افغانستان څو پلورل سوی طالبان یې هم د جعلي فتواوو ډول ته داسې نڅیږی چې هره ورځ په دې خاوره کې د لسګونو نه هیریدونکو جنایتونو سبب کیږي.
خلاصه دا چې د ریښتنو عالمانو موجودیت په ټولنه کې رحمت دی او رښتیا هم چې د انبیاوو دنده سر ته رسوي او ریښتني ملایان له داسې ناوړه اعمالو څخه خپله کرکه څرګندوي چې د دنیا په هیڅ یوه قاموس کې روا نه دي.

کامیاب اوسی
میوند پتنګ


Re: اول زده کړه بياکوزده کړه

درويش
28.08.2007

[quote:a40dd75c76="hotak"]دروېشه سلامونه اوښې چاري
بله داچي خدای پاک په قرآن کي فرمايي چي دخدای په بندګانوکي چي څوک ډیرله خدايه ويره لري هغه علما دي.
.[/quote:a40dd75c76]
هوتکه وروره وعليکم السلام مننه
ايا خداى پاک دا هم ورته په قران کې فرمايلي چې ترهګري وکړئ، خپل خلګ ووژنئ، چاودنې وکړئ، د مدرسو ماشومان ځانمرګو بريدونو ته وروزنئ، خپله ټولنه او خپل خلک د ډار او ترور سره مخ کړئ، شځې وتښتوئ او يرغمل يې کړئ، په سيمه کې فسات او تخريب خور کړئ، خپل افغانان ذبح کړئ او د هغوى ويديو فلمونه جوړ کړئ، په فروعي او کوچني اختلافاتو يو بل کافر کړئ او بيا يې ووژنيئ او د انسانيت څخه ليرې وحشت ترسره کړئ؟؟؟ ما چې تاته د کوم ملا بېلګه وړاندې کړې چې نوم يې فضل الله دى، د ملا صوفي محمد زوم دى (هغه صوفي محمد چې په زرګونه تش لاسي پشتانه يې مزار ته بوتلل د خونخوار دوستم په لاس يې ورکړل او بېرته په چادرۍ کې وتښتېد) دده له لاسه ټول سوات د جنت په څېر ګل وطن په اور کې دى. او دغه ډول د هغو ملايانو د لاسه نن ټول افغانستان په اور کې دى چې نابللي ترهګر يې له ځانه سره ساتلي وه او په لکونو در په در افغانان يې د هغوى له سره ځار کړل او داسې يو اور يې بل کړ چې اوس بيا د مړ کېدو لپاره به ورته په مليونونو افغانان خشاک کېږي.
همدا اوس مې يوه کيسه وکتله چې د ننګرهار يوه شځه څلور ځل خرڅه شوې. په درېم ] ځل دغه شځه يو ملا اخيستې او بيا دوه لوڼه هم ورته خرڅې کړي او بيا يې دغه شځه هم خرڅه کړې. دغه شځې په خپله کيسه کې ويلي چې دغه ملا امام د شځو د خرڅولو کاروبار کاوه.
وايي:
Haji Aman divorced me and handed me and my two youngest daughters to a Mullah [Islamic religious leader] to take me to my first husband in Shinwaar.

"The Mullah was a hypocrite. He sold me and my daughters to another man whose business was buying and selling women. This man kept me for several weeks with four other women

ټوله کيسه په لاندې لينک وګوره

http://www.aopnews.com/today.html


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more