د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

د خداى (ج) ملګرتوب

pukhtoon
16.08.2007

د خداى (ج) ملګرتوب
حضرت داود عليه السلام په ډېر سوچ او د زړه له كومې له څښتن تعالى سره مينه درلوده.
هغه غوښتل چې په يوه غلي ځاى كې د څښتن تعالى په اړه فكر وكړي او ياد يې كړي، نو ټول كارونه يې پرېښودل. هغه به د څښتن تعالى د عبادت او له چُپې چُپيا نه د خوند اخېستو لپاره په يوه ارام او ځانته ځاى كې كښيناسته . هغه به فكر كاوه ، چې په يواځې له خپل څښتن (الله "ج") سره دى او هيڅوك يې نا ارامه كولاى نه شي.
يوه ورځ داودعليه السلام د الله(ج) په اړه فكر لپاره كښېناست، نو يوه پرېښته ورته راغله او پوښتنه يې ځينې وكړه:" دلته ولې يواځې كښېنې؟"
داودعليه السلام ځواب وركړ:" ما د هغه څښتن تعالى لپاره دنيا پرېښې ده چې زما ملګرى او څښتن دى."
پرښتې داودعليه السلام ته وويل:" څښتن تعالى وايي: اى داوده! دا زما د يادونې او ملګرتيا غوښتنې ښه لاره نه ده. كه ته له ما سره مينه لرې، نو له خلكو سره واوسېږه. هغوى خپل ملګري كړه، اوله اړو او بيوزلو سره مرسته وكړه."
وروسته داودعليه السلام د څښتن تعالى د عبادت په رېښتينې مانا پوه شو. هغه ځانته ځاى يې پرېښود او بيا يې له خلكو سره ګډ ژوند پيل كړ. څښتن تعالى هغه پيغمبر او پاچا كړ.
دا كيسه راښيي چې كه مونږ له څښتن تعالى سره مينه لرو، نو دا مينه له خلكو سره په مرسته ښودلاى شو، ځكه چې هغوى د څښتن تعالى مخلوقات دي. كله چې خداى پاك مونږ وويني، چې پردى دنيا له خلكو سره مرسته كوو، هغه به په اّخرت كې له موږ سره مرسته وكړي.
[color=indigo][/color]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more