د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

يوه رېښتينې ژمنه

pukhtoon
16.08.2007

[color=darkblue] يوه رېښتينې ژمنه[/color]
[size=9]صديق منصور انصاري[/size]
ډېره موده تخوا د جيلان په ښار كې، يوه ښځه له خپل زوى؛عبدالقادر سره اوسيده. د عبدالقادر مور له هغه سره ډېره مينه درلوده. هغه يوه دينداره او پوهه ښځه وه، نو غوښتل يې چې زوى يې لوړې اسلامي زده كړې وكړي او يو ديني عالم ترې جوړ شي.
دغه وخت بغداد كه له يوې خوا د اسلامي خلافت مركز و نو له بلې خوا د اسلامي ښوونې او پوهنې مركز و. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه به زده كوونكي د زده كړې لپاره بغداد ته راتلل، چې له سترو عالمانو سره له ناستې ګټه واخلي.
د عبدالقادر مور د خپل زوى د لږ عمر او ورسره د ډېرې مينې سره سره هغه بغداد ته د استولو پريكړه وكړه.
سره له دې چې د عبدالقادر عمر په يواځې ځان د سفر كولو نه ؤ د بغداد لارې هم بې امنه وې. لاره له شوكمارو او ډاكوانو ډكه وه ، نو ځكه به خلكو په كاروانونو كې سفر كاوه. د هغه مور يو كاروان پيدا كړ، چې بغداد ته روان ؤ. د كاروان له مشر سره يې له خبرو اترو وروسته پرېكړه وكړه چې خپل زوى ورسره وليږي. مور يې څلويښت ديناره د خرڅ لپاره وركړل.
هغه د شوكمارۍ له خطره خبره وه، نو پېسى يې ورته په بنيان پورې داسې وګنډلې، چې هيچا پېدا كولاى نه شوې.
كله چې د عبدالقادر د تلو وخت راغې مور يې ورته وويل: زويه! يوه وعده راسره وكړه." چې هيڅكله به دروغ نه وايې."
عبدالقادر ورته ډاډ وركړ؛" زه به دغه ژمنه هېڅكله هېره نه كړم او دروغ به ونه وايم."
مور يې د هغه پر خبرو ډېره خوښه شوه او د خداى پامانۍ پر وخت يې ورته وويل: " خداى دې مل او ساتندوى شه او خداى دې يو ستر عالم او لوى سړى درنه جوړ كړي. "
كاروان ورورو د بغداد په لور روان شو او يو ناڅاپه د شوكمارو د يوې ډلې پرې بريد وكړ او كاروانيان يې ټول ولوټل، خو له هلك سره يې هيڅ ونه موندل. شوكمارو هغه ونيو او خپل مشر ته يې بوت.
مشر ورته وويل: " ته بې له پيسو پر داسې سفر څنګه راوتلاى شوې؟ ووايه، چې پيسى د ې څه كړې؟
عبدالقادر ځواب وركړ: " پيسى راسره دي. څلوېښت ديناره لرم." شوكماران ددې خبرو په اوريدو هك پك شول. يوه يې وويل: " مونږ درسره پيسى پېدا نه كړې. چېرته دي؟ " هغه وويل: " مور مې راته په بنيان كې ګنډلي ځكه يې څوك نشي پېدا كولاى ." د ډاكوانو مشر ترې پوښتنه وكړه : " د بنيان په كومه برخه كې يې ګنډلې دي ؟"
عبدالقادر هغه ځاى وروښود . دې كار مشر ولړزاوه، او بيا يې وويل:" ته ډېر هوښيار هلك ښكارې. هيچا درسره پيسى پيدا نه كړې، نو بيا ځاى دې يې ولې راوښود؟ "
عبدالقادر وويل:" ما بايد درښودلې واى؛ ځكه ما له خپلې مور سره ژمنه كړې، چې زه به تل رښتيا وايم. كه تاسې ته مې دروغ ويلي واى، نو هغه ژمنه به مې ماته كړې واى.
د شوكمارو مشر د كوچني هلك په خبرو ولړزېدو . هغه ووويل:" ته له خپلې مور سره پر كړې ژمنې ټينګ ولاړ يې ، خو زه دومره بې پروا مسلمان يم. چې له څښتن تعالى او رسول الله(ص) سره كړيو لوزونو ته غاړه نه ږدم. د خلكو شته لوټم. كه ته خپلې مورته دومره رېښتينى ئې، زه خو هم بايد ، چې پاك څښتن تعالى ته رېښتينى و او سم."
مشر ډاكو پر خپلو كړو پښيمانه شو، چې په ګناهونو او ناوړه لارو يې ناولى كړى و او عبدالقادر ته يې خپلې پيسې بيرته وركړې او د كاروان پر نورو خلكو يې هم د هغوى لوټل شوي مالونه وويشل. څښتن تعالى ته يې توبه وويسته او ژمنه يې وكړه چې بيا به هېڅكله لوټل نه كوي.
د خپل مشر په ليدو د ډلې نورو غړو هم د كاروان له خلكو بخښنه وغوښته، څښتن تعالى ته يې توبه وويسته او ښه مسلمانان شول.
عبدالقادر يو ستر عالم او لوى ولي شو چې خلك يې د شيخ عبدالقادر " جيلاني" په نامه پيژني.
[color=indigo][/color]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more