د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

دصديق کاوون توفاني شعرونه

Wastal
18.04.2004

لمر ته سرود
لمره ! که ته په خوب ويده پاتې شې
او يو ځل بيا زمونږ دکلي په اسما ن باندې و نه ځليږې
څوک به دشپې په تکه توره دړه ،
د طلايي شغلو غزل وليکي ؟ .
* * * *
لمره که ته خپلې ګلبويه زلفې ،
پدې اغزنه شپه ونه غوړوې
څوک به د ژمي په يخجنو د ښتو ،
دپسرلي دګلو سين سم کړي .
څوک به دباد کاږه واږه لاسونه ،
دنسترنو له تنکيو غاړو وښويوي ،
• * * *
څوک به په غرونوکي ،
وږمې ويښې
کړي .
څوک به ددښتو د غا ټولو په تنکيو شونډو ،
خوږه موسکا وکري .
څوک به دپرخې نازولې لوڼې ،
دخپلو څڼو په وريښمينو نوراني ټا لونو وزنګوي .
څوک به د مستو بلبلانو په ګونګيو ژبو ،
دمحبت سندرې وبهوي .
څوک به د ځوانو غزلبولو توتکيو ګلالي وزرونه ،
دسپين سهار په شيدو ولمبوي .
څوک به دباغ په غوږ کې ووايي دګل د غوړيدو سندره ؟
لمره !
که ته ،
په خوب ،

ويده ،
پاتې شې

صديق کاوون توفاني

( دباد په کنډوا لو کې ) د شعرونو ټولګه

ساقي دګلو وخت دی
ساقي دګلووخت دی ، يوه مسته پياله راکه
له عقله مې پردی که ،په جنون مې مبتلا که
ډيوې دميوو بلې که ، تيارې رڼا رڼا که
ماتم له سره واړوه ، وختونه په خندا که
دزهد شپه سبا که درواغجن زاهد رسوا که
دجام په لمبوپاکې ، تورې نښې دتقوا که
څپې درڼا پورې که ، په تورو ماښامونو
دشپې زلفی جړاو که ، دسکروټو په لالونو .
* * *
په شنو دښتو راوختې لښکرې دسرو ګلو
ککې دوريځو سرې شوې دالماسو په لونلو
راخيژي له چمنه ، آوازونه ، دبلبلو
غاټولو په سر ايښي رنګينه پيالې دملو
غونچې دګلو راوړې مستو پيغلو په وربلو
وږې زلفې يې خيشتې کړلې په عطرو دسنځلو
څپې شوې درنګونوپه تمامې دنيا پلنې
په سرو غميو ډکې شوې دشنه آسمان لمنې .
* * *
ساقي دګلو وخت دی ، ګلالي شول غاړې غرونه
درنګ په سين کې لامبي ، يخ وهلي ګلکڅونه
دغره په دړه کاږي لمر ، دزرو انځورونه
په شنه سهار کې پرانيستل ، غوټيو ګريوانونه
په خړو دښتو اوري ، دياقوتو بارانونه
سپرلي په غاړه راوړل دسنبلو اميلونه
په غره او په راغه کې ، دوږمې زلفې خورې دي
له ځمکې خوټيدلې بيا درنګ اوبوی چينې دي .
* * *
ساقي دګلووخت دی ، بيا دوران شو دمستيو
په مړو بوټو کې وچليده سا د پسرليو
پيغام دژوند راوړی غزلبولو توتکيو
ددښتې ناوې کيښودل خالونه د کيږديو
قالينې غوړيدلي ، په ډاګونو ، په غونډيو
صهبا په تږيو ويشي خوږې شونډې د شهيو
دمشکو عطر وشيندل په غرونو کې هوسيو
اوږۍ دغوټۍ پورې شوې د څانګو په غړيو .
* * *
ساقي دګلو وخت دی راچې پورته کړو جامونه
په چيغو کړو روښانه ، دا خاموشه ماښامونه
دتورې تروږمۍ په زړه کې بل کړو سره اورونه
د درد په ستنه و ګنډو ، د زړونو پرهرونه
دشپې زلفو کې وټومبو ، دسپين سهار ګلونه
د باغ له سترګو ووينځو ، د يخ ژمي خوبونه
راووځو له ځانه او ور ګډ شوو په جهان کې
ځان ووينو له سره بيا په سترګو د جانان کي .
* * *
ساقي د ګلو وخت دی ، بهارونه لا ژوندي دي
دتاک مړاوو رګونو کې اورونه لا ژوندي دي
دمينې دردآباد کې ، فريادونه لا ژوندي دي
دسترګو په چينو کې ، دريابونه لا ژوندي دي
لا ماتې ارادې نه دي ، هوډونه لا ژوندي دي
لا سوي پتنګان نه دي ، اورونه لا ژوندي دي
دا باغ به بيا خړوب شي د بلبلو په سندرو
دا ونې به سينګار شي ، درڼا په مرغلرو .


صديق کاوون توفاني
( دباد په کنډوالو کې د شعرونوټولګه )

راشه پسرليه
راشه پسرليه ، دغوټيو له بارا ن سره
سيل درنګ او بوی سره دمشکو له کاروا ن سره
راشه دغوټۍ له سترګو پريمينځه رانجه دخوب
راشه د زخمي زخمي غاټولو له درما ن سره
راشه چې جړاو شي په غميو ، نښتيځلی ، باغ
راشه پسرليه ، دګلونو له توفا ن سره
راشه چې دونو په ښاخونوپاڼې وناڅي .
باد ترانې ووايې ، دغرو مماڼې وناڅي .
* * *
ژمی دی خفه نه شې دګلونودغونچو په ځای
مونږ درته په لاره زخمي زړونه غوړولي دي
خير که وچکالي ده نه شبنم شته نه بارا ن اوري
ستا دراتلو لارې مو په اوښکو ، پريمينځلي دي
اور مو په سر وړی ، خو ډيوې مو لګولي دي
زړه د تروږميو کې مو ستوري ځلولي دي
راشه پسرليه ! زمونږ کلي ته لمر راوله
بيرته يې پخلا که ، د عمرو مرور راوله .
* * *
راشه چې باغونه مو ساړه ژمي وهلي دي
راشه چې ګلونه دخزا ن سيلۍ زپلي دي
راشه چې دبوټوپه رګونوکې سا وچه ده
راشه چې غوټيوپه سرو وينو کې لمبلي دي
دښتې سوځيدلي ، چمنونه رژيدلي دي
کرښې دقسمت يې په لمبو راته ليکلي دي
بس دی داورونو ، دسوځونو کتاب واړوه
بس دی پسرليه ، دغمونو کتاب واړوه .
* * *
څه دی بهار څه دی ، چې رڼا دمستۍ نه لري
سا دمستۍ نه لري ، صهبا دمستۍ نه لري
شور دمينې نه لري ،سور اور دمينې نه لري
څاڅکو دشبنموکې ځلا د مستۍ نه لري
څه دی بهار څه دی ،چې موسکا دغوټۍ وريبي
څه دی بهار څه دی ،چې خندا دمسنۍ نه لري
څه دی بهار څه دی، چې ويدې نغمې پا نه څوي
تاندې غوټۍ ويښې نه کړي ،شنې وږمې پا نه څوي .
* * *
راشه پسرليه ، چې دلمر ګلونه وخاندي
توره شپه سبا شي ، دسحر ګلونه وخاندي
باغ په خندا سر شي ،لر او بر ګلونه وخاندي
راغ غونچې ،غونچې شي پيغامبرګلونه وخاندي
بيا دپيغلو نجونوپه ټټر ګلونه وخاندي
غر په ګلو پټ شي په کمر ګلونه وخاندي
بل شي په سپيرو دښتو ، دګلو څراغونه بيا
پورته شي ،رپانده دغاټولو بيرغونه بيا
* * *
راشه په سپيرو دښتو کې سا د ژوندون وکره
راشه په سړو زړونو کې اور و جنون وکره
راشه بيا روښانه که دمينې دمزلونو لار
راشه د ليلي زړه کې وفا دمجنون وکره
راشه تږې تالې دوږمې په مييو مستې که
راشه د ماښا م په دښته ، سپين سباوون وکره
راشه پسرليه ، باغ ته ناوې دګل راوله
ساندې ترانې که ، وزرماتی بلبل راوله .
* * *
ترکې دبګرام درنه جامونه دسوما غواړي
شور غواړي ، شررغواړي ، نغمې غواړي ،نڅا غواړي
پيغلې دبخدي درنه دردونوته دوا غواړي
بيا په نو بهار کې دبهار مسته خندا غواړي
پريږده له قفسه ، ښايسته بلبلې والوزي
دازخمي غوټۍ له تا نه شونډې دموسکا غواړي
زيب يې د پيکيو شه ، ګلاب دګريوانه يې شه
سوز يې د سندرو شه ، رباب دزنګانه يې شه .
* * *
بيا به دا خزا ن ، خزا ن وختونه بهارونه شي
بيا به دا شډل ، شډل ډاګونه چمنونه شي
بيا به دا اغزي ،اغزي باغونه سره ګلونه شي
بيا به په رنګينو ګلو ، ښکلي وربلونه شي
بيا به غم وهلي ماښامونه ، سهارونه شي
بيا به دسپين غره غاړې ته ستوري اميلونه شي
بيا به دکابل لمنه ډکه په ګلونه شي
بيا به د بابا پګړۍ جړاوه په لعلونو شي .
* * *
تا که پسرليه ، دګلونو ګيډۍ راوړلې
تا که د وږمې په وزر تاندې غوټۍ راوړلې
تا که درڼا ناوې له تورو شپو راوايسته
تا که دبارا ن د رڼو څاڅکو ډولۍ راوړلې
تا که په خاموشو ماښامونو کې شور وکره
تا که زخمي زړونو ته د مينې پټۍ راوړلې
ته به ابدي شې ، ته به پاتې شې په زړونو کې
ته به د ژوند سا شې ، په ډاګونو ، په باغونو کې .

صديق کاوون توفاني
( د باد په کنډوالو کې دشعرونو ټولګه )

دوينو پسرلی
پسرلی په وطن راغی
خو نه ګل او نه بورا شته
نه په باغ کې غوټۍ خاندي
نه ګلونه په صحراشته .
* * *
نه دغرولمنې شنې شوې
نه شپونکی نه يې شپيلۍ شته
نه د ميږو قطارونه
نه کوچی نه يې کيږدۍ شته
* * *
نه دمشکو کاروا ن راغی
نه د عطرو وزر خپور شو
نه بيديا په ګلوپټه ،
نه سپيره چمن سمسور شو .
* * *
نه په غرونو غوړيدلي
شني قالينې دشنيليو
نه له ونو پورته کيږي
آوازونه دمرغيو
* * *
نه دشنو ويالو په غاړه ،
ټوکيدلي سره ګلونه
نه په دښتو کې بليږي
دغاټولو څراغونه
* * *
نه هيلۍ په هوا راغلې
نه د زاڼو زنځيرونه
نه آواز د توتکيو
نه د ساچو پروازونه .
* * *
نه دنيمو شپو سندرې
نه هی هی دکاروانونو
نه شوګير دعاشقانو
نه تودوخه د عشقونو .
* * *
نه بريښنا د سپينو ليچو
نه د شنو بنګړيو شور شته
نه ځلا د بارخوګانو
نه د سرو مچکو اور شته .
* * *
پسرلی په وطن راغی ،
خو نه ګل او نه بلبل شته
نه د پيغلو خنداګانې
نه ګلونه په اوربل شته .
* * *
نه درياب درياب صهبا شته
نه څپې څپې مستي شته
نه جنون د تودو غيږو
نه دمينې ليوني شته .
* * *
نه خوشحال توره تړلې
د افغان دننګ له پاره
نه ولس لښکرې ايستي
دمغل اورنګ له پاره .
* * *
د زردشت اورونه مړه دي
دسوما پياله نسکوره
دبابا پګړۍ ده جړه ،
ابۍ ناسته ده سر توره .
* * *
دکابل له سوي زړه نه
شنه دودونه پورته کيږي
له زاړه بالاحصاره ،
فريادونه پورته کيږي .
* * *
دبخدي په کنډوالو کې
دکارغانو شورماشور دی
دهري په ديوالونو ،
دګونګانو وزر خپور دی .
* * *
درستم دتخت له پاسه
ګيدړ نقل دزمري کا
دګربت په آشيانه کې
ټپوس ناست دی سروري کا .
* * *
دهلمند په ورشوګانو
داغزيو باران ووري
دزاړه بست په ماڼيو
دسرو وينوګلان ووري .
* * *
له ګلزاره ننګرهاره
دګلونو ځلا تللې
دروښان په کاله وير دی
د خوښيو ليلاتللې .
* * *
دنارنجو ستوني غوڅ دي
دښوون ښاخونه پرې دي
دبلبل ژبه ګونګۍ ده ،
دبورا وزرونه پرې دي .
* * *
الينګار په اور کې سوزي
اليشنګ په اور کې سوزي
دود جګيږي له پاميره ،
لوی سالنګ په اور کې سوزي .
* * *
دپردي بهار وږمې دي
راچليږي په وطن مې
دغليم دفکر دوړې
راخوريږي په وطن مې .
* * *
په عزت پورې مو خاندي
سپکاوی مو د شملو کا
سپينوي مو ، توروي مو
مسخرې مو په پښتو کا .
* * *
دې بهار بهار وطن کې
اوس خزان خزان ميشته دی
په دې ګل ، ګلبڼ هيوادکې ،
داغزو کاروان ميشته دی .
* * *
دې خندا خندا هيواد کې
اوس ژړا ، ژړا ،ژړا ده
دژوندون نغمه خاموشه
دمرګونو واويلا ده .
* * *
هره شپه له شنه آسمانه
ستوري لويږي ،رانړيږي
درڼا دبام له پاسه
دتيارو ډمې نڅيږي .
* * *
شبنم سور دی ، ږلۍ سره ده
چمن سور دی ، بيديا سره ده
شونډې سرې ، خبرې سرې دي
خندا سره ده ،ژړا سره ده .
* * *
بيا د وينو پسرلی دی
بيا دوينو بارانونه
بيا دوينو غوټۍ خاندي
بيا د وينو سره ګلونه .
صديق کاوون توفاني

مړې ډيوې

ساقي دروغجنې دې وعدې شوې ، ډيوې بلې نه شوې
په ميکده کې ډيوې مړې شوې ، ډيوې بلې نه شوې
خمونه تش ، پيالې نسکورې ، ميکدې ويجاړې
بيا دزاړه زاهد دورې شوې ، ډيوې بلې نه شوې
سپوږمۍ په وريځو کې ويده ، ستوري دودونو کې پټ
دتورې شپې زلفې خورې شوې ، ډيوې بلې نه شوې
تشه بيديا ده نه ليلا نه يې کيږدۍ شته پکې
مجنونه ! خاورې دې اسرې شوې ،ډيوې بلې نه شوې
يوه سپرغۍ وه ځليدله دايرو په منځ کې
اوس هرې خواته سرې لمبې شوې ، ډيوې بلې نه شوې
باغ کې چوپتيا ده ، ونې زانګي دماتم په څڼو
دژمې شپې څومره اوږدې شوې ، ډيوې بلې نه شوې
چايې په ياد چيرته نه شمه او نه ګل کيښوده
دسرو غاټولو مرۍ پرې شوې ، ډيوې بلې نه شوې
دجانا ن غمه دزړه کور راته روښانه که ته
بيا تور ماښام ، تورې تيارې شوې ، ډيوې بلې نه شوې

صديق کاوون توفا ني
( دباد په کنډوالو کې دشعرونو ټولګه )


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more