د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

مسلمانه ميرمن

talib
07.08.2007

بسم الله الرحمن الرحيم
[color=white:adf0fadd94] مسلمانه ميرمن
که سړي پلار،زوي او ورور دي،ښځه هم مور،لور او خور ده.[/color:adf0fadd94]
که ادم ع دټولو انسانانو پلار دي.حوا رض هم دټولو انسانانو مور ده.لوي خداي ج په دي معني فرمايي چي :اي خلګو! موږ تاسي له يوه نارينه او يوي ښځي پيداکړي ياست او بيا مو شبعي او قبيلي ګرځولي ياست.ددي له پاره چي په خپلو کي سره وپيژنۍ.په تحقيق معزز او مکرم ستاسي دخداي ج په وړاندي ستاسي زيات منفي او پرهيزګار دي.
له نارينه او ښځينه څخه مطلب ادم ع او حوا رض دي.حوارض دادم ع له وجود څخه پيدا شوي ده.نو ښکاره خبره ده چي ښځه انسان او دبشريت دعالم نيم شمير جوړوي.له نارينه څخه بيل عالم نلري.بلکي دواړه انسانان دي.خو بيا هم دنارينه او ښځينه تر منځ توپير شته او داتوپير فطري او په خلقت کي راغلي دي.له همدي کبله انسانان له خپل خلقت او ټولنيز موجوديت څخه رانيولي بيا تر ننه په دي مسئله کي له خپل خلقت او ټولنيز موجوديت څخه رانيولي بيا ترننه په دي مسئله کي سره اختلاف لري چي همدا دانسانيت دواړه خاښونه يو تر بله څومره ورته والي او يا څومره لري والي لري.په تيرو وختونو کي ښځه دکورنۍ دمشر له مقام څخه رانيولي بيا دپست موجود تر بڼي رارسيدلي ده.چا دشيطان نماينده ګڼلي ،چاژوندي خښوله، چا په قمار کي بايلله او چاهم دڅاروي په څير خرڅوله.څوک يي په ميراث کي مستحقه نه ګڼي او څوک يي ويازي دجنسي غريزي داشباع وسيله او يا هم ديوه اقتصادي متاع بولي.
نني ازاده نړي بيا ښځي ته له سړي سره برابر او يو ډول وظيفه او حق ورکوي.هغه اړ باسي تر څو دنارينه په څير په کارخانه کي کار وکړي.هر وخت،هر چيري او هر کارته چمتو وي،دکور نفقه په خپله پوره کړي.دطلاق اختيار له دي سره وي او بي قيده ژوند ولري.
خو که وکتل شي دامساوات اوازادي هر څه دښځي دفطرت خلاف دي.ځکه دښځينه جوړښت،غوښتنى،وس او قوت هر څه له نارينه سره توپير لري.دوروستنى تحقيق او څيړني په رڼا کي ويلاي شو چي دهري انساني ټولنى دنارينه او ښځينه د قد منځني اندازه ،لس سانتي متره توپير لري چي په همدي تناسب يي په ټولو قواوو کي فرق شته چي په همدي انډول ښځه په ټولو جسمي او روحي او ذفني قوتونو کي تر نارينه کم وسي ده.له دي سره،سره ښځه ده چي مياشتنى ناروغي،اولاد زيږول او شيدي ورکول يي دکار قدرت دسړي په تناسب نيمګړي کوي.نو هغي ته مساوي حق او دنده سپارل رښتيا هم په هغي ظلم دي.
دښځينه طبقي همدا کمښتونه دي چي نن هم په غربي نړي کي په ټولنيزو چارو کي هغوي ستروکارونو ته ډيري رسيدلي نه دي، بلکي هغوي اوس هم يوازي په سينماګانو کي کار کوي،د تلويژيون په اعلانونو کي دهغي له عواطفو او اکټونو څخه ناروا ګټه اخستله کيږي څو يو پانګوال يا يوه کمپني يوه بي خونده او کم ارزښته متاع دښځي په غږ او ښکلا وپلوري.وينو چي دغربي نړي هره اتقصادي متاع ديوي ښځي په تصوير ښکلي شوي ده تر څو دخرڅلاو ځاي او مصرف ومومي.داکار يوازي دانه چي ښځي ته دمساوي حق قائليدل او ورکول ندي بلکي دهغي حيثيت يي دومره ارټيټ کړي چي ديوي تجارتي متاع ارزشت ورباندي لوړ وي.داچي دهمدي ازادي په دعوه کي يي هغه دسړي له پناه ورکولو چي دهغي دنفقي دبرابرولو مسئول وو.دکورنى له جوړولو،له اولاد سره له ميني کولو او نورو ښيګڼو يي بي برخي کړي بيله خبره ده او...
داسلام دين سره له دي چي ښځه انسان بولي،نه دځينو فلسفو په څير ورته دشيطان نمائنده وايي او نه همغه داسي سپڅلي موجود ګڼي چي دنارينه معبود وګرځي او نه يي په بي قيده ازادي عزت او عفت له منځه وړي.لکه څرنګه چي ښځه او نر په فطرت او خلقت کي سره توپير لري همداسي په ټولنيز ژوند کي فرق لري.دکار ډول او ډګرئي سره پيل،حق او وظيفه يي سره ورته نه دي.داټول توپيرونه هم دهغوي دفطرت غوښتنه ده.داسلام دين دهمدي توپيرونو په نظر کي نيولو سره ورسره کړنه کوي او ...
په هر حال په دي ليکنه کي به دښځي تاريخي حيثيت او په غربي نړي کي يي مقام او ارزښت ته اشاره وشي.وروسته به په اسلام کي دښځي مقام دهغي حقوق او وجايب وڅيړل شي.انشاءالله.
لومړي برخه
[color=white:adf0fadd94] په خلقت او جوړښت کي دنارينه او ښځه تر منځ توپير
توپير که نيمګړتيا[/color:adf0fadd94]
که دنارينه او ښځي وجود،احساسات،روحي حالات، افکار،ذهني او جسمي قوت وڅيړل شي له ورايه ښکاره ده چي له يوه او بل سره توپير لري.خو داتوپير ديوه او بل له پاره نميګړتيا نده بلکي يو تناسب دي چي په خلقت کي ورکړل شويدي او دا مناسپ توپير دګډ او ټولنيز ژوند بنسټ جوړوي.رښتيا که په نارينه او ښځه کي همدا توپير نه وايي ديوځاي کيدلو امکان کميده.ځکه يوه او بل ته به هيڅ اړتيا نه ليدله کيدله،انساني نسل به ختم او ټولنيز ژوند به نه وو.همداتوپير دي چي يوه او بل ته يي اړ کړي،له يوه او بل سره سکون او ارامتيامومي او ګډ ژوندکوي.که نارينه جمسي قوت او تفوق لري خو ښځه هم دداسي احساساتو خاونده ده چي سړي ورته اړ دي.که له نارينه سره دنياز او غوښتني غريزه غشتلي ده.له ښځي سره دناز او استفنا غريزه دومره زياته ده چي دجسمي قوت کمښت يي پوره کړي دي.
که دژوند په مادي او معنوي اړخونو کي وګورو داتوپير دومره متناسب راغلي چي هيڅکله او هيڅ ځاي نارينه او ښځه له يوه او بل څخه په استفنا کي پاته کيدلاي نشي.
همدا مناسب توپير دي چي انسانان دوه ډوله فکر کوي يوه ډله سړي کامل کڼي.او بله ډله ښځه.ان داچي دهغي په کمال کي کتابونه ليکل شويدي چي غوره نمونه يي د "ښځه غوره جنس" په نوم دايشلي مونتاګو کتاب دي.
لنډه داکوم توپير چي په نارينه او ښځينه کي په فطري ډول شته هغه ديوه او بل د اړتيا دلري کولو او دهغوي تر منځ دبشپړتيا تناسب دي.داتوپير يوازي په انسانانو کي نه بلکي په ټولوحيواناتو کي ښکاره دي.
افلاطون به ويل :نارينه او ښځه يو ډول خلق شويدي کومي قواوي چي سړي لري هغه ښځه هم لري خو پکي توپير شته يعني دنارينه قوه تر ښځي زياته ده،داسي نده چي کومه قوه يا اسحاس دي نارينه ولري او ښځي دي ورڅخه بي برخي وي.دافلاطون نرر داوو چي دنارينه او ښځينه تر منځ په کيفي لحاظ توپير نشته بلکي په کميت کي سره توپير لري خو دافلاطون شاګرد ارسطو وايي چي په کيفي لحاظ هم توپير ليدل کيږي،ان داچي که ځيني خويونه او اخلاق په سړي کي فضيلت وګڼل شي.کيداي شي هغه دښځي له پاره فضيلت نه وي او يا ددي په خلاف هم پيښيږي.

[color=blue:adf0fadd94] دنارينه او ښځي تر منځ دتوپير په هکله ،اوسني نظريات[/color:adf0fadd94]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more