د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دا ويى پښتو دى كه پاړسي

larghonay1
04.07.2007

نننيوپښتو ليكنو كې د (ياست) ويى ډېر كارېږي زما په اند خو د(ياست ) په ويي كې يوازې د پاړسي پر (است) يوه (ى) ور ډېره شوې او له (است) څخه يې ياست جوړ كړى دى چې د يو ويي بې ځايه اوږدول دي. ځكه چې د (ياست) پر ځاى مونږ (يئ) لرو چې هم لنډه او هم بې شكه چې پښتو ده. همداسې ځينې نور ويي لكه: (واست، پوهيداست، ياست او.... است.
تاسو په كې څه وايئ؟


larghonay1
22.07.2007

کوشان صیب سلامونه!
وروره زما موخه پښتو له پاړسي تورو پاکول نه دي بلکې یوازې مې غوښتل پرې پوه شم چې (یاست) پاړسي دی او که پښتو. چې ستاسو له خبرو جوتېږي چې پاړسي دی .
تاسو د هندي اروپایي ژبې خبره کړې دا سمه ده چې پښتو او پاړسي له هندي اروپایي ژبو څخه دي خو د دې بيا هم دوه جلا ژبې دي که داسې وي چې مونږ د ټولو هندي اروپایي ژبو ویي په خپلې ژبې کې وکاروو نو بیا خو باید په کوزو پښتنو بد ونه وایو ځکه هغوی خو له انګریزي څخه لمنې لمنې ویي راخیستي او په پښتو کې یې کاروي.


pattang
22.07.2007

[quote:5654cdfafa]مونږ بايد عربي لغات د خپلې پاکې او مقدسې ژبې نه لرې کړو . ځکه عربي ژبه يو هندو اروپايي ژبه نده . او کوم لغات چې د عربي نه په پښتو کې منل شوي دي زمونږ د ژبې مېلودي يې مرداره کړې ده . [/quote:5654cdfafa]

کوشانه ځان دې په عيسويت وشر ما وو!
اوس نو غواړې چې پاړسو هم و شرموې ، که له پاړسو نه عربي لرې کړې نو داسي
به مالومه شي لکه له سړي ځخه چې ټولې جامې لرې کړې٠
ځينې خبرې کيفي کوي خوعلمي خبرې کيفي مکوه چې بيا دپوهه ژر رسوا کيږي٠
په پاړسو کې له ٣٠ % پورته عربي لغاتونه شته .


ياست

زهيرشينواری
26.07.2007

ډيرو درنو پښتنو ورونو !
زموږ پر ژبه يوازې د ميز تر شا څيړنې شوي او يا هم د بهرنيو څيړونکو پر څيړنو تکيه شوې ده ، که چيرې څيړنې نيغ په نيغه د ولس پر ګړدودونو وشي ، باور کوم ډيرې ستونزې به حل شي . د ( ياست ) په اړه دومره درته وايم چې دا يوازې په کندهار ي ګړدود کې نه ، بلکې په نورو ګړدود کې هم شته لکه :
_ تاسو چيرته ياستی ؟ خو په مفرد ډول بيا وايي : ته چيرته يې ؟
توپير دومره دی چې کندهاريان يې ( ياست ) او په ځنو نورو ګړدودونو کې ( ياستی ) ويل کيږي .
همدارنګه : په ډيرو غرنيو پښتنو سيمو کې تر اوسه د ( ش) په ځای ( س) کارول کيږي لکه : _ ستړي مه سی ، ستړی سوم ، خوار مه سې ، هرکله راسې ،
اميد دی چې د افغانستان علومو اکاډمۍ خپلې څيړنيزې پروژې د دفتر څلورو ديوالونو را وباسي ولس ته ننوځي او د ولس په ژبه کار وکړي . زه باور لرم چې دغسې ستونزې به ټولې حل شي .


رښتینی
03.08.2007

كوشان له عربي ژبي نه پښتو پاكوي !!!!!!!
راځو دده ليكني ته دده په ليكنه كي زه عربي توري په قوسينو كي بندوم :

[color=white:fd42698941]ښاغلی لرغونی

دا( مهمه) نده چې پښتانه د ياست (کلمه) په خپله ژبه کې کاروي . ځکه پښتو او دري سره خور او ورور دي او دواړه اوستايي ريښې لري .

زه ډير تاجـ ـکان پېژنم چې دانشګاه ته پوهنتون وايي .

د پښتو د ژبې نه د دري (کلماتو) پاکول يا له منځ وړل ، د (افغان)ستان په ګټه نده .

مونږ بايد (عربي) (لغات) د خپلې پاکې او (مقدسې) ژبې نه لرې کړو . ځکه (عربي) ژبه يو
هندو اروپايي ژبه نده . او کوم (لغات) چې د (عربي) نه په پښتو کې منل شوي دي زمونږ د ژبې مېلودي يې مرداره کړې ده .

دا په دې (معنا) چې په پښتو (جملاتو) کې (عربي) (لغات) د (جملې) مېلودي (خراب)وي او په غوږو ښه نه لږېږي .

همداسې ترک او مغلي (لغات) هم په پښتو او په دري کې خوند نه کوي . ځکه چې دغه ژبې د يوې کورنۍ ژبې ندي [/color:fd42698941]

-----------------------------------------------------

دكوشان په اند د عربي ژبي وييونه دپښتو ميلودي ده كه څه بلاده خرابوي
نو كه داد كوشان دمضمون منځپانګه زه په خپله پښتو كي ادا كول وغواړم
دومره عربي وييونه به بيخي ونه كاروم لكه كوشان چي كارولي دي سره له دي چي له عربي ژبي نه كركه هم نلرم بلكي مينه ورسره لرم خوبيا هم په
خوله او قلم دخپلي ادي او پلار دراښوولي خوږي پښتو توري كاروم
او خوند ورنه اخلم

خو ده مسكين چي څومره عربي وييونه كارولي دي هغه ستاسو په مخكي ما جوت كړل او دلته يوه پوښتنه لرم چي ايا دكوشان اند او نظر پښتو ډيره بيخونده يادده په اصطلاح مرداره كړي ده او كه عربي وييونو ؟؟

په مينه


زهيرشينواری
04.08.2007

سلامونه دوستانو !
يوې خبرې ته مو پام وي چې د نيټ نړۍ هم يو ټاکلي قوانين لري او دا دا سې قوانين دي چې د نړۍ په هيڅ يو پارلمان کې نه دي تصويب شوي خو خلک ورته درناوی لري او هغه په هر وخت کې مراعات کوي . موږ د بحث په فورم کې يو بل نه ګورو او چې څوک يو بل ونه ګوري او يو بل په ټولو ځانګړتياوو ونه پيژني نو د هغوي په اړه بيړنی قضاوت او پريکړه هم نا سمه خبره وي . موږ چې دلته په څه قضاوت کوو هغه يوازې ليکنه ده ، نو په کار دي چې زموږ ليکنه په منطق او استدلال تکيه ولري د منطق او استدلال نه پرته او جذباتي خبرې ، پخپله ليکوال ته تاوان رسو ي . د بيلګې په توګه : که يو څوک يو چا ته يوه ډيره مجلله ميلمستيا وکړي ،خو چې کله يې له کوره رخصتوي او يوازې دومره خبره ورته وکړي چې ( يره دومره سړی نه يې ) نوکوربه خپله ټوله خواري او لګښتونه په همدې يوې خبرې په سيند لاهو کړل .
ددې سريزې نه مې هدف دادی چې حامد صيب په خپله ليکنه کې د کوشان د ليکنې په وړاندې زحمت ويستلی او ښه منطق يې کارولی خو کاشکې ، د ( حماقت ، مرداره او داسې نورې ...... سپکې سپورې کلمې يې نه وای استعمال کړی .دا خبره ځکه کوم لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې دوه کسه په يو ه څيره نه وي نو همداسې کيدای شي هيڅ وخت دوه کسه په يو نظر نه وي، ځکه په چاپريال کې تل داسې شرا يط وي چې انسانان يو بل نه بيلوي لکه: يو په غره کې اوسي بل په ښار کې ، يو په امريکا کې اوسي بل په جرمني ، يو ځوان دی ، بل زوړ دی ، يو ښه تعليم يافته دی ، بل بې سواده او لږ تعليم لري ، د يوه مور او پلار تعليم کړی ، د بل نه دی کړی ، يو په يو مذهب دی ، بل په بل مذهب دی ، نو ددغسې شرايطو په رڼا کې د انسانانو فکرونه يو بل سره توپير لري نو موږ بايد هڅه ونه کړو چې د ټولې دنيا انسانان د ې زما په شان فکر وکړي او يا په زورخپل نظر او فکر په بل چا وتپووموږ د خپل نظر له پاره بايد قوي منطق وکاروو چې هغه خپل فکر ته راوبولو ، نه جذبات او احساسات په درناوې


رښتینی
04.08.2007

شينواري صيب سلامونه مي ومنه !

ولا سره زر خبره دي كړي ده خداي د خوشاله لره ما هم تاته له ځواب
ليكلو مخكي عمل پري وكړ او اوس داده تاته مي داد مني دووه دري توري وليكل ډيييييييييره مننه

په مينه


larghonay1
05.08.2007

ټولو ته سلامونه!
ما تر اوسه دا نه دي ليكلي چې ياست دې وليكل شي يا دې ونه ليكل شي يوازې دا مې غوښتل تر څو ښكاره شي چې ياست پښتو دى كه پاړسي خو اوس جوته شوه چې پاړسي دى نو اوس زما نظر دا دى چې تر كومې مونږ پښتو ويي لرو نو پاړسي ته اړتيا نشته. كله چې پښتو ويى نه ؤ نو له ناچارې ورځې پاړسو او عربي او حتى انګريزي هم كارولى شو تر څو د خپلې ليكنې مفهوم روښانه كړو.
زهير صيب ويلي وو زمونږ په شينوارو كې هم خلك ياستۍ كاروي . ما نه دي ويلي چې د پاړسۍ پچه يوازې په يوه سيمه ختلې ده. شينواري خو لاپرېږده چې ان په پېښور كې هم ځينې داسې سوچه پاړسي ويي كاروي چې سړى ورته حيران شي لكه بقدر ضرورت، براى كرم، پيش نويس، اگر چه، او ...................................
دا چې مونږ (يئ) لرو نو ياست ته څه اړتيا ده؟
كه چېرته مونږ بديل نه لرلى نو بيا سهي وه نو اوس ولې؟
دلته زما موخه كومه سيمه نه ده ځكه كه چېرته په سيمه ايزو لهجو پسې وګرځو نو په سلګونو مطلق پاړسي ويي لكه : ايله كړه، تاسه، بالاسه، سنجدتې، كونجتې، او نورې خينجتې به پيدا كړو خو زما موخه دلته يوازې ټول افغانيزه ويي دي چې د ياست ، واست د تورو بې ځايه دود كول ټولو پښتنو پيل كړي دي.



15.08.2007

ګرانو دوستانو !
د لرغونی صیب اندګور (نظر) راته سم بریښي چې وایي که یاست، واست ، استئ، هستئ ، یاستئ او داسې نور بیلابیل سیمیزاصطلاحات له یوه سره فارسي دي، نو که پښتو (یئ) ورته لرو، په سیمییزه ګڼتیا سره هم باید د پښتو د وییز ځایناستي نشي! د زهیر صیب اندتوګه زدکـوَړې ده او یو ټولګړی طلایی ارزښت لري، خو د موضوع له سرلیک سره یې دلته دومره سیخ تړاو نه درلود .
هو ، د فارسي سره مینه هم باید د پښتو وییزونو د ورکاوي اړسټ ( سبب ) ونه ګرځي . دا سمه ده چې پیښور او کندهار دپښتو دوه مرکزونه دایران اونورو پردیو ژبو ترسخت یرغل لاندې پاتې شوي ، خو نورې پښتنې سیمې ترې هم بی اغیزه نه دي پاتې شوي . البته د پښتو په رنیسانس کې باید دغه دوه سیمې تر نورو زیات خپل ژبنی سمون او اصلاح ته پام واړوي . په تیره بیا څومره چې د یو پښتون د زدکړې او چارواکۍ کچه لوړه وي ،هومره باید د پښتو په وړاندې ز یات مسولیت ته ژمن اوسي او داسې ونکړي لکه کرزی صیب چې دامن په جرګه کې یې هم د ونو په ځای درختې درختې تکرارولې او له کندهاریانو پرته پرې ښایي نورو ټولو پښتنو د خجالت احساس کړی وي چې ولسمشریې هډو پښتو هم په معیاربرابره نشی ویلای که څۀ (!؟ )
په درنښت او سلامونو !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more