د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

پټه خزانه

منلی
19.01.2007

ټولو وروڼو سلامونه
په کور کښي راسره یو کتاب ده په نوم دپټی خزانی غواړم چی ستاسو په خدمت کښی ولیکم
خو له لیکلو نه مخکی ځان په دی پوه کول غواړم چی په ټول افغان دبحث فورم کښی دیومکمل کتاب لیکلو خو به څه ممانعت نه وی اویا چا چی داکتاب چاپ کړی یعنی دنش کتابخانه دهغی لخوا خوبه هم کوم مشکل نه وی هیله ده چی په دی برخه کښی راته لارښوونه وکړی . وسلام


ښکلا
20.01.2007

وروره
سلامونه او نېکې هيلې
تاسو بايد د اړونده ( خپرنيزې ) ادارې له مقاماتو سره تماس ونيسئ ترڅو له يوې خواد چاپ او خپرواي دحقوقو درناوی وشي او له بلې خوا دټول افغان ملي او قانوني حيثيت هم ترپوښتنې لاندې را نۀ شي!

پۀ درنښت او نېکو هيلو کمکۍ خور مو ښکلا


رښتینی
01.05.2007

ښاغلي ستانه ګل صيب سلامونه او نيکي هيلي

ياره ګومان نه کوم چي دانش صيب دي په خپله ددي کتاب دچاپ په باره کي
له چا نه اجازه اخيستي وي ځکه داخو دولتي مطبعي په کال ١٣٣٩ ه ش
کي چاپ کړي ده

او ددولت خو نو هرڅه چور شوي دي او داد چاپ دحقوقو چور خو به يي زه وايم
چي ثواب لري ځکه که داسي ونه شي بياخو نو خلک ديوه کتاب له مطالعي نه بي
برخي پاته کيږي

او د پټي خزاني په اړه به دومره ووايم چي دا نوم له خپلي مسمي سره بيخي برابر ده

بسم الله کوه ستانه ګل صيب هسي يي را اخله
کيدي شي ځيني وروڼه يي په اړه نور مالومات
هم را زيات کړي

په مينه


جواب

پښتون زلمی
08.05.2007

زخمي وروره:
الله دی توفیق درکړي،
تاسی ته چی مفید کتاب ښکاري، نو ویی لیکه، دغه رقم حقوق هیڅ اعتبار نلري، البته تجارت پری ناروا دی، خو که ته یی د مسلمانانو د ورونو د فایدی لپاره لیکی هیڅ کوم شرعي مشکل په کی نشته، نن صبا ټوله نړۍ کی هم دا حال روان دی، اګر که دکتاب لیکونکي هم دا نظر نه وي، خو دغه کار دعلم خورول دي، او علم د ټولو حق دی، د چا ملیکیت کیداي نشي، خو لکه څنګه چی می مخکی وویل، تجارت پری حرام دی.
په درنښت.


larghonay1
14.06.2007

زخمي صيب د پټې خزانې په اړه بايد د ښاغلي ګورهر صيب څخه اجازه واخلې ځكه چې ګوهرد پټې خزانې په اړه ملاحظات لري .ګوهر يو ستر ليكوال او استاد دى چې په ار كې د كوټې دى خو په اسلام اباد كې دولتي دنده لري.


رښتینی
11.07.2007

سلامونه

لرغوني ليكي :

زخمي صيب د پټې خزانې په اړه بايد د ښاغلي ګورهر صيب څخه اجازه واخلې ځكه چې ګوهرد پټې خزانې په اړه ملاحظات لري .ګوهر يو ستر ليكوال او استاد دى چې په ار كې د كوټې دى خو په اسلام اباد كې دولتي دنده لري.

ملاحظات لري !!

د ملاحظاتو په لرلوپوري يي نو اجازه ولي تړئ؟

زخمي صيب دي پټه خزانه را واخلي او شاغلي
ګوهر يا بل كوم يو ددهغه ملا حظات راوړي

خو ګومان كوم زخمي صيب هم اوس په خپله خبره پښيمانه ده

په مينه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more