د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

مورنۍ ژبه

جلال نجيب) صافی
23.03.2004

ګرانو او قدرمنو کتونکو او شاعرانو سلامونه او نيکې هيلې دا يو شعر مې در وليږه خداي دې وکړي چه د شعر او شاعرۍ په معيار برابر اوسې
څلوريځه:
[color=blue:749e624371]............................مورنۍ ژبه
مورنۍ ژبه زمو پښتو ده ---- پاتې ناهيله او په سلګو ده ..

هيڅوک يې نشته نور دپوښتني --- څوک يې هم نشته اوس دښېګڼي
څوک يې د ننګ نـشته څوک يې د جنګ نشته .بې کسه پاتې شوه ،څوک يې ترڅنګ نشته
پښتنه مور ده او بی پښـتنوده - مورنۍ ژبه زمونږ پښتو ده

ځوې پرې غيرت نه کوي - مـور ته خدمـت نه کوي.
.پښتون نااهله ښکاري -- دمـورعزت نه کوي
ګيله په دې کې څه له پردو ده - مورنۍ ژبه زمونږ پښتو ده.

ځــــوانانو ويــښ شي لږڅه همت وکړئ ــ ـ په خپله ژبه لږ څه غيرت وکړئ
دخپلې ژبې او کلتور دواړو---د خدای له پاره يو څه خدمت وکړي
تاسو ته طمع دپلار نيکو ده --- مــورنۍ ژبه زمو پښتو ده

پښتنو وخت نور زمونږ دننګ دی--- ننګ په کلتور دی، ننګ په دفرهنګ دی
نن دوخت داسې عجيب غور ځنــــــګ دی--- د قلم زور دی ، د قـــــــلم جنګ دی
پښــــتو په طمع دنــــنګيالــو ده--- مـــورنۍ ژبـــه زمــو پښـــــتو ده

که چـــيرې پاتې شو تل نا خـــبره -- پښتو به پاتي شي تل بی ثـــمره
راځـــې چې پاســـو نور له بســــتره --- پښــــتو له مـــونږ نه ده مــروره
دا د(نجيب ) د ژوند ارزو ده --- مـــورنۍ ژبه زمـونږ پښـــــــتو ده
15-03-2004
[/color:749e624371]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more