د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ولور دچا حق دې ؟؟؟


طالب جان
23.03.2004

بسم الله الرحمن الرحيم
په يو ځاي کي ګران او محترم ورور خالد هادي صيب د ولور په اړه پوښتنه کړيوه چي دا د چا حق دې ؟ دغه دې نن مي وخت پيدا کړ او په دي اړه مي څه ګوډ مات ليکل وغوښتل اميد لرم چي دا معلومات به مو خوښ او يو څه تنده به موورباندي ماته شي .
کله چي پالونکي څښتن (( جل جلا له )) دانساني ټولني دجوړښت اراده وکړه نو د حضرت ادم ((عليه السلام )) له پيدايښت سره جوخت يي حوا انا(( عليها السلام )) هم د حضرت ادم عليه السلام له ښۍ پښتۍ څخه پيدا کړه ځکه چي اللهي کړه څه داشان ووچي انساني ټولنه د ښځي له وجوده پرته نيمګړي وه همدا ﻻمل وو چي د حضرت حوا له پيداکيدو سره سم دانسانانو د توالد او تناسل يو ه سلسله شروع شوه چي تر قيامته پوري به دا لړۍ دوا م لري .
خداي پاک خپلو مخلوقاتوته عملا داوروښودله چي ښځه دانساني ټولني يوداسي عنصر دې چي دهغي په ذريعي سره ډير مشکلات کم اوډيري بندي بيړۍ روانيدلاي شي . لکه څنګه چي خداي (( جل جلاله ))ته منظوره وه چي انساني ټولنه ښايي تر قيامته پوري دوام ولري نو ددوي ترمنځ داختلافاتو دختمولو لپاره اودښي او له فساده خالي ټولني درامنځته کيدلو لپاره يي ځيني حقونه دنر، او ځيني نور يي بيا دښځي په اوږو کيښودل، او په دواړو باندي يي دا ﻻزمه کړه تر څو د يوه اوبل خيال وساتي او ديوه اوبل په حقونو باندي خيټه اچول يي ظلم ،ناروا او مطلقا حرام وباله . او په انسانانو يي امر وکړ تر څو د يوه اوبل په حقونو له خيټي اچولو او له هرډول ظلم کولو څخه په کلکه ځانونه وژغوري .او په يوه غوره ټولنه کي د ښو اوسيدونکو په څير د ښه ژوند دتيرولو يوه نمونه قائمه کړي .
هسي خو په نرباندي دښځي ډير حقونه دي خو مونږ دلته فقط په يوه حق چي هغه ((مهر)) يا ((ولور)) دې له شرعي لحاظه رڼااچوو.
[color=blue:7027fea29a]ولور _ [/color:7027fea29a] سوچه دښځي شرعي حق دې چي هيڅوک هم نه پلار نه ورور نه هم کوم بل ولي له ښځي سره پدې حق کي د ښځي له اجازې څخه پرته نشي شريکيدلاي او دښځي له دي حق څخه پورتنو کسانوته دښځي له اجازې نه پرته يوه پيسه خوړل هم حرام اوناروا او له ښځي سره دظلم کولو په معنا دي .. خو افسوس.. چي زمونږ پښتنو په ټولنه کي د ښځي پدي حق باندي کله دپلار کله د ورور کله د ميړه او کله هم بيا دنور خپلوانو لخو ا ډير په بيرحمي سره سترګي پټيږي اوپه ځانګړي ډول پلاران خو دخپلي لور دغه ((غوښي )) دځان لپاره داسي حلالي بولي لکه د مور شيدې . ((نعوذ باالله ))
داچي ولور سوچه دښځي حق دې له لاندي قراني اياتونو او فقهي کتابونو څخه ثابتيږي .
((وأتوا النساء صدقتهن نحلة )) سوره النساءايت ٤ ټوک ٤
ژباړه - اوورکوۍ تاسي ښځو ((خپلو )) لره ولورونه ددوي په ور کړه د خوشحالي سره .
همداراز په بل آيت کي راځي :
(( فآ تو هن اجورهن فريضة )) النساء آيت ٢٤ ټوک ٤ .
ژباړه - نوورکړۍ تاسي دوي ته مهرونه ددوي پدي حال کي چي فرض کړي شويدې . دهمدي سورت په ٢٥ ايت کي راغلي دي چي ....... (( وآتوهن اجورهن بالمعروف )) ژباړه اوورکړۍ تاسي دوي ته مهرونه ددوي په معروف ((ښه طريقه سره )) .
وتلي مفسر علامه آلوسي په تفسيرروح المعاني کي راغلي چي (( وهو حرام کاکل الا زواج شيأ من مهور النساء بغيررضاهن )) ٣١١ مخ ٢ ټوک
ژباړه - ميړونو ته دښځي له اجازې پرته دهغې مهر يا ولور خوړل حرام دي .
په تفسير ابن کثير کي راغلي دي چي : ((ومضمون کلامهم ان الرجل يجب عليه دفع الصداق الي المرأة )) ٤٥١ مخ ټوک ١ . ژباړه - له ايا تونو څخه له ورايه معلوميږي چي په ميړه باندي واجب دي چي ولور دي هرومرو ښځي ته سپاري .
په تفسير قرطبي کي ليکل شوي چي ((وهذه الاية تدل علي وجوب الصداق للمرأة وهومجمع عليه ولا خلاف فيه )) ٢٤ مخ ټوک ٥ ژباړه -ايت پدي باندي دلالت کوي چي ښځي ته دمهر ورکول واجب دي په همدې باندي اجماع ده او هيڅ اختلاف پکي نشته .
په تفسير احکام القرآن کي علامه جصاص داسي ليکلي ((ان المهر لها وهي المستحقة له ولا حق للولي فيه )) ٨٦ مخ ٢ټوک ژباړه - ولور دښځي حق دی او همهغي ته بايد ورکړل شي په مهر کي دولي هيڅ حق نشته .
((وحق المرأة وهو انه ملکا لها )) فتاواي تتار خانيه ٨٩ مخ ٣ ټوک . ژباړه ولور دښځي ملکيت دی .
دښځي دولور په اړه داپورتنۍ فيصلې څوارلس سوه کاله دمخه شوي وې چي دښځي له ولور څخه د ښځي له اجازې پرته يوه پيسه خوړل هم حرام دي خوړونکی که پلاروي ، که ورور وي ، ميړه وي ، که بل کوم ولي دآخيرت په ورځ به د حبې حبې او ذرې ذرې حساب ور سره کيږي . دولور خوړل په حقيقت کي د لور يا خور دوينو د خوړلو په معنا دي نو لکه څنګه چي دويني څښل حرام دي همداسي د لور ، ښځي ، يا خور ولور خوړل هم حرام دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more